ليکوال: عبدالنافع همت

Abdulnafi Himmat

په تالار کي ښکلي غالۍ اواري دي او دېوالونه يې هم په خورا ښکليو نقاشيو ښايسته سوي دي، خلک په ډېرو ښکليو او قيمتي څوکيو کي ناست دي او يوه لويه کړۍ يې جوړه کړې ده. اکثره خلکو پکولونه پر سر کړي او برګ دسمالونه يې په غاړه کي اچولي دي. د ځينو خلکو تر خولو ځګونه راغلي دي، د مخ په ليکه کي ناست قوماندان صاحب خو دومره مست دی چي ځګونه يې پر پنډو برېتو را اوښتي او تر اوږدې ړېنګۍ ږيري پوري رارسېدلي دي. مجلس خورا ګرم دی او هره خوا مستي اوري، ټول خاندي او خوشاله دي، لکه د ټولي نړۍ خوشالي چي په همدې يوه تالار کي راټوله سوې وي. په ميدان کي يوه ډېره ښکلې نڅاګره ناڅي، په ډېر هنريت او مهارت ناڅي، لکه د ګلو څانګه چي کږه سي، نو نوره هم ښايسته سي.

نڅاګره په نڅا نڅا کي د قوماندان مخ ته ودرېږي او پر ملا کړوپه سي، ډېره کړوپه سي، نوره هم کړوپه سي، د قوماندان غېږي ته دومره ور ټيټه سي چي پر ځمکه بيخي اواره سي، خپل سر د قوماندان په غېږ کي کښېږدي، په دې وخت کي د خلکو شور او ځوږ پورته سي، خو د نڅاګري زړه نه غواړي چي د قوماندان له غېږي سر پورته کړي. قوماندان نڅاګره پر مخ ښکل کړي، نور ملګري يې چيغي کړي او واه واه ورته ووايي.

هر څوک د هوس څپو اخيستي دی او هڅه کوي چي نڅاګره يې خوا ته ورسي او لاسنيوی يې وکړي. د ټولو نندارچيانو سترګي د نڅاګري د مخ، ظريفو اندامونو او اوږدو او ښکليو وېښتو ته خوا ته کږې دي، خو هيڅوک د هغې درد نه سي احساسوي او نه يې زخمونه ويني. پوښتنه دا ده چي هغه ولي کړېږي او کوم زخمونه لري؟

کله چي نڅاګره د قوماندان مخ ته پر ملا کړوپه سي او سر د قوماندان په غېږ کي کښېږدي، نو په سپينو او نازکو پوندو کي يې تڼاکي راښکاره سي. د نڅاګري د پښو تڼاکي له ليري سوربخن رنګ لري، خو کله چي سړی ورنزدې سي، نو تڼاکي توري، تڼاکي چاودلي او ويني ځني بهېدلي دي، د وينو يوه برخه په تڼاکو کي کنګل سوي او داسي ښکاري لکه نڅاګري چي پښې په نکريزو سرې کړي وي.

کله چي نڅاګره د قوماندان په پښو کي سر کښېږدي، نو په ظاهره داسي ښکاري چي پر هغې قوماندان ډېر ګران دی، خو واقعيت دا دی چي د هغې پښې خوږېږي، نه سي ولاړېدای او غواړي چي لږ هوسا سي. کله چي محفل خلاص سو او نڅاګره د قوماندان خوا ته ورغله چي خپل حق العفت او حق الزحمه ځني واخلي، نو قوماندان هغې ته پر مخ يوه کلکه څپېړه ورکړه، په تونده ژبه يې ورته وويل: فاحشې ته نه شرمېږې؟ موږ لس کاله جهاد کړی دی، ته له موږ څخه هم پيسې غواړې؟

تر دې څپېړي وروسته د محفل ګډونوال يو يو له تالار څخه ووت، همدا اوس تازه پر غالۍ يو څو څاڅکي وينه هم توی سوه، کېمره د وينو پر څاڅکو ودرېده او ورو ورو رانژدې سوه او وروسته تياره راغله.

زموږ هم عجيبه ژوند او عجيبه ټولنه ده، زموږ په ډېرو خوښيو کي به ډېر غمونه او په ډېرو تودو ولولو کي به مو ډېر ساړه آهونه پټ وي، عام خلک دا آهونه او غمونه نه ويني، ايله بيله چي کوم هنرمند پيدا سي او د ټولني دې ناويلو او نا ليدلو واقعيتونو ته ځير سي او په دې ډول د خلکو ويده ضميرونه هم وتخنوي.