میا خان اکا ته! ‎ شاعره اغلي شفیقه خپلواک

میا خان اکا ته!

‎اکا! څه ‌‌‌‌‌‌ډېرې ګیلې دې سمندرو سترګو راوړې
‎څومره ‌‌‌‌‌‌ډېرې، ‌‌‌‌‌‌ډېرې هیلې دې په لپو کې ساتلې
‎د وطن بې شمېره ونې، د جګړې لمبو سېځلې
‎خو په ماته ملا لګیا وې، مرغۍ تا ورته بللې

‎اکا! کوت لونګۍ دې جار شم، څه ګردونه پکې نغښتي
‎وچې لپې دې لندې شه، ارمانونه پکې نغښتي
‎څومره غلي ژوند ته ګورې، څه رازونه پکې نغښتي
‎د بڼو لښتې دې ځوږ کړي، څه دردونه پکې نغښتي

‎مخ دې ګونځې، ګونځې، ګونځې خو په زړه دې ګونځې نشته
‎منم پل په ورو، ورو اخلې، خو درېږې نه روان یې
‎غبرګ لاسونه دې زاړه دي، د وړې نجلۍ ارمان یې
‎د جګړې بلا دې مخکې، ناکرار یې پریشان یې

‎ته د داسې اسمان ستوری چې تیاره یې په ټټر ده
‎ته د داسې باغ ګلاب یې چې یې ټوله کیسه منی
‎ته د داسې غره له ذاته چې ‌‌‌‌‌‌ډبرې یې شړېدلې
‎ته د داسې دښتې سیوری، چې ریدی یې نه دی کړی

‎په دې تکه توره شپه کې تا ‌‌‌‌‌‌ډیوې لاس کې نېولې
‎هیله مند یې رڼا وینې، تا ځلاووې دې راوړې
‎پسرلی په خوبو وینې، چې غوټۍ دې، دي کرلې
‎څه عجیب یاغي انسان یې جینکۍ مکتب ته ولې

‎اکا! څومره ‌‌‌‌‌‌ډېر مغرور یې، هېڅ دې سترګې نه سوځېږي
‎ښایسته له ګوتې نیسې په ځنکله کې ژوند ورښیې
‎له لېوانو نه ‌‌‌‌‌‌ډارېږې، په ازغیو روانېږې
‎څه به مینه شي تمامه، ته یې لور ته خوند ورښيې

‎اکا! څه عجیب احساس دی، راته ښکاري باغ غوړېږي
‎تاته ګورم‌، ځانته ګورم، وطن ورو، ورو پورته کېږي
‎ګوره پاس ستوري ځلېږي، امېدونه راویښېږي
‎د راتلونکی زېری راغی، خلک پرېږده چې غږېږي

شفیقه_خپلواک

❤️🇦🇫

‏د پکتیکا میاخان اکا خپلې لوڼې هره ورځ ۱۲ کیلومتره په موټر سایکل ښوونځي ته بیایي او راولي؛ ساعتونه ورته د ښوونځي د باندې تم وي ترڅو لوڼې یې زده کړې وکړي.

Comments are closed.