کوچۍ لنډه کیسه

محمدعیان«عیان »

دلیکلونیټه یې:۱۳۴۴ په خوله کې یې یوغاښ هم نه لیدل کیدواوپه سترګوښه پوره کمزورې شوې وه.دسرویښتان یې سوچه سپین وواوچې یوڅوقدمه به په لارولاړه نوساوتیګاه به وه(ساه به یې زرزر ایستله)اودزړه حرکت به یې له اندازې زیات شدت پیداکاوه.د پغمان دسرک په ښي اړخ،دمیرویس میدان څلورلارې ته نیژدې یې کیږدۍ ودرولې وه.

زړې بوډۍ کوچۍ دخپل واړه لمسي سره بیګاه شپه په زړه بړستن کې وږې تیره کړې وه. لوږې پې لا دومره تاثیرکړی اویانه وکړی،خوهغه وخت چې به دواورویخ بادراواولوتونود سپین سرې کوچۍ اوکوچني ماشوم په سینوبه لکه دپولادود غشي په شان ورننوتو.

دیخنۍ دړچ نه به نیااولمسي غیږې ورکړې اوخپله زړه، سورۍ سورۍ اوټکیدلې بړستن به یې په ځان راټینګه کړه. د ژمي دشروع کیدودلومړیوشپوباداویخنۍ له هرډول بیرحمۍ نه کاراخیستواودادوه معصوم بندګان یې ترپوزې راوستلي وو. ټوله شپه بیله دې چې له یخنۍ نه وړچیدل اوولړزید ل تر سهاره یې ارامه سترګه پټه نه کړه.

ماشوم به کله کله خوب یوړواوکله به بیا رابیدارغوندې شو.په خوب کې به یې نیاته غږکړ:«واآدې! آدې ډوډۍ را کړه! واپلاره وږی یم».

دتورې آدې کیږدۍ له مخکې نه سورۍ سورۍ او شکیدلې وه،خوبیګاني توندباد بیخي ورباندې چپه کړه . ځکه خویې پاتې شپه په ډاګ اویواځې په همدې بړستن کې تیره کړه.

هغه کسان چې په دې سرک یې دجمعې مبارکې په مازیګر چکرواهه، که اوس توره آدې چې پوره نوم یې توربي بي دی اوپه «توره آدې»مشهوره ده، وویني نوحتماًبه یې زړونه ودردیږي.

په همدې یخه شپه چې سپیدې لا نه وې چاودلې،توره آدې کاریزته وروټپیدله.په منډه منډه یې اودس وکړاوبیرته ړنګې کیږدۍ ته راستنه شوه. که څه هم له یخنۍ نه رپیدله، خوپه نفلونواوتسپواړولویې پیل وکړ.ماشوم کوچي لاتردې ګړۍ پورې په خوب کې له ډوډۍ سره لوبې کولې اوپه دې اړه یې خواږه خواږه خوبونه لیدل.

لمرلاڅیره نه وه وهلې چې کوچنی کوچی له خوب نه را جګ شو.لږوروسته نیااولمسی دواړه دمیرویس میدان (کوټه سنګي)دکورونوپه لورورروان شول.په یوڅوکورونوکې یې سوال وکړاوخیرات یې ترې وغوښت. ټنګه نیمه یاغیران نیم یې پیداکړل، خوپه دغه پانګه لا نیمه ډوډۍ هم نه اخیستل کیده.

بیاوروسته دسیلوپه سرک دباغ بالاپه لوروخوځیدل.زړه بړستن اوپه ځمکه پرته کیږدۍ یې څوتنومزدورکاروته چې دې ځای ته نیژدې یې خښتې جوړولې،سپارلې وه.له دې پلوه یې زړه جمعه ؤ.چې دپروان مینې نه په لوڅوپښوتیرشول نو تورې آدې لمسي ته وویل: ببنګه بچیه ستړی شوی خوبه نه یې؟ مه خپه کیږه دادی که خیري نوي ښار(شهرنو)ته را ورسیدو.

ببنګ: نه آدې،خوډوډۍ چیرې ده؟ تاویل سهاربه وختي ډوډۍ درته پیداکړم.

تورې آدې په ډیره مینه ورته وویل: هوکنه.اوس به درته داسې ډوډۍ پیداکړم ،داسې ډوډۍ چې چې…چې ته ووایې شاباس….هلته په نوي ښارکې ډیرماړه ماړه کورونه شته. دومره به دې موړکړم چې ترسبابه دې لا ارګی خساوي.

دببنګ یواځې خړشان کمیس په غاړه وچې لستوڼي یې په خڼوککړپکړوو.هغه به خپله پوزه په نستوڼي(لستوڼي)پاکوله اوبیابه یې بیرته په خاوروکې لوبې کولې نوځکه یې لستوڼي تک تور،خیرن پیرن،کلک پلک اونوي خڼي به پې سپین سپین ځلیدل.

په کمیس یې یوه تڼۍ هم نه وه او سینه یې ترې ټوله معلومیدله. مخ اولاسونه یې چاودي چاودي،توراوچوپرچوپر ښکاره کیدل.شونډویې وچ پوټکي اوپاړونه نیولي وو.دښۍ پښې غټه ګوته یې له ځمکې اوډبرونه څوڅوځله لګیدلې او خوږه شوې وه.اوس خویې ترې توره ټوټه تړلې،لیکین په وینوباندې کلکه پلکه شوې وه. نیایې له ځولۍ نه ټینګه نیولی اوهرې خواته به یې اوتراوترکتلې.

دتورې آدې توره لوپټه(زړوکی)چې یواځې یوتورڅپوټی شان وپه سپین سرراټینګه کړې وه. دسره الوان کمیس یې نور دومره زوړشوی وچې دډیروټوټواچولونه یې خپل اصلي رنګ بدل کړی ؤ،خویره دومره اوږدوچې ددې خړرنګی پرتوګ ترې ایله دسترګوپه ښکارښکاره کیدو.

دتورې ادې نګورچې دببنګ موروه ،پروسکال په لویه تبه مړه شوې وه. زوي یې«چارګلی»دیوه هزاربوزبډای کوچي په اوښانودسوداګرۍ مالونه له یوځای نه بل ځای ته اوله یوه ښارنه بل ښارته وړي راوړي اوجوپې پې کوي.

اوس نونیااولمسی دواړه دنوي ښارپه قیرسرکونواوکوڅوکې اخوادیخواسرګردانه ګرځي راګرځي. دغرمې له دولس نیمو بجونه هم دساعت عقربک اوښتی دی.کله چې یوغټ ښایسته آهن پوشه کورته رانیژدې شول نووې لیدل چې دوه اوږده اوږده موټرونه یې مخې ته ولاړوو.دواړه موټرې دموداوکال سره برابرې اودوی ته یواځې یوه ننداره ښکاره کیده. په یوه موټرکې څوتنه ماشومان ناست ووچې ډیرې ښایسته ښایسته جامې یې اغوستلې وې.سره سپین مخونه یې دموټردکڼکیو نه دورایه ښکاره کیدل چې لاکله کله به یې سپینې سپینې مټې هم له شیشونه راوویستلې. په خپل منځ کې یې دلوبو په ساما نونوساعتیري اولوبې کولې.هغوی په دې انتظاراوخوشالۍ کې ووچې مشران به یې له کورنه راووځي اوکوم لرې ځای ته به دسیل اوتفریح دپاره لاړشي.

لږوروسته څوتنه نراوښځې ددغه دوه پوړیزښایسته کورنه راووتل. دهغوی لباسونه داروپا دپرون مازیګردمود سره برابراولالږترې مخکې وو.ترټولووروسته یوه چاغه ښځه چې له ډیرڅربوالي نه ډډې په ډډې اوښتله،له کورنه را ووتله اودموټرپه وروستني سیټ کې په ستمونوستمونو کیناسته.

توره آدې اولمسی یې هغوی ته دسوال اوخیرخیرات دپاره ورنیژدې شول،خوکله چې دوررسیدوپه حال کې وونودهمدې کاله په خدمتګاریې سترګې ولګیدلې.دغه سړي دسپینې چپنې نیستوڼي رانغښتي وواوپه لاسونوکې یې دپاتې وریجو (وریژو)تغاری نیولی وچې دکورپه مخ کې لښتي کې یې چپه کړ.دکوچۍ نه سوال مال هیرشواولمسی یې هم ددغې پاتې شنووریجو(پس خوردې)په لورورکش کړچې له تغاري نه دځمکې په مخ اچول شوې وې.نیااونوسي ترې غټېِ غټې نوڼۍ وهلې. ببنګ زرزرپه دواړولاسونووریجې خوړلې او نیابه یې یوه نوڼۍ کوله اوبیابه یې خدای(ج) ته شکرونه ایستل.شکرخدایه …شکرخدایه ته خپلوبندګانوته په هرځای کې روزي رسان یې .

په دې وخت کې تورې آدې ته خپل زوي«چارګلی» ورپه یادشوچې هغه به څه خوړلي وي که نه؟ که دې نرۍ وریجې خوړې ،خوبیرته یې له څټه وتې چې ناڅاپه یې په مرۍ کې نوڼۍ هم بنده شوه.

«پای »

یادونه:ـــ

په ځمکه دوریژودچپه کیدواودغریبانانوله خوادخوړل کیدو کیسې نورولیکوالوهم لیکلې دي .داچې دوی به له همدې کیسې نه الهام اخیستی وي اوکه خپل نوښت به یې وي. هرڅنګه چې وي،وي به،خویره داکیسه په پاسنۍ نیټه لیکل شوې اوبیادژوندون په مجله کې په ۱۳۴۹کال کې چاپ شوې ده .وروسته بیا زمادهمدې «کوچۍ»نومې دکیسوپه ټولګه کې په۱۳۶۴ کال کې خپره شوې ده . یعنې ښایي دځینو لیکوالودعمرنه هم داکیسه مشره وي. «پای »

Reacties zijn gesloten.