کابل پوهنتون

دژبو او ادبیاتو پوهنځی

پښتو څانګه

د سمیع الدین افغاني اشعار او افکار

(پایلیک)

ترتیب کونکې: فاطمه نیازۍ

لارښود استاد: پوهاند یارمحمد یزال

ښوونیز کال:                                                                      ۱۳۹۴ل.ل

                             

د پیل خبرې

       لکه څرنګه، چې د هر پوهنتون له خوا د پروګرام مطابق د شپاړلسم ټولګیو فارغانو ته د سیمینار د ترتیبولو دنده ورسپارل کیږي، چې په همدې اساس ما هم د (سمیع الدین افغاني اشعار او افکار) تر عنوان لاندې موضوع د محترم استاد پوهنوال یار محمد (یزال) تر لارښوونې لاندې و نیوله په نوموړې موضوع کې مې د مختلفو او معتبرو اخذ لیکونو او خپله د ښاغلي سمیع الدین افغاني له کتابونو څخه ګټه اخیستي.

       ښاغلی سمیع الدین افغاني هغه شاعر او لیکوال دی، چې له خپل هېواد لری پروت یو افغان مسافر دی، خو ده خپل هېواد او هېوادوالو هیڅکله هم نه دي هېر کړي او تل یې په خپل قلم باندې په خپل نظم او نثري اثارو کې ساتلې دي.

      ما هم دلته دده په ژوند، شاعري او لیکوالي باندې لږ و زیاتې خبرې کړې دي خو بیا هم داسې ډېر نور معلومات او خبرې شته، چې په دغه ملي او ولسي شاعر او لیکوال باندې وشي او اثاري یې وڅېړل شي، ما هم د خپل توان په اندازه دده په اړه معلومات را غونډ کړي، زموږ د ګران هېواد داسې
ډېر لوی شخصیتونه لکه ښاغلي سمیع الدین افغاني غوندې، چې ځیني یې بهر او ځیني یې داخل په هېواد کې دي خو تر اوسه ورباندې هیڅ کار نه دی شوي، هیله ده، چې یوه ورځ داسې شخصیتونو اثار را ټول او خپله دوي وویاړل شي.

      او زیار مې ویستلی چې ګرانو لوستونکو ته په زړه پورې معلومات وړاندې کړم، هیله ده، چې زما دا لیکنه ګټوره او د استفادي وړ وګرځي،په پای کې د پښتو څانګې د ټولو عزتمندو استادانو څخه ډېره مننه کوم، چې ما سره یې د نوموړي موضوع په ترتیبولو کې مرسته کړې.

      او بالخصوص د خپل لارښود استاد پوهنوال یار محمد (یزال) څخه هم زیاته مننه کوم، چې ماسره یې د زړه له کومې مرسته او لارښوونه کړې ده، الله (ج) دې ورته اجر عظیم ورکړي.

په درنښت

فاطمه «نیازۍ»

نیولیک

لړلیک 

 مخ

سریزه………….۱

دموضوع موخه او هدف…….۲

څېړنیز مېتود……۲

دموضوع شالید……۲

۱ــ د سمیع الدین افغاني لنډه پیژندنه…..۳

۱ــ۱ کورنۍ شجره…….۳

۱ــ۲ زوکړه…………۴

۱ــ۳ زده کړې………۴

۲ــ دسمیع الدین افغاني دندې……..۷

۳ــ د سمیع الدین افغاني ادبې هڅې….۷

۴ــ د سمیع الدین افغاني شاعري او اثار……..۹

۴ــ۱ چاپ شوي آثار………..۹

۴ــ۲ ناچاپ اثار…………۱۵

۵ــ د سمیع الدین افغاني متفرق اثار……….۱۶

۶ــ د سمیع الدین افغاني د شعرونو فورم…..۱۷

۶ــ۱ غزل……۱۷

۶ــ۲ مثنوي…..۲۰

۶ــ۳ څلوریزه…..۲۴

۶ــ ۴ بوللـه(قصیده)….۲۵

۶ــ ۵ څلوریز(مربع)……۲۸

۶ــ ۶ چاربیته….۳۰

۶ــ ۷ ولسي(کلیوالي) مصرې…..۳۱

۶ــ ۸ ازاد او نیمه ازاد شعرونه…….۳۲

۷ــ د سمیع الدین افغاني د شعرفکر او محتوا……..۳۴

۷ــ۱ حماسي ……۳۴

۷ــ ۲ انتقادي….۳۵

۷ــ۳ غنایې ……۳۶

۷ــ ۴ دینې………۳۷

۷ــ ۵ اخلاقي…..۳۸

۸-۶  د سمیع الدین افغاني شعري سبک ………۳۹                           

۸ــ د سمیع الدین افغاني په شعرونو کې ادبې صنعتونه………..۴۳

۸ــ۱ تلمیح…..۴۳

۸ــ ۲مبالغه………۴۴

۸ــ ۳ ارسال المثل….۴۵

۸ــ ۴ سوال او ځواب…..۴۵

۸ــ ۵ طباق(تضاد)…..۴۶

۸ــ ۶ تشبیه…….۴۷

۸ــ ۷ ذولسانین…..۴۷

     ۹- د سمیع الدین افغاني او شعرونوته کره کتنه …..۴۹

پایله……۵۰

وړاندیزونه…….۵۱

ماخذونه……..۵۲

سریزه

            څرنګه، چې ټولو ته معلومه ده، د یوې ټولنې پرمختګ علم  او پوهې پورې تړلې ده، په کومه ټولنه کې، چې ښوونه او روزنه وجود ونه لري، هغه ټولنه کولای نه شي، چې پرمختګ وکړي او ښوونه او روزنه بې له وسایلو منځ ته راتلای نه شي، چې د هغو وسایلو له جملې څخه یو هم علمي آثار، کتابونه او درسي مواد دي، که دغه مواد مسلکي متخصصینو او علمي کدرونو په واسطه تهیه او ټولنې ته وړاندې شي، نو ټولنه کولای شي په سالمه توګه پرمختګ وکړي، چې دلته زه هم غواړم په همداسې علمي شخصیت باندې و غږیږم هغه هم سمیع الدین افغاني دی. ښاغلی سمیع الدین افغاني د هېواد نه لری د پردیسی شپې سبا کوي نوموړی نه یواځي یو ولسي شاعر دی بلکې ډېر ښه نثر لیکونکی هم دی.

       سمیع الدین افغاني هغه شاعر دی، چې په شعر کې د هغه هیلې، دردونه ، مینه او ارمانونه ژور ټولنیز،انساني او بشري رنګ لري. د سولې، هوساینې او نیکمرغۍ تږی دی. د خپل ځپل شوي هېواد د زوریدلي انسان په دردونو اوښکې تویوي، د کرکې، نفرت او توپیر غوښتنې پر ځای د مینې او محبت اواز اوچتوي د ارمانونو ارمان یې خپل خلک خپله مینه او خپل هېواد دی.   

       له هېواد څخه د لریوالي غم یې د زړه  وینې خوري او د پردو پردي کتنې یې د شاعرانه روح ته عذاب شي. په تیرو ویاړي او په روانو ژاړي او د سولې، وروری او هوساینې په هیله د نفلونو سجدې په غاړه اخلې، د شکونو او بې باوریو تورو لړو ته زوریږي او همدغه څه د افغان ولس د ناورین د اوږدیدو دلیل بولي.

       د سمیع الدین افغاني شاعري د هېواد یادونه، درد او احساس سندرې دي، ژبه یې ساده، روانه او بې تکلفه ده. نوموړي هڅه کړې، چې په روانه ساده، او رنګینه ژبه د هېواد حالات په خپلو شعرونو کې خوندي کړي.

