( الحاج استاذ بیانزی )

بسم الله الرحمن الرحیم

لمړی پو ښتنه  : د حزب ډیر ځانګړی رهبری شوری رکن ، د سیاسی چارو امیر او د کابل د لاسپوسی اداری سره د خبرو اترو دهیت مشر یا عضوه  که د حزب له اصولو عملی بڼه کی سرغړونه وکړی د دی سره به یی رکنیت په حزب کی په خپل حال پاتی وی ؟

 په داسی حال کی چه د هلال صاحب ( د غړیتوب په لرلو او ساتلو ) حزب اسلامی او هلال صاحب دواړو اصرار او بلکل یوشان دریز درلود  چه اوس هم د حرب رهبری شوری رکنیت  لری ، زه نه پوهیږم چه حزب اسلامی د دی نا جاییزه او ناشایسته عمل د پاره په خپلو اصولو کی ( چه حزبیان مشخص ناماتیدونکی اصول او مرامنامه لری ) کی څه لری او یا دا چه د هلال صاحب تسلیمی د حزب اسلامی تسلیمی شوه که نه بل څه خبره ده؟ حزب باید دی پوښتنی ته  په سړه سینه  مودبانه  او اسلامی اخلاقو سره سره نقلی او عقلی ځواب ولیکی او خپل دریز مجاهد اولس ته روښانه کړی زمونږ زوریدلی اوکړیدلی اولس نور دی ته امادګی نه لری چه څوک یی د تش په نامه اخوانیانو ، کمونستانو ، نشنلستانو ، سکوریستانو او داسی نورو په بیلا بیلو شعارونو د بزکشی خسی تری جوړ کړی او ټول په عملی ازموینه کی پاتی راغلل څه چه د هر ډول جرایمو او خیانتونو مرتکب شول ترڅو د عمل په ډګرکی ورباندی له دی وروسته  څومره حساب وکړی یا ونه کړی ؟

  دوهمه پوښتنه : د کابل جمهوری ریاست ته ( د امریکایانو په شتون کی )   د قطب الدین هلال  نومیدل ، دا معنی چه هلال د حزب هغه مصلح کاندید دی او که  غلامی اداری ته د حزب اسلامی تسلییمی ده ؟

   څه وخت مخکی د حزب اسلامی مرکزی شوری (  هلال او بهیر صاحب ) اعلان وکړو  [ چه ډ اشغلګرو  د وتلو په صورت کی به حزب اسلامی په  ټاکنو کی برخه اخلی او که نه ، حزب اسلامی به یو مصلح کاندید ته خپل ووټونه ورکوی ] . دا اعلان څو ځلی بدل رابدل هم شو ، دا چه امریکایان پاتی دی نو حزب اسلامی ته همغه  مصلح کاندید ته ووټونه ورکول پاتی شول  ،ټول  منتظر او حیران ووچه  د پاچاهی مارغه به د چا په اوږو کینی  مصلح کاندید به څوک وی ؟ څه وخت وروسته ( هلال صاحب )  لکه د پخوا په شان کابل ته ځی ، دا چه څومره یی مادی پیرزونه وه زمونږ هیواد کی میلیون او بیلون معمولی خبره ده  د سرحداتو  وزارت اود جنرالی مقام هم ورسره ژمنه  وشوه داچه د هلال صاحب انرجی تردی هم زیاته وه ځان یی جمهوری ریاست ته په نومولو یی  د کرزی پیکیج  وځنډاوه ، که برینه وی شهرت خو به شی له هغه وروسته  که وزارت او جنرالی )  تر لاسه کوم خلکو ته به پوښتنه نه وی.

په هر صورت هغه د انتظار شپی ( چه دحزب د پاره به مصلح کاندید څوک وی ؟) ختمی شوی، هلال صاحب بی له دی چه د حزب له رکنیت څخه یی استعفی کړی  اویا حزب یی رکنیت منحل کړی او محوه کړی وی ریاست جمهوری ته نوماند شو  وایی چه اوس هم د حزب رکنیت  لری حزب اسلامی او امیر ته یی په درنښت قایل دی مګر جمهوری ریاست میربله ضمنی او شخصی بله دنده ده تکړه خلک په یووخت کی څو دندی ترسره کولی شی او حزب اسلامی هم دهغه خبره تایید او تکراروی که حزبیان ده ته رایی ورنکړی دی له حزبیانو غیره بل څوک پیژنی اوکه   کرزیربه خپله رایه ورکړی

دریمه پوښتنه : د حزب اسلامی له موجوده دریز ، داسی  معلومیږی ( چه د هلال د ټاکنو ګټل (  د حزب اسلامی ګټل ) او بایلل یی ( دهلال بایلل دی ) دا خبره د اسلامی حکمت او لار ښودنی له مخی څومره دوی ته د منلو وړ ده ؟

څلورمه پوښتنه : د صلحی او ازادی کمیسیون ،چه په اروپاکی  د حزب اسلامی نمایندګی کوی، د طلوع تلویزون سره د هلال صاحب د ویژه یی مرکی ویدیو خپرول د هلال صاحب د ټاکنی د پاره دحزب اسلامی له خوا کمپیاین نه دی ؟ او که دا کار د حزب اسلامی دریز دی ؟

پنځمه پوښتنه : که د هغه اداری سره ( ټاکنو ) کی ( چه تاسی یی دا څه زیات یوه لسییزه په ضد  عملی جهاد پیل کړی) که هلال صاحب یی وګټی نو بیا به د حزب اسلامی جهاد ختم او که د هلال مقابل کی به جنګیږی یعنی حزب به د خپل حزب سره جهاد کوی ؟

   که د حزب غړی به لکه د امریکا په شان له  قضایی مصونیت څخه  برخه مند شی  .

