کابل

نيټه: ۲/ مرغومی/۱۳۹۲

مطبوعاتی خبر

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS) مشرتابه او د څار مدني کميټه (Civil Watch Comittee) نن د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د چارو نظارت پيلوي!

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS) مشرتابه او د څار مدني کميټه (Civil Watch Comittee) نن د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د پروګرامونو، پلانونو او سټراټيژیو او د افغانستان د ښه او سوکاله راتلونکي لپاره د هغوی د سیاسي، اقتصادي، امنيتي او نورو اړوندو څانګو کې د هغوی د کورنیو او بهرنیو پاليسیو د کتنې او ارزونې په منظور خپلې څيړنې او ارزونې پیلوي.

دغه بهير به له یادو نوماندانو سره د پرلپسې نيغ په نيغه لیدنو کتنو، او هم د هغوی د تيرو کړنو، او راتلونکو پروګرامونو او خوځښتونو په ارزونې او څيړنې سره د ولسمشرۍ تر ټاکنو روان وي او له هغې وروسته مسایلو تر څيړنې روان وي. د څار مدني کيټه به وخت پر وخت د خپلو چارو لنډ ګزارشونه او هم وروستی تحلیلي راپور او د ټاکنو او نوماندانو پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه معلومات د ټوليزو او ټولنيزو رسنیو او اطلاعاتي وسایلو له لارې له ولس او نړېوالو سره شريکوي.

د څار مدني کميټه، د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن تر مشرتابه لاندې د هيواد د دولتي او نادولتي ادارو د څار ترڅنګ، د ټاکنو پر بهير ژوره څارنه او نظارت کوي، څو د رڼو، عادلانه، سراسري او عامو ټاکنو له لارې په هيواد کې د خلکو د ارادو ممثل، شفاف او ځواب ورکوونکي عادلانه نظام له ټینګښت سره مرسته وکړي.

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن د مدني ټولنو د نهادونو ( نادولتي موسساتو، شوراګانو او ټولنيزو او فرهنګي سازمانونو) او ټولنيزو، علمي، فرهنګي او مدني فعالینو هغه سراسري اتحاد دی چې، د هيواد د روان کړکيچ، اداري فساد، جنګ جګړې او ورور وژنې د مخنيوي او په هيواد کې با ثباته، شفاف او د خلکو د ارادو د رښتيني ممثل نظام، ټولنيز عدالت او قانون حاکمیت د ټینګښت، ښې حکومتدارۍ، د هيواد د ملي ارزښتونو او ارضي تمامیت، بشري حقوقو د دفاع او تأمین او د هيواد د متوازن انکشاف او پرمختګ او هم په دې لړ کې پر دولتي او نادولتي ادارو د نظارت او څارنې په موخه د پراخې متحدې مدني مبارزې لپاره د یو ممثل نهاد په توګه جوړ شوی دی.

ډېر درنښت،

د څار مدني کميټه

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)

کابل ـ افغانستان

facs.kabul@gmail.com