لیکوال : عزت الله ادیب

Ezatullah adib

له هغه وخته چې د افغانستان او امریکا  تر منځ د امنیتي او دفاعي ستراتیژیکو تړونونو  په هکله خبرې اترې پیل شوې دي بیا تر نن ورځې لکه د فلم په شان ډیری صحنې را منځ ته شولې او بیا بیرته په لنډ وخت کې بدلې شولې، خو دا هر څه لکه د ماشومانو لوبې یو په بل پسې ژر ژر تر سره کیدل. له ډیر وخت وروسته زمونږ ولسمشر صیب له امریکایانو څخه د هغه څه په اړه جدي غوښتنې مطرح کړلې چې زمونږ هیواد او هیوادوال ورته سخت ضرورت لري، خو ای کاش دا کار یې څه وخت مخکې کړی وای، ځکه، که ولسمشر صیب د امریکایانو او یا نورو سترو قدرتونو د غوښتنو په مقابل کې په هغوی ورته شرطونه ایښي وای نو ستونزې به مو کمې شوې وای او هیواد به مو د بریا او پرمختګ په لوري قدم په قدم مخ پر وړاندې تللی وای، خو په تیرو ۱۲ کلونو کې بهرنیانو د خپلو داخلي اجنټانو په مرسته یوه ستونزه را زیږوله او بیا یې په ولسمشر په چیغو نارې وهلې چې که دا ستونزه دې حل نه کړې افغانستان تجزیه کیږي، که دا ستونزه دې هواره نه کړې نو کودتا کیږي، که دې دا ستونزه هواره نه کړې نو ایرانیان به د قوم پرستي اور ته لا لمن ووهي، د دې ستونزې حل لارې ولټوه کنه  پیسې نه درکوو، که چیرې دې دا ستونزه هواره نه کړې نو مونږ په خپلو کړیو ژمنو پښیمانه کیږو او خپلې مرستې به بندې کړو، ملي پوځ ته دې تنخوا نه ورکوو…. او ورته نور سرخوږي او تهدیدونه وو چې د افغان حکومت او هیوادوالو د ذهنونو د مشوش کولو د پاره یې ترې ګټه اخیستله چې عمده رول پکې خارجي رسنیو لاره، لکه واشنګټن پوسټ او نور. ددې  تر څنګ د امریکایانو خپل هغه اجنټان چې د ۱۹۷۰ یمو میلادي کلونو څخه یې د خپلو موخو د پاره کاروي او  داسې یې روزلي  دې چې خپل ایمان، هیواد، او آن ناموس څخه هم ورته تیر دي، را پورته کړل  تر څو د امریکا په ګټه په هیواد کې ناوړه او بې ځایه تبلیغات وکړي او په خپلو هغه غوښتنو چې د اسلام، وطن او هیوادوالو په زیان دي ولسمشر دې ته مجبور کړي تر څو د امریکا سره پرته له شرطه تړون لاسلیک کړي، یو اجنټ واي افغان نه یمه، بل اجنټ یې په لوی لاس له اسلامه تیر ده، بل ایجنټ یې بهر ته درومي او د افغانستان د ویش په فکر ګیلاسونه جنګوي، بل یې تذکرې کښې  اسلامیت او افغانیت نه مني، بل یې په لوی لاس نارې وهي چې د تړون په نه لاسلیک سره کرزی غواړي خپل ورور قدرت ته ورسوي، بل یې وایي چې کرزی د پوتین د پلان په عملي کولو سره واک انحصاروي، بل یې چیغې وهي چې ولسمشر د لوېې مشورتي جرګې پریکړې نه مني او دا د خلکو او جرګې سپکاوی ده، بل یې (تش په نوم د پوځي چارو کارپوه وايي چې امنیت به له مینځه ولاړ شي، د اقتصادي چارو تش په نوم کارپوهان نارې وهي چې افغانستان به له فقر او بیچارګي سره مخ شي، ځینو یې له خیټو ویل چې تجاران خپلې سرمایې باسي، چا یو څه ویل او چا بل څه…. خو له دې نه وو خبر چې که د ښاغلي ولسمشر شرطونه له دې هم ټینګ او سخت وای نو امریکا به ورسره منل او قبلول، ځکه چې منځنۍ اسیا د امریکا د پاره تر بل هر ځای ډير اهمیت لري او په افغانستان کې د ځان د پاره د دایمي ځای پیدا کولو فکر یې له نن څخه ډيرکلونه پخوا کړی وو، او بله دا چې اوسمهال د پخوانیو تهدیدونو سره سره نوي تهدیدونه هم را