زرلښت حفيظ بشريار

Noor Jahan

ګرانولوستونکو:- هسی خولنډی کسيوليکلوسره بلده يم خوپه دی ورستيوکې مې خپل دنورجهان په خوښه دهغې په ژوندمې دشپږوکالونه راپديخوايوڅه ناڅه ليکلي په دغه کتاب کې ٨٠فيصده دهغې دژوندريالستيکې کيسې په سترګوکيږي ٢٠فيصده مې دکتاب دښکلا لپاره څه ناڅه ځاې کړی چې خپل لوستونکي مصروف وساتم ترڅوکتاب تر پايه پورې ولولي دکتاب اخرکې مې خپل ايميل ليکلې اوخپل دليکنومينوالوڅخه مې هيله کړی چې دکتاب دڅرنګوالي په هکله خپل نظر راته وليګي چې خوشبختانه زمادکتاب لمړنی لوستونکی دکوزی پښتونخواڅخه يوورور پخپل تبصره کې داسی ليکي چې دهغی ليکنه تاسوسره شريکوم

د”نُورجهان” (ناول)پۀ کتاب تبصره

(دَ ټولنې دَ اصلاح يو ځانګړے کوشش)

قیصۍ لوستل او اورېدل لۀ همېشه راسې دَ انسان يوه دلچسپه او دَ خوښې مشغله ده ـ داسې به څوک نۀ وي چا چې پۀ ژوند کښې چرته قيصۍ لوستلې يا اورېدلې نۀ وي ـ پۀ نني دور کښې دې مشغلې دَ ناول، داستان، فلم يا ډرامې شکل اختيار کړے دے ـ لوستونکو به پۀ خپل ژوند کښې مختلف قسمه جاسوسي، رومانوي، اسلامي او تاريخي ناولونه او داستانونه لوستلي وي ولې نن چې زۀ پۀ کوم ناول خبره کول غواړم هغه دَ خپل نوعيت يو ځانګړے ناول دے ـ دَ دې ناول نوم دے “نورجهان” او ليکونکې يې محترمه “زرلښت حفيظ بشريار” ده ـ

“نور جهان” پۀ بنيادي توګه يو اصلاحي ناول دے ـ دَ ليکونکې دَ دې ناول نه مقصد دَ رائج الوقت غلطو رسمونو او دودونو ختمول دي او پۀ ټولنه کښې بېداري پېدا کول دي ـ ليکونکې دا هڅه کړې ده چې دَ دې ناول پۀ ذريعه دَ وادۀ کوېژدن اهمو معاملو کښې دَ مشرانو او بالخصوص دَ هلک جينۍ دَ مور پلار دَ هغه مجرمانه غفلت نه پرده پورته کړي کوم چې لۀ مودو راسې زمونږ ټولنې کښې دَ مختلفو ناوړو رواجونو او دودونو پۀ شکل کښې مخې ته راځي لکه ولور، پۀ بدو کښې جينۍ ورکول ، جبري ودونه او داسې نورـ او هم دا دَ ناول مرکزي خيال دے ـ

څنګه چې دَ ناول دَ نوم نه ظاهره ده چې دَ دې ناول مرکزي کردار “نورجهان” نومې يوه پېغله ده څوک چې دَ پښتنې ټولنې دَ ناروا دودونو او رسمونو ښکار شوې ده ـ هر څو کۀ اسلام پۀ دې خبره زور ورکوي چې دَ وادۀ کوېژدنې پۀ معامله کښې دې دَ پېغلو او ځوانانو دَ خوښې خيال وساتلې شي ولې لۀ بده مرغه پښتنه ټولنه پۀ دې سلسله کښې دَ غفلت نه کار اخلي ـ پښتانۀ پۀ دې معاملاتو کښې دَ خپلو ځامنو او لوڼو نه پوښتنه کول شرم ګڼي او زياتره معاملات بغېر دَ دوي دَ مشاورت او پوښتنې نه سر ته رسولې شي او کۀ چرته جينۍ يا هلک دَ مشرانو دَ دې فېصلو نه انکار وکړي نو دَ هغې نتيجه ډېره سنګينه وي او اکثر پکښې دَ نام نهاد غېرت پۀ نوم مرګ ژوبله هم مخې ته راشي چې نتيجه يې وروستو دَ پښېمانۍ، رسوايۍ او خفګان نه بغېر نور هېڅ نۀ وي ـ

هر څو کۀ نورجهان دَ ناول دَ ټولو نه مضبوط او مرکزي کردار دے او ټوله قيصه دَ دې کردار نه چاپېره چُورلي ولې ليکونکې نور ډېر واړۀ لوئي کردارونه دَ جېلان، جمال، جميلې، مماڼې، شمائلې، سلګۍ او غزالې پۀ شکل کښې مخې ته راوړلي دي ـ پۀ دې کښې هر يو کردار دَ زمانې دَ ناکړدو او دَ ټولنې دَ ناوړو رسمونو او بې ځايه غېرتونو ښکار،ځان له دَ درد او غم يوه نوې قيصه وړاندې کوي چې ليکونکې ډېر پۀ مهارت او شايستګۍ سره دَ خپلو خوږو پستو الفاظو پۀ پېرايه کښې پئيلي دي او قيصه يې داسې مخ پۀ وړاندې بوتلې ده چې دَ کتونکي تجسس تر اخره برقرار پاتے شوے دے ـ

