لیکنه فواد احمد وزیری

افغانستان د جیو ستراتیژیکي او سیاسي موقعیت په درلودلو سره تل د سیمې، مقتدرو هیوادونو او خپلو ګا مداخلاتو ښکار شوی دی چې اقتصادي، زیربنايي او کلتوري وده یې محدوده کړې او افغانستان یې د بهرنیو هیوادونو مرستو ته اړ کړی دی. لیکنه فواد احمد وزیری:  افغانستان د جیو ستراتیژیکي او سیاسي موقعیت په درلودلو سره تل د سیمې، مقتدرو هیوادونو او خپلو ګا مداخلاتو ښکار شوی دی چې اقتصادي، زیربنايي او کلتوري وده یې محدوده کړې او افغانستان یې د بهرنیو هیوادونو مرستو ته اړ کړی دی.

سربېره په دې چې دلته بهرنيو ځواکونو له تروریزم سره د مبارزې په هدف پانګونه کړې ده، خو افغانستان بیا هم د خپلوګاونډیو هیو…ادونو له مداخلې څخه په امان نه دی او په یو ډول نه یو ډول کوښښ شوی چې د افغانستان د مختلفو بنسټونو د ودې مخه ونیول شي.

د بهرنیو هیوادونو له نظامي حضور سره سره د افغانستان حکومت خلکو ته د سراسري سولې په راوستلو کې د خپلو ګاونډیو هیوادونو د صادقانه همکاریو د نه شتون له امله پاتې راغلی. د هیواد امنیت د هغو تروریستی شبکو تر تهدید لاندې دی چې له پولو څخه هاخوا روزنه ورکول کیږي او د افغان حکومت هغو ویناوو ته چې باید له پولو څخه ها خوا د تروریستي شبکو ځالې له منځه ولاړې شي، هیڅ راز پاملرنه نده شوې او د تروریستانو د فعالیتونو د شنډولو په مقصد د افغانستان په کلیو کې مخصوصاْ په هغو سیمو کې چې پښتانه ژوند کوي جګړې ته دوام ورکړل شوی او د دغو سیمو خلک له یوې خوا د افغان او بهرنيو ځواکونو د نظامي عملیاتو تر فشار لاندي دي او له بلې خوا د طالبانو د تروریستي فعالیتونو له امله له سختو ستونزه سره مخ دي.

په تېرو لسو کلونو کې د بهرنيو مرستو په پام کې لرلو سره بیا هم د امنیت د نه شتون له امله او دا چې ځيني هیوادونه د افغانستان له اقتصادي ودې څخه ویره لري، زیربنایي اغیزمنې پروژې ندي پلي شوي او دا راز مداخلې سبب شوې چې افغانستان بیا هم د یو مصرفي هیواد په توګه  بهرنیو مرستو ته اړ پاته شي.

ایران په افغانستان کې د خارجي قوتونو د شتون له امله تل خپل مخالفت ښودلی او هغه یې خپلو ګټو ته یو جدي خطر بللې ده. همداراز پاکستان سربېره په دې چې له تروریزم سره د مبارزې په ډګر کې د متحده ایالاتو یو مهم شریک بلل کیږي، خو له هند سره د افغانستان د اړیکو د نږدې والي او دا چې د دوی بهرنۍ سیاست د دې د هیواد د استخباراتي شبکې تر اغیزې لاندې ده نشي کولی په صادقانه توګه خپلو ژمنو ته چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې لري، صادق پاته شي.

په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان بهرني سیاست له خپلو ګاونډیو او سیمو له هیوادونو سره د حسن نیت او صداقت پر بنسټ ولاړ دی او کوښښ شوی چې د سیمې هیوادونو ته قناعت ورکړل شي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون دا  معنی نلري چې ددې هیواد خاوره به د دوی د هیوادونو د ګټو پر خلاف استعمال شي، خو دا کوښښونه د افغانستان د دوو ګاونډیو هیوادونو په اړه مثبتي پایلې یې ندي لرلي او د دوي ژمنې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې کې ندي عملي شوي.

په دې مېنځ کې افغانستان د طالبانو د رژیم له نسکورېدو څخه وروسته له تروریزم سره د مبارزې په لاره کې له هر چا نه زیاتي قربانۍ ورکړي او دا ویره موجوده ده چې د غربي متحدینو په وتلو سره به یو ځل بیا افغانستان 70 مې لسیزیزې ته یوړل شي او د هیواد د ټوټه کېدو سبب به وګرځي، له همدې امله د اوسنيو شرایطو په پام کې نیولو سره په افغانستان کې د غربي متحدینو شتون د افغانانو په ګټه ده، خو دا شتون باید د افغانستان د ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي او د هیواد ملي حاکمیت ته پوره درناوی وشي.

غربي متحدین په سر کې د امریکې متحده ایالات باید د افغانانو د قربانیو او د هغوی د غوښتنو په پام کې نیولو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، د افغانستان په کليو کې خپل نظامي حضور لږ کړي او د ترویرزم د ځالو په له منځه وړلو باندې تمرکز وکړي او د خلکو د کورونو د پلټنې پر ځاي چې ډیر د ناسمو راپورونو له امله ترسره کیږي خپل کشفي او استخباراتي راپورونه له افغان امنيتي ځواکونو سره شریک کړي، ترڅو داسې عملیات د افغانانو له کلتور، دود او دستور سره په مطابقت کې ترسره شي او د دوي پر وړاندې د خلکو د کرکې کچه را ټېټه کړای شي.

لکه څنګه چې نړیواله ټولنه هم د افغانستان ثبات د سیمې او د نړۍ ثبات بولي نو د افغانستان د کلیو له خلکو سره د مرستو دوام او دوي ته د کاري فرصتونو برابرول په تېره بیا په هغو سیمو کې چې په دې ورستیو کلونو کې ډیرې زیانمني شوي له تروریزم سره د مبارزې، د دیموکراسۍ او ولسواکۍ په برخه کې ددوي ژمنې به بیا تجدید کړي او د افغانستان دایمي ثبات ته به لاره هواره کړي.

افغانستان د اوږد تاریخ په لرلو سره دا حق لري چې په سیمه کې د یو خپلواک او پر مختللي هیواد په توګه د نورو هیوادونو په څنګ کې خپل ژوند ته دوام ورکړي، نو لازمه ده چې له 2014 کاله وروسته د بهرنيو ځواکونو له شتون څخه پوره ګټه پورته شي او داسې پروګرامونه پلي شي چې د دولتي بنسټونو، د خلکو د اتحاد او د ملت جوړونې د پیاوړتیا لامل وګرځي او په هیواد کي دایمې ثبات تضمین شي.