      په مختلفو فورمونو کې یې شاعري کړي ده او ډېر ښه مضامین یې پکې بیان کړي دي، چې زیاتره یې د وطن په اړه دي. په دې لیکنه کې د شاعر او لیکوال ښاغلی سمیع الدین افغاني په ژوند، نثر او د شعرونو په ځینو اړخونو رڼا اچوال شوې ده. د پورته خبرو تر څنګ په دې لیکنه کې دا کوښښ هم شوی، چې د شاعر د غزلو، مثنوي او مختلفو فورمونو بیلګې هم وړاندې شي .                                                  

   

د موضوع موخه او هدف

       لکه څنکه، چې ټولو ته څرګنده ده، چې زموږ ګران هېواد افغانستان کې د کلونو کلونو راهیسې تپل شوې جګړه روانه ده، چې دې جګړې زموږ ډېر شمېر هېوادوال د فقر، بدبختي، مرګ ژوبله او مایوسۍ سره مخامخ کړي دي. او همدا رنګه زموږ ډېر هېوادوال یې شهیدان، معیوب او په هېواد کې  د آرام او انساني ژوند کولو څخه محروم او په پردیو ملکو کې یې د پردیسۍ ژوند تېرولو ته اړیستلي دي.

         په دوي کې لوی علمي شخصیتونه ، لیکوالان او شاعران هم شته چې مونږ یې په اړه هیڅ معلومات نه لرو، چې له هغې جملې څخه یو هم ښاغلی سمیع الدین افغاني دی.

        زما هم له دې موضوع څخه موخه او هدف همدا دی، چې داسې لیکوالان او شاعران باید خلکو ته و پیژندل شي او زیار مې ویستلی ، چې ګرانو لوستونکو ته په زړه  پورې معلومات وړاندې کړم، هیله ده، چې زما دا لیکنه د نورو لپاره ګټوره او د استفادې وړ و ګرځي.

څېړنیز مېتود

          ما په دې مونوګراف کې له کتابتوني مېتود څخه کار اخیستی دی . او دېر په ساده کلماتو څخه استفاده کړې ده او هم مې دده له خپلو کتابونو څخه او هم له ځېنو نورو د اړتیا وړ څېړنیزو کتابونونه استفاده کړې ده. او هم مې دده یاني د ښاغلي سمیع الدین افغاني ځیني شعرونه نه مې له ویب پاڼو څخه هم اخیستي دي. یاني زما د مېتود طریقه او روش مې څېړنیزه بڼه لري.

 

د موضوع شالید

       زما خپله موضوع، چې غواړم ورباندې وغږیږم د ښاغلي سمیع الدین افغاني اشعار او افکار تر عنوان لاندې د محترم استاد پوهنوال یار محمد (یزال) تر لارښوونې لاندې نیولې ده، لکه څنګه، چې یې له عنوان څخه هم معلوميږي د ښاغلي سمیع الدین افغاني په ژوند لیک، آثارو او تر ټولو مهم د نوموړي په شاعري د فورم او محتوا له مخې باید غږیدلې  وای.

      ما هم ددې لپاره ،چې موضوع ښه روښانه کړي اوسې او د نورو لپاره  د استفادې وړ شي په نوموړې موضوع ک مې د مختلفو او معتبرو اخذ لیکونو ، کتابونو او خپله د ښاغلي سمیع الدین افغاني له آثارو او مقالو څخه مې استفاده کړي.

      او د خپل لارښود استاد په لارښوونه مې خپله موضوع چمتو کړي ده. هیله ده، چې د ګرانو لوستونکو ته په زړه پورې او د استفادي وړ یې وګرځي.

دسمیع الدین افغاني لنډه پیژندنه –۱

          لکه څنکه، چې ټولو ته څرګنده ده، چې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د کلونو کلونو راهیسې تپل شوي جګړه روانه ده، چې دې جګړې زموږ ډېر شمېر هېواد وال د فقر، بدبختي، مرګ، ژوبله او مایوسۍ سره مخامخ کړي دي، او همدا رنګه زموږ ډېر هېواد وال یې شهیدان، معیوب او په هېواد کې د آرام او انساني ژوند کولو څخه محروم او په پردیو ملکو کې یې د پردیسۍ ژوند تېرولو ته اړیستاي دي.

       ښاغلي سمیع الدین افغاني همداسې دردېدلی او ځورېدلی افغان دی، چې دده د نوې ځوانۍ په تاند پسرلي کې دده هېواد د پردیو د ګولیو د ږلیو ښکار شو او دده آرام او د بشپړه امنیت په غیږه کې او سپرلی ملت د ناآرامۍ او جګړو غیږی ته ولوېد او راز راز بدبختیو او بد مرغیو دې هېواد او دې ملت ته خولې خلاصې کړې. همدوغو بدبختیو او بدمرغیو سمیع الدین افغاني له خپل ګران هېواد څخه لری که، چې اوس ښاغلی سمیع الدین افغاني د هېواد نه لری د پردیسۍ شپي سبا کوي. که څه هم له خپل هېواده لري پروت یو افغان مسافر دی، خو د خپل یتیم وراره سرتورې ورېرې بې مور او پلاره، کور او اور یې ژړوي او کړوي، چې دا درد په الفاظو او کلمو په بڼه بیانوي.

        ښاغلي سمیع الدین افغاني نه یواځي یو ولسي شاعر دی بلکې ډېر ښه نثر لیکونکی هم دی او شاعري یې په مختلفو فورمونو کې د خپل ولس درد یې بیان کړې دی، چې شعرونه یې د وطن په مجلو او جرایدو کې خپاره  شوي دي او همدا رنګه ډېر شعرونه یې د هېواد د وتلو شاعرانو او لیکوالانو په علمي سیمینارونو او مشاعرو کې دکلمه او یو شمېر نور یې د هېواد د خوږ ژبو سندرغاړو په خوږو آوازونو کې کمپوز شوي دي لکه بنجاره ماما، پل دې بختور شه، همت، افغان یم، د افغانستان دی، یاره ستا په اننګو کې او ډېر نور، چې زموږ د هېواد والو د توجه وړ ګرځیدلي دي. ښاغلي سمیع الدین افغاني متاهل او د پنځو اولادو څښتن دی. 

۱-۱ شجره:

          ښاغلي سمیع الدین افغاني زوی علامه دوکتور محمد سعید «سعید افغاني» زوی غازي مولانا عبدالمجید «رحمة الله علیه» زوی ملا سید امیر زوی صالح زوی مولوی اقامحمد زوی ملا شیر محمد زوی لنګرخان زوی پاینده محمد زوی مولوی خیرالدین زوی ملا محمد عمربابا «ساپی» ته رسیږي.

       د مولوی خیرالدین اولاده مشهور په «خرین زالی» د مولوی خیرالدین دوه ورونه نور وه  یعنی د ملا محمد عمر بابا «ساپی» دوه نور زامن، چې یو یې مولوی عبدالمحمد، چې د مولوی عبدالمحمد اولاده مشهور په «ادوخیل» دي او بل زوی یې برهان الدین دی، چې د برهان الدین اولاده مشهور په «برهان خیل» دي

 ۱-۲ زوکړه:

          ښاغلي سمیع الدین افغانی دارواښاد علامه مولوی دوکتور محمد سعید «  سعید افغانی »  زمــونږ د هېواد مشهور عــالم ، لیکوال ،  مــولف،  استاد  او اجتماعـــی  شخصیت و  چـه  تل یی د سولې ،  تـرقي ، وروری ، برابري او تفـاهم  لپـاره  مبارزه کـوله، د دی نومیالـی  پوه دروند  نــوم هم  په وطــن کښی   او هــم  د نړی  په  نورو  هېوادونــو کښی  خپور او مشهور دی ځوی د خدای بښلی مجاهد مولوی عبدالمجید لمسی په کال ۱۳۳۳هجری شمسی کی دلغمان ولایت د عمرزیو د خیر اباد په کلی کی زیږیدلی دی. (۴:۳)

۱-۳ زده کړې:

         سمیع الدین افغاني لمـړنۍ زده کړي یې دلغمان ولایت دحیدرخانیوپه دهاتي ښوونځی، د مهترالمک ابتدایه ښوونځی اود روښان پـه ليسه کې سرته رسولي او په کال ( ١٣٥٩) کی د لوړو او مسلکي زده کړو د لاسته راوړلو په مقصد بهرته واستول شو. اوپه کال(۱۳۶۴) کې د کورنیو چارو په  وزارت کې د ډګروالۍ تر رتبې رسیدلی دی.