دَ ناول پۀ خوبيانو کښې يوه خوبي دَ دې پسته، روانه او تاثير لرونکې ژبه ده ـ واقعات څۀ پۀ داسې انداز او داسې ټکو کښې بيان کړے شوي دي چې کتونکے دا هر څۀ دَ خپل ذهن پۀ سکرين محسوسوي او هم دغه وجه ده چې لوستونکے يو ځل دَ دې پۀ لوستو شروع وکړي نو بيا دَ هر څۀ نه لا تعلقه، دَ دې پۀ قيصه کښې بوخت شي ـ دَ واقعاتو لړۍ او دَ الفاظو جادو، کتونکے څۀ داسې قسمه اثر کښې واخلي چې هغه دَ کتاب پۀ لوستو دَ مختلفو کېفياتو نه تېرېږي ـ کۀ يو خوا دَ جنګ غمېزې، دَ کونډو رنډو او ماشومانو آهونه او فريادونه دَ هغۀ پۀ څهره دَ خفګان اثار پېدا کوي نو بل خوا دَ ټولنې ناکړدې او غلط رسمونه دَ هغۀ اودۀ جذبات او احساسات راپاروي او دَ هغۀ ضمير راويښوي ـ

قيصه دَ افغانستان دَ جنګ او دَ افغانانو دَ مهاجرت دَ وخت نه شروع کېږي او پۀ پردېس کښې پاې ته رسي او پۀ تېره تېره چونکې ليکونکې هم دَ وطن نه لرې بل وطن کښې دَ مسافرۍ ژوند کوي ځکه نو دے ناول کښې دَ مسافرو دَ هغه احساساتو او جذباتو پۀ ډېره ښه توګه ترجماني شوې ده کوم چې هغوي دَ خپل وطن دپاره پۀ زړونو کښې لري ـ

دَ خپل وطن او خاورې سره مينه يوه فطري جذبه ده او دَ مينې پۀ ټولو شکلونو او قسمونو کښې لۀ ټولو باعزته او باوقاره ګڼلې شي ـ انسان چې پۀ کومه خاوره خړپوسې وکړي او دَ خپل ژوند شپې سبا کړي هغه دَ هغۀ خاوره يا وطن وي هلته دَ هغۀ ټول خواخوږي، ياران دوستان او دَ هغۀ دَ خوښې څيزونه وي کومو سره چې هغه دَ زړۀ رشته لري ـ دَ هغې ځائے لارو کوڅو کښې دَ هغۀ ورکوټوالے تېر وي او هغه يادونه، هغه دَ خپل ژوند لۀ ټولو قيمتي سرمايه ګڼي او دغه يادونه او رشتې هغه دَ خپل وطن سره پۀ مينه کولو مجبورَوي ـ دا ټولې خبرې پۀ دې ناول کښې پۀ ډېر دلچسپ انداز کښې بيان شوي دي ـ دَ ناول يو کردار چې کله پردېس کښې پۀ زړۀ پورې قدرتي مناظر او مرغان ويني نو خپل وطن ورته يادېږي:

“چې دَ شولو پۀ پټي کښې به غټو غټو چندخانو پۀ اوبو کښې اوازونه کول، لږ به مې دَ خپل وطن ياد تازه شوـ دَ پل لاندې پرېمانه اوبۀ وې او دَ لوخو ګل پکښې ولاړ وۀ ـ دَ لوخو ګل مې وليد نۀ پوهېږم دَ لوخو دَ ګل کلچې به مو کله خوړلې وي کنه ډېره خوش مزه وي زما مورني کلي کښې، دَ اليتار خواږۀ يې راته پۀ ياد کړل چې کله به پۀ کوڅو کښې انجونو خرڅولې”ـ

دَ ناول بله اهمه خوبي دا ده چې دا دَ لوستونکي پۀ زړۀ کښې دَ قامولۍ، وطنولۍ او خپلې خاورې سره دَ مينې جذبات راپاروي ـ ليکونکې نوي کُول ته دا ښودل غواړي چې کۀ انسان دَ دنيا دَ ټولو ښکلے ښار کښې ولې نۀ وي خو پۀ هغه ښار او هغه وطن دَ خپل وطن مينه نۀ ماتېږي، دَ هغۀ زړۀ بۀ همېش خپلې خاورې پسې درد کوي او دَ وطن ارمان به کوي ـ وطن نه دَ لري والي احساس، دَ پردېس غمونه او دَ وطن يادونه دَ ليکونکې پۀ ليک کښې ځاې پۀ ځاې دَ الفاظو دَ ماتم او افسوس پۀ شکل کښې پۀ نظر راځي لکه يو ځائې کښې خپلې خاورې پسې دَ افسوس اظهار څۀ پۀ دې توګه کوي:

“دَ ژمي يخني مخ پۀ ختمېدو شوه، سهار وختي به دَ دوه سرۀ رنګه ښايسته مرغانو پۀ شور ماشور دَ خوبه پاڅېدمه ـ دې دوؤ مارغانو به پۀ مښوکه دَ ونې پۀ ډبل لرګي کښې ځانونو لۀ سُوري جوړ کړي وو ټوله ورځ به لګيا وو ټوک ټوک به يې کاوۀ ، زما بېچارګۍ به څۀ کار وۀ لکه ماشوم سهار پۀ تيارۀ کښې به پاڅېدمه دَ مرغانو به شور ماشور وۀ دَ حوېلۍ دَ ګروپ رڼا کښې به يې ښاخ پر ښاخ ټوپونه وهل ما به وئيل :

“کاشکې زۀ هم مرغۍ وې دم پۀ دم به افغانستان پۀ لوري تلمه ځان به مې وطن ته رساوۀ”

قصه کښې دَ واقعاتو لړۍ څۀ پۀ دا رنګ مخکښې ځي چې هر کردار دَ بل نه زيات غمژن ښکاري او هره واقعه دَ بلې نه زياته سوځېدلې معلومېږي ـ څنګه څنګه چې لوستونکے دَ کتاب پاڼې اړوي دَ هغۀ سترګې راډکېږي ولې دَ ناول اخرون پۀ خوشحالۍ سره ختمېږي ځکه چې ټول کردارونه دَ يو نوي ژوند شروعات کولو کښې کاميابېږي او دَ غمونو او شخړو سلسله تمېږي ـ دلته دَ ليکونکې خاص مهارت او تجربه قابل تعريف ده چې ټول کردارونه خپلو کښې سره يو ځائې کېږي او خپل منطقي انجام ته رسي ـ دَ ناول اخر هم دَ اغاز غوندې پۀ زړۀ پورې دے او لوستونکے ترې ښۀ خوند ترلاسه کوي ـ پۀ مجموعي توګه ناول دومره دلچسپ او خوندور دے چې لوستونکے يې پۀ لوستلو کښې دَ يو يا دوؤ ناستو نه سېوا وخت نۀ اړوي ـ

پۀ لنډو ټکو کښې دا ناول دَ هر پښتون وګړي دَ ژوند سره تړلو پېښو، دَ هغۀ دَ مېنې، نفرت، خوښې نا خوښې او دَ ژوند دَ ترخو او خوږو ساعتونو داستان دے کوم کښې چې محترمې ليکونکې دَ يو حساسه او سنجيده موضوع سره تړلې نازکې انساني جذبې، رشتې او دَ تعلقاتو باريکۍ پۀ ډېرې ښې طريقې سره پېش کړي دي او پۀ دومره خلوص، مينې او خپلوۍ يې لوستونکو ته وړاندے کړے دے چې لوستونکي ورسره پخپله ژړا او خندا شريکولو مجبورېږي ـ

دا ناول دَ هر پښتون دَ ژوند سره تعلق ساتي ـ زما ګمان دے چې ډېر زر يا څۀ وخت پس به دَ دې هر لوستونکے خپل ځان دَ دې قصې حصه ګڼي او دَ دې ناول دَ يو نه يو کردار لوبولو ته به اړ کېږي او زما پۀ خيال هم دا هغه اصل او اهمه خبره ده چې ليکونکې يې پۀ قلم راخستو مجبوره کړې ده ـ

دَ دانش خپرندويې ټولنې دَ تخنيکي څانګې لۀ خوا خپور شوې دَ 200 صفحو پۀ ښکلي کاغذ زړۀ راښکونکې چهپايۍ واله دا ناول يو سبق اموزه ناول دے او دَ ټولنې دَ اصلاح دپاره دَ ليکونکې يوه ښه هڅه ده ـ دَ خپل ذاتي اصلاح ، کور والاؤ او خپلوانو دَ تربيت او دوستانو لۀ دَ ورکولو دپاره يوه بهترينه تحفه ده ـ دا ناول دَ ټولنې دَ راويښولو، دَ غلطو او بې ځايه رسمونو او غېرتونو دَ ختمولو يو کوشش دے چې پۀ چغو چغو خپل پښتانۀ لوستونکي دَ بې حسۍ لۀ خوبه دَ راپاڅولو هڅه کوي ـ نۀ پوهېږم چې دَ لوستونکو به پۀ کتاب دا تبصره خوښه شي کنه ولې ډېر پۀ وثوق او باور سره دا خبره کوم چې دا دلچسپ او مقصدي ناول به يې ضرور خوښ شي ـ

(توقير احمد يوسفزے)