<< لیکواله: ارزو<<عیان

په هالیند کې داوتریخت دپوهنتون محصله

نن(۱۲/۸/۱۳۹۳ــ۳/۱۱/۲۰۱۴)زمامشرورورخلیل«عیان»

دزړه دجراحۍ سپیشلیست(متخصص)شو. ترننه پورې هغه څه دپاسه زر(۱۰۰۰) دعمومي جراحۍ او«۲۱۳» دزړه عملیات په موفقانه ډول سرته رسولي دي. تردې وروسته به هم هره ورځ یویا دوه زړونه اپریشن کوي اودخدای په فضل به رغیږي.

  دسږو(شوشونو)دعملیاتوشمیریې هم تردې نیټې پورې «۷۵»ته رسیدلی دی.

  په عملي برخه کې دده مکلفیت وچې باید(۱۵۰) زړونه او(۷۰) سږي اپریشن کړي نودعملي مکلفیت برخه به یې پوره شي. ده دغه وظیفه لا مخکې له ټاکل شوي وخته سرته رسولې وه، خوبایدچې شپږکاله موده یې هم پوره شي نوبیاورته دسپیشلیستۍ دیپلوم ورکوي.بلاخره دغه نیټه هم راورسیده اواوس دادی دناروغه زړونوددرملنې د جراحۍ یوعادل اومضبوط باچاشو. واه واه خدای دې دبدوسترګووساتي امین.اوس به د خدای په مرسته که خیري ناروغه زړونه رغوي.

 ayan

خلیل«عیان»

                                       *****

  خلیل په پښتو،دري،هالیندي، انګلیسي اواردوژبوښه مسلط دی اوپه روسي هم پوهیږي.دکوریایي ژبې سره هم اشنادی که څه هم په کوریا کې یې له خپلوخویندواونوروماشومانو سره په روانه کوریایي ژبه خبرې کولې.دعربي اوپولندي ژوبوسره هم اشنادی. په پولیندکې یې هم دپولیندیانواوخویندوسره په دغه ژبه خبرې کولې،خواوس دهغه    ماشو متوب دوخت بشپړه ژبه ورته نه ده پاتې.

  که غواړئ چې دخلیل دتجربې،ټینګ عزم اوزیارنه دخپل ژوند درا تلونکي سمون دپاره څه ښیګړه اوګټه درورسیږي نوتراخیره راسره ولاړشئ اولوستلوته موحوصله لویه کړئ!

  که چیرې تاسولوستونکي موراوپلاراویادنویوځوانانواوپیغلو مشران یاستئ او دخپلوبچودتحصیل په اړه علاقه لرئ نود هغوی دپاره تاسوهم دخلیل دتجربې نه ګټه اخیستلای شئ.

                               *****

  راځئ ددې نه یې پیل کړوچې زمونږدسرکاڼودکلي یوه قومي سپین ږیري محب الله «ګنډیري»په کومه فاتحه یاواده ښادۍ کې دډیرو خلکو په مخکې په همدې کلي کې په خپله کلیواله لهجه داسې څه ویلي وو: دعیان یوداسې زوي دی ،داسې یې روزلی دی چې دناروغه بونیادم نه زړه راوباسي،په میزیې کیدي(دادهغه کلیواله خبره ده)،بیایې

ayan1

خلیل«عیان»دزړه په عملیاتو بوخت دی

اپریشن کړي،کوم ځای چې یې ددرملنې ضرورت ولري هغه سم کړي اوپوره علاج یې ورله وکړي.بیانوپه سړي یاښځه کې بیرته زړه ورکوشیرکړي اوناروغه روغ رمټ شي. څوورځې وروسته دزړه ناروغه انسان په خپلو پښووګرځي.

*****

  دایواځې زمااوزمونږدکورنۍ دپاره نه،یواځې دسرکاڼودکلي دپاره نه، یواځې دکونړیانودپاره نه؛ بلکې دټول افغانستان افتخاردی. ځکه افتخاردی چې دهالیندغوندې د طبي تحصیل دډیرې لوړې کچې په هیواد کې ددوه نیم یادرې سوه محصلانو د ټولګي په منځ کې یوتن،هغه هم افغان دزړه داسې جراح کیږي چې تراوسه یې دده په عمراودده په شرایطوبرابربل یو لادلته  نه دی پیداشوی. په دوه نیم سوه محصلانوکې یواځې همدی دزړه جراح شو. ددوی په ټولګي کې داسې هالیندیان چې سره دیپلو مونه یې دښوونځیونه اخستلي وواوداسې بهرنیان چې دزړه د جراحۍ په هیله یې کلونه کلونه په زړونوکې ارزو لرله، لیکین متأسفانه دیویې هم دغه ارمان پوره نه شو.

  دده زیاتوټولګیوالوغوښتل چې دزړه جراحان شي، خودزړه جراح کیدل دومره آسان کارنه دی. یواځې تیوریکه زده کړه اولیا قت سړی دزړه جراح کولای نه شي؛ بلکې عملي زړورتیا اواستعدادهم غواړي.

                                *****

  مونږدکونړدسرکاڼودکلي اوسیدونکي یو،خوډیرعمر موپه کابل کې تیرکړی دی.پلارمومحمدعیان«عیان» لومړی دهمدې کلي کلیوالی ښوونځی لوستلی،بیایې د رحمان بابالیسه اوورپسې دکابل پوهنتون د ژورنالیزم

دڅانګې نه فارغ شوی دی.هغه دلومړي ځل دپاره په «باخترآژانس»کې دنده پیل کړه اوبیاداطلاعاتواو کلتورپه وزارت کې اوڅه موده یې دښاروالۍ دپامیر په جریده اوبیا یې بیرته دیادوزارت په بیلوبیلوڅانګو کې کارکړی دی. دپلاردماموریت نیم عمرپه همدې وزارت اونیم یې دبهرنیوچاروپه وزارت کې تیرشوی دی.

  هغه وخت چې پلارموپه پولیندکې په رسمي وظیفه بوخت ونوخلیل اوخویندې مې ماشومان اولادمکتب د داخلیدونه وو،خوهلته داسې شرایط ووچې دماشومانو دپاره دلومړي ټولګي نه یومخکې ټولګی موجودؤ. دغه ټولګي ته یې«زیروپکی»وایه یانې صفر (زیرو).

