محمدعیان«عیان»
*****
وایي لمرپه غرغړه یاغړغړه دی. یانې چې لمرمخ په پریوتو اوډوبیدودی.
 چې مازیګرشي نوپه غرنیوسیموکې لمرغره ته ورنیژدې کیږي اوپه اخیرکې غاړه ورکړي.داسې ښکاري چې لمرد غره دڅوکې سره لګیږي اودې لګیدوته دلمرغرغړه یا غړغړه وایي.
 کیدای شي چې دا«غرغړه»یې له همدې غره ته دلمرد غاړې ورکولونه اخیستلې وي اودوخت په تیریدوسره غرغړه په غړغړه اوښتلې وي، خو«غړغړه» هم ډوبیدوته ویل کیږي.توکل خان چې عمریې له نوروهمزولونه لږډیردی او ټولویوځای په سین کې لمبل، نوخوشال ته یې ددې سین په ژورډب کې دومره ډیرې غړغړې ورکړې چې خدای مه که، نیژدې ووسایې وخیژي.غړغړې یانې دډب په اوبوکې یې ډوب کړاوښې ډیرې غوپې یې ورکړې.آره خبره داده چې غړغړه هم دډوبیدوپه ماناده. که وویل شي چې لمرپه غړغړه دی، یانې چې ډوبیږي.
*****
 دکونړپه ډیروسیموکې خلک لمرپریوتوته اودغره په څوکه یې لګیدوته «غړغړه»وایي.
 زه وایم غړغړه به ځکه سمه وي چې په غرنیوسیموکې خو به لمردغره څوکې ته غاړه ورکړي،لیکین دسمندرپه فضأکې لمرداوبوپه سرله سترګونه پناکیږي اوپسې ډوبیږي، نوپه هغه وخت کې خولمرغره ته غاړه نه ورکوي؛ بلکې ډوبیږي اوغړغړې خوري.
*****
خدای مودکونړدسین دغړنې دزخمې نه وساته.که هلته څوک ډوب یاغړغړه شي، په تیره تیره دپشکال په موسم کې، نوبیا ترې راوتل ګران کاردی.دغړنې زخمه دتیشې ـ نوابات اود سرکاڼوترمنځ دکونړدسین په ختیځه برخه کې پرته ده.زه خو چې یوځل دپشکال په وخت کې له اسدآباد(دمکلي) نه دډاګو په ټل (جاله) کې دنوروچپکښانوسره یوځای رالاهوشوی وم نو لومړې خوددمکلي د«دومو»چپودټل دمندړڅوډاګې ماتې کړې اومونږیې ښه لامده خیشته کړو. بیا دتیشې(تښځۍ) کلي چپوهم څه ناڅه وځپولو، خوچې غړنې ته راورسیدونودجالې (ټل)یوه څنده موپاس دغړنې دتیګي وچې برخې ته وروختله اوبیابیرته سین ته راښکته شوه، ښه ووبلاوه برکت یې نه ؤ.
*****
 چې لاماشوم وم اولامبومې نوې ایزده کړې وه نودې غړمبیدونکي سین له ځانه سره اخستلی وم اونیژدې ووچې د کجیرمرغانودخوراک شم. دخدای میرباني وه بیرته تې روغ راووتلم،لیکین ښې ډیرې غړغړې یې راکړې وې اوخیټه مې   له اوبونه پوره ډمامه شوې اولکه د خیګ(شنازـ ژی) په شان پړسیدلې وه.
 دومره ساده ساده اوکلیوالې خبرې چې مووکړې نوهیله ده چې دغړغړې(غړغړه)په اړه موڅه ناڅه ‌ذهن روښانه شوی وي. که روښانه نه وي نووویوئ! لمرپه غړغړه شوخدای دې خیرکړي چې مونځ رانه قضأ نه شي.
 غرغړه که غړغړه ؟ غړغړه به سمه وي.
*****
 او«غرغره»پانسي کیدو(په داراورسۍ ځړولو) ته وایي.
 کونړیان لمرته«نوَر»اوننګرهارکې زیات خلک لمر«مر» بولي.
              «پای»
دلیکلونیټه یې:۱۳/ ۲ /۲۰۱۸ـ ۲۴/۱۱/۱۳۹۶

Door Guest