         خپله ښاغلي سمیع الدین افغاني هم وایې، چېما دنړۍ ډيرو هېوادونونو ته سفرونه لرلي دي، چې اصلي موخه مې  دتحصلي بورسونو څخه پـه استفادې دلـــوړو زدکـــړ په مقصد اوهمدارنګه ځينو هېوادنو ته د سياحت پــه موخه هم تللی يم  لکه اروپائي هېوادونه، هالند ،فرانسه ، دنمارک سويــدن ،نـــاروې او پـــه اسيائي هېواد ونــوکې ايــران ،کويت ، پاکستان او همدارنګه دپخواني شوروي اتحاد او د هغه  ډيری جمهوريتونو ته کوم، چې نن سبايې خپله ازادي تر لاسه کړې ده ٠

        مایو وخت فکر کاوه، چــې سیر اوسیاحت بــه ښه وخت تیرونــه وي خو د  خپلو لمړنیو سفرو څخه راته جوته  شوه، چې هغه علم او پوهه، چې د سفر او سیاحت په ډول ترلاسته کیدای شي د کتابونــو په لوستو نــه شي تــرلاسه کیدای، داویــل غواړم، چې سیر او سیاحت د مفهوم په ریښتینې مانا علم دی٠

       ښاغلي سمیع الدین افغاني خپله د مکتب د شامیلیدو کیسه په خپل کتاب د «د خاپوړو کلی» کې داسې بیانوي.

       
   مکتب ته د شامیلیدو دوره:  

        څرنګه چه ځما پلار د لغمان د عمرزایو دمنطقی څخه او مورنی نیکه مو د همدی ولایت د چاردهی د سیمی څخه وه ، نو کله کله چه به پلار د کار یا وظیفوی مصریفتونو پر بنا چیرته کی لری مسافر شو ، نو موږ نوهمدا وجه وه چه اکثرا کلیوالی ژوند به په خپل اصلی د زیږیدو ځای عمر زیو او یا په چهاردی کی دخپل مورنی نیکه سره میشته کیدو او عمر مود لغمان په همدی دواړو سیمو کې تیر شوی دی.

       زموږ دسن او سال هلکان شپږ اوه میله لری ښونځی ته تلل، زموږ کلیوالي مکتب چه تر دریم صنف پوری شاګردان درلودل دحیدرخانیو دکلی په مسجد کی موقعیت درلود او استاد شیر احمد د دېکلیوالي مکتب معلم وه.


د حیدر خانیو د کلی جامع جومات 
           زموږ مکتب د حیدر خانیو په یو جامع جومات کې موقعت درلوده چه زموږ د سن او سال هلکان شپږ اوه میله لری ښونځی ته تلل او هلکان هره ورځ دغه مسافه پیاده طی کوله اوترانسپورټی امکانات موجود نه وه ۰ 
           زموږ کلیوالي مکتب تر دریم صنف پوری شاګردان درلودل زموږ معلم شیر احمد خان چې زما د مور تره هم وه ددې کلیوالي مکتب داستادی مقدسه وظیفه په غاړی درلوده ۰ 
استاد شیر احمد دلوړ قد او قامت خاوند او ډیر مهربانه ، مدبر او با حوصیلی انسان وه هغه به کله کله موږ تر مکتبه پوری رهنمایی کوله او د نصیحت ډکی خاطری به یی له موږ سره شریکولی ۰ 
دحیدرخانیو کلی زموږ د کلی یعنی قلعه صفت څخه تقریبا شپږ میله مسافه لرله دغه کلی په هغه وخت کی دلاسی صنعت له نقطه نظره ډیر مخکې وه هلته کې خلکو ښکلی چاقو ګان ،چړی جوړولی چه خورا ښایسته لاستی ورته جوړول او همدا رنګه د خمتا په جوړولو کی یی خاص شهرت درلوده چه دا خمتا نه تنها په لغمان کې بلکه دافغانستان په نور ولایاتو کې هم خاص ارزښت درلود۰ 
مرحوم معلم صاحب شیر احمد ډیر با استعداده ، دکار وړ ، پوه او مدبر استاد وه ،هغه په کلی کې د مالداری او زمینداری تر څنګ د ښوونکی دنده هم په غاړه لرله چه پدی برخه کې ددرسی میتودونو او روشونو سره پوره اشنا وه۰ 
زموږ په مکتب کې د سلو څخه زیاد شاګردان وه چه په دری صنفونو کې په درس مصروفه وه یعنی په لمړی،دوهم او دریم صنفونو کی۰ په زړه پوری خبره خودا وه چه د ټولو صنفونو او ښونځی لپاره صرف یو معلم وه او بس،خوسره له دی معلم حاحب شیر احمد خان کولی شول چه ټولو ته رسیدګی وکړي.
ددرسی کتابونو کمبود احساس کیده، ټولو ته نه رسیده۰ کله به یو کتاب په دوو اویادریو شاګردانو شریک ویشل کیده ۰ 
معلم صاحب د ښی تجربی خاوند وه، هغه به د دریم ټولګی با استعداده هلکان د خپل تدریسی پروګرام ترڅنګ په لمړی او دوهم صنفونو کی وګمارل چه افتخاری درس ورکړي چه دی کار خورا ښه نتیجه درلودله۰ 
موږ چه د قلم ،کاغذ او نورو قرطاسیوی موادو نشتوالی احساسوه نو د کاغذ په ځای مو دوړی توری تختی څخه چه دخپلو کتابونو سره مو دځانه سره کور ته وړه او راوړه استفاده کوله هغه داسې چه هر شاګرد به دا وړه تخته ، دکړکو قلم او مشواڼی چه دغنمو سیاهی به پکی وه له ځانه سره لرله، شاګردانو به د درس دشروع کیدو څخه څو شیبی دمخه دا تخته د اوبو سره دمسجد یا ښونځی په بیالی کی پاکه پریمینځله او وروسته به یی تخته ګل یا د تختی مخصوصه خټه پری وهله اودلاس په بازو به یی ښه سیقل کړه،کله چه دا خټه په تخته کی اوبلنه اوپه مساوی ډول همواره شوه بیا به یی لمرته کیښوده چه وچه شی چه هغه به پس د څو شیبو وچه او لیک ته به برابره شوه۰ 
په ښونځی کی د دنیات، قرانکریم او حساب تر څنګ حسن خط ته خاصه توجه وه چه په همدی تخته کی به مو مشق او تمرین کوه ،الفبا به مو په مشقی توګه په کی لیکله بیا به مو معلم صاحب ته د اصلاح لپاره ښودله چه په همدی طرز د کار کی شاګردانو خپل مینځی رقابتونه هم درلودل، هغه یو به ویل چه زه یی ښه لیکم او هغه بل به بیا ویل چه زه یی تر تا ښه لیکم چه په همدی ډول دحرفونو ،جملو او مقالو د لیکلو مسابقي او سیالي روانی وي، یو تعداد نورو به په دغه تخته کی خپلو خپلوانو ته لکه پلار ،ورنو، کاکا ،ماما او انډیوالانو ته خطونه لیکل او ادبی جملی او اصطلاحات یی پکی په کارول چه همدا رقابتونو د مکتب دتدریس سطحه لوړه کړي وه او دې مکتب په منطقه کې خورا ښه شهرت درلود او ډیر مرزایان تری فارغ شول۰ 
استاد شیر احمد خان تل هڅه کوله چه دشاګردانو درسی مشکلات او پرابلمونه حل کړی او د شاګردانو رسول او تدریس ته یی خاصه پاملرنه درلوده، هغه به شاګردانو ته تل ویل چه د تعلیم سره تربیه ضرور ده او موږ باید دی خبری ته ډیره پاملرنه وکړو، که څوک تعلیم ولري او تربیه ونه لريمکمل انسان نه دی چه په جامعه کی ځای نلري همدا رنګه بی تعلیمه انسان نه شي کولی په ټولنه کې د ترقی او پیشرفت لپاره او همدا رنګه په ورځینيژوند او چارو کې بریاوی تر لاسه کړي۰ 
موږ به هره ورځ تر دولس بجو پوری په درس کېمصروف وو نو څنګه چه به د مکتب درخصتی زنګ ووهل شو هلکانو به زر زر خپل کتابونه را ټول او په یوه تکه یی کڅوړه کې چه جزدان په نوم یادیده ځای په ځای او په څادرکې به یی تاو او بیا څاد ر به یی په او ږه کړ او دکور پلو به په منډو شول۰ 
څرنګه چه د خلکو د ژوند سطحه ښه نه وه یو تعداد هلکان بربنډ پښي مکتب ته راتلل چه دا حالت دژمی په موسم کې هم تر سترګو کیده۰ 
د لغمان دخلکو ژوند غریبانه او دزحمت ژوند وه ، هلکان به پس له درس څخه په بل کار او غریبی پسی وتل لکه مالداری ،لو او لور یا کومه بلی غریبی ته لاس اچوه تر څو کورنی ته ازوقه برابره کړی ،ډیرو کمو خلکو د حد اقل ژوند امکان درلود۰(۴:۶)