  دخلیل به سهاردښوونځي تګ ته دومره تادي(بیړه)

اوعجله وه چې کله کله به یې ان دشپې نه دسهار د ښوونځي کالي اغوستلي وو.چې موریا پلاربه مې ولیدونودوی به ورته خندل چې هلکه سهارخولاډیر لرې دی نوته ولې دومره وارخطایې؟ ده به ویل چې بیا راباندې ناوخته نه شي. کله کله خوبه لاښه ووچې خپل پتلون اوکرتۍ به یې دکټ سرته ایښودلي وو، خولا اغوستلي به یې نه وو. خلیل په هماغه ورکوټیوالي کې دومره منظم اوپاپندوچې ټول ورته حیران وو.داخبرې راته موراوپلارکړي دي. زماهغه وخت یواځې په اسمان کې ستوری موجودو،خولادې دونیاته نه وم راغلې.

 ayan2

خلیل په پولیندکې دماشومتوب په وخت هم ښه منظم و

                      *****

  چې پلارموبیرته کابل ته بدل شونوخلیل دکابل د زړومکرویانود«لامعهءشهید»په ښوونځي کې په لومړي ټولګي کې واچول شو.د ښوونځي په سبقونو کې ښه تکړه واودشمیرنې(ریاضي ـ حساب) په مضمون کې مې پلارورسره په ټولوټولګیوکې تل مرسته کوله.هغه یودسویې امتحان هم ورکړاوپه یوه کال کې یې دوه ټولګي ولوستل. پلاربه مې تل ویل چې که دماشومانوسره په لومړنیوټولګیوکې مرسته وشي نوبیا هغه ماشومان ډیرتکړه اوپاټکي په پاټکي په اوچتونومرومخ ته ځي.

                            *****

  دورځونه یوه ورځ دجشن په کلیزه کې دغازي ستیدیوم دسپورت په سرک دجمناستیک ټیم راروان و اومخ ته یې یوماشوم چې لاسونویې په ځمکه اوپښې یې په هوا،په حرکت کې و. زمونږکورنۍ ترې خبره نه وه چې خلیل به هم نن په جشن کې دچارواکومخې ته په رسم ګذشت(پریټ)کې تیریږي. په لومړي سرکې خوموورته ټول لوي واړه حیران شول چې دا هلک خوبیخي دخلیل په شان دی، بیایې وپیژندوچې همدی دی.ځکه خوبیاوروسته ورته په هالیند کې استازانواو ټولګيوالوویل چې ستا لاسونه دجراح دي. کیدای شي چې لاسونه یې هماغه دجمناستیک دټیم د غړیتوب له وخته دجراحۍ دپاره غښتلي شوي وو.

                          *****

  دلته په افغانستان کې کیسې ډیرې دي اورنګارنګ دردونه هرچالیدلي دي.که ټولې راسپړونوستاسو ډیر وخت نیول کیږي. داکیسې همدلته پریدواوهغه ژوند ته ورځوچې کله زمونږټوله کورنۍ هالیندته ور کډواله شوه.مونږپه لومړي ځل دهالیندد«لایډن»دښار په کمپ کې میشت شو.څوموده وروسته زموږد مشرانوسره قاضي یوه اوږده اینټرویووکړه. له دغې مرکې نه نهه ورځې وروسته راته د«الف»ددرجې دقبولۍ مکتوب راغی. په کمپ کې کډوالوته داسې هالیندیانودهالیندي ژبې درس ورکاوه چې مسلکي ښوونکي نه وواویواځې په خپله خوښه(داوطلبانه)به یې دې کارته ملاتړلې وه.دغه کورس به په اونۍ کې  یویادوه ځله دوام کاوه.

                     *****

په دغوشپوورځوکې چې خلیل به دکمپ دهالیندي کار کوونکوسره په هالیندۍ ژبه خبرې کولې نودوی ورته حیرانیدل چې دې هلک څومره زردا ژبه زده کړه. خلیل ته یوه ورځ دکلتوري برخې مسؤول وویل چې ستاخوډیر زرهالیندي ژبه زده شوه.دلته دهالیند د «اوتریخت»په ښارکې یوه تعلیمي مؤسیسه شته چې د«یو،ای،ایف» په نامه یادیږي.ته دهغوی سره تماس ونیسه، کیدای شي چې ستاسره دتحصیل په برخه کې ډیره مرسته وکړي.دهغې مؤسیسې دتلیفون نومره یې ورکړه اوورته وې ویل چې خبرې ورسره وکړه.

کله چې خلیل دهغوی سره خبرې وکړې نومسؤول سړي ورنه تپوس وکړچې: څوموده کیږي چې هالیند ته راغلی یې؟ ده ورته په ځواب کې وویل چې درې میاشتې کیږي. هغه ورته وویل چې دلته دې درې میاشتې کیږي نوښایي په بیلجیم کې به دې هالیندي زده کړې وي(دبیلجیم هم یوه رسمي ژبه هالیندي ده)؟ ده ورته بیاپه ځواب کې وویل چې: لاتراوسه مې بیلجیم نه دی لیدلی.مسؤول سړی ورته اریان (حیران) شوی چې په دریومیاشتوکې یې داسې هالیندي زده کړې چې زماسره په تلیفون سمې خبرې کوي. بیایې ورغبرګه کړه چې تاخوداژبه ډیره زر ایزده کړې ده. ستا نه مخکې یوبل بهرنی وچې هغه په شپږومیاشتو کې زمونږژبه ایزده کړې وه، خو تاد هغه ریکاټ (ریکارډ)مات کړ.شاباس چې په دریو میاشتوکې دې د څوکلونوپړاو وواهه. هله راځه، زر راځه! ځان رارسوه چې مونږ درته دتحصیل شرایط برابرکړو.

  خلیل چې هلته ورغی نومؤظف کس سره یې سمې سمې اوروانې خبرې وکړې.هغه ورته دواره ویلي ووچې مونږاوس تا دپوهنتون دتیارۍ (امادګۍ)ټولګي ته ورداخیلوواوچې په دې کې بریالی شوې نو پوهنتون ته به ځې.خلیل خوښوونځی په افغانستان کې لوستلی واوددې ځای دښوونځي بری لیک(شهادتنامه) یې نه لاره. هغه افغانان چې په دې عمرکې دلته راشي اومکتب یې هلته لوستلی وي نودلته دومره زر مخ ته نه شي تلای.

