د وطن اتلانوته

ژوند کې کله ښې شیبې، ساړه ایام شته

لکه ورځ چې مازیګرلري ماښام شته

کار،زحمت او ارادې چې سره یو وي

بیا فرصت دښوشیبو دښه انجام شته

د وطن مور ته به ویاړ او افتخارشي

چې په کړو یې ولسونو ته پیغام شته

داغیار دا تریو تندي د تیر وختو دی

په مالت کې یې بدمرغه او بدنام شته

کوم غلیم چې مو د ملک بربادی غواړي

دې بې رحمو خپل تاریخ ته کله پام شته

په فریب، ریا دوکه کاذب شهرت کې

د پردو مخو نوکر دوئ کې غلام شته

افغاني خپل اتلانو باندې ویاړو

چې یې فکر د وطن ولس اوقام شته

—————————–

سمیع الدین افغاني

۱ ۱۰ – ۲۰۱۸

م۰کال

Door Guest