زرلښت حفيظ بشريار

for Afghan national army

افغانه ستا په کوم ټبر وژړام
په ننګرهار که پيښور وژړام
يادکندهار په غم ځپلي اولس
ياد بي وسو په اختر وژړام
دغم ټغر زما داولس په وينو
سحرماښام که مازديګر وژاړم
ای دافغان په وينو مست قاتله
ستادعمل په کوم محشر وژړاړم

دغه غريب او بيګناه مظلومان
ياپه بی پلاره يولښکر يتيمان
دکونډواه خدايه ترتارسيږي!!
اياته ګوری دا عمل دشيطان
چې داسلام په نامه څه کوي دوي
ستاپه حضورکې دانا اهله کسان

دادپنجاب او دانګريزغلامان
دا دکلدار او د ډالر مزدوران
کله دشرق کله دغرب پسی ځي
دا دقدرت دسياستو نوکران
دموراوپلارنه هم حق شوي کسان
دا د افغان اولس رسمي قاتلان

ورنه مذهب هير ده ايمان هيردی
ورنه دمينې پاک قران هير دی
چې يو کفن سره به ګورته درومي
ها تور لحد دګور ستان هير دی
ځکه په وينو کې لاسونه لړي
اوبندګان دی بی ګناه وژني

خدايه دقهر ابابيل پری راوړه
چې په وړوکاڼو سنګسار يي کړي
دوي دغريب دوږګو شپو ناخبر
دمسلم مرګ ته ګنهګار يي کړي
قصاص روا دی په مسلم چې وژني
پخپله خوښه چې په دار يې کړي

خدايه بی وسه يمه توان نلرم
چې خپل ملت په وينو سور وينمه
دډيرغيرت نه مې وجود ټول سوزي
کله چې افغان پردی مزور وينمه

زما دملت دوياړ شملو ته سلام
داحمدشاه زمري بچو ته سلام
دميرويس خان په دا وياړلي تبر
ستا دملالو لښکرو ته سلام
ای د(زرلښت) دغيرتونو ځاله
ستا سربازان دسنګروته سلام