پيژندپاڼه او د افغانستان وجودي فلسفه

Zaland Nikyar

ډاکتر ځلاند/

هیوادونه د ځانګړو اړتیاو له مخې رامنځته شوي دي. په نړۍ کې ډير هیوادونه د نژاد، ژبي، کلتور، مذهب او په دا وروستیو کې د اقتصادي موخو پر بنسټ رامنځته شوي دي. د سنګاپور هیواد د غربي نړۍ د اقتصادي تشبثاتو په ترڅ کې رامنځته شو، خو چین د خپل لرغوني کلتور او تاریخ په بنسټ خپل جوړښت ټینګ کړي، پاکستان د اسلام د مذهب په بنسټ له هندوستان څخه جلا والی تر لاسه کړ، خو بنګله دیش بیا د بنګالي نژاد پر اساس له پاکستانه بیل شو. د المان هتلر اریایې نژاد د برلاسۍ په موخه غوښتل ټوله نړۍ تسخیر کړي او د خپل نژاد لوړوالي په نورو هیوادونو یا ملتونو ومني.

د هیوادونو د وجودي فلسفي راز د همدې توکو په لرلو او نه لرلو یا پاللو او نه پاللو پوري تړلی دی. په یویشتمه پیړۍ کې ډیری هیوادونه کوښښ کوي د خپلې وجودي فلسفې د بیا تعریف دپاره نوي توکې رامنځته کړي، تر څو د تاریخ له تکرار څخه ځانونه وژغوري. د شرقي اروپا هیوادونه چې یو وخت یې وجود د پخوانۍ شوروي تر یرغل لاندې خپل شتون له لاسه ورکړ، په دې وروستیو کې د نویو اقتصادي تګلارو په خپلولو غواړي ځانونه د نړیوالتوب تر سیوری لاندې د اروپا په اتحادیه کې د بیا ځلي د پاره تعریف کړي، دوی کور دننه د اقتصادي تګلارو له لارې غواړي خپل اقتصادي بنسټونه داسې ورغوي چې ددوی دوجود فلسفه د اوږد مهال دپاره تضمین کړي، پخواني چکسلواکیا چې اوس په چک او سلواک دوه بیلا بیلو هیوادونو ویشل شوي، په حقیقت کې دا دواړه هیوادونه په اروپایې اتحادیه کې د نوي وجودي تعریف پخپلولو غواړي خپل وجود په نړۍ کې تضمین کړي.

په نړۍ کې د نوي  استعمار په ځانګړي توګه د امریکا او اروپا د یرغلونو په پایله کې د هیوادونو وجودي فلسفي تر برید لاندې نیول شوي او بیا د نوموړیو هیوادونو د شتمنیو د چور او تالان او یا هم د ستراتیژیک ارزښت څخه یې همدې ښکیلاګرو او نیواګرو هیوادونو د ځان په ګټه استفاده کړي ده. په دې وروستیو کې د سوډان د هیواد ویش د مذهب په اساس د همدې لړۍ یوه ښه بیلګه ده. سویلي سوډان د عیسویانو د اکثریت په بهانه رامنځته شو چې د نفتو سترې زیرمې لري، د کوریا ویش په شمالي او سویلي کوریا د خپل ستراتیژیک ارزښت ښکار ګڼلی شو. د هر شي یا موجود ویش د هغه د اجزاو په ویشلو تر لاسه کیدای شي، د همدې فلسفي په خپلولو نړۍ دا دی د افغانستان د ویش او ماتولو کوښښ ته ملا تړلي ده. د افغانستان وجودي فلسفه نه په مذهب ولاړه ده ) ځکه موږ افغاني هندوان، سیکهان لرو او یو وخت مو یهود هم لرل) او نه هم اقتصاد افغانان یو له بله سره نښلوي، افغانستان چې د کوشانیانو ، ساسانیانو، غزنویانو  کوم پړاونه تر شا پریښي د همدې د پاره تر څو د خپلې طبعیې جغرافیې په خپلولو وکولای شي خپله وجودې فلسفه تکمیله کړي. لوی احمدشاه بابا د همدې حکمت په خپلولو کوښښ وکړ چې د دهلي تخت ته شا کړي او دپښتونخواه غرونه او رغونه د افغانستان په جغرافیه کې را ونغاړي، دا ځکه چې د افغانستان شتون یواځې د افغانانو په شتون پورې تړلی دی.

د افغانستان د وجود فلسفه په افغاني هویت پورې تړلي ولاړه ده، که د افغانستان میشتو قومونو، پرګنو او ملیتونو څخه د افغان هویت اخیستل کیږي، دا په لوی لاس په سیمه کې د پښتونیستان، ازبکیستان، تا جکیستان، ترکمنیستان رامنځته کیدو ته لاره هوارول دی، چې په دې توګه په اسانه او کم نرخ د افغانستان دښمنان کولای شي د افغانستان تجزیې ته لاره هواره کړي.

د افغانستان په پیژند پاڼو کې د افغان کلمه نه ذکر کول، همدې بحث او سوچ ته لاره هوارول دي، چې کولای شي په نژدې راتلونکې کې د افغانستان د وجودي فلسفي د رامنځته کیدا تر ټولو ستر توکی له افغانانو وتروړي.

ځینې افغانان دا استدلال کوي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ذکر د پیژندپاڼې په مخ په دې دلالت کوي چې د پیژندپاڼې لرونکی افغان دی. ددوی په ځواب کې دوه دلایل غواړم وړاندې کړم: یو دا چې دا په دې هم توجیه کیدای شي چې د افغانستان اوسیدونکی دې افغانستانی وي او بل دا چې که په ریښتیا هم تاسو سره د افغان هویت د ذکر غم وي، او د ذکر په فلسفه یې پوهیږي نو بیا یې د ذکر کولو تاوان په څه کې دی؟

د نړۍ هیڅ داسې تذکره نشته چې په هغه کې دې د هغه ملت د هویت ذکر نه وي، په دې وروستیو کې چې ځینو هیوادونو داسې تذکرې را وباسلي چې په هغه کې د ملت ذکر نشته ، هغوی دملتوالي یا د ملي یووالي هغه کړکیچنې او لانجمنې مرحلې تیرې کړي دي، په کوم برید چې مونږ وس ولاړ یو، هغوی لا پخوا له دې بریدونو بریالي تیر شوي دي. دویم دا چې اکثره داسې هیوادونه بیا په پاسپورت کې د ملت ذکر لري تر څو وکولای شي د خپل هویت د پیژندګلو دپاره له هیواده بهر د اظهار او ویاړ د ښکاره کولو رسمي سند په لاس ولري.

له افغان ولسمشر کرزي څخه هیله کوو چې د مشرانو او ولسي جرګې د ګډ کمیسون وروستې پریکړه توشیح نه کړي او په دې اړه یو ځل بیا له سره غور وکړي، ستره محکمه او دارنګه افغان حقوق پوهان او ټولنپوهان باید په دې اړه د عامه پوهاوي دپاره کار وکړي او هغه وګړې چې د پردیو په لمسون او اشاره د افغانستان د ویش او کمزوري کیدا دپاره کار کوي باید تر عدلیه او امنیتې څار لاندې ونیول شي، ترڅو دداسې یو ستر ملي خیانت مخه ونیولی شي.

یا ربه توفیق