پـوهـه ښکلا ده او نـا پـوهـي بـلا ده

د کـندهار پوهـنتون په څـیـړنـغـوڼـډه کې زما ګـډون

لیکوال: ډاکتر رحمت ربـی ځـیـرک یـا ر

۷ جون ۲۰۱۳

 زه (ځیـرکیار) له امریکې نه په کنـدهـار پوهنتـون کې «د څلویښت کالو له تاریخي پیښو څخه زده کـړې» په سرلیک څـیـړن غوڼـډې ته وربلل شوی وم . موخه (هدف) یې داوه: « د خپل تاریخ او ملي مسایلو په اړه د حقیقت ځلانده ډیوه د راتلونکو نسلونو مخ ته ایښوول». کندهار چې چې زموږ ټــولو افغانــانو د نیکه او بابا (میرویس نیکه او احمدشاه بابا) ټــاټـوبی دی، په واقعـیت کې په ټـول افغـانستان کې د ملي دولت سازۍ مرکز هم دی. دغه څیـړن غوڼـډه په کندهارپــوهنتون کې  هغـه مهـم علمي، روزنیـز او ملي ابـتکار و چې زه یې د دغــه پــوهـنتون مشر  پــوهاند حضــرت میر طوطاخیل ، د پوهـنتون نـور مشرانو، ښـوواندانو، د باچاخان د څیـړنیزمرکز مشر شیرشاه رشاد، او پـوهیدونکو (محصلینو) ته د بریالیتوب شابسی وایم. زه ډاډه یم چې د دغې درنې څیـړنـغـوڼـډې په عـملي کیدلـو کې به د کــندهار د والي ډاکتـر توریالی ویسا مشورو او مرستو روغ رول لوبولی وي. له دې املــه ورتــه زه د زړه له کــومي کــورودانی وایم. دغه شان زه د ډاکـتر رشاد  له پټـو پټـو  روغـو مشورو نـه ډیر منـنـدوی یــم. باید ووایم چې د  څیـړن غــوڼـډې په عـملي کیدلو کې د  کـندهار د ملي تـاجــرانو وڼــډه هــم د ستایــنې وړ ده. ګــونـدې د افغـانستان نور ملي تاجران هم د کندهار د ملي تــاجـرانو له اخلاص او ګـډون نه زده کـړه وکــړي.

د کـندهار په هـوایي ډګـر کې

زه د ۲۰۱۳ زیــیـز په ۴  د کنــدهـار پـه هــوایي ډګر کې د سهار په اته نیمو بجــو کوز شوم. دوه درې وسله وال عسکـر اخـوا دیخوا ګـډوډ او ګـړندي ګـرځیدل. ما فکر کاوه چې کوم څه به پــیښ شـــوي وي. «ودریـږه» او «درځـه» هغه امرونه  وو چې ځما اندیـښنه یې لا پسې وپـړسوله. ځما وار چې راورسیــد او د «درځـه» مهـرباني رابانــدې وشوه، د غـشي په شان نیغ له تم بـریــد نــه تیـرشوم او اخوا دیخوا د خپل بکس په لټه کې شوم . یو کڼـډر غوندې ځای ته ور تیر شوم: پـه یوه جګـه ریـړه کې د ټـولو راغلو مسافرو بکسونه د یـوبل په سـر پراته وو. خپل بکس مې ولید چې د دوه نــورو لانـدې درونـد خـو سرچــپه پـروت و. زما په کــوپـړۍ کې لا اوس هــم «ودریـږه» او «درځـه» ټکــو  ټــوپـونه وهـل. یـو ځوان هلک په خپـل بکـس پسې  ریـړې ته وروخـوت او  ویې میند. زما په هیله یې زما بکس هم را کوز کړ. له کڼډر نه بیـرته سیب (تعمیر) ته ور ننوتلم او خپل غټ   خـوســرټـیټی او بل کــوچنی  خــوسـر لــوړی بکس مې د ایکســرې لــه غــار نه پــه خیــر سـره تـیـرکړل. شکـر مې وویـست چې د «نـړۍ وال نــظام» له  بیـلابیــلو سفــري عذابــونو  نـــه پــه بــریالـیتــوب سره راووتــلم! یو څو ګامونه چې وړاندې لاړم خوښې څیرې مې ولیدلې: زه  د خـوښۍ له لاسه پــه جامو کې نـه ځایدلم ځکه چې د کندهار پـوهنتون  د پوهیدونکو او نورو میلمه پالونکو له خوا زموږ دروند ښه راغلاست وشو او په هواي ډ ‌ګر کې د سباناري خونې ته یې موږ څـلور تنــه بـوتلو. هلته مو یوه   ګـيڼـټه دمه او یو ښه سباناری وکــړل. او ورپسې د امنیتي قواو په بــدرګه سره د کـندهار ښــار په لــوري وخـوځیــدلو اود کـندهـار ښارته د ورننـوتـلو په مهال ما د لــومـړي ځــل لــپاره د «عـینـو مــينـې» نــوم واوریــده.