                          *****

  بلاخره د(یو،ای،ایف)مؤظف تن ورسره ددرس د دوام تړون لاسلیک کړ.ورته وی ویل چې دایوکال به دې دتحصیل پیسې مونږ ورکوواوچې کله مامور شوې نوبیابه ستادتنخانه بیرته په قسطونوګرځي. ته اوس زمونږپوروړی شوې،خوبیدارشه چې پوهنتون ته بریالی شې!

  اوس نوراشه که یې ګوري.خلیل دآمادګۍ پاکولتې ته داسې ملا وتړله چې دډوډۍ کوټې ته به هم نه راتواو زیات وخت به مو کټ ته وروړله. دومره زحمتونه یې وویستل،دومره زحمتونه چې زه یې دلته له بیانولونه عاجزه یم. دیودرسي کال اوازموینې نه وروسته یې د پوهنتون دپاره دکانکورامتحان ورکړ. په دغه ډول ازموینه کې چې چا دولسم په افغانستان کې لوستلی وی اوددې ځای ښونځی یې په سترګوهم نه وي لیدلای، بریالیتوب ډیرستونځمن اوحتاناممکن دی. ددې هیوادښوونځي هم ډول ډول اوبیلې بیلې سویې لري.دهرښوونځي نه پوهنتون ته څوک نه شي ورتلی. دهغه ښونځي نه چې پوهنتون ته ځي نو لومړی په همدغه ښوونځي کې کامیابي ډیره مشکله ده. دیوکال د تیارۍ دپاکولتې نه لومړی خوبریالي کیدل ګران کار دی اوبیاله هغه نه دپوهنتون په کانکورکې کامیابي دومره اسانه خبره نه ده.

                           *****

  ده دامادګۍ دټولګي ازموینه ورکړه اوپه کانکورکې هم طب ته بریالی شو، خواوس ګورئ چې وروسته څه کیږي ؟ دلته دهغوبریالیومحصلانوشمیردوه چنده وچې په طب کې ورته ضرورت و.یانې دده دارزواو ارمان پوهنځي ته ددوه نیم سوه زده کوونکوپه ځای پینځه سوه تنه بریالي شوي وو.زیاتوهغه زده کوونکو چې په ښوونځیوکې یې«سره دیپلومونه» اخستلي وو اویایې ښې نومرې وړې وې غوښتل یې چې طب ته لاړشي،خو په طب کې ایله دوه نیم سوه کسانوته ضرورت و. ښه نوبیاڅه وشول اوددې ستونځې د اوارولودپاره چارواکو کومه لاره مندلې ده؟ بس تا سره خدای په نیکۍ مل شه هغوی دبریالیو         زده کوونکوپه منځ کې پچه اچوي(دلاترۍ نه کار اخلي). یانصیب او یاتقدیرچې دهرچا پچه راووتله هغه به طب ته ځي.افسوس افسوس چې دخلیل لاتري راونه وتله. ډیریې چروت خراپ واوزړه ته یې ولویدل چې دطب اوبیا دزړه د جراحۍ ارمان یې پوره نه شو.

  پلارمې یې له جریانه خبرکړاوتپوس یې تې وکړ چې اوس نوکوم پوهنځی انتخاب کړم؟ پرته له طبه چې زمالاتري په کې راونه وتله بل هرپوهنځي ته تلی شم. هغه ورته په ځواب کې وویل چې زما په پیکر(فکر) داقتصادپاکولته به ستادپاره ښه وي.ځکه به ښه وي چې که داقتصادډاکتري واخلې نوپه هالیند، افغانستان اویابل هرځای کې په دې څانګه کې خذمت کولای شې.

  خلیل ورته وویل چې استازان راته وایي که ته ددوا جوړولوپوهنځي ته لاړشې نوستا دپاره به ښه وي. ځکه به ښه وي چې که بل کال ته دې دطب لاتري راووتله نویوبه دډیرودرملوسره اشناوې اوستادطب ددرسونوسره به مرسته وکړي اوبل داچې که دطب لاتري دې بیخي راونه وتله بیاهم ددواسازۍ پاکولته درته ښه ده. په دې ښه ده چې یوخودطب دمسلک سره نیژدې ده اوبل داچې په اقتصادي لیاز(لحاظ) درسره د دولت له خواډیره مرسته کیږي اوپینځه سوه زره ایروسبسیډي اوپوردرکوي.ته به بیا لږې لږې په قسطونوبیرته ورکوې. دابیلکل داسې کاردی لکه یو شخصي بیزنیس.

  پلار مې ورته وویل چې داستازانوخبره دې میره ده. څه چې دې استازان وایي دهغوی ومنه. همدا د درمل جوړولوپاکولته ولوله.

                             *****

  خلیل په اوچتونومره ددواسازۍ دوه ټولګي ولوستل اودریم ته بریالی شو.دریم صنف ته دهغه دبریالیتوب په وخت کې زمونږکورته یولیک(مکتوب)راغي او چې پلارمې ولوستونوغلی شانته یې خلیل ته په لاس کې ورکړاوورته وې ویل چې: خلیل جانه داستا دپاره لیک دی، خوزماسرپې خلاص نه شو(حال داچې پلارمې پې پوشوی ؤ) ته یې په خپله وګوره!

  په مکتوب کې لیکل شوي ووچې: خلیل په کانکور کې اوچتې نومرې وړي دی که چیرې غواړي ددوا سازۍ پاکولته پریدي نوکولای شي چې بیله لاترۍ نه دطب پوهنځي ته لاړشي.

  په دې وخت کې خلیل بیا زمونږپلارته خوله ور واړوله چې پلاره څنګه دې خوښه ده، دواسازۍ ته دوام ورکړم که طب ته لاړشم؟

  پلارمې په خنداخندا کې ورته وویل چې ولې زمانه تپوس کوې؟ ته راته دزړه حال ووایه چې کوم پوهنځی دې خوښ دی؟

  خلیل وویل زماارمان خوطب اوپه طب کې هم د زړه دجراحۍ ارمان.