شپږمه پوښتنه : که دا ومنو ، چه دا د حزب اسلامی سیاسی پلان   او شاهکاری وه چه د کرزی له اداری سره د ټاکنو په بهانه یوځای شی ،خو  هیوادوال اونړیوال وایی  ، څومره به ښه وو  که د ا شاهکاری  یی د داکتر نجیب په اخره او  د امریکایانو په اوله کی لکه د سیاف . ربانی ، وقاد او داسی نورو په شان په دغه فاسده او غلامه اداره کی ګډون کړی وی د لا ډيرو مرګ ژوبلی  مخه به نیول شوی او د حزب اسلامی  مادی لاسته راوړنی به د نورو په شان هم زیاتی وی او افغانستان کی به د کفری نړی دومره لوی غوبل نه جوړیدو چه بشری تاریخ کی ساری نه لری د هغه وخت  بیلونری او د اوس وخت غلامی میلونری ده  ډیر توپیر لری یعنی د دی کار په نه کولو حزب اسلامی  زر کاله شاته پاتی شو.

که دا اجتهاد وو  نو پخوانی دوه طلایی چانسونه مو ولی دلاسه ورکړل او اوس بیا برخلاف چه اشغلګر او دغه شړیدلی اداره د ماتو سره مخ دی په دی نازکه او حساسه مرحله کی د حزب اسلامی تسلیمی بل  دریم طلایی چانس هم له لاسه ورکوی تاسو فکر نه کوی چه دا د حزب اسلامی معنوی ځان وژنه ده ؟

اوومه پوښتنه  : د روسانو سره جنګ کول جهاد ، د امریکایانو سره جنګ کول له دی وروسته  فساد دی ؟

اتمه پوښتنه : د هلال صاحب  ( د کمسیون صلح په وینا  ویژه ایی ) تلویزونی مرکه کی هلال صاحب  د دیموکراسی اوسنی قانون تایید ، اشغال  یی  مرسته یاده کړه  چه مونږ د دغه اشغلګرو مرستی ته اړ یو ، کرزی صاحب یی  تایید کړو چه ډیره حوصله لری  مګر حزب ورته د د افغانستان دخلکو دشمنان وایی یعنی دا چه   حزب یو اوغړی یی بل دریز لری ؟

نهمه پوښتنه : د دوه میلونو شهیدانو د ګرمو وینو جهاد ته ولی د سوړ جنګ نوم ورکړی شو ؟

 د روسانو سره جهاد خود خپلواکی د پاره ( تود یا ګرم )  د الله ج په لیار کی سپیڅلی جهاد وو چه د دوه میلونه افغانانو تودی یا ګرمی وینی پکی توی شوی ، په کار دا وه چه دی جنګ ته  اسلامی یا د افغانی ویاړنو نوم ورکړی شوی وی ( لکه غزوه  ، غزا  ، دافغانانو جنګ د روسانو سره ، د نړی دریم عمومی جنګ  او داسی نور )  مګر له بده مرغه دی جنګ ته نړیوال اوسنی اشغالګرو د [ سوړ جنګ ) نوم ورکړو د حکمت یار صاحب په شمول تش په نامه جهادی رهبرانو نه یواځی دا چه د دی نوم په مقابل کی یی اندکه مخالفت او احتجاج هم  ونکړو  بلکه دا یی یو منل شوی حقیقت ومنلو چه  د د وه میلونو شهیدانو وینو کی د الاسکا واوره شریکه شوی وه سړی وی .

کولډ وار ، سوړ جنګ او یا جنګ سرد دا معنی چه د امریکایانو جنګ وو ، افغانان پکی استخدام شوی وو ځکه سوړجنګ ورته وویل شو چه د امریکایانو پوزه پکی نه وه  وینی شوی . ټولو تش په نامه جهادی رهبرانو او قوماندانانو هم  ورته په خپلو لیکونو او کتابونو کی  سوړ جنګ لیکلو حتی د رهبری شوری رکن هلال صاحب په دغه ویدویی مرکه کی هم د سوړ حنګ نوم یاد کړو. لنډا دا چه د دوه میلونو د لسو کالو لاس ته راوړنی په امریکا او لویدیز وپلورل شوی څه فکر کوی چه په دی پلورلو به هر رهبر څو میلونه یا بیلونه  ډالری اخستی نه وی ؟ او اوس یی هم  په غیږو کی ناست دی ؟.