 

       

د ښاغلي سمیع الدین افغاني دندې ۲-

              ښاغلي سمیع الدین افغاني په کال (۱۳۶۴)کې د کورنیو چارو په  وزارت کې د ډګروالۍ تر رتبې رسیدلی دی. او همالته یې دنده لرله تر څو، چې په هېواد کې ګډوډي رامنځته  شوه. دی هم لکه نورو هېوادوالو غوندې کډوالي ته اړ شو په (۱۳۷۰) یا (۱۳۷۱) کال کې له کابل نه مسکو ته لاړه بیا له مسکو نه جرمنی ته لاړه، چې اوس هم په جرمنی کې ژوند کوي.

            ښاغلي سمیع الدین افغاني د لیکوالي او شاعري ترڅنګ ، چې خپلو هېواد والو او د شعر او ادب مینه والو ته خپل آثار ډالۍ کوي،

۳-د ښاغلي سمیع الدین افغاني ادبي هڅې

          ښاغلي سمیع الدین افغاني په جرمنی کې ژوند کوي. خو هیڅکله یې خپل هېواد وال نه دي هیر کړي هغه له هرې لاري خپل هېواد والو سره ځان شریک ښودلی دی او په همدي خاطر یې یوه ویب پاڼه د خپل پلار په نوم(د سعید افغاني سولې او تفاهم، نشراتي ارګان) په نوم جوړه کړي او هم له نورو ویب پانو او مجلو سره همکاري لري، لکه: زرلښت ویب پاڼه او هم مجله یې، نارنج ګل ویب پانه، نن ټکی اسیا ویب پاڼه، ۲۴ ساعت ویب پاڼه،بینوا او همدا رنګه یو شمېر نورو خپرونو سره قلمي همکاري لري

            او همدا رنګه د ښاغلي سمیع الدین افغاني شعرونه د وطن په مجلو او جرایدو کې خپاره  شوي دي او همدا رنګه ډېر شعرونه یې د هېواد د وتلو شاعرانو او لیکوالانو په علمي سیمینارونو او مشاعرو کې دکلمه او یو شمېر نور یې د هېواد د خوږ ژبو سندرغاړو په خوږو آوازونو کې کمپوز شوي دي. خپله ښاغلي سمیع الدین افغاني هم په مختلفو علمي سیمینارونو، مشهورو شاعرانو د تلین لمانځغونډو او مشاعرو کې ونډه اخیستي او خپل شعرونه یې دکلمه کړي او هم یې د هغو په یاد شعرونه ویلي دي.لکه:

ــ ارواښاد ګل پاچا الفت ته

ــ ارواښاد ملنګ جان ته

ــ ارواښاد اجمل بابا ته

ــ ارواښاد اسحاق ننګیال ته

ــ ارواښاد سعید افغاني (پلار) ته یې

       او همداسې یې یو شمېر نورو شاعرانو د مړني په مناسبت شاعري کړي ده. غواړم دلته د بېلګې په ډول هغه نظم بېلګه یې وړاندې کړم، چې ښاغلي سمیع الدین افغاني د اجمل بابا د مړینې په مناسبت ویلی دی:

اجمل بابا د مړينې په مناسبت

ژوند تيــريږي تمئی نشتــــــــه د هيچا

افتخار شې چــې رښتينی شي پيشوا

پښتنو کې شاعران هم ليکوالان شته

خو بيا څوک پکې رهبر شي هم پيشوا

نن په سوګ کې د اجمل بابا ماتم دي

پرې خـــفه دي ريښتين زړونه ددنيا

پښتنو په لر او بر مرګی  مرګي دي

نن اجمل خټک پـــريږدي فاني دنيا

چې ېې عمرټول تيريږي په خدمت کې

دوعا ګوی شي هــــــم د زوړ هم د برنا

رب دې ستا د خدمتونو اجر درکړي

جنتي شه داسې ځـــــوی د پښتونخوا

کورنی ته ېې تســــل دخــــدايه غــــواړو

خـــدمتګار وه افتخار دي  هـــــم بابا

                                                              (۲۲:۳)                           

۴-د ښاغلي سمیع الدین افغاني شاعري او آثار

              ښاغلي سمیع الدین افغاني نه یواځي یو ولسي شاعر دی بلکې ډېر ښه نثر لیکونکی هم دی او شاعري یې په مختلفو فورمونو کې د خپل ولس درد یې بیان کړې دی، چې شعرونه یې د وطن په مجلو او جرایدو کې خپاره  شوي دي او همدا رنګه ډېر شعرونه یې د هېواد د وتلو شاعرانو او لیکوالانو په علمي سیمینارونو او مشاعرو کې دکلمه او یو شمېر نور یې د هېواد د خوږ ژبو سندرغاړو په خوږو آوازونو کې کمپوز شوي دي لکه بنجاره ماما، پل دې بختور شه، همت، افغان یم، د افغانستان دی، یاره ستا په اننګو کې او ډېر نور، چې زموږ د هیواد والو د توجه وړ ګرځیدلي دي.