عــــیـــ‎‎ـنـــو انـــا اوعـینـو مــیــــنــــــــــــه

احـمـد شـاه بـابـا(۱۷۷۲-۱۷۲۲زییز) د خپل لښکر سره له هند نه نه راستون شو. د کندهار د ښار پـولو ته چې د ماښام په خړه کې  راورسید، د خپل لښکر سره یې  هم دلته د شپـې تیرولو پریکـړه وکــړه. احمد شاه بابا غـوښتل چې د لمرخاته سره سم لښکر د کندهار د ښار په لوري وخوځوي، د دې لپاره چې په رڼـا ورځ یې ښاریـان تماشې او ښـه راغلاست  ته راووځي. ټول لښکر د ښار په پـولـو کې د شپــې استراحت وکړ،. خو د لښکر یو غـړی بې له اجازې د ماښام په تیاره کې د خپل کـور په لوري و خوځید. د خپل کور دړه (دروازه) یې وټکوله. میرمن یې  د دړې له څټ نه پرې غــږ وکړ چې د دړې ټکــوونکی څــوک دی؟  هغـه ورغبـرګه کړه چې میـړه یې دی. میرمنې یې ورتـه دړه بـیـرتــه نکــړه او ورته ویې ویل چې میـړه یې د احمدشاه بابا د لښکر ســره دی! مـیـړه یـې مجبـور شـو چې ځان بیـرته خپل لښکـر تــه ورسـوي. هــلته چــې ورسیـد، مــوظــف لښکري وروســته لــه تحقـیقـه احمد شاه بـابـا تــه ورساوه او موضوع یې ورته واورولــه. پخـپله احمد شاه بــابــا تښتـیــدلــي لښکـري تــه وویل چې د میـرمنې پـریکــړه یې روغــه وه! د تښـتیدلـي لښکري د میـرمنې نـوم «عـینو» و. احمـدشاه بابا غـیرتي عـیـنو ته زمکه ورکړه، او عـینـو په ولس کې په

    «عـینـو انا» نـوم وویـست او زمکې یـې پــه «عـینو مــینه». د امریکې د نـیـواک په نـنـدارتـون کې تاریخي عـینــو مینه د «جـلالت چـپـن» حامد کرزي د ورور محمـود کـرزي د کـورسـازۍ پـه تجــارتي پـروژه واوښـتـله چې د ښار په شمالي ګـوټ کې پـلـنه شوې ده. پـه پـروژه کې شـل زره کــورونه پلان شوي وو.  عینو مینه  مصـونه  ده اوګـڼ شمیر لـوړرتبه حکومتي ماموران او ماړه تــاجـران پـکې استــوګــن دي.

The Aino Mina is a new housing project for up to two million people on the northern edge of the city. Originally called the Kandahar Valley and started by Mahmud Karzai, it was announced that the project would build up to 20,000 single-family homes and associated infrastructure such as roads, water and sewer systems, and community buildings, including schools. It recently won 2 awards, the Residential Project and Sustainable Project of the Year at the Middle East Architect Awards. Many of the high-ranking government employees and civil servants as well as wealthy businessmen live in this area, which is a more secured community in Kandahar. [4 December 2013].

