لیکوال: رڼاګل اریوبزي د کا بل پو هنتون پخوانی استاد 

[زما په اند، د انسان غټ مشکل دا دی چې د خپل انسانیت په زور هغـومره نه پـوهـيـږي، لکه په خپل ځناورتوب چې پـوهـيـږ؟ ښایي له دې امله به رحمان بابا (۱۶۶۳تر۱۷۳۹) زموږ دیـومزاجه انسانانو دیومزاجۍ تـه کلک پام کړی وي او له دې امله به یې انسان مزاجې ته رابللی يـو. ښوواند رڼا ګل اریـوبزي په دې لیکنه کې د رحمان بابا بشري مقام ته کره کتنه کړې ده. اریـوبـزي د رحمان بابا مقام او د هغه له نظره  د انسان انساني ماهـیت (عدالت) په بریالیتوب سره راسپـړلی دی. زه له ښووانـد رڼا ګل نه د زړه له کومي مننه کوم چې د رحمان بابا د بشـر دوستۍ په ګلـبـڼ کې یې زما غونـدې  د «نـري»، «لـڼـډي» او په هیڅ ځای کې د «نه ځای کیدونکي» عاجز انسان برخه په خپله بریالۍ لیکنه کې کړې ده.]- رحمت ربی ځیرکیار، امریکا      

  

غوښتل می چی دبابا په دیوان کی ددین او دنیا تر منځ داړیکو په هکله د خپل نظر د څر ګندولو نه مخکی ددی دیوان په ارزښت یو څه ولیکم خو فکر می وکړ چی دا کار څوک کولی شی؟ مګر یو بل باباـ دغزل باباـ همزه شینواری .ده لیکلی دی چی:

ننداره دنندار چی دسترګو تور شوه

تور دسترګونندا ره دهرچشمان دی

هر بلبل یی دبقاسند ری و ا یـی

د پښتو  د باغ مالیار عبدالرحما دی

همزه څومره خوشبختی دپښتنو   ده

چی په لاس یی درحما بابا دیوان دی

بڼ او بوستان  دشنو شنو چمنونو،ډول ډول ونو او سرو زیړو ګلونو نه جوړ شوی وی او خان غنی خان یی تر کیب په دی ډول بیانوی:

باغ کی څوک ګلاب شی څوک شی سرو څوک ورخاړی

څو ک د  منځ غنچه شی څوک  کبل د غاړی  غاړی

زما شخصی اټکل خو دادی چی د رحمان بابا دیوان دپښتو  ژبی د شعر او ادب په بڼ کی

همدا دمنځ غنچه  دی چی یی رنګ هسی یی خوند دی ،چی یی ما نا  هسی یی ښکلا ده،چی یی خیال هسی یی ارمان دی، داد رحمان بابا دیوان دی چی د پښتنی کلتور یوه پاکه آینه  ده او ددی ملت  دهویت تلپاتی نښا نه ده.زموږ ویاړ خو دادی چی په دی دیوان کی هم دین شته،هم ایمان شته ،هم دعشق هغه جهان شته چی پکی له اسما نه څه او چت دانسان هسی مقام شته.د رحمان بابا دیوان دانسانی خوا خوږی،شعری او ادبی هنر او د فکری ځواکمنی یوه بی ساری بیلګه ده. دنورو قابلیتو نو او مها رتونو په شان شعری هنر او فکر ی یا پو هنیزه ځواکمنی هم میراثی نه دی،کسبی دی.مانا یی داده چی مور نا بغه دنیا ته نه راوړی بلکی روزی یی.

هر انسان دهغه ځاګړی استعداد په بنسټ چی لوی پر وردګار یی په بیو لو ژیکی جوړښت کی ځای په ځای کړی دی،د چا پیر یال(کورنی،مدرسه یا ښونځی او نور) په مرسته او دخپل زیا او همت په برکت د هنرونو، مهارتونو اود پوهنیزی ځوا کمنی لوړی کچی ته رسید لی شی.

