shahed

 دوطن  لار کې با عزت  شهیده

د هسکو غرونو لوړ همت شهیده

 

تا کې وه مینه هم احساس سینه کې

ته شوې قربان په شهامت شهیده

 

حب الوطن په لار دې ځان شهید کړو

ته نمونه وې د وحدت شهیده

 

ستا له ایثار او سر ښندونو نه ځار

اي د اردو شان او شوکت شهیده

 

ستا انتقام په موږه فرض دی ضرور

 شي که تمام په هر قیمت شهیده

 

کړو افتخار ستا په میړانه باندې

 ته شوې الګو  د صداقت شهیده

 

ستا کارنامو باندی به ویاړو مدام

شه مبارک مو شهادت شهیده

 

ای د اردو اتل نام دار سر بازه

کړو افتخار ستا په غیرت شهیده

————————–

سمیع الدین افغاني

۲۵/ ۲ /۲۰۱۴

م۰ کال

Door Guest