درې ورځنئ څیـړن غـوڼــډه

د ۲۰۱۳ د نومبر په ۴ له ماپـښین نه وروسته، راغلي میلمانه یو بل ته ور وپیژندل شول، او ورپسې موږ ټـولو د کندهار پـوهـنتون بیلابیل پوهنځي وکـتل. سبا د نومبر په ۵ څیـړن غــوڼـډه د کندهار پوهنتون په تالار کې د قـرآن مجید په ویلو پـیل شوه او درې ورځې دوام یـې وکړ. غـوڼـډه پــه منظـم ډول پر مخ تلله او هـر څیـړونکي د خپلې وینا لپاره شل دقیقې وخت لاره. ما خــپله وینا (« په افـغان دربار کې ولې افغـاني نـشته؟») په اتـلس نیمو دقـیقـو کې واورولـه.

په غوڼډه کې میرمنو هم ګډون لاره. ګومان کوم چې اکثریت یې د کندهار پـوهـنتون  پـو هیدونکې

(محصلینې) او ښوواندې (استادانې) وې. زما له وینا وروسته یوه راغله او دوه عکسونه یې راسره واخیستل. په کابل کې د عــلومو د اکا ډیمۍ مشــرې ثــریــا پـوپـل په غوڼډه کې  وینا  په پـښتو کې واوروله. هغه ښځې چې ځانونه یې په «جلباب؟» کې پټ کړي وو، زما «السلام علیکم» ېې وا نه خیـست. جلباب بـشپـړ حجاب دی: هغه اوږد کمیس دی چې د ککـرۍ له څـوکې نه د پـښو د ګـوتـو پـورې ( د سترګو او پــزې په شمول) د ښځو ټــول وجود یې پټ کړی وي؟ دوه ښځې چې جلباب یې  د غــوڼــډې په تــالار کې اغـوستـلی و، د تـفـریح پــه مهال ماته مخامخ راروانـې وې. ما هرې یوې ته «السلام علیکم»  ووایه، خو یوې هم راته« وعلیکم السلام» و نه وایه.

د کندهار والي ډاکتر توریالي ویـسا دوه ماښامه د غـوڼـډې ګډون کـونکي اود کـندهار نـور مشران پـه خپـل میلمستون کې میلمانه کـړل. په دوهم ماښامي کې د ولایت په تالار کې لومړی یوه په زړه پـورې پـښتو مشاعـره وشـوه. ورپسې یـوه خورا  لڼـډه خـو په مطلب کوټـلې  پـښتو ډرامه وړانـدې شــوه چې د کندهــار پـو هـنتون یو ویـښ او حساس پـوهیـدونکي (محصل) يـواځې پخپــله تمــثـیل کــړه. د دغې (نږدې درې دقیقه يزې) یوکسیزې ډرامې په پای کې، زما په شمول د  تماشا کوونکو خورا غټ اکثریت سـرونه ځوړند کړل ځکه چې له سترګو یې اوښکې تویـدلې. له ستــرګـو وښکې و څـڅیدلې ځکه چې د ښــوونځي د زده کـوونکي (لوبغـاړي) ټوله کـورنۍ بمبار شوې وه. ما سـبا د ډرامې لوبغـاړی ولیـد. په غـیـږ کې مې و نیـو او شابسی مې ورکړ. ده راتـه وویل چې ډرامه یې د وخت د کمــوالي له امله لـڼــډه کـړې وه. ګونــدې څوک دغــه ډرامه په انګریزي واړوي او ویب سایـټـونو او خاصتَا د لویــدیـزې نړۍ ټلـویــژنونـو ته یې ولیـږي.

  د درنـو پـه درنــاوي کې

مـوږ په کــندهارکې د میــرویس نــیکه او احمـد شــاه بابا او خرقې شریفې،  او پـه ارغـنـداب کې د بـابـا  ولـي  زیارت وکـړ.هـلته مـو د ټــول افغــان ملت لپاره د خـپـلواکۍ ، نیکمـرغــۍ  او ســر لــوړۍ دُعـاګانــې وکــړې. په ارغنداب کې د بابا ولي د زیات غـوڼـډۍ  د میلو ځای ښکاري. ماته یې د کابل لپاره  په اوړي کې  د پغمان مقام را په زړه کـړ. د با با ولي مقبرې ته نږ دې د امـریکې پـوځي ا‌ډه پلنه شوې ده. دغه شان د کندهار د ښار او د با با ولي  په منځ کې د سړک په غاړه د ملا محّمد عمر اخوند په  وروستني استوګنځای  باندي جګ او پيـړ سیمـټـي دیـواال راچاپيـر شوی دی او دځایــزو معلـوماتو له مخې د امریکې خاصو قـواو (سپـیـشل فـورسیز) پکې د نیواک له لومړئ ورځې راهیسې اړولي دي. نه پـوهیـږم چې دا به همغه امریکایي  اډه وي چې د بابا ولي مقبرې ته نـږدې جـوړه شوې ده، او کــه دوهمه امـریکایي پـوځي اډه به وي.

د مطبوعاتو ریاست، وړکتون، او د کمپـیوټـرې زده کړو ښځینه اکاډیمي

پــه کند هار کې دمطبوعاتو ریاست ته هـم ورغــلو. ښایسته ډیرکــتابونه یې راټول کړي وو. دغـه شان دیوالونه یې هـم په انځورونوګلالي کړي وو. وروسته له دې وړکتون ته ورغلو. دوه ښوونکې یې لرلې. دواړه مخلـوڅې وې خو اوږدې جامې یې اغوستلې وې.  ما دواړه ښوونکې وپو ښتـلې چې زه د دوی هرې یوې او/یا دواړو سره غبرګ عکس اخیستلی شم؟ دواړو راغبرګه کړه چې دوی  زما سره د عکس اخیستلو مخالفې نه دي، خو د کوم بل بې اعتباره چا سره عکس نه اخلي. ماشومان ګلالي او ښه پاک وو او جامې یې هم پاکې وې. مخکې له دې چې په وړکتون کې د غرمې ډوډۍ وخورو، ماشومانو راته په زړه راښکونکـو تنکو غږونو کې  د وطن ترانه واوروله:« دامو د دادا وطن/ دامود بابا وطن». ماته یې  پخــوانئ خپـلواک افــغانســتان را پــه زړه کــړ. د وړکــتون مشـر ماته یو ګلالئ پــټکی هــم راپه ســر کــړ. وروســته لــه دې مــو په کندهــار کې د کمپـیـو ټــر د زده کــړې ښځـینه اکاډیمــي هــم وکــتله. د دغې اکاډیـمۍ د کنـفرانس په تـالار کې ښځـینه زده کـوونکې را غـوڼـډې شوې وې او زموږ نه یې پوښتنې وکړې. زما په اټکل،  په تالار کې د زده کـوونکـو غټـه برخه پیـغلـوټـو(۱۵تر  ۱۸ کلنوجینکـیـو) جــوړه کـړې وه. یـوې زما نه هیله وکړه چې که په پنځه دقیقو کې د امریکې په اړه معلومات ورکړم.  ما د هغې په هیله وینا وکړه. غوڼډه چې پای ته ورسیدله، د اکاډیمۍ غـولي ته په ما پسـې دوه جینکۍ راغلې او هیله یې رانه وکړه چې د دواړو په منځ کې ودریـږم  او عکسونه ورسره واخلم. ما د دوی دواړو په اوږو لاسونه کیـښودل او  زموږ دوه عکسونه واخیستل شول. زه نه پوهیدلم چې څنګه ورسره مخه ښه وکړم. خو زما کیڼې خوا ته ولاړې جینۍ زه حیران کړم، ځکه چې په انګریزي یې راسره په یوه ډیره درنه او خوږه جمله  مخه ښه وکړه. زه چې ورته ګورم  لـه دغې تکړه جـینۍ نه به یـوه ډیره زړه وره او په پـوهــه غــښتلې میـرمن جوړه شي. پـه پاـی کې د کــندهار پوهـنتون له پوهیدونکـو نه ډیـره مننه کوم چې په غـټ مهارت سـره یې زما نوم په روغه پښتو راوښود: زه به وروسته له دې د « زیـرک یا ر» په ځای «ځـیـرک یا ر» کاروم.