وایی چی درحمان بابا کورنی چا پیر یال بیوزله و، دی په یوه غریبه کورنی کی دنیا ته را غلی دی.بیوزله کورنی چی ډیری یی د لیک او لوست له زده کړی هم بی برخی وی دخپل اولاد سره دزده کړی او پو هید نی په بهیر کی دلا زمی مرستی توان نه لری.دا په دی مانا چی نه دخپل کوچنی سره دلیک او لوست اونه د مد رسی د کتابونو په زده کړه کی کومه مرسته کولی شی  او نه کوم کورنی ښونکی استخدامولی شی.په دی صو رت کی دکوچنی زده کونکی دمټو بار درنیږی.داسی ښکاری چی کوچنی عبدالرحمان دا بار یوازی په خپلو مټو وړی دی او دخپل لوړ همت او پر له پسی زیار او زحمت په برکت یی دادبی او شعری مهارت او دپوهی او عرفان هغو لوړو څوکو ته ځان رسولی دی چی له امله یی په پښتون ټبر کی د بابا لقب ګټلی دی. ده هندی ژبه زده کړی وه او ددی ژبی ادب او هندی فلسفی ته یی لار میند لی وه.دعربی ژبی زده کړه خو د بابا لپاره ځکه حتمی وه چی نه یوازی  ددینی پوهی ژبه وه او ده بلکی دادبی ښکلا او نورو پو هنیزو زیرمو له مخی د نړی په دی برخه کی یوه شتمنه ژبه  هم وه چی زده کړه یی اسلامی پو ها نو او د هغوی په ډله کی درحمان بابا لپاره هم ضرور وه.ده دفارسی ژبی دسترو شاعرانو او فیلسوفانو لیکنی په غور لوستلی او سره په تله کړی یی دی.په خپل یوه شعر کی یی دسنا یی نوم را وړی دی او دځان سیال یی ګڼلی دی.رحمان بابا لیکلی دی چی:

که دا ستا وصال دریا دی

زه ما هی یم  د ر یــا یـی

د ا ګـما ن په رحـمان مه کړه

چـی  بـی تا بــه  و پـا یــی

پــه پښــتـو کــی رحمان ووی

پــه  فــا رســی کــی سنا یی

رحمان بابا نه یوازی په پښتو ویلی او لیکلی دی بلکی دپښتنی پوهانو اوشاعرانو لیکنی یی لوستلی او تر کره کتنی لاندی هم نیولی دی.ده په خپلو شعرونو کی  دپښتو ژبی لویو شاعرا نو او پوهانو  دمثا ل په توګه دخوشال خټک نومونه هم یاد کړیدی. بابا  لیکی چی:

د چمن ګلونه واړه تری قربان شی

محــبوبا چی دچمن په ګلو پښی ږدی

د ا غـزل پـه حـا یشه ولـیکه رحمانه

د خوشـال دبیاز پـاڼی به وریـږدی

د د ومره زیاتو ژبو زده کول، اوږدی او پرله پسی لوستنی ، څیړنی او لیکنی ښیی چی بابا د ځینو د ګمان په خلاف دی جهان ته شا کړی نه وه بلکی د هغه په راز باندی د پو هیدو له پاره یی ملا کلکه تړی وه.دی د د نیا په هکله د خپلو څیړنو نه وروسته دی  پالی ته رسیدلی دی چی:

دا جهان دی خدای له عشقه پیداکړی

د جـمله وو مـخلو قـاتو پلار دی دا

ترعـشق غوره بل څه کار په دنیانشته

تـر هـمه کا رونو  غـو ر ه کـا ر دی  دا

بیله عشقه روز ګارونه واړه پوچ دی

 که روز ګار دی خو بهتر روز ګار دی دا

وایی چی عشق داسمانی  پریښتی یوه شغله ده،دمینی څرک دی،محبت دی او په محبت کی یو سرکښه صداقت دی چی یو ځل زړه ته ورسیږی، تل تر تله پا تی کیږی،له قیسه جوړ مجنون کړی په بید یاکی سر ګردان،ګرځی ګرځی نه ودریږی، بیا چی پر ځی هم خوځیـږی په ارما د خپل  جانان، له عشقه نه صبریږی دا د مینی لیونیان، لیـونی تل پا تی شوی که مجنون دی،که فـرهاد دی، که منصور دی، که رحمان، قربانی یی سر لوړی ده،په عشق کی د جانان، له ډاره نه ویـریږی.

لیونتوب له  لیو نیو تلو نی  نه  دی

که یی راج په خونه ورشی که تاراج

که یی سر لکه منصور غوندی په دار شی

دغه  دار دی و رحمان وته  مــعـراج

عشق عیش او عشرت نه دی،عشق هوا او هوس نه دی او عا شق هم کوم بوالهوس نه دی،عشق دنفس غلامی نه ده،دریا زاهدی نه ده او د ذکات او سخات مریدی هم نه ده.عشق لوړ خیالونه ،مینه ،ارما نونه،صداقت سره تړی اودسړیتوب رنګینی افسا نی تری جوړوی.خو هوا اوهوس خیال او ارما ن نه پیژنی،له زړونو د مینی ریښي اوبا سی، انسانی وجدان نفسی غوښتنو ته تسلیموی،محبت تر وحشت او سرلوړی تر عیاشی قربانوی او سړی دوحشت په لورروانوی.نو ځکه دبابا پیغام دادی چی د عشق لاره جدا اود هوس لاره جدا ده.نو:

بوالهوس دی عاشقی ته هوس نه کا

دا دروغ دی چی زر دوز شی بوریا باب

دا چی د بابا په عقیده دا دنیا له عشقه پیدا دنیا ده او په عشق بنا دنیا ده او دا چی دا دنیا د ادم او د حوا دنیا ده نو دا دنیا له عیبه پاکه او صفا دنیا ده. له دنیا کومه بدی نه را پورته کیـږی نو ځکه درحمان بابا له خوا داسی ستایل کیږی:

ښه ده ښه ده دا دنیا

چی توښه ده د عقبا

پـه دنیـا کی بدی نشته

کــه  بد ی نـه و ی له تا

لوی پرورد ګار چی انسان په دی جهان کی پیدا کړی دی،نو هم یی د کړنی(عمل) توان او هم یی اختیار ور کړی دی.که انسان پاتی انسان شی او دخیر په لور روان شی، په دنیا به عشق حا کم وی، ډ ک له مینی په جهان شی،او یا به دا لاره پریـږدی چی دشیطان  په لار روان شی، ور نه جوړ یو تور شیطان شی،بی خبر له انسا نیت،له مینی محبت،له خوا خوږی او صداقت دغضب  یو قهرمان شی،بی ارمان اوبی ایمانه چی انسان شی،یو وحشت شی،یو ظلمت او بربر یت شی،حاکما چی ظالمان شی او وحشیان شی، دمینی دنیا ورانه شی او وران دعشق جهان شی،دا دنیا یو جهنم شی او ستی پکی انسان شی.نو ځکه بابا وایی چی:

په   سبب   د ظا لما  نو حا کما  نو

ګوراوکوراوپیښاوردری واړه یو دی

بد عمل نه یوازی دعشق له جهانه یو وحشی نظام جوړوی بلکی بد عمله په بد عمل خپل شخصیت او حتی خپل انسا نی هویت هم تخریبوی،انسانی ځانګړتیاوی کمزوری کوی.مینه او  محبت ، انصاف او عدالت،ورورولی او خوا خوږی خپل ځای کینی او ظلمونو،لوټماری ، اختلاس او فسا دونو ته پریږدی.په دی لاره چی څوک ځی دین او ایمان خوشی کوی،له انسانیت سره اړیکی شلوی او رحمان بابا یی په دی ټکو یادوی:

تر هغه لا نیکو کار بـیګانـه ښه د ی

چـی بد کـا رشی دچا زویه یالمسی

ا ی رحانه چـی بد فهم بد کـردار شی

را تـه وا یـه سپی بهتر دی که سړی

ځکه  چی:

هومره زیان له خوږاو خرسه نه رسیږی

لکـه څوک په اد میانو کـی بد خوی شی

سـړی هـوښ چی دسړی لـه تنه پا څی

د سـړیـو په  جامه کی خر بشـوی شی

رحمان بابا د د نیا ټکی هم دنړی(جهان)او هم دشخصی شتمنی او ملکیت په مانا کاروی. په دوهم صورت کی هم د د نیا څرنګوالی یانی ښه والی او بدوالی دانسان په هغو کړو پوری تړی چی له امله یی دنیا(شتمنی) تر لا سه کوی.هغه دنیا چی په زور او په ظلمونو، په غضب،لوټماری او په جنګونو،په سود،ریا،غلا او نورو فسادونو تر لاسه کیږی،له دین سره په تضاد کی واقع کیږی.حرامه د نیا له  یوه جیبه وبل جیب ته او له یوی خزانی بلی خزانی ته ځی او راځی خو ملی شتمنی او ټولنیزی سوکالی ته ګټه   نه رسوی او یوازی دغه یاهغه لوټمار د همدی د نیا په زورله ځانه فرعون جوړوی، دغرور او د وحشت په نیلی سپورشی بی وزله ځوروی،څه بی رحمه یو جلاد شی،نیغ نیغ کیږی او چړی را پـړکوی، د ژوند مانا یی داده چی وینه تویوی او سرونه پریکوی.دا وحشی چی حکمران شی سړیتوب پای ته رسیږی، دایمان نخښی شی ورکی له دین سره پریکړه کیږی. در حمان چی نه خوښیږی ،همدا وحشی د نیا ده چی له دین سره نه جوړیـږی.بابا په دی هکله لیکی چی:

د نیـا بده  د هغو  ده

چی یی کسب وی ر یـا

یـا یی کسب د ریا وی

یـایی و ګـټـی پـه   غــلا

یـا یی ټـوله کړی په ظلم

یـا د خـمـرو پـه سـو  دا

یـا یـی ور کـا پـه شر ابو

یا  یی و ر کــا پــه ز نــا

یا نا حـق خونونه  کــاندی

یــا مـالونه خوری د چا

عبـا د ت کا په ځان فرض

د پــا د شـا  د ا مــر  ا

حـق بـا طل کا با طل حق

پــه سـبـب د  رو  ر یـــا

نـه یی ویـره  وی له خدایه

نـــه یــی شـر م نـه حــیـا

د یـوی  ګـیــډی لــپــا ر ه

هــزار خو نـی کـا بـیـد یا

هـمیـشـه یـی لـه ســتـمــه

خــلــقــه و ی پــه غـو  غــا

ګـوش وهـوش یی هرګزنه وی

د مــظـلو  مــو  پــه  ژ  ړ   ا

د فر عو  ن پــه څیر ناست وی

بــی پــر  و ا او  کــبر  یــا

زور،ستم یا غلا،لوټماری، سود،جواری او ریا چی دچا کسب او هنر شی او دا عمل دلاری مل شی،شپه او ورځ چی تکراریږی، سړیتوب مخ په زوال شی،ننګ غیرت نه لیدل کیږی، دعمل دغه پایله ده،کوم شخصیت چی تخریب کیږی،سترګی سپینی شی ،حیا شرم ورکیږی،دعـمل دغه  جزا ده،دا انسا چی وحشی کیږی.نو ځګه رحما بابا وایی چی:

دوست دښمن دسړی واړه خپل عمل دی

هم په دا مـقـدار یی ا جر موی په موی شی

هـره ونـه چـی کـږ ه پـه هـغـه لـور  د  ه

عـا قبت یـی پریواته پـه هـغه  سـو ی شـی

رحمان بابا په دی عقیده دی چی خدای(ج)انسان ته دښو او بدو چارو وس ورکړی دی،خو په ښو  چارو یی ګمارلی او له بدو یی منع کړی دی.هغه څوک چی دالهی امر په خلاف په بد عمل یانی دانسان په ځورونه دنیا راټولوی،په حقیقت کی په حرامه دنیا پسی ځی،دین ته شا کوی او په دی ډول دین په دنیا بدلوی.نو ځکه  بابا دا پوښتنه کوی چی:

بـد لوی پـه دنیا د ین او ایمان و لی

نه پوهیـږی په خپل سود وپه زیان ولی

در بخښلی خدا ی دهری چاری توان دی

په ډیر توان کی خپل سر بولی نا توان ولی

د دی  په ځای چی دین پریږدی او د دنیا درا ټولولو لپاره په زور ،ریا اویا په کوم بل فساد لګیا شی ښه به دا وی چی د خدای در کړی توان نه کار واخلی او په ایمان لا س پوری کړی، کوم کسب او حرفه زده کړی،یو څه زیا ر شی ،مشغول په  کار شی،څه تڼاکی شی لاسونه،یو څه پوهه او لیا قت شی او دا ننګ شی هم غیرت شی چی مهار کړی دشتی غرونه،سندونه، دریا بونه. هغه دنیا چی له دی لاری حاصلیږی،یو څه خیریی چا ته رسی،عبا دت کی حسابیږی او دا دنیا درحمان بابا له خوا داسی ستا یل کیږی:

مذ مت د د  نیا  مکړه

واو ره پند کړه د ا وینا

د د نیا  په بازا ر کیـږی

د هـغه  جها ن  سو د ا

په دنیا کی ډیرحکمت دی

ور شـه وپــو ښـته  حکـما

دنـیـا کښـت د اخرت دی

د ا خــبـر ه د ه ر ښـتــبا

د د نـیا  طا لبـان ډیر دی

کـه يـی څوک مـومی له چا

و لـی مرد پکی هـغـه د ی

چـی سـخـی وی یا پا ر  سا

پـه د نـیـا کـی خـطـا نشــه

کــه خـطـا نــه و ی لـه تـا

کار همه وا ړه  مو قـوف دی

د ســړ  ی   پــه  مــد   عــا

کــه  د ا نــا یـی و پو هیـږ ه

پــه  ر وا پــه  نــا  ر  و  ا

فـتوا  ونـیـســه په مـخ کي

پســی مـخ کــړه په تقــوا

د نـیا نه د ی هغه د ین دی

چـی لــه نـهـی و ی سـیـو ا

نو ځکه:

ما ته ملا په مشقت په محنت ښه ده

نه حـرا مــه هـمیا نی د چـا تر مـلا

ړوند بهتر دی چی څه نه وینی په سترګو

نـه چـی ستـرګی پـه پرد ی حـرام کـو ا

وینو چی رحما بابا نه یوازی د د نیا په راز با ندی د پوهیدو له پا ره زیارونه  ګا للی،څیړنی، فکرونه او سو چونه کړی دی بلکی د د نیا پر مخ روان ژوند یی هم تر کره کتنی لا ندی نیولی دی او  دی پا یلی ته رسیدلی دی چی دانسان کړه وړه  د د یـن او د نیا تر منځ داړیکـو په څـرنګوالی ټا کونکی اغیزی لری، دین او د نیا سره یو کوی او یایی  دیو بل په مقا بل کی دروی.