          ښاغلي سمیع الدین افغاي د خپلې شاعري په اړه وایې: ((ما له وړکتوب څــــخه د شعر سره علاقــه لرله ځکه زه دلغمان د ولايت په کلو او بانډو کې رالــوی  شوی يــم دلغمان او په مجموع کې دمـشرقي سیمه لکه دهېواد  دنورو سيمو په شان ښــکلې ، شاعرانه او شاعر پروره ده، چې ډيــــر وتلې ليکوالان ،شاعران يې په خپله غيږ کې روزلي دي ، له بلې خوا په وطن کې د څو لسيزو جنــــګي حالت پــــه نتجه کې زمــــوږ ډير هېواد وال اجباري مهاجرتونو ته اړ باســــتل شوي دي ، د مهاجرت څـپيړو لـکه د نورو افغــــانانو په شان  زما مخ هم راشيــن کړی دی ، نو، چې کله کله د زړه خواله مې دقلم او هېوادالو سره شريـکه کړې وي نود زړه تسکين مــــې د اشعــارواوليکنوسره کــړی دی اوهمداميـنه او دردونــوزه شعراو شاعـري ته هڅولې يم.

          کله چې زما پلار مولانا دکتورمحمد سعيدسعيد افغاني دننګرهار د هډې په نجم المدارس کې مديـــر او مدرس وه وه  موږپه ننګرهارکې هستوګنه درلوده  او زه د ميا عمر په ښوونځې کې متعلم وم، چې زما لمړنی شعر په هغه وختونوکې چې زه به د ١٢ کلو وم  ويل شوې دی، چې ورسته د ښوونځی  د ادارې اوکورنی له خوا ډيرتشويق شولم ولې په تاسف سره بايد ووايم چې زما لمړنی شعر او تر هغه ورسته د ډیــــرو نورو شعرونو ياداشتونه له ما سره نشته او په هغه وخت کې ېې دومره دراټولولو ليوال هم نه وم ،خوبياورسته په تيرودوه لسيزوکې ودې پايلې ته ورسيدم چې خپل شعرونه راټول او له هېوا دوالو سره ېې شريک کړم…)) (زرلښت ډاډکام).

۴ــ۱ چاپ شوي آثار:

       ښاغلي سمیع الدین افغاني په مختلفو برخو کې په نثر او نظم کې شاعري او لیکولي کړي ده، چې په دواړو برخو کې یعنې په نظم او نثر کې یې آثار چاپ شوي دي.

       

  ــ د وطن یادونه:

         دا د ښاغلي سمیع الدین افغاني لومړنۍ شعري مجموعه ده، چې په (۱۳۸۴ل) کال کې چاپ شوي ده. د«وطن یادونه» دسمیع الدین افغاني د شعرونو ښکلې مجموعه د پښتو او پښتنو د ځپل شوي ادب په دنیا کې د رنګارنګ ګلونو څه نوې شان ګیډۍ ده، چې د شعر او ادب مینه والو ته یې وړاندې کوي.

        سمیع الدین افغاني شاعر دی، د هغه په شعر کې د هغه هیلې، دردونه، مینه او ارمانونه ژور ټولنیز، انساني او بشري رنګ لري. د سولې، هوساینې او نیکمرغۍ تږی دی. د خپل ځپل شوي وطن د زوریدلي انسان په دردونو اوښکې تویوي، د کرکې، نفرت او توپیر غوښتنې پر ځای د مینې او محبت آواز اوچتوي د ارمانونو ارمان یې خپل خلک خپله مینه او خپل وطن دی، دخپل وطن په روان ناتار زوریږي او وایې:

د وطن په یاد

په وطن موجوړماتم دی
تورتمونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلونو کی مو شپی دی

ګران وطن راته سوراورشو
د دوزخ لمبی تری خیژی
بل محشر ته حاجت نه شته
قیامتونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی

د کابل هره کوڅه مو
ښکلی ښکلی خاطری دی
اوس یی وران اوویجاړګورم
ګړنګونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی

زوړ او ځوان مو شهیدان شول
څوک بی پلاره څوک بی موره
د چا کور جوړ قبرستان شو
زیارتونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی

افغانان ټول تار او مار شول
څوک په کوزاوڅوک په بردی
په وطن کی چه اوسیږی
ماتمونو کی یی شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی

د اسلام په تمه تمه
د کافرو کانی وشوی
هیڅ تمیزکولای نه شو
په چرتونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شبی دی

دنیا ټوله راته خاندی
موږ په چیغو چیغو ژاړو
څه سپین سترګی دنیاګی ده
سیاستونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی

افغانی وطن به جوړ شی
که د خدای مهربانی وه
د پردو لاس به لنډیږی
امیدونو کی مو شپی دی
دا د کوم ظالم له لاسه
چه ظلمونو کی مو شپی دی

                      (۵۱:۵)

ــ پردیس خیالونه:

        دا هم د ښاغلي سمیع الدین افغاني دویمه شعري مجموعه ده، چې په (۲۰۰۹م) کې چاپ شوي ده، چې له نوم څخه یې هم معلومیږي «پردیس خیالونه» هغه شعري مجموعه ده، چې ښاغلې سمیع الدین افغاني د خپل هېواد لکه څنکه چې ټولو ته څرګنده ده، چې زموږ ګران هېواد افغانستان کې د کلونو کلونو راهیسې تپل شوې جګړه روانه ده، چې دې جګړې زموږ ډېر شمېر هېوادوال د فقر، بدبختي، مرګ ژوبله او مایوسۍ سره مخامخ کړي دي. او همدا رنګه زموږ ډېر هېوادوال یې شهیدان، معیوب او په هېواد کې  د آرام او انساني ژوند کولو څخه محروم او په پردیو ملکو کې یې د پردیسۍ ژوند تېرولو ته اړیستلي دي. د خپل زړه درد یې پکې بیان کړې دی.خپله سعید افغاني هم وایې:

افغان یم

زه څوک دکوم ملیت دکوم زبان یمه زه؟
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه


پښتون دی که تاجک که هزاره ددی وطن
ازبک نورستانی که پشه ای دی یا ترکمن
ددی خاوری بچیان دی سره یو مو دی مدفن
تاریخ یم جوړونکی د زمان یمه زه
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه


دښمن مو په نفاق کی یو تر بله بیلوی
په رنګ رنګ دسیسوموپه خپل مینځ کی جنګوی
په حیله او نیرنګ مو په قومو جلا کوی
اوس پوه زه د دشمن په بد ګمان یمه زه
بس دومر درته وایم چه افغان یمه زه


د توری په میدان کی هردښمن پدی پوهیږی
افغان باندی په زور او زیاتی کله کلی کیږی
خصلت مودمیړانی دی په دی هرڅوک پوهیږی
په عزم، اراده کی با ایمان یمه زه
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه


راځی ای خوږو ورونو چه وطن سره اباد کړو
په پوهه هوښیاری باندی دا خپل غلیم برباد کړو
پیشرفت او ترقی ته افغانی عزم بنیاد کړو
بیا سولی ورورولی ته ارمغان یمه زه
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه

                                (۱۹-۱۸:۲)

ــ داغلي زړونه:

        دا هم د ښاغلي سمیع الدین افغاني درېیمه شعري مجموعه ده، چې په (۱۳۵۹ه ش) کال کې چاپ شوي ده. په «داغلي زړونه» کې ښاغلي سمیع الدین افغاني هم لکه د نورو شعري مجموعو غوندې د خپلو هېواد والو د بد بختۍ ژوند انځور کړې دی. ښاغلي سمیع الدین افغاني په خپلو هېواد والو ویاړي او وایې، چې هېواد یې له دومره بد بختیو او ناخوالو سره سره بیا هم هیواد والو یې د خپل نجات او انساني ژوند او تاریخ د بقا په هیله د پردیو زورواکانو سره لاس او ګریبان او د خپلې خاورې څخه په میړانې دفاع او ساتنه کړې ده.په یو شعر کې ښاغلي سعید افغاني داسې وایې:

سپیڅلې ارمانونه

 

ګوره پــــــه مينه پــــــوهيدلې  اشنا

په زړه کې پوهه په خولې غلې اشنا

خوڅه چې وائې په رښتيا ېي واېې

ای په خلوت  کــې نازولــــــې  اشنا

 