  پلارمې ورته وویل: ورځه،طب ته ورځه!دوعا درته کوم چې خدای(ج)دې خپل ارمان ته بریالی او سرلوړی ورسوه. هرڅوکاله چې دې نورپه تحصیل تیریږي زه ورته حوصله لرم. زه هغه پلارنه یم چې اوس به داسنجوم چې دریم صنف ددواسازۍ، څولکه ایروسبسیډي،له پوهنځي نه څوکاله مخکې فارغیدل اوبیا په درملتون(دواخانه ـ اپوتیک)کې زمونږد کورنۍ د څوکسانودپاره دکارپیداکیدل اونوراونورپه نظرکې ونیسم.په دې باره کې چې ته هم هیڅ وسواس اوسوچ ونه کړې. ورځه طب ته ورځه اودپیسوپه اړه چې بیلکل چروت ونه وهې. ورځه طب ته ورځه اودپیسو غم مه کوه.افتخار،سرلوړي اوستاذوق مهم دی. «پیسې دلاس خیری دی کله وي اوکله نه». زمونږ ژوند دسوسیال په لږه کۍ شان تنخاتضمین او کوم وسواس نه لرو.

 لکه څنګه چې مې پلارخلیل ته غټ زړه لاره همدا رنګه هغه هم هرڅه پلارته سپین سپین اوریشتیا ریشتیاویل.

                           *****

  بس دخدای(ج) کارونوته ګوره،خلیل طب ته لاړو. دپوهنتون دمکتوب سره یې موافقه وکړه . ورته وی ویل چې ددواجوړولوپوهنځی پریدم اوانشالله چې طب لولم.

خلیل اوپدې شرایطوکې دیوه افغان دطب ارمان، یو خوب اوخیال ؤ. زمونږدکورنۍ هیڅ باورنه راتوچې دخلیل خیالي غوښتنه به سرته ورسیږي. ځکه چې یو داسې وخت هم راغی چې حتادهغه دمخکیني تحصیل امکانات لاپه خطرکې شول.دافغانستان تودې سړې او ښکته پورتۍ خوهرچاته مالومې دي. دکډوالۍ پیلیدل اودخطرونوسره مخامخ کیدل،اوږدې کیسې دي. د هغوټولوکیسوبیان، لیکنه ډیره اوږدوي.

                           *****

  اوس اوس دهغه دارمان یوه برخه پوره شوه اوپه هالیندکې د«اوتریخت»دښاردطب پوهنتون ته ورداخل شو. څوکاله(څوټولګي) چې یې طب ولوست نوپلارمې ترې پوښتنه وکړه چې په ټولګي کې درنه څوک لایق شته؟ کوم بل محصل یامحصله درنه تکړه شته؟

  ده وویل هو. یوهلک چې هالیندی دی اوله اوچت ښوونځي نه یې سوردیپلوم اخستلی دی اومارتاین نومیږي، زمانه تکړه دی.

  پلارمې ورته وویل چې څنګه پوهیږی چې ستانه لایق دی؟

  ده وویل: چې کله استازوظیفه راکړي چې دیوکتاب پینځلس پینځلس مخونه ولولئ اوځانونه پې پوه کړئ نو «مارتاین»چې دکتاب پینځلس مخونه لوستلي وي، ما ایله لس مخونه کتلي وي. بله داچې دټولګي په ازموینوکې هغه تل اتلس یاشل نومرې وړي. چې ده شل وړې وي نوزمااتلس اوچې دده اتلس وي نوزه شپاړس وړم.ځکه وایم چې هغه زمانه مخکی دی.

  اخیرداسې وخت هم راورسیدوچې ددوی نورکتابي درسونه(تیورکه برخه)پای ته ورسیدل اوعملي برخه شروع شوه، یانې «ستاژ»یې پیل شو.

                        *****

 په ستاژکې اپریشنونه(عملیات) اودډاکترۍ نورعملي کارونه سرته رسیدل.

  بیامې تې پلارتپوس وکړچې په عملي برځه کې څوک تکړه دی؟

  ده ورته وویل: چې اوس دعملیاتوپه ازموینوکې زه تل شل یااتلس نومرې وړم او«مارتاین»،چې زماشل وي نوهغه اتلس اوچې زمااتلس وي نوهغه شپاړس نومرې وړي.خلیل دستاژپه پیر(دوران)کې دسترګو عملیات په خپل لاس کول.مارتاین اویوبل لایق ټولګيوال اواستازانوبه یې ورته ویل چې ستا زړورتیا اولاسونه دجراحۍ دي. ستانه به ستر جراح جوړشي اوهغه هم دزړه جراح.

همصنفیان یې ترې خبرووچې دخلیل دزړه جراحي خوښه ده. «مارتاین»اوهغه بل ملګري یې داهم ورته ویلي ووچې مونږجراحان کیدای نه شو،خوته به حتماً دزړه لوي جراح شې.

                     *****

  بالاخره دطب پوهنځی پای ته ورسیدواوپه یوه کلیساکې یې ورله فارغانوته دیپلومونه(بری لیکونه)  ورکول.زمونږاودنورونویوډاکترانوکورنۍ ټولې هلته ورغلې وې.

 ayan4

خلیل«عیان»دډاکترۍ ددیپلوم داخیستلوپه وخت کې له خپل استازسره

استازانویې دټولونویوفارغ شویو محصلانوپه اړه ویناوې کولې. دخلیل پروفیسراستاز هم دهغه په باره کې ښه اوږده بیانیه حاضرینوته واوروله.استازدهغه دومره سیپتونه(صفتونه ـ ستاینې) وکړل چې زه یې دلته نه شم بیانولی. که زه یې خور نه وای نودهغه استازسیپتونه اووینا دلته دراوړلووه.

ayan77

خلیل«عیان»دنویوفارغانوپه منځ کې

 زه نورڅه نه وایم،خواستازلومړی دافغانستان اوسنۍ وضعه دغونډې ګډونوالوته تشریح کړه اودایې هم څرګنده کړه چې خلیل دڅه ډول شرایطونه راوتلی او کوم ځای ته راورسیدو.که په یوه کلیمه کې داستاز خبرې رالنډې کړم نووی ویل چې: دافغانستان هغه شرایط اودخلیل دالیاقت…

                            *****

  خلیل ډاکترشو،اوس به چرته کارکوي؟ په کومه څانګه کې؟ دجراحۍ اوبیا دزړه دجراحۍ شرایط به ورته پیداشي که نه؟

  همدې پروفیسراستازورته وویل چې زه دبل ښارد پوهنتون اکاډومیک روغتون ته بدل شوی یم او زما سره به هلته لاړشې. په هغه روغتون کې به کوشش وکړوچې د جراحۍ په څانګه کې دې مقرراوکه امکان ونود «اوپلایډینګ»شرایط به هم درته برابرکړو. اوپلایډینګ دې ته وایي لکه زمونږپه هیوادکې چي یوڅوک نوردرس وایې، نوې تجربې پیداکوې، تخصص اخلي اود پوهنتون په علمي کدرکې شامل شي. یاد استازیې یوه هفته دوه، په روسختۍ (دلته ورته فکنسي وایي)لاړواوده ورته انتظارکاوه.

                       *****

  په دې وخت کې یواعلان خپورشوچې دهالیند د «خرونینګن» په ښارکې دطب دپوهنتون داکاډومیک روغتون د پاره یوځوان ډاکترته اړتیاده چې دزړه د جراحۍ په څانګه کې دتخصص دپاره په کدرکې ونیول شي. په ټاکلې نیټه هغه ښارته دوه څلویښت ډاکتران د امتحاني خبرواومالوماتودپاره حاضرشوي وو. شپاړس تنه یې دهغوپه شرایطوبرابراوټاکلي هیأت ورسره ازمایشي کتنه وکړه.خلیل هم په دغه مقدماتي ازموینه کې برخه واخیسته.چې کورته راغی نوغلی غلی اومایوسه غوندې و.

  پلارمې ترې پوښتنه وکړه چې څه دې وکړل؟     ده وویل چې زه پیکرکوم چې مادمقدماتي ازموینې برخه ښه تیره کړې ده، خوپه هغې کې دومره پخو پخوډاکترانوګډون کړی وچې دڅوکالودجراحۍ تجربې یې هم لرلې.

  پلارمې تې تپوس وکړچې مشرپروفیسرستاسره خبرې وکړې که نه؟ که کړي یې وې نوڅه یې درته وویل؟

ده ته چې مشرڅه خبرې کړې وې هغه یې ټولې ټکي په ټکي پلارته وویلې.

  پلارمې ورته بیا وویل چې ستا دتلیفون نومره یې واخیسته که نه؟

  ده وویل هووایې خیسته.

  بیامې پلارورته راغبرګه کړه چې ګوره په دادوه ورځوکې درته تلیفون کوي اوورغواړي دې.

  خلیل وخندل اوداکارورته ناشونې ښکاره شو.ویل یې پلاره داهیڅ امکان نه لري چې ماوروغواړي.

  پلارمې ویل بس انتظاربه کوو.دپلارخبره مې د کاڼي کرښه شوه اودوه ورځې وروسته خلیل ته هماغه پروفیسرتلیفون وکړاوورته وی ویل:

مونږغواړوچې تا داوپلاډینګ په کدرکې ونیسو، خویره مونږته به همدااوس په تلیفون ځواب راکوې چې راځې که نه؟

  خلیل ورته وویل چې ستاسونه مننه. زه درځم، خو خبره داده چې زمااستازاوس په روسختۍ(رخصتۍ) تللی او چې یوه اونۍ وروسته راشي نوزه به دهغه دمشورې نه پس تاسوته قاطع ځواب درکړم. بې دهغه دسلا نه، اوس تاسوته په غوڅه توګه نه شم ویلی چې ستاسود پوهنتون روغتون ته درځم که نه.

  پروفیسرورته وویل چې بس مونږدرته یوه هفته انتظارکوو.

  چې یوه اونۍ وروسته یې استازراغی نوهغه ورته وویل چې څنګه نه ورځې؟ته دهغوی سره کامیاب یې اولانه ورځې؟ هله زرورته تلیفون وشرنګوه او هوکړه(موافقه)ورسره وکړه! زمونږکارنامالومه دی چې هلته به درته دکدراوتخصص دداخلیدو چوکۍ (ځای)پيداشي که نه.

                       *****

خلیل داستازپه مشوره خرونینګن ته لاړواوپه کاریې شرو(شروع)وکړه. یوکال باید هلته ازمایشي وظیفه سرته ورسوي نوبیا به دتخصص دپاره په کدرکې شاملیږي. کال یې هلته پوره شواوداټول کال یې دزړه په جراحۍ کې کاروکړ.هماغه پروفیسرچې دی یې خرونینګن ته غوښتلی وډیر ترې راضي اونور استازان اودجراحۍ پروفیسران هم ترې خوشاله وو. ټولودده دجراحۍ کارتاییداوه. لیکین دجراحۍ د اوپلایډینګ دکدردنیولودپاره دټولوپروفیسرانواو جراحانوپریکړه بایدچې د«رایوپه اتفاق سره»وي.که یوتن هم دچا مخالفت وکړي نوبیا په دغه کدرکې نه نیول کیږي.

 کله چې دخلیل دکدرنیولودموضوع په باره کې د پروفیسرانود کمیسیون غونډه جوړه شوه نوټولو پروفیسرانودهغه په هکله مثبت نظرورکړ،خودبده بخته یوه پروفیسرچې هغه هم ډیرلایق اوځوان وپه دې غونډه کې یې خلیل ته منفي رایه ورکړه. دخلیل پروفیسردمنفي رایې والانه وپوښتل چې: ولې،په کوم دلیل وایې چې خلیل دې په اوپلایډینګ کې نه داخلیږي؟ ده خویوه ورځ هم ستاسره په کوموعملیاتو کې برخه نه ده اخستلې.تاخودده دجراحۍ کاربیخي نه دی لیدلی چې ته ووایې هغه په دې یاهغې برخه کې کمزوری دی.

دغه ناځوانه پروفیسردې بل پروفیسرته وویل چې : زه هم نه پوهیږم چې ولې دده سره مخالفت کوم او منفي نظرورکوم.زه پوهیږم چې زما رایه دده دیوکال خواري په سیند لاهوکوي،خوـ بس نه غواړم چې دی دې دلته په دې کدرکې شامل شي.

