«شاعر :محمد عیان «عیان

تورشر

*****

دوطن دمورلمنه کې مې ښخ کړئ

دکابل خاوره مې وشندئ په سر

د«پیوند» دپاس شعرپه اقتفأ

*****

که زه مړشوم چې مې پرې نه دئ بهر

چې لګیږي بادپه قبرمې له لراویاله بر

که کابل که پیښوراویا کونړوي

ماته خاوره دافغان یوبرابر

*****

ملک مې خپل رانه پردی شوڅوڅوځله

دورتلواوخښیدوهیله مې نه ګرځي په سر

چې په خاوره مې پردی قووت حاکم وي

زمامړي ته ځای نه شته دی په سمه یاپه غر

*****

بیاوروستۍ پریکړه مې پس له کلووکړه

چې مې ولیدو وطن ټول دربد ر

پرې چې مږې دیورپ مې غوښې وخوري

«چې غږنه اورم داشرارو د«تورشر

*****

دهیواد راتلونکی نسل دې آرام وي

که مونږخاورې شودبل په بحروبر

شل پینځه ویشت کاله وروسته به مې قبرسم آواروي

پیژندنه به یې ګرانه وي که وکړې پې ګذر

زه «عیان» به دوطن په یاد، شم خاورې

«که مې دلته(۱) وي په قبرکې دسروګلونو «کر

په دوه نیټوکې ولیکل شو(۲/۲/۲۰۰۵/ ـــ۲۶/۱۰/۲۰۱۷/) یا ــ ۴/۸/۱۳۹۶

(په هالیندکې)(⌉)

 «پای»

Door Guest