ټوکیدلي چې امریکا یې په اندیښنه کې اچولې ده نو له نژدې  څخه د هغه تهدیدیونو د مهارولو او خپلو پلانونو د عملي کولو د پاره په هیڅ ډول افغانستان نه پریږدي، او بله مهمه خبره دا چې افغانستان له نن څخه ډيری کلونه پخوا د امریکا د دلچسپي یا د ګټو په لست کې وو چې ددې په سر له کمونستانو سره هم وجنګیدل، ځکه چې د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۳۱ د امریکا او روسیې د لوړ پوړیو چارواکیو په پټه تر سره شوې غونډه کې د امریکې استازي روسي لوري ته په زغرده وویل چې افغانستان زمونږ د دلچسپي یا علاقې په لست کې شامل ده او هلته ستاسو ورتګ زمونږ په  دلچسپي باندې ګذار ده او دا کار مونږ ته د منلو وړ نده….. او بل دلته امریکا خپلې اقصادي ګټې ویني او غواړي چې د افغانستان له زیرمو یا د ځمکې لاندې منابعو څخه ګټه پورته کړي او په خپله ګټه یې استعمال کړي، او په دې اړه لاندې دوه مهمې  بیلګې وړاندې کوم:     •    په ۱۹۸۵ کال کې روسیانو د جوزجان د ګازو اټکل په کال کې ۲۴۰۰ کیوبیک میټر ټن ښودلی وو، چې د پلان سره سم یواځې ۳٪ سلنه به افغانستان ته ورکول کیده او باقي ټول به روسیې ته لیږدول کیده او له دې پلان څخه امریکا ښه خبره وه ځکه په یوه غونډه کې د روسي لوړ پوړیو چارواکیو لخوا ورته ویل شوي وو چې ( افغانستان زمونږ ګاونډي هیواد دی، دلته ډيرې زیرمې دي (چې بیلګه یې د جوزجان د ګازو ورکړل شوې وه) او دا کار مونږ ښه  کولی شو ځکه مونږ ته نژدې ده او تاسو ترې لرې یاست…..)     •    دویم مثال یې هم په اوسني وخت کې د افغانستان د ځینو کانونو قراردادونه دي چې چینایانو ګټلي دي خو په دې کار سره امریکا ناراضي ده او په دې هڅه کې ده چې باید نوموړي قراردادونه له چینایانو څخه واخیستل شي، ان تر دې چې د امریکا په کانګرس کې هم ځینو وکیلانو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې « پیسې مونږ مصرف کړې، بچیان زمونږ ووژل شول او لا مري خو پروژې نورو ته ورکول کیږي…..» اوس کله چې امریکا په دې پوه شوه چې  افغان حکومت د خپلو شرطونو د عملي کولو څخه نه تیریږي نو ښه یې وګڼله چې له افغان حکومت سره امنیتي تړون لاسلیک کړي او خپلې تیرې ژمنې  هم عملي کړي، دا خبره په افغانستان کې  دامریکا د سفیر مرستیال د هرات له والي سره په خپلو خبرو کې کړې چې د اوباما اداره د حامد کرزي د شرطونو په منلو سره به ډير ژر امنیتي تړون لاسلیک کړي. د دې کار تر شاه دوه لوی  رازونه پټ دي چې د افغانانو په ګټه دي او باید هر څوک پرې پوه شي او سر پرې خلاص کړي.     •    د تیرو څو میاشتو ناندریو پر مهال ځینې هغو ډلو یا کسانو چې د تړون د نه لاسلیک کولو په خاطر یې ښاغلی ولسمشر ملامت باله ځانونه وښودل چې پردي پال دي او تل د هیواد او افغانانو له ګټو څخه د خپلو بادارانو ګټې ورته ډير ارزښت لري.     •    افغان حکومت بیا په تیره ښاغلي ولسمشر د هیوادوالو سترګې خلاصې کړې تر څو په راتلونکې کې هم ښه متوجه اوسي او د نورو مؤخې د خپلې بریا د پاره د پوړی / زینې په شکل وکاروي نه دا چې خپلې موخې د پردویو د ګټو قرباني کړي. په پای کې یواځې دومره وایم چې له پردویو څخه پردي پال ډير د دې هیواد او هیوادوالو په تاوان وؤ، دي او وي به. په ټوله مینه
د هرات ښار 2014/1/15