کله چی ملا وتړی راپا څی دا د نیا چی جوړوی،ښکلی کوی،نو ځان هم دا نسانیت اوچت پړاو ته هسک کوی،رضا د پاک اله حاصلوی،دا اوښکی د مظلوم چی پاکوی.که چیری نیکی پریږدی، په بدو کړی لا س پوری، د ابلیس په لار روان شی، یو دوزخ جوړ له جهان شی، را پیدا چی په دنیا کی ظالمان او مظلومان شی،هر ظالم وی بی ایما نه او ور نه جوړ وحشی حیوان شی، د حلا لو لار چی پریږدی،په حرام پسی روان شی.

د ا حرامه دنیا چی د د ین په سو دا د چا لاس ته   ورغلی ده، رحمان بابا رټلی ده.بابا د بدو اعمالو پړه په نا پو هی اچوی او په دی عقید ه دی چی نا پوهی دانسان سترګی تړی،د ښو او بدو ،روا او ناروا،حلالو او حرامو او بالا خره دامر او نهی تر منځ په تو پیر پرده اچوی نو خکه لیکی چی:

پـه نـظر د بی بصر     لکه شام هسی سهر

لکه شام هسی سهر     لکه سنګ هسی ګو هر

لکه سنګ هسی ګوهر     لکه خـاوری هسی ز ر

لکه خاو ری هسی زر     لکه  خیر هـغسـی شر

پـه نظر یی معلو میږی     همـه وا ړه  بـر ا  بـر

په صوا ب او په خطا کی     نه د لیل شتـه نـه  نــظر

نه آ ګاه پخپل بهبود وی     نـه آ ګاه په خـپل ضـر ر

نه پـه عیب څـه پو هـیږی     نـه پــو هـیـږی پـه هـــنر

لکه تش صورت بی ر وحه     چـی تصویر کـا مـصو ر

لکــه تـش کــد و بـی مغزه     میا ن خـا لـی و تن پر ور

په نیکه لاره دتللو او له بدو دځان ساتلو له پا د نیکو او بدو تر منځ په تو پیر باندی پو هیدو ته اړه شته ده نوځکه رحمان بابا پوهه او نیکی او پوهه او اخلاق سره تړی او هغه څوک رښتینی پوه ګڼی چی خپله پوهه دښیګڼی له پا ره کاروی، حق په ګوته کوی.خیر رسوی او د نیا روښانوی .دی لیکی چی:

عالمان دی روښنایی د دی دنیا     عالمان دی د تمام جهان پیشوا

که څوک لارغواړی وخدای وهم رسول ته

عــالـمـا ن د ي د د ې لا  رې  رهــنــمــا

پوهه تر یوی اندازی نفس تر کنترول لا ندی نیولی شی،دنیکی لور په ګوته کولی شی او په زړونو کی دعشق او مینی دبقا سره مرسته کو لی شی.نو ځکه سره له دی چی  رحمان بابا د شاجهان او اورنګ زیب په شان شا هان تر منصور ځاروی او لیکی چی:

داورنګ زیب او شاجهان په شان اشراف

صد قـه شـه تر منصور  غو ندی ند ا ف

خو په دیوان کی یی دمستبدو شا هانو او بد کا ره حاکمانو په خلاف سیاسی شعارونه، پا څون یا انقلابونه نه لیدل کیـږی او په ځای یی داصلاح تنویر او ښو ونی لار غو ره کوی. دانسانانو تر منځ جنګ له سره حرام ګڼی خو په خپله دحرامو،دنفس او شیطان په ضد دجنګ یو نه ماتیدونکی سنګر دی چی کلام یی هم لښکر دی هم افسر دی، دمردانو دا هنر دی چی به زړونو کی ځای نیسی،چی دا رنګ یی اثر دی،دا د سرو ګلونو کردی، دشیطان په زړه خنجردی، د دی کلام یوه نمونه داده:

کینه بده ده بیشکه جنګ حرام دی     نه له نفس وشیطا ن  سره  کینه

د مر دا نو کار له نفس سره جنګ دی     نـه زنا ن غوندی له نقش و ننګینه

د نفس او شیطان سره دښمنی، د انسان خوا خوږی، په انسان زړه سوی،د د ه دزړه سا تنه، دانسان کرا مت،پت اوعزت ته درناوی لنډه دا چی عملی انسان دوستی دلوی پر وردګار په در بار کی بی ریا بنده ګی ده او د همدغه انسان خدمت هغه بی شانه ذات ته تر بل هر څه ښه عبا دت دی، که څوک غواړی چی په رښتیا یو سپیڅلی مسلمان شی، په پاکه لار روان شی،بی ریا او بی زواله یی ایمان شی،لاریی دادی چی خواخوږی دانسان شی. ځکه چی دانسان دزړه مقام څه اوچت دی تر اسمان،پوه به هله پری انسان شی چی همرازه د رحمـان شی.دی لیکی:

چی یی عـرش اوکرسی لاندی دی ترسیوری

بالا تــر د ی هـســی شـا ن عــلــم د  ز ړ  ه

د خلــیــل تــر کـعـبی لو یه دا کـعـبـه  د ه

کـه  ابـا د کــه څـوک ویـر ان حرم د ز ړه

دا انسان که پوه په ځان شی،لږ څه مخه کړی وننګ ته، دنفس غلامی پریږدی او حق ته غااړه کیـږدی، دمسلمان چی پوخ ایمان شی،ورته عرش دزړه مقام شی،له ریا ځنی لاس واخلی کینه ترک کړی، درحمن الرحیم په لارروان شی،نه ازار کړی دچا زړونه او نه دی له چا ازار شی،زړه چی زړه کی ځای پیداکړی او لعنت په تور شیطان شی،یوه دمینی دنیا جوړه شی او جوړ دعشق جهان شی،درحما ن دغه ارمان دی چی انسان ورور دانسان شی.نو ځکه ټینګار کوی چی:

ادم زاد په معنا واړه یو صورت دی     څوک چی بل ازاروی هغه ازارشي

 یو صورت او دبشریت یوالی اووحدت داما نا لری چی هر انسان دانسانی ماهیت له مخی دبل انسان په شان دی او توپیر بیا په دی کی را ځی چی ځوک څه کوی  او په کومه لار روان دی. څوک چی بل ازاروی، دا یو صورت ټوټی ټو ټی کوی، بغض کینه راپاروی، یو له بله جنګوی،دا انسان که لا انسان دی، غټ دښمن هم داسلام هم دانسان دی.دا د بل ازارول په ځان لعنت ویل دی، دا دبل رضا ساتل د ځان محبوبول دی. نو ځکه بابا راښیی چی:

ګاه دنورو رضابویه ګاهی خپله     پـه کا ر نـه د ه همیـشـه خپله رضا

لـکـه ځان وهـسـی نورو ته نظرکړه     لکـه ستا دی هـسـی ځان دی دهر چا

دا دبل اویا دنورو زړه ساتل،دا دبل په زړه کی ځان ته ځای نیول،دا دنورو درناوی او دبل عزت کول،دادځان په شا ن ونورو  ته کتل، دهر چا سره عدا لت، دانسا ن لوړ کرا مت، دنورو پت عزت اود حق ملا تړل،دانسان دا انسانیت دی په رښتیا،د مو من دا عبادت دی بی ریا.دا هم دین دی هم دنیا،هم دنیا ده هم عقبا. هم ننګ دی،هم غیرت دی،داهسی مرتبه  ده  بی همتا.راځه راشه یو څه ولوله غزلی دبابا:

نیک عمل هم نیک کردارهم نیم خویونه      هم جنت دی هم راحت په دادنیا

ضــد یـت  دسـړی عـمرپــه عذ اب کا     په کارنه دی ضــدیت په دادنیا

لاس په سرپه  سینه ا یښی وهرچا  ته     هـمـدغـه د ی شرافـت په دادنیا

کـه بـلـنـده مـرتبــه د چــا پــه کار وی     لـو ی مـقام د ی عـدالـت پـه دادنیا

رحمان بابا د جهان شموله فکرونو،ارمانونو اوخیالونو په پراخ افق کی هم ځپل کام،کلتور،کلی اوکور هیر نه کړل او پښتون ټبر ته یی یوخاص پیغام خپورکړی دی چی ښځینه یا نارینه جنس دښه والی یا بد والی آودلوړتیا او یا ټیټ والی معیار کید لی نه شی.ستر ستر لقبونه هم دنیکو عملونو،غوره صفتونو،دپوهی او هنرونو پایله ده چی د پلار په شان هم موراو دورور په شان هم خور هر ستر لقب ګټلی شی. دا یو که ننګیالئ  شی،شی به بله ننګیالې، که چیری یو باباشی ،بله هم انا کیدلی شی،اتل  پکی هغه دی چی کوم ښه لقب ګټلی شی،دبابا کله خوښیږی چی نه   ننګ   او نه ایمان پکی لید لی شی.رحمان بابا لیکی :

چی پـه ننګ او په ناموس تر ټولو کم وی     خدای دی مور که په هغسی زویه بوره

ننګیا لی تر برو نه ښه دی او که نه وی     نـنګـیالی تـر له هـم ښـه ده لــه تـر بوره

او زیاتوی چی:

تر نا پاکو نارینه وو ده بهتره     پاک دا منه پرهـیزګاره ارتینه

د دینداری ارتینی تریوی ګوښی     صـدقـه شه سـل بـی دینـه نارینه

د بابا دغه خبری دا دننګ غیرت غزلی،موږ ته دخوشال خټک،میرویس هوټک،احمدشاه درانی،سید  افغانی او دفخرافغان خان غفار خان نومونو ترڅنګ دنازو او رابعه بلخی،زرغونی او عایشه درانی، ملالی دمیوند او ملالی یوسفزی نومونه هم رایادوی او ښیی چی سور شال دهسکی شملی او تور وربل دپګړی ول سره سیالی کولی شی.نو ځګه خور د ورور سره په یوه مور چل کی،دزده کړی په سنګرکی څومره ښکلی لیدل کیږی،جونه دوطن می که ملالی سره سیا لی ته هوسیـږی.

او ښیی چی سور شال دهسکی شملی او تور وربل دپګړی ول سره سیالی کولی شی.نو ځګه خور د ورور سره په یوه مر چل کی،دزده کړی په سنګرکی څومره ښکلی لیدل کیږی،جونه دوطن می که ملالی سره سیا لی ته هوسیږی.

همداوی وروستی کرښی نور مجبور یم چی په دی ځای کی یی پریږدم،دا بحث دی نوره بس.څه په سر کی پاتی نه دی زما و همدا وس. ته[ځیرکیاره] په ونه ډیـر نری یی اولـږ لـنډ.عینکی تل په سترګو شپه ورځ لامبی کتابو کی،په فکرونو فلسفـوکی،په مانا کی شوی ډیــر پـنـډ. په هیڅ ځای کی نه ځایـیـږی،له هر ځایه لیدل کیږی،دا دومره چی ځلیـږی،زما یاره ځیر کیا ره داغوښتنه وه دستا،په ما حق و دبابا،که می کړی وی ادا؟یوه وروستی خبره واوره، چی دا د مینی لیونیان چی دعشق په لمبو سوزی او څه رڼا یی چا ته رسی،دا دزړونو فاتحان، د د وی زړونو ته سلام،دا رحمان دی که خوشال یا پاچاخان دی،که خیام دی،که منصوردی یا مجنون دی،هیڅ نه فنا کیږی،چی په زړونو کی اوسیـږی،تلپا تی یی ژوندوندی.

 

 

 

 

Door Guest