  خلیل که څه هم یوکال دجراحۍ په څانګه کې ښه تجربه وکړه ،خودیوکال خواري یې خړواوبویوړه. بیایوکال نیم وروسته خلیل ته چاویلي ووچې هغه ځوان اولایق پروفیسرچې ستاسره یې مخالفت کړی واوس په کورناست دی.هیڅ ډول کارنه لري اوله وظیفې نه لرې(ترد)شوی دی.داسې حدس وهل کیدو چې یاد پروفیسردتبعیض(ریسیزم ـ ډیسکریمیناڅي)په مرض اخته واودغه ډول دانسانیت ځد(ضد)کارونه به یې نورهم کړي وي چې اخیرپه کورکیناستو.

                      *****

  له خرونینګن نه چې خلیل مایوسه راستون شونود خپل پخواني استازسره یې تماس ونیواوټول جریان یې ورته ووایه.کله چې دغه استاز دا بهیرواوریدو نو بیخي حق حیران شو. هغه بیاداوتریخت دښاردطب د پوهنتون داکاډومیک روغتون د یوه زاړه پروفیسر سره تماس نیولی واودخلیل په اړه یې ټول مالومات ورکړي وو. دغه داوتریخت دښارپروفیسرخلیل پیداکړاوورته وی ویل چې زمونږنه دیوې تیروتنې له کبله دکدرونو امتیازاخستل شوی چې نوي کسان لاتراوسه نه شونیولی، خواوس اوس موددغه امتیاز د پاره بیا عریضه کړې ده. که چیرې یې د کدرنیولو اجازه راکړه نوپه دې برخه کې به تاونیسو. که دغه امتیازیې رانه کړنوبیاهم دعادي کار، یانې دزړه د جراحۍ په برځه کې به راسره ډاکتریې اوکاربه کوې. که داشرایط قبلوې نو راځه زمونږسره کارته دوام ورکړه!

خلیل دهغه شرایط ومنل.لږه موده وروسته دکدرنیولو امتیازهم ددې پوهنتون روغتون ته ورکړل شو او خلیل یې هم په کدرکې ونیو.

ayan11

خلیل«عیان»دنوروډاکترانوسره

                         *****

خلیل دلته په دې روغتون کې یوخوبایددتخصص ټاکلې موده پوره کړي اوبل داچې (۱۵۰)زړونه او (۷۰)سږي اپریشن کړي.

  دخلیل ددې اوپلایډینګ په پیر(دوران) کې ورته ډیرې تراژیدي، زړه بوګنوونکې اودافسوس نه ډکې ښکته پورتۍ ورپیښې شوې دي.ددې دپاره چلوټې او دسیسې چې دچاځای ونه نیسي، له دې کبله چې دیوه وروسته پاتې هیواد ځوان ولې دومره رشد کوي اوله دې امله چې ځینې نورهم لکه دخرونینګن دپروفیسر په شان دتبعیض په رنځ اخته وونودخلیل مخه یې نیوله. لیکین دهغه دډیرې حوصلې په برکت لکه چې وایي«زړه مې نه خوځي له ځایه غرخوهسې وي که نه »،دهالیندداوتریخت دطب په پوهنتون کې ددوه نیم سوه محصلانوله جملې نه یواځې همدی دزړه د جراحۍ زړور،خواریکښ،پرکاره اونوموتی سپیشلیست جراح شو.دده دسوردیپلوم ملګري یې «مارتاین»دانستیزي دسپیشلیستۍ دیپلوم واخیستو.

په هغه موده کې چې خلیل په دې روغتون کې په اوپلایډینګ بوخت ونوزما کشروروریما«عیان)هم ورسره ددویم پړاودښوونځي دستاژدوره بشپړه کړه. دلته داسې معموله ده چې دوروستي کال زده کوونکي په یوه مؤسیسه یادفترکې خپله دستاژدوره تیروي.یما«عیان»لومړی ډیرپه ګواښ اودباب کې و چې لکه دخلیل په شان طب به لولي.لیکین کله چې یې دستاژدوره په روغتون کې تیره کړه نوله ډاکترۍ نه یې زړه تورشو.کیدای شي چې دوینوکتلویې زړه تورکړی وي.هغه اوس دحقوقو(لاـ قانون) اوچت ښوونځی لولي چې له هغې ښوونځي نه به مخامخ د پوهنځي څلورم یاپینځم ټولګي ته ورداخلیږي.

                          *****

خلیل دپاسنۍ یادې نیټې نه داوپلایډینګ په پیرکې تل له جرمني،اطریش،کوسووا،بیلجیم،دهالیند دننه او نوروهیوادونونه زړونه راوړل اوبیابه ده یانورو ډاکترنودزړونوناروغانوته کوشیرول.دلته په اروپاکې یوشمیرکسان په خپلووصیت پاڼو(وصیت نامو)کې لیکي چې زمازړه،سږي،پوښتورګي(بډوډي)اودبدن نورغړي هغوناروغانوته وقف دي چې دغوغړوته یې ضرورت وي.هرڅوک چې دماغي سکته وکړي (چې ماغزه یې ودریږي)نوزړه اودبدن نورغړي یې لاژوندي وي.روغتونونه یې دماشین په مټ تر څلیریشتوساعتونویا زیات وخت دپاره په دې امید ژوندي ساتي چې که چیرې یې دماغ بیرته راژوندی اوپه کار پیل وکړي.کله چې ټاکلې موده پوره شي اود دماغي سکتې مریض همداسې بې هوشه وي نو روغتون پریکړه کوي چې ناروغ باید داسې عملیات شي چې دبدن ژوندي غړي یې روغ رمټ راوویستل شي. بیانوترهغې وروسته دماغي رنځورددې نړۍ سره خدای پاماني کوي اووقف شوي غړي یې په خاصوماشینونوکې ساتل کیږي. بیاچې داروپاپه هر ځای کې ددغوغړودناروغانوضرورت وي،وروړل کیږي اوبیایې ورته جراحان کوشیروي.

  خلیل په دې موده کې تل داکارکړی.په نیمه شپه دوه ،درې یا څلوربجې هم ورته تلیفون راځي چې په پلاني هیوادکې وقف شوی زړه یاسږي شته. تاسو کولای شئ چې خپلومریضانوته یې یوسئ.

aya55

خلیل«عیان»په جیټ الوتکه کې په زړه پسې بل هیوادته روانیږي

 هغه ته په دغه نیمه شپه کې امبولانس راځي. هوایي ډګرته یې وړي اوله هغه ځایه یې ملکي جیټ الوتکه اړونده هیوادته رسوي. په هغه ځای کې دبدن ژوندي غړي رالرې کوي اوبیایې هالیندته راوړي. په هماغه شپه کې یې یاپه خپله اویابل جراح ددې روغتون منتظر مریض ته ورکوکله کوي(ورګنډي). ورځ دوه وروسته ناروغه په خپلو پښوګرځي اولا خپل ځانته خاندي هم چې خدای بیا ژوندی کړم.

  په روغتون کې داسې معموله ده چې باید د اوپلایډینګ جراح ډاکترپه یواځې سردغه ډول اویا نورعملیات ونه کړي، خوخلیل ته ټولوجراحانوواک ورکړی ؤچې که ورسره کوم پروفیسرډاکتروي او یانه،هروخت عملیات کولای شي.چې ده به هرڅومره ځان اپلودیپلوکړچې دااپریشن بایدپه خپله پروفیسر وکړي، لیکین پروفیسر به ورته ویل چې نه ته یې وکړه!که خلیل به ورته هرڅو ډیرټینګاروکړچې دا نننی اپریشن سخت دی،یایې تاسوپه خپله اویایې زما سره یوځای سرته ورسوئ، خوپروفیسربه ورته وخندل، دعملیاتودکوټې نه به ووتواولادابه یې هم ورته ورپسې ورزیاته کړه چې: سکسیس(بریالیتوب).

  بیا به نوده دغه عملیات په یواځې سروکړل او مریض به سباروغ رمټ و.

ayan 44

خلیل«عیان»په«کاناډا»کې دجراحانوپه کانګرس کې

                     *****

  یوه ډیره دنه منلواونادره پیښه په دې وروستیو وختونوکې دزړه په عملیاتوکې دخلیل په نوښت وشوه. کیسه داسې وه چې: دیوسړي ددوی په «یو،ایم، سي،یو» اکاډومیک روغتون کې دزړه عملیات شوي وو. کومه ورځ نیمه پې هم تیره شوې وه، خواوس یې بیا حالت خراپ شوی و.

  مونږله کوره خلیل ته تلیفون وکړچې دعملیاتونه خلاص شوې نوزمونږکره میلمانه راغلي دي،که ته یې هم وګورې ښه به وي. داهغه ورځې دي چې اړونده چارواکوته دده دمتخصص کیدوپیشنهادشوی و،خوټاکلی وخت یې نه وپوره. یانې چې قانوني لا سپیشلیست شوی نه و،لیکین عملي برخه(ټاکلي عملیات) یې پوره کړې وه.

  هغه راته په تلیفون کې وویل چې یواپریشن مې کړی دی،خودویم هم بایدوکړم اوچې داخلاص شي نومیلمنوته به ځان درورسوم. دویم اپریشن یې هم پای ته رسولی اودکورپه لورراروان شوی و. په دې وخت کې ورته نرسې رامنډه کړي اوورته ویلي دي:  هغه پرونی ناروغ چې زړه یې عملیات شوی و، حالت یې ډیرخراپ اوله خولې نه یې وینې روانې دي.خلیل چې ورورسیدواومریض یې ولیدونوورته وارخطا نه شو.دټکه یې دده دسینې دسیمانو دکوکونو(ګنډلوځایونو)په پریکولو شروع وکړه. هغه فکروکړچې: که اوس زه ځم اود جراحۍ جامې اغوندم اوبیا مریض دجراحۍ کوټې ته رسوم،بیا يې په میزسازوم اوڅه اوڅه کوم…مریض به ضایع شي. بس نوتاسره خدای په نیکۍ مل شه، په همدې دمریض په کوټه کې یې ورله په سیم ګندلی سینه بیرته کړه اوزړه یې ورته په لاسونو کې ونیو. دستکشې یې په لاسونوکې وې،خوبیاهم وینې پې را روانې وې.

  یوساعت پوره یې دناروغ زړه په دننه سینه کې په لاسونوکې نیولی واوپمپ کاوه یې(کیمنډلویې). پوره یوساعت په لاس کې دوینوډک زړه پمپول؟ توبه توبه ،زماخوورته لا اوس هم غونی ځیګ(زیږ)شي. تاسو به دعاجلومرستوډاکتران لیدلي وي چې دیوچا په سینه زورکوي اوښکته پورته کوي یې.هغه کیمنډل د سینې اوحتادجامودپاسه وي اوپه هغه حالت کې هم یو ساعت کیمنډل اوزړه ته هوا ورکول هرلاس نه شي کولای.ځکه خوورته یوه استازاوهمصنفیانویې لاد زده کړې په وخت کې ویل چې ستا لاسونه دجراحۍ دي. ستازړورتیادجراحۍ ده اوستانوښتونه.

  مریض چې له یوساعت پمپ کولونه وروسته عادي شونوخلیل په خپلوهماغه عادي جاموکې دمریض په  همدې کوټه اوکټ کې یې، بیاورله دزړه عملیات وکړل اوناروغه بیرته خدای په خپل حال کړ.

  خلیل کورته ناوخته راغی اوله میلمنونه یې بښنه وغوښته اودیادناروغ کیسه یې ورته وکړه. وی ویل چې په حقیقت کې نن زما هماغه دوه عملیاته ورځنۍ وظیفه وه چې سرته مې رسولی وای،خودابل په کې تصادفي پیښ اوپه ما ناوخته شو.اوس به مې جامې په خولولمدې هم وي.ځکه چې دناروغ دعملیاتوپه وخت  دوینواوخولوپه ډنډکې په همدې جاموکې غوپه شوی وم.

  په سبایې چې ټول پروفیسران،عادي ډاکتران، نرسان اونورکارکوونکي وظیفې ته راغلل اوله موضوع نه خبرشول نوخلیل یې په غیږوکې جګ کړ ،چغې یې ورته وهلې اوورته حق حیران وو. یاد مریض اوس له پخوانه هم ډیرتکړه اوپه دم کې و.

  دده په شان ورته ناروغان یې مخکې هم عملیات کړي وو. یوه اپریشن شوي رنځورورته خندلي وو چې مونږخومړه وو،لیکین تا بیا راژوندي کړواو دادی اوس درسره په کړس کړس خاندواوګپ شپ درسره ولو.

  خلیل به ورته ویل چې تاسوالله پاک راژوندي کړئ اوزه یواځې دخدای په فضل ستاسوددرملنې وسیله او بانه(بهانه ـ پلمه)شوم.داهرڅه چې زه کوم ټوله دخدای مهرباني اودهغه لوي ذات فیصله ده. زه یواځې یوه وسیله یم. خوښ اوخوشاله ژونددرته غواړم، خودایونصیحت درته کوم چې په ګیډومو ډیرې غوړې زیړې مه امباروئ!

                 *****

  اوس اوس نن سباهغه داووساعتونوعملیات په دوه یاڅه کم دوه ساعتونوکې سرته رسوي.

ayan3

خلیل«عیان»دزړه دعملیاتوپه چټکۍ کې هم نوم وویستو

 

  کله چې ددوی ټول جراحان دزړونودعملیاتودپاره بیلوبیلوعملیات خانوته لاړشي اودسهارپه نهه بجود زړونوپه اپریشنونوپیل کوي نوپه کمپیوټرکې د ابي رنګ کرښه ورواچوي اوچې ناروغ دعملیاتودپاره چمتوشي بیانصواري رنګ ،چې دمریض په سینه اره یاچاړه راښکل شي نوبیاان دسینې ترګندلوپورې زیړرنګ،اوچې دسینې بیرته بندول شروع شي نو رنګ بیا نصواري کړي .کله چې عملیات پای ته ورسیږي اومریض کټ ته ورولیږدوي نوبیاابي رنګ یانې دخلاصون د رنګ کرښه یانښه کمپیوټرته وراچوي چې نورټول ډاکتران یې هم ویني . دا رنګونه په ټولوعملیات خانوکې نوروډاکترانوته سم ښکاري چې څوک د عملیاتوپه کوم پړاوکې دي.

  خلیل چې لا یوولس بجې شوې نه وي نووروستنی یا دخلاصون رنګ په کمپیوټرورخورکړي. بیاچې ټول ډاکتران دناستې هال ته راشي نوخلیل په ملا ټپوي چې دزړه دعملیاتود«وخت په لنډیز»کې دې هم ریکاټ ټینګ کړ.

  پلارمې ورته په باربارتاکیدکوي چې په عملیاتوکې ډیره عجله مه کوه اوپه احتیاط یې سرته رسوه!    دی ورته وایي چې زه پوره پوره احتیاط کوم، خود زړه په عملیاتوکې چې یوه برخه سرته ورسیږي نو بله حصه یې باید سمدلاسه پیل شي. بې ضرورته دمه اوصبرورته نه دی په کار. اوپه اخیرکې چې د مریض سینه راوګنډم نولا یوولس بجې نه وي. بله خبره داده چې:خلیل په کوم کاغذ لوستلویا چاسره په خبروبوخت وي نوپه دې وخت کې ناڅاپه کوم جوړ شوی مریض دهغه په لاسونوورپریوځي اوښکلوي یې.داهغه ناروغان وي چې عمرونه یې له اتیاکالونه ډیروي اوپه زړونوکې یې دناروغۍ ډیرې ستونځې وي،ده عملیات کړي وي،خواوس اوس دومره جوړ تیاروي چې دروغتون په دهلیزونوکې هغه دچاخبره درینجقې(ټوپونه)وهي.نورجراحان ورته خاندي چې په دوی دې څه جادوکړی چې لاسونه دې لاهم چپوي.

                       *****

ayan6

خلیل«عیان»ته دعملیات خونه رنګینه شوې ده

خلیل چې دنوامبرپه دریمه نیټه خپلې عملیات خانې ته ورغی نوټوله دعملیاتو کوټه ورته دهغه روغتون ډاکترنواوکارکوونکورنګینه کړې وه.ګلونه،بیرغونه، بوکڼۍ اونورزینتي شیان یې ورته دعملیاتوپه خونه کې ځای په ځای کړي وواوده ته یې په چغو، شپیلواو لاس پړکونودسپیشلیستۍ مبارکي وویـــــــــــــــــــــله.

  زه هم په خپل وارتاسوټولوافغانانوته دخلیل دزړه دجراحۍ دتخصص(سپیشلیستۍ)مبارکي درکوم.هیله ده چې په نوي کول(نسل) کې به دخلیل په شان نوې غوټۍ را زرغونې شي.هغه کول چې ښوونځي هم دلته لولي نوخامخا به دخلیل دلارې ډیرلارویان لکه ګلونه ګلونه وغوړیږي. دراتلونکي افغان نسل په ښه روزنه اودخلیل داوږده عمر په دوعاخپله لیکنه پای ته رسوم.

  په اخیرکې بایدداهم ورپسې زیاته کړم چې خلیل دزاړه سره زوړ،دځوان سره ځوان اودماشوم سره ماشوم دی.یانې چې دهرچادتوبیت سره سم د هغوی سره راشه درشه کوي.هرڅوک چې ورسره یوځل کیني نوبیایې ترې  زړه نه کیږي چې ترې پاڅي. دتحصیل په دوران کې به یې ټولوهمصنفیانو کوشش کاوه چې دعلمي سفرپه وخت کې دخلیل سره په یوه بس،یوه کشتۍ اویایوه الوتکه کې سفروکړي. ځکه چې دهغوی ډیرساعت به ورسره تیرو.ریشتیا چې ډیرتوبیتي ځوان دی.خدای(ج)دې راته ډیرعمر ژوندی لري.امین.          «پای»

یادونه: دپلارمې اودخلیل، دواړوسترارمان دادی چې په ګران افغانستان کې دزړه یوداسې لوی اوعصري  روغتون جوړکړي چې دهیواد په دننه کې په خپله خلیل درنځوروزړونودرملنه وکړي.افغانان بل هیواد ته دزړه دعملیاتودپاره مسافرنه شي اوحتا دسیمې د هیوادونوناروغان په همدې شفاخانه کې تداوي شي.

                          «پای»

بله یادونه: اوس چې زه دالیکنه خپریدلوته سپارم نو لږوخت پې تیرشوی دی. نن دهغه له خوا دزړونود عملیاتوشمیره له(۲۵۰)نه هم لوړه شوې ده اولانوره به ورځ په ورځ ورپسې لوړیږي که خیري.

                «پای»

Door Guest