لیکوال: عزت الله ادیب

Ezatullah adib

کله چې امریکا په ویتنام کې له ماتې سره مخ شوه نو د هغې جګړې پرمهال او د هغې څخه وروسته القاعده د امریکا د پاره یو بل سرخوږی شو، د امریکا پالیسي جوړونکیو ډلو یا ادارو او د امریکا د داخلي امنیت څارګرو ادارو د نویو پلانونو به جوړولو کار پیل کړ، نو هغه مهال په دې سره سلا شول تر څو د هر تهدید په خلاف هم رنګه ډله جوړه کړي او د هغه په خلاف یې په خپله ګټه وکاروي، ددې کار ښه مثال په افریقا او سوډان کې د القاعدې پرخلاف د ایران د محمد رضا شاه پهلوي په مرسته د اسلامي ډلو جوړول، منظم کول، تمویلول او مسلح کول وو چې په سوډان کې د امریکا په اشاره د القاعدې په خلاف جنګیدل چې بیا په وروستیو کې هغه ډلې د امریکا له لاسه ووتلې او بیرته د امریکې په خلاف له القاعدې سره یو ځای شولې چې تر اوسه هلته جنګیږي.

له هغه وروسته د امریکا مربوطه ادارو نومړې ستراتیژي لا غني کړله او هغه ستراتیژي یا پروګرام یې په درې مهمو برخو (لومړی: د پروګرام طرحه کول، دوهم: د پروګرام عملي کول او دریم: د پروګرام بیا صفا کول) وویشلو.

په هغه مهال کمونستي ریژیم هم د امریکا د پاره لوی تهدید ؤ چې غوښتل یې هغه سیمې هم لاندې کړي کومه چې د امریکا د دلچسپي په لست کې شامله وه (افغانستان)،  نو د کمونستي ریژیم د را پرځولو د پاره یې د نوي یا غني شوي پروګرام په عملي کولو لاس پورې کړ او افغانستان ته د کمونستانو د راتګ څخه مخکې یې جنګي ډلې جوړې، تربیه، تمویل او مسلح کړې (البته د پاکستان، ایران، سعودي عربستان، مصر او …….په مرسته) د هغه جوړې شوې پالیسي یا ستراتیژي سره سم یې ددغو ډلو تر منځ د اسلام، جهاد، شهادت، غزا، ناموس ساتلو او د هیواد ازادولو شعارونه پیچکاري کړل او د خدای تعالی د دښمن (کمونستي نظام او د افغانستان د هغه وخت حکومت) په خلاف یې د جکړې د پاره را ولیږل او…….
راځم اصلي خبرې ته، امریکا او ملګرو یې د سوریې د دولت د را پرځولو د پاره  ورته ستراتیژي عملې کړله چې مونږ او تاسو یې په خپلو سترګو ګورو. د امریکا د متحده ایالتونو د خبر سره سم اوسمهال په سوریه کې د دولت ۱۲۰ مختلفې مخالفې ډلې جنګیږي، چې په ډیر کم وخت کې د سورېې د دولت په خلاف په دومره لوی شمیر ډلې را منځ ته شولې چې ټولو ته په منظمه توګه اسلحه، جنګي مهمات،  خوراکي توکي، پوښاک او د ضرورت وړ هر څه ور رسیږي، امریکا او متحدینو یې د سوریې په دولت تور پورې کړ چې ګویا په عامو خلکو یې خطرناکې او عام وژونکې اسلحې استعمال کړې دي خو د سوریې دولت نومړی راپور کاذب وګاڼه او ددې کار څخه یې انکار وکړ، اخر خبره دې ته ورسیدله چې د سوریې دولت یې بین المللي ټولنې د هغه خطرناکو اسلحو په سپارلو راضي کړ.

لنډ لنډ یې لیکم تر څو خبره اوږده نشي…

خو د پلان سره سم د حالاتو د غځولو د پاره د امریکا متحده ایالت دا پلمه کوي چې په سوریه کې د ۱۲۰ مختلفو ډلو را یو ځای کول ستونزمن کار ده او بغیر له دې د سوریې حالت په هیڅ صورت نه سمیږي او داخلي جنګونه به دوام ولري.

امریکا په افغانستان کې هم د مختلفو ډلو په جوړولو او د خپل پلان په عملي کولو سره کمونستي نظام او د افغانستان د وخت د حکومت په را پرځولو کامیاب شو، خو پاتې شوه د هغه ډلو شعارونه (اسلام، جهاد، غزا، شهادت او ازادي …… او نور) اوس په دې اړه قضاوت کول تاسو ته پریږدم تر څو وګوری چې څومره ښه اسلام هغه وخت عملي شو چې نومړویو ډلو د جمعیت، حزب، وحدت او په ورته نومونو په خپل منځ کې هغه مهال اسلامي اصول عملي کړل چې د هیواد واک د دوی لاس ته وغورځیده نو سمدستي یې جهاد پیل کړ، څوک شهیدان شول، څوک غازیان شول، چا ازادي راوړله، او چا هم د هیواد نوامیسو څخه دفاع وکړله……

زما په نظر په سوریه کې هم هغه پلان ته ورته پلان عملي کیږي کوم چې په افغانستان کې یې عملي کړلو چې له تیرو درې لسیزو ددې ستونزې د حل لاره نه ده پیدا شوې، نو سوریه به هم افغانستان ته ورته تباه، برباد او بدبخته شي.

خو له خدای تعالی څخه غواړم چې اسلامي امت په خپل امن کې وساتي او د اسلام او مسلمانانو دښمنانان تباه او برباد او په خپل اور کې وسوځي. آمین