دا ستا دمينې پــــټ ا لهام ته سلام

دمينې ډک خواږه پیغام تـــــه سلام

ستا دمعصوم  زړګي اسرونه  لوګی

 ستاد اخلاص ښکلي  انجام ته سلام

 

موږ د وحشې صياد په لومه کې بند

دځــــــوانو هيلو ارمـــــانونو کې بند

ميــــنه د زړه اظــــــهارولــــــې نشو

يودتعصب وړنـــدو چمونو کې بند

 

راشه چې مينه شو ايمان شو سره

يو ښکلې راز شواوپیمان شوسره

ای  پـــــټې مينې د حـــــيا نـــــه ډکې

راشه د خوږ  زړنـــو درمان شو سره

 

دغــــــه طلسم مــــاتول دي پـــــکار

په جهد مطلب ته رسيدل دي پکار

چې  دايم  عــــزم شوهمت شو سره

دغه تياری سبــــــا کـــــول دی پکار

                                  (۷۳:۳)

ــ زموږ کلي او بانډې:

       دا د ښاغلي سمیع الدین افغاني نثري مجموعه ده چې ده، چې په (۱۳۹۰ل) کال کې چاپ شوي دی. په دې کتاب کې د لغمان په اړه د هېواد د معاصرڅیړونکو او لیکولانو د معتبره تاریخي لیکنو کره مطالب راټول شوي دي.

      دا کتاب هم د ښاغلي سمیع الدین افغاني په څوارلسو برخو کې د هېواد په بیلابیلو خپرونو او هم د انټرنیټ په پاڼو کې خپور شوی دی، چې هره برخه یې ځانته جلا ډول موضوع او راخلې او هغه تشریح کوي، خو په مجموعه کې یې د لغمان په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي دي لکه د لغمان دودونه رواجونه، زراعت، مشهوري او تاریخي سیمي او داسې نور معلومات یې پکې وړاندې کړي دي.

ــ د خاپوړوکلی:

دا هم د ښاغلي سمیع الدین افغاني نثري کتاب دی، چې په (۲۰۰۷م) کال کې چاپ شوی دی. او مختلفې موضوع ګاني پکې راغلي دي له مخذونو څخه یې هم استفاده کړي ده.                                        مکتب ته د شاملیدو دوره
قلعه صفت
د حیدرخانیو د کلی جومات
د حیدرخانیو کلی
زموږ تفریحی مصریوفتونه
د روژی مبارکه میاشت
په کلیو کی د ودونو رواجونه
پل دی بختور شه
لغمانی اوږره یا دلغمان د خلکو خاص خواړه
خوږ ژبی سندر غاړی مرحوم مسجدی
په کلو کی د اختر رواجونه
کوم اختر ؟
د نوی کال یا د نوروز میله
شفیع ما ما یا د کلی نایی
عشر یا مشترک کارونه
تیر یادونه
په لغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی
د لغمان لرغونی تاریخ او جغرافیوی موقعت
دازادی دلاری مبارز مولوی عبدالمجید

ــ شین خالۍ:

     دا د ښاغلي سمیع الدین افغاني ناول دی، چې په (۱۳۸۸ه ش) کال کې چاپ شوي دی. د شین خالۍ ناول چې په څوارلسو برخو کې د لنډو کيسوپه ډول  د هېوادپه بيلابيلوخپرونوکې په ځانګړي تـوګـه دانټرنيټ په پاڼوکې خپورشوی  دي ،  زمـوږ دګران هېواد دکلواو بانډو او کليوالي ژوند يـــوه نـــوې شان بيلګه ده چې زموږ د وروسته پاتې ژونـدهغه نـاخوالې په ګوته کوي کوم  چې زموږ هېواد وال پـه تيره بيا ځموږ ځوان کول يا نسل پـــه څـومره   ستونـــزو او کړاونوخپلو  هيلو او ارمانونوته د رسيد لو لپاره هلې ځلې کوي ترڅــو خپلو سپيڅلو اهدافو ته ځان ورسوي.

     ښاغلي سمیع الدین افغاني هم د شین خالۍ ناول په اړه وایې، چې: دغه ناول کیسه د هېواد د کلو او بانډو یو ژوندی نځور دی، چې د شین خالۍ او ډاکتر زیړګل په دغه ناول کې منعکس شوي دی او د ادب مینه والو ته یې په ډېره مینه ډالی کړې دی.

    په همدې اساس په دې لیکنې کې دشين خالۍ ترسر ليک چې يوژونـدۍ تاريخې کيسه او زموږ د ګران هېواد د کليوالې ژوند هغه ريښتنې داستــان دی، چې ددې دووپاکزړونو ځوانانانو شين خالۍ او زيړ ګل د ژوند د هيلو او ارمانو د پوره کيدوسربيره د کلو اوبانډو رسمونه، رواجونه او دخلکود مصرفيتونو انعکاس دی چې  دشين خالې په لنډو کيسو کې څرګند شوی دی٠

      دا ناول په نظم او نثر دواړو کې کښل شوي دي یانې د کیسې مینځ مینځ کې نظم ته هم ځای ورکړل شوي دی.

ــ بازګشت:

       دا هم د ښاغلي سمیع الدین افغاني نثري کتاب دی او په دري ژبه لیکل شوي دی، چې په (۱۳۵۱ه ش) کال کې چاپ شوي. داسې داستان دی، چې په اته برخو کې د هېواد په مختلفو خپرونو او ویب پاڼو کې نشرشوي دی. په دی داستان کې یو ځوان د نسیم په نوم د تفریح لپاره کابل نه جلال آباد ته ځي او هلته خپل پخوانی ملګر جاوید سره ویني  بیا په لاره کې د موټرو د ټکر له امله زخمي خلکو سره مرسته کوي، چې هلته بیا له یوې نجلۍ سره مخامخ کیږي او دا لیدل بیا تر واده پوری د دې دواړو ځوانانو کیږي.

      ښاغلي سمیع الدین افغاني دا داستان ډېر ښکلی انځور او په ښکلو جملو باندې لیکلی دی او ډېر ښه پیغام هم لري او زموږ هېواد کلتور یې پکې ښودلی دی.

۴ــ۲ د ښاغلي سمیع الدین افغاني ناچاپ آثار:

       ښاغلی سمیع الدین افغاني اوس هم سره له ټولو مصروفیتونو خپل د ادب مینوالو ته یې له مختلفو خپرونو له لارې خپله مینه په نظم او نثر کې آثار او وړاندې کوي.

ــ نړیدلې جونګړې:

         دښاغلي سمیع الدین افغاني د نړیدلې جونګړې تر سرلیک څلورمه شعري ټولګه یې چاپ ته اماده ده، چې په نژدې راتلونکې  کې به چاپ او هېواد والو او د شعر او ادب مینه والو ته ډالۍ شي.

   

۵-د ښاغلي سمیع الدین افغاني متفرق آثار

           ښاغلي سمیع الدین افغاني په مختلفو برخو او مضامینو کې مقالې لیکلي دي او د هېواد له مختلفو خپرونو او ویب پاڼو له لاري یې خپلو هېواد والو ته یې وړاندې کړي دي. یانې د ښاغلي سمیع الدین افغاني هغه هغه متفرق آثار، چې د مقالو په بڼه یې په هره برخه کې یې لیکلي دي او خپرونو له لاري هم نشر شوي دي، لکه:

ــ د غم څپې

ــ بن بست

ــ په کوز او بر کې

ــ انځوریزه شاعري

ــ ربه ستا دربار دی لوی

ــ زرګري جنګ که ریښتنی اختلاف؟

ــ ټولټا کنی او د هغه ارزښت

ــ دیموکراسي، ازادبازار، دبیان ازادي او د هغو تاثیرات

ــ د لغمان مهترلام صاحب واقعآ پیغمبر وو؟

ــ چګونه انتخابات به دور دوم ریاست جمهوری؟

       او هم د ښاغلي سمیع الدین افغاني هغه متفرق آثار، چې  د لغمان په اړه د خپل پلار یادښتونه او داسې نورو معلوماتو سره جمع او هغه یې د مقالو په بڼه په مختلفو خپرونو او د انټرنټ له لارې خپلو ګرانو هېواد والو او لوستونکو ته یې وړاندې کړي دي لکه:

ــ په لغمان کې د حیدخانیو کلی او جامع جومات

ــ کلیوالي ژوند او د خلکو بوختیاوې

ــ په کلیو کې ودونه او دودنه

ــ د نوي کال یا د نوروز میله

ــ د روښان لیسه

ــ حشر یا مشترک کارونه

ــ لغمانۍ اوګره او د هغې ډولونه

ــ په لغمان کې اوسیدونکي قامونه او پرګنې

ــ د لغمان په کلو او بانډو کې د اخترونو  رواجونه

ــ د لغمان د ترګړو د جامع جومات خطیب او د ازادۍ د لیارې مبارز مولوي عبدالمجید

ــ د لغمان لرغونی تاریخ او جغرافیوي موقعیت

۶-د سعید افغاني د شعرونو فورم

         ښاغلي سمیع الدین افغاني په مختلفو فورمونو او یا شکلونو کې شاعري کړي ده. خو زیاته برخه یې ولسی شاعري ده او خپله یې هم ویلې، چې ولسي شاعر دی په ولسي شعرونو کې یې داسې شعرونه هم شته چې د فورم له مخې یې پیژندل ګران کار دی یانې ډېر او مختلفو شکلونو کې یې ویلي دي .

       خپله فورم یا د یو شعر شکل عبارت دی د یو ادبی اثر وړاندی کول په ځانگړ ي فورم یا قالب کې د هماغه اثر یا شعر شکل گڼل کېږی لکه: غزل، بگتۍ او داستان.

۶ــ ۱ غزل:

        ښاغلي سمیع الدین افغاني په غزل کې هم ډېره ښه او استادانه شاعري کړي ده، چې مخکې له غزل بېلګو څخه غواړم د غزل په اړه یو څه ووایم چې غزل څه قسم فورم دی((  غزل د پښتو شاعرۍ تر ټولو توانا او ورځ په ورځ ځوانیدونکی صنف دی او ډیر لیکل کیږي. ډیر خلک ورباندی شاعری زده کوی. اسانه هم دی او ښه غزل لیکل تر ټولو ګران کار هم


        غزل د غزلَ یغزلُ نه ماخوذ دی چی د ځوانو جینکو، هلکانو او یا ښځو سره خبرو ته ویل کیږی. د ښکار کیدو په وخت د هوسۍ د حسرتونو انتها ته هم ویل کیږي.
غزل د شعر هغه صنف دی چی وزن او قافیه لری. ردیف ورسره کله وی او کله نه. خو که وی نو د سر نه تر آخره به یو ردیف تکراریږی بدلیږی به نه. که قافیه پکی نه وی نو غزل نه دی او که وزن پکی نه وی شعر نه دی. په پښتو، عربی، اردو او فارسی شاعری کی وجود لری


       د غزل لومړی بیت ته مطلع ویل کیږی چی د راختو ځای ته ویل کیږی. غزل هم همدلته پیل کیږی او راخیژی ځکه ورته مطلع وایی. ښه مطلع ایښودل د ښه شاعر خصلت وی. ورپسی بیت ته اول بیت ویل کیږی. وروستی بیت ته مقطع یا د ختمیدو ځای وایی. دلته شاعر خپل نوم یا تخلص ذکر کوی. د غزل د هربیت مفهوم (تخیل) جدا وی. د بیتونو کمه اندازه یی پنځه او زیاته یی پنځلس ده خو دا حتمی نه ده. که کوم غزل مطلع ونلری نو نیمګړی غزل ورته وایی او که مقطع ونلری او پنځه بیتونه پوره وی نو غزل بلل کیږی. یعنی د شاعر نوم یا تخلص ذکر کول ضروری خبره نه ده. له قصیدی سره یی توپیر دادی چی په قصیده کی د سر نه تر آخره یوه موضوع وی خو د غزل په هر بیت کی جدا خیال بیان شوی وی. په غزل تنقید داسی کیږی چی یو یو بیت وړاندی کیږی او ملګری پری تنقید کوی او دهغه فنی او فکری قوت ارزوی. که ټول غزل په یو وار تنقید ته وړاندی شی او هر ملګری پری د خطبی غوندی خپله رایی وړاندی کوی نو ښه نه کوی او د غزل مختلف اړخونه نه شی رابرسیره کولای.

ردیف لرونکی غزل بېلګه:

       د غزل د فورم هغه بڼه ده، چې د قافیې تر څنګ ردیف هم ولري. ردیف هغه یوه یا څو کلمې دي چې تر قافیې څخه وروسته په یوه شکل او تر ډېره زیاته حده په یوه مانا تکرار راځي، دا وګورﺉ:

بېلګه:

تیریادونه

خړ سیندونه سیلابونه می یادیږی
د وطن شنه شنه فصلونه می یادیږی

د ودونو او دودونو رواجونو
ها دیری ها مجلسونه می یادیږی

سندریز خوږی نغمی دحجرومینځ کی
ها ګیسونه او کټونه می یادیږی

د مرغیو ګڼه ګونه او سیلونه
د چق مق ټوپک غږونه می یادیږی

په جوزا کی د توتانو په موسم کی
د فصلونو درمندونه می یادیږی

مصلی اود درمند شاخی په لاس کی
تورچنګړ لوی لوی چجونه می یادیږی

د دهقان په لاس چه تیګه دمیزان شی
لپکی او خجورونه می یادیږی

د چینی نه د اوبو منګی په سر کی
ها د پیغلو کتارونه می یادیږی

مړ او بل د اوربلکو الوتنی
د بامو د سر خوبونه می یادیږی

په اختر کی د ځوانانو ډلی ډلی
ها میلی او اټنونه می یادیوی

د پی مخو ښکلو پیغلو بیر او بار کی
هغه لوی لوی زیارتونه می یادیږی

رنګ په رنګ ښکلی جامی د طاعتونو
په مسجد کی ښه وعظره نه می یادیږی

څومره ښکلی څه ښایسته کلی بانډی دی
جم او جوش د بازارونو می یادیږی

یادول یی زیاتوی د زړه دردونه
افغانی ها تیر وختونه می یادیږی

                        (۳۱-۲۹:۵)

                    

بې ردیفه غزل:

         هغه غزل دی، چې ردیف ونه لري او پر قافیه پای ته رسېدلی وي. او دغه شکل د شعر ته د قطعه

فورم هم وایې.

لویه لوبه

څــــــه ويرجنـــې سلسلې دي 
څه غمجـــن مهلک وختونه 

څــړمې اوښکــې دي روانې 
پرې لامــده شول ګريبانونه

زه د مـــور پـــه حال جړيږم 
چې تير شوي پرې وختونه

هـــر ګـــړۍ هـــره شيبه يې
يـــادوي خـــپل مــالتونه

نـــا اميده لـــه هـــر خواده
ځان ځانـــي ده تکليفونه

اوس يې خپل ترې پردي شوي
پرديسي پــردي ملـکونه

ربـــه داســـې تـــوان را کړې 
چې يې وکـــړو خـــدمتونه

د مور قـــدر او خدمت کې 
خدای نصيب کړي جنتونه

څه حالات ښکلې شيبې وې
دځـــوانی ها  تير وختونه

عمر سيند په دود بهيريږي
مـــري سيندونــه دریابونه

مورې خدای دې نګهبان شه
کړو پاک رب ته دا سوالونه

دا غمجن زړګی يې ښاد کړې
کـــړه نصيب يـــې راحـــتونــه 

ته مو دا ارمـــان پـــوره کړې
تـــرينه لـــرې کــړې دردونــه

                    (۷۹-۷۸:۳)

۶ــ۲ مثنوي:

     ښاغلي سمیع الدین افغاني په دوه یزه (مثنوي) کې هم شاعري کړې وه، چې مختلف مضامین یې پکې بیان کړي دي. مخکې له بیلګې غواړم د مثنوي اړه ووایم ، چې:(دویزه)یا (مثنوي) هغه ډول شعري فورم دی، چې هر بیت یې په خپل مینځ کې ګډه قافیه لري (مقفی وي)، د بیتونو شمیر یې ثابت نه دی. په ټولو قافیه والو شعري چوکاټونو کې مثنوي تر ټولو خلاص او لوی شعري فورم دی. شاعر کولای شي په دې شعري فورم کې خپل مقصد تر وروستي بریده بیان کړي، ځکه نو اکثره شاعران د لویو موضوعګانو د بیان په غرض دا فورم انتخابوي، لکه ابوالقاسم فردوسي چې د شاهنامې د لیکلو لپاره دا فورم وټاکه .

       په مثنوي کې که شاعر په یوه قافیه کې له ستونزې سره مخ شي، نو بلې ته تللای شي. په مثنوي کې هر بیت ځانته قافیه لري، کېدی شي ځینې بیتونه یې ردیفونه ولري او ځینې یې ونه لري، خو د ټولو بیتونو وزن مشترک وي او د څپو شمېر یې سره مساوي وي. مانا دا چې مثنوي مقفی مشترک الوزنه او د مساوي څپولرونکی فورم دی.

     لکه د مخه چې مو یادونه وکړه په مثنوي کې کېدی شي ځینې بیتونه ردیف لرونکي وي او ځینې په قافیه ختم شوي وي، خو ټول یې یو ګډ وزن تعقیبوي او د څپو د شمېر له مخې سره مساوي دي، خو په مثنوي کې کله کله داسې پېښېدای شي، چې د ټولو بیتونو دڅپو شمېر کې یې یوه څپه زیاته یا کمه شي خو د هر بیت مسرې یې د څپود شمېر له مخې حتمي سره مساوي وي. (۱۰:۹).

يوه عجيبه خاطره

 يو عجيبه خــــاطــــره د تير وخـــتونــو

پــه ښوونځی کې د لسم  ټولګي کلونو

 

هره ورځ درس اوتعليم ،کتاب درسونه

امتحان وه هم کامياب ،ناکام وختونه

 

يـــوه ورځ ټولګي کــــې وويـــل استاد

نوې زيري درکــوم چې شۍ پــرې ښاد

 

ويل سبابه درس ټولګي کې نه تيريږي

پروګرام به بيا په بل ځای کې جوړيږي

 

سبا تاسې شاګردان ځــي سرګرمۍ ته

هــم تفريح او يــــو نوې سير علمۍ ته

 

چې سبا مـــوږ دخپل کوره راروان شو

د استاد په پلان پــــوه هغه زمــان شو

 

ويل چې  ځو د زو بڼ  ښکلو نندارو ته

تاسې بولم  دژوندون رنګين صحنوته

 

هر ژوندي   ته چې ورځۍ وکړی پرې فکر

ټول ياداشت کړۍ بياټولګي کې کووذکر

 

چــــې ور ورسيدو دغــــه د  زو بــــڼ ته

تلوسه مـــو  شوه د هر ژوندي ديدن ته

 

وه پــــه بڼ کې ټــــول وحشي ځناوران

څوک حيوان څوک يې ښايسته پرنده ګان

 

 

چا بيا وليکه ياداشت پـــه بيزو ګانو

د هــــوسيو پـــه  واړه  واړه بچيانـــو

 

چا شروع کړه دزمرو د ژوند صحنونه

د هغو د ژوند او ځـــای د اوسيدو نه

 

زه او دوست مې يو خبر تــه شو حيران

هغه دم يــــوه  صحنه  شــــوه را عيان

 

ما ويل ګورۍ  دی حالت نه لږ خبر شۍ

سيمساره او داچـــرګوړو  تــه  نظر شۍ

 

سيمسارې اوبو د ډنډ نـه سر اوچت وه

 د دوه درې ورځو چـــرګړوبــدحالت وه

 

څوک په سر د سيمسارې باندې روان وه

څوک ترې لرې په ګوشه ترې په ترسان وه

 

در ي څلور چوچه مـــرغان ترې شاوخوا

ګرځیدل څــــوک ازرده څــوک بې پــروا

 

ما پوښتنه خــــدمتګاره ځينې وکړه

ما ويل د اچوچه مرغان نودلته  څه کا؟

 

ورته جــــوړ کړی مناسبه شانته ځای

پري چې اوسي آسوده د ژوند تر پای

 

ويل چې نه!  دسيمساریو دا خوراک دی

ورځ کې څودانې چرګوړي  استحقاق دی

 

موږ ژوندې  يې هره ورځ ورته راوړو

دا خــــدمت دي سيمساریو ته يې کوو

 

ما چې وليدل عــــاجز، عاجز چرګوړي

چې نه کور ځانله لري نه کوم ځاي سوړي

 

بس چې کله سيمساری پرې ورګذار شي

د چرګوړو ځينې ورکـــه خپله لار شي

 

زه او دوست  شلوو غمګين پـــدغه راز

و لوي رب ته مـو په زړه شو راز او نياز

 

ربه دا د ژونـــد قانـــون عجيبه شان دی

چې دايوژوندی خوراک دبل حيوان دی

 

پدې دير کې کاشکې دا نـــه پيښيدلی

چــــې يوه، د بل چــــا ژوند نه ختمولی

 

کاشکې هر ژوندون ارامه کړی ژوند وای

دا چرګوړې به اخستی  ژوندنه خوندوای

 

يو انسان ولې ژوندی د بل خوراک کړي

داګناه  ده دغه   کار به کوم بې باک کړي

 

لا تر اوسه دی حساب تــــه يــــم حيران

څه قانـــون  دې د مخلوق  ددې زمان

 

په بحرو کې هــــم همدا شانې پيښيږي

په وړو ماهيانــــو غټ نهنګ مـــړيږي

 

يا غرڅه چې د ليوه کله پـــه ښکار شي

وينې وزبيښي په غوښويې نشخوارشی

 

واې ليوه څومــره ظالمه او خونخوار دي

حقيقت کې انسان دې نه بد رفتار دی

 

د غوايې غـــاړه کــې تيز چــــاړه کړي تير

وينې تويې کړی په غوښه کړې ځان سير

 

د دنيا داسې قــــانون تــــه يم حــيران

دا سيستم  دی د  ژوندن  په دی  جهان

                                                                            (۸۴-۸۱:۳)                                                   

۶ــ ۳ څلوریزه (رباعي):    

        ښاغلي سمیع الدین افغاني په څلوریزه فورم کې هم شاعري کړي ده.مخکې له دینه چې د ښاغلي سمیع الدین افغاني د څلوریزې بیلګه وړاندې کړم غواړم د څلوریزې په اړه یو څه ولیکم ،چې څلوریزه څه ډول فورم ده.رباغي هم هغه شعري فورم دى، چې له عربي څخه پښتو ته راغلى دى. دا فورم څلور مسرې لري، له ځينو استثