zarmalwal

د روان ۱۳۹۲ لمریز کال د لیندۍ په پنځمه د افغان ملي غورځنګ په نوښت د زرملوال د تالیف او ژباړې مرکز پرانستل شو او د پرانستغونډې په لړ کې د دغه مرکز له خوا د درېوو خپرو شویو کتابونو مخکتنه هم شوه.

د غونډې لومړۍ برخه د اغلې نیلوفر له خوا د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل او پرانستونکې وینا ډاکټر خوشحال روهي وکړه.

ښاغلي روهي په خپلو خبرو کې د ارواښاد غلام محمد زرملوال پر عملي او فرهنګي شخصیت رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې دغه مرکز یې افغانانو ته په علمي، سیاسي او فرهنګي برخو کې د نوموړي د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو د درناوي په پار د زرملوال د ژباړې او تالیف د مرکز په نوم نومولی دی:((ارواښاد زرملوال د ژوند تر پایه د افغانانو د راویښولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او د همدې سپېڅلي مقصد د ترلاسه کولو لپاره یې ۴۴ لیکل شوي او ژباړل شوي ګټور اثار ټولنې ته په میراث پرې ایښي دي.))

د ښاغلي روهي په خبره چې د افغان ملي غورځنګ تر چتر لاندې د زرملوال د ژباړې او تالیف مرکز به ټولنې ته په علمي او فرهنګي برخو کې د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل چې یاد مرکز به د تالیف پر ځای ژباړې ته ډېره ترجیح ور کړي او عوامل یې هم په لومړي سر کې د نړۍ له علمي او فرهنګي پرمختګونو سره د ټولنې بلدول او همدارنګه د مهاجرتونو له امله د نړۍ په خورا غني ژبو د افغانانو پوهېدل په ګوته کړل:((دغه مرکز له پرمختللې ټیکنالوژۍ څخه په استفاده د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغانان سره وصلوي او پښتو ژبې ته د ژباړې د روان بهیر پر وړاندې د موجوده خنډونو د لرې کولو او د ژباړې د بهیر د تنظیم او رهبري کولو لپاره به ډېر ژر یوه ویبپاڼه هم پرانیزي.))

د غونډې بل وینا وال ښاغلی جمال الرحمن و. نوموړي د زرملوال د ژباړې او تالیف د مرکز پرانستنه په علمي او فرهنګي برخو کې لویه لاس ته راوړنه وبلله او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د یونسکو سازمان د څو لسیزو هغه پخوانی رپوټ ناسم وباله، چې له مخې یې د پنځوسو کلونو په موده کې د پښتو ژبې د مړینې وړاندوینه شوې وه: (( یونسکو کلونه وړاندې ویلي و چې پښتو د ۵۰ کلونو په موده کې له منځه ځي، خو له نېکمرغه پښتو ورځ تر بلې مخ پر ودې روانه ده.))

د غونډې په دوهمه برخه کې د زرملوال د ژباړې او تالیف د مرکز په نوښت د درېوو خپرو شویو اثارو( افغانستان تر وروستي افغانه/ لیکوال غلام محمد زرملوال، له ‌طالبانو وروسته په افغانستان کې دولت جوړونه/ ژباړن بخت محمد ځلاند او سخته ورځ/ ژباړن سمیع الله ایلم) مخکتنه وشوه.

سمیع الله ایلم د (افغانستان تر وروستي افغانه) اثر پاڼې اړولې وې او وې ویل چې لیکوال د دغه اثر د هرې موضوع په اړه کره ماخذونه وړاندې کړي، تر ډېره یې د موضوعاتو په تحلیل کې خپله بې طرفي په ډاګه کړې او همدارنګه یې د تېرو غمیزو او سیاسي تحولاتو په اړه ګټور بحثونه کړي دي.

ورپسې خیال اریوبي د سخته ورځ پر کتاب هر اړخیزې خبرې وکړې او د خپلو خبرو په اوږدو کې یې د ژباړې د روان بهیر د پیاوړي کولو لپاره د پښتو کمپیوټري او پر لیکه قاموسونو د رامنځ ته کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ور کړ.

پر اریوبي سربیره ډاکټر بخت محمد ځلاند هم د سخته ورځ کتاب تر سترګو تېر کړی و، خو د خبرو پیل یې د زرملوال د ژباړې او د تالیف د مرکز اهمیت ته په کتو په دې وکړ چې د نړۍ هغه ژبې ژوندۍ پاتې کېږي چې خپلو ویونکو او لوستونکو ته نوي معلومات ولري.

ښاغلي ځلاند د سخته ورځ د کتاب په اړه وویل چې د اسامه بن لادن د وژل کېدو په اړه لومړی لاس معلومات لري او همدارنګه په کتاب کې د ځانګړو امریکایي ځواکونو د روزنې په اړه هم معلومات شته.

نوموړي د یاد کتاب ژباړل ډېر ګټور وبلل او ترڅنګ د یاد کتاب د ژباړې په تخنیکي برخه کې یو لړ وړاندیزونه هم لرل.

ورپسې د قومونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک هم غونډې ته وینا وکړه او د زرملوال د ژباړې او تالیف مرکز پرانستل یې ګټور وبلل او وې ویل چې د افغانانو د علمي او فرهنګي سطحې د لوړولو په لاره کې هر کوچنی اقدام هم د ستایلو او ملاتړ دی او د قبایلو چارو وزارت په دې برخه کې تر خپلې وسې همکارۍ ته چمتو دی.

ښاغلي خپلواک د خپرو شویو کتابونو د محتویاتو په اړه هم د غونډې له ګډونوالو سره خبرې درلودې او د (له ‌طالبانو وروسته په افغانستان کې دولت جوړونه) کتاب لوستل یې د هغو ځوانانو لپاره اړین وبلل چې د افغانستان له سیاسي مسایلو سره دلچسپي لري:((په دغه کتاب کې په تېرو کلونو کې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او علمي پرمختګ لپاره د امریکا په داخلي ادارو کې له نه همغږۍ پرده پورته شوې.))

د قبایلو چارو د وزیر په خبره چې د ارواښاد زرملوال د (افغانستان تر وروستي افغانه) کتاب تر ډېره بریده تحلیلي تاریخ دی او لوستونکي ته د مهمو معلوماتو ترڅنګ لید لوری او پیغام هم لري.

غونډه د الحاج سید رسول زرمتي په دعایې سره پای ته ورسېده او ګډونوالو ته یې عصریه هم په پام کې نیول شوې وه.

د یادولو ده چې د افغان ملي غورځنګ د فعالیت کال لا پوره نه دی، خو د ورځنیو مسایلو په اړه یې ګټور خوځښتونه کړي چې د جنګي مجرمینو او فساد پر ضد لاریونونه او په مرنجان غونډۍ کې د افغانستان د ازادۍ د ورځې شانداره لمانځنه یې د بېلګې په توګه یادولی شو.

د دغه مدني خوځښت د پلویانو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او د غړو په وینا یې چې تر اوسه یې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې څانګې پرانستي او په نږدې راتلونکې کې به یې څانګې نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

باید وویل شي چې افغان ملي غورځنګ تر خپل چتر لاندې خوشحال بابا فکري بهیر هم لري چې د ځوانانو د عملي، فرهنګي او سیاسي کچې د لوړو لپاره اوونیزې غونډې کوي