۱۳۹۴-۲-۱۷
په پکتیکا ولایت کې د ټولو اداراتو مالی او اداری او د انساني سرچینومدیرانو ته دپالیسیو او اړونده قوانینو په اړه څلور ورځنی ورکشاپ د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د سهیل ختیځی حوزی لخوا دایر شوی و پای ته ورسید.
د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د اداري اصلاحاتو دسهیل ختیځي حوزې د ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسون لخوا سیمنیار دایر شوی وه ، په دې ورکشاپ کي چه دپکتیکا ولایت دټولو اداراتو مالي او اداري مدیرانو چه شمیر یی (۴۰) تنو ته رسیده ګډون کړی و،چه ګډون والو ته د ملکي خدماتو د قوانینو او پالیسیو په باره کې بشپړ معلومات او زدکړي ورکړل شوې او د دی لپاره چه مدیران وکولای شي په خپلواکه توګه د خپلي اداري کارونه د قانون او مقرراتو په چوکاټ عیار کړي د څلور ورځو د ورکشاپ په بهیر کي د اداراتو مدیرانو په ستونزو او قضایاؤو اوږده بحثونه وشول چه دملکی خدمتونو دآمرښاغلي انجنیر اجمل (څاروان) لخوا د قانون په رڼا کی حل او هغوی ته ډاډ ورکړل شو چه که چیري دوی خپل کارونه د قوانینو او مقررات په چوکات کي عیار کړي په اداره کې به یی ټولی شته ستونزی حل او یوه سالمه اداره به رامنځته شي او له همدې لاري به خلکو ته ښه خدمات وړاندې شي .

د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

Door Guest