Smeuddin Afghani
دا موږ کوم لور ته روان یو ؟
کوم مسیر کوم مو منزل دی؟
ښکاري خپل کې سره ښکیل یو
یا واکدار زموږ غافل دی
پکتیکا په وینو سره شوه
وران هلمند زخمي زابل دی
د افغان په نوم مو وژني
ډیربی رحمه مو قاتل دی
څه ویرجن د غم شیبې دي
سور په وینو مو کابل دی
————————-
سمیع الدین افغاني
۱۵ – ۱۲ – ۲۰۱۴
م ۰ کال

Door Guest