لسمه پوښتنه : میدیا وایی چه  امریکا د طالبانو سره غوږونه نزدی کړل کرزی او حکمت یارناخبره اوبی اهمیته پریښودل ( ولی دا پلان وو) کرزی  حکمتیار  ته وویل چه امریکا طالبانو ته سیاسی واک سپاری راځه جه ما او تاپه دی واک کی شریک شو  وایی حزب اسلامی ته یی د اربکانو پروژه ( افغانی بلیک واټر )  په واک کی  ورکړه چه د اندړو ولسوالی کی یی  د بنست اولنی  ډبره کیښودل شوه څومره چه یو هیت  په دی هکله د حزب اسلامی د نمانیدګانو څخه  په هلمند ، قندهار پکتیا ، لوګر ، کابل ، جلال اباد او کنړ کی پوښتنی وکړی دا یی تصدیق کړه چه به اربکانو کی ټول پخوانی حزبیان حضور لری او واک یی د حزبیانو لاس کړی دی همدی کار طالبان تر ډیری کچی کمزوری کړل  ویل کیږی چه حزب اسلامی اوس نه همغه وخت تسلیم شوی مګر د طالبانو د لمنځه وړولو د پاره علنی اعلان نه کوی ، په دی هکله د حزب اسلامی نظر غواړم چه مونږ ته په منطقی او حقیقی  ځوابونو کی ځواب راکړی چه  دی خبری تر کومی کچی حقیقت درلود ؟

یولسمه پوشتنه : اشغلګر او غلامه اداره د اسلامی امارت عادی مجاهد هم چه په لاس ورشی ژوندی نه پریږدی او که ژوندی په لاس ورشی بیا یی په جیلونو کی اعداموی حتی  د طالبانو سره په اړیکوکی  شکی او متهم کسان هم نیسی کله د عمر بندی او کله یی وژنی ، مګر د حرب اسلامی د رهبری شوری غړی په  کابل او ټولو ولایتونو کی ازاد تګ او راتګ لری ، حتی ځینی یی ریسان ، وزیران ، والیان جنرالان ، قاضیان او داسی نور دی او حتی د حکمت یار صاحب ټوله کورنی ازادانه ګرځی او حزبی فعالیت کوی زامن لوڼه یی  د پاکستان په مشهورو او قیمتی پوهنتونو کی زده کړی ترلاسه کوی  په خپل پاڼو کی د حزب اسلامی د کړنواو جهادی محاذ د ویاړنو یادونی کوی  حتی  یوی لورته یی کرزی  په کابل پوهنتون کی د شاملیدو ژمنه کړی وه چه خرڅه به یی کرزی ورکوی  نو د حکمت یار صاحب چهاد بیا د پیرانو او دیوانوجهاد دی که څنګه ؟ او که جهاد یی د نشنلستانو په شان په فیس بوک ، میدیا او کنفرانسونو کی دی ؟

یادونه : دحزب اسلامی ګوند له مشرتابه  غړو هیله لرم:

اول : زما پورتنی څو پو ښتنی د اکثریت خاموش مظلوم ملت سره دی بیلا بیل  تعبیرونه یی کوی  مونږ د حزب اسلامی ورونو یا غړو  سره هماغه پوښتنی چه د خلکو تشویشونه  رفع کړی شریکی کړی   خو هیله مو داده چه که د حزب له مشرتابه څخه پکی معلومات تر لاسه شی د منلو او تصدیق وړ به وی. له بی صلاحیتو او کم معلوماتو ورونړو د دی جوابول به مونږ د سم ځوابونو په معنی نه وی او مونږ به جبرا دا د ملت غوږونه ته ورسوو  چه هغوی دحزب اسلامی په هکله حه فیصله کول غواړی دهغوی خوښه ده .

دوهم : دا وطن زمونږ د ټولو شریک کور دی ، په ښه او بده یا ګټه او تاوان  کی یی هر افغان حق لری چه د دی وطن د شمنانو ( داخلی که خارجی وی )  په خلاف  څه ووایی او هم څه وکړی( که د اصلاح وړ نه وی )  مونږ ددغه فرضیی له مخی ځانته حق ورکړی چه د اسلامی حکمت او اخلاقو په  مراعاتولو دغه پوښتنی د حزب اسلامی له ورونو سره شریکی کړو ، یعنی هیله لرم چه مونږ تخریب کار ، لیونی او اجنټ یاد نه کړی مګر هغه چه دوی کوم اسناد او شواهد ولری .

په نیکو یا بدو لیارو کی کش مکش یا  ( تعاملاتو )  ته مبارزه ویل کیږی ، چه کفار  په بدو لیارو کی دا ډول تبارز لری مونږ مسلمانان خو ډیر په حقه یو چه په ښو لیارو  حقایقو د روښانولو د پاره  سره د زړه خوالی شریکی  کړو .

که له دی زیاتی رڼا اچولو ته اړه وی ستاسی قدمونه زمونږ په لیمو ، مهربانی وکړی تر هغی چه زه پوهیږم  ځواب به درکړم  فکر مه کوی چه مونږ به خدای ناخواسته د تخریب له مخی دالیکنه کړی وی ، هیله لرم چه مشرتابه حزبیان را سره خبری وکړی       مننه.

Door Guest