لیکوال: محمدعیان«عیان »

څوک ورته اسعد آبادوایي اوځینې یې اسدابادبولي،خودکونړ ولسي خلک ورته له پیړیوراهیسې دمکلی(دم کلی)وایي.

دمکلی په مخکینیوکلونوکې په رسمي دفترونواودیوشمیر لوستوکسانوپه خولوکې،چغان سرای،چغه سرای اوچغل سرای یادیدو.چغه سرای، دچغان ګوډ،دچغان تاڼه اونورخوبه په چغتای مغتای پورې منسوب شوي وي، لیکین خپل ولسي اوعوام نوم یې دمکلی دی.

دمکلی یانې د«دمې کلی»(دمه کلی).ځکه دمه کلی ورته وایي چې ددریو لویودروخولې په همدې کلي کې یوځای شوي دي. له هرې درې نه چې څوک راوځي نوپه دې کلي کې تم کیږي اودمه کوي. یوه یې داسمار،بریکوټ اونورستان نه راوتلې دره ده. بله یې دپیج دره اودریمه یې له کوزکونړاو جلال ابادنه پورته دشمال خواته راتیره شوې دره ده چې د درې واړوپه خولوکې همدا«دمه کلی»(اسعدآباد)پروت دی. ر

هغه وخت چې یادکلی داسعدآبادپه نوم ونومول شونوزه لاد رحمان بابا دلیسې داووم ټولګي زده کوونکی وم.دشپې له خوا درادیوپه خبرونوکې وویل شول چې: دکونړونودمرکزنوم په «اسعدآباد»ونومول شو. ددې نوم ارتباط یې په سترعالم افغان سیدجمال الدین پورې ورکړی ؤ. په خبرکې ویل شوي ووچې داسعدآباد کلی د سیدجمال الدین دزیږیدوځای دی نو ځکه د کونړدمرکزنوم همدا کیښودل شو. اسعدآباد دخاص کونړپه ولسوالۍ کې دیوه کلي نوم دی.

ددې نوم دبدلولوپه اړه داښه نظراوسمه پریکړه وه، خومایې په هماغه وخت کې مخالفت وکړاویوه لنډه کۍ شان مقاله مې پې ولیکله. دمقالې سرلیک ؤ:«دکونړونودمرکزنوم دمکلی دی».

زه دسیدجمال الدین دکلي سره بدبین نه وم، خویواځې داسعد آباددترکیبي نوم اوزیاتوخلکوته ددې نوم دناپیژندوۍ له کبله په دې اندیښنه کې وم چې ویل مې: یوخوکه یوداسې نوم وای چې دکونړیانوپه سوچه ژبه وای اوبل دا چې هرچا پیژندلای اوهغه هم که«دمکلی»وای نوډیرښه تصمیم اوغوره کاربه وه. دادیوه زده کوونکي نظرؤ،چې څنګه به ؤ؟ خدای پوهیږي.او دا دهغه وخت خبره ده.

خپله لیکلې مقاله مې ارواښادقیام الدین«خادم» صاحب ته چې دمعتبرې دولتي ورځپاڼې رییس و،وروړه. دهغه اروادې تل خوشاله اویاددې راسره وي،زمالیکنه یې ډیره خوښه شوه. په کوم ځای کې چې یې نیمګړتیاوه هغه یې اصلاح کړه.دهغه دسمونې نه مې ډیر څه زده کړل اولاترننه پورې چې کومه کلیمه(کلمه)اصلاح کوم نودهغه په شان دړنګې شوې کلیمې ټول ټکي اونښې نښانې یې له منځه وړم.هغه ګړۍ راته لا هم داسې یاده ده لکه چې دغه ستوری همدا اوس راته مقاله اصلاح کوي اوخطونه پې ښکته پورته راکاږي. دفتریې د بهرنیوچارودوزارت ترڅنګ ودانۍ کې ؤ.

لیکنه مې خپره شوه،خوکوم غبرګون مې ترننه پورې ونه لیدواوداسعدآبادنوم همداسې پاتې شوچې پاتې شو.

چارواکواومؤرخینوهم ښه فکرکړی واوزه هم ملامت نه وم. ځکه چې اول خوراته داسعدآبادپه کلي کې د«سید»دپیداکیدو خبره دومره مؤثقه اوجوته نه وه مالومه اوبل دا: فکرمې کاوه چې څوک به دانوم راسپړي چې ځکه یې پې ایښی دی چې د دغې سترعالم کلی دی.

دتیروخت هرڅه چې وو،وي به،خواوس اوس نن سبا یونوی وړاندیزلرم. فکرکوم چې داځل به مې داغوښتنه اوپیشنهاد د زیاتوفرهنګیانواولوستونکوخوښ اوومنل شي.

غوښتنه مې داده چې که په«اسعدآباد»د«جمال ښار»نوم کیښودل شي نوفکرکوم چې دهرچاپه زړه کې به دانوم ډیرزر اوژورځای ونیسي.

که ویلي مې وای اویا اوس ووایم چې ولې پې دسیدجمال الدین افغان نوم نه ږدئ نوخامخا به راته ځواب داوي چې دا نوم ډیراوږددی اودولایت دنوم دپاره په لیکلواوخبروکې ستونځې رامنځ ته کوي. په«جمال ښار»خوځکه نیوکه نه کیږي چې یوخولنډاوبل دکابل ترڅنګ«میدان ښار»،په کابل کې «جمال مینه» اوځینې نوورته نومونه شته.

میدان ښار،جمال ښاراوجمال مینه څومره خواږه اوزړه راښکونکي نومونه اوپه عین حال کې داړونده ځایونوسره ارتباط هم لري.

که چیرې زما پیشنهاد معقول اودمنلووړوي نوپه لومړي سر کې مې دکونړ دولایت داطلاعاتواوفرهنګ دریاست اودکونړد فرهنګیانونه هیله ده چې په دې اړه یوه سپکۍ شانته غونډه وکړي اوبیا دکونړدچارواکو سره، بله ورته، خو لږه اوږده جلسه جوړه کاندي. که دغونډې په خبروخبروکې یې یاد نوم خوښ شواومثبتې پایلې ته ورسیدل نوبیا دې داطلاعاتواو فرهنګ وزارت ته دنوي نوم پیشنهاد وکړي. چې کله دټولو اړونده چارواکوله نظره تیراوومنل شي نوترهغې وروسته دې په عامورسنیواومیډیاکې خبرورله خپورکړای شي.

انشاالله چې داسعدآباد(اسداباد)نوم به په ډیره لږه موده کې په «جمال ښار» واوړي.هم نوم سمیږي اوهم دکونړمرکزاوپه خپله ټول کونړدسیدجمال الدین افغان په نوم پورې ارتباط پیدا کوي.

همدااوس چې په کابل کې یواځې دبسونوپه لوحود«جمال مینې»نوم لیکل شوې نوزیات خلک هغې سیمې ته جمال مینه وایي. په رسمیاتواودفترونوکې خوبه خامخا جمال مینه وي. هلته دسیدقبرپروت دی اوکونړیې دزیږیدوولایت دی. وایم خدای مې دې غاړه نه بندوي چې دکونړدمرکزنوم به په اتوماتیک ډول«جمال ښار»شي.هم به دافغان سیدجمال الدین نوم ژوندی وي اوهم به دمرکزنوم سم وي اولاددمکلي (ددمې دکلي)نوم به په ښارواوړي.

هیله ده چې داځل به مې غوښتنه وروسته له څه باندې پینځو لسیزونه دډیروخلکوخوښه اوملاتړبه یې وکړي.

دکونړیو فرهنګیانودچټک غبرګون اواقدام په هیله. هالیند.

دلیکلونیټه یې:۲۴/ ۶/ ۱۳۹۳ «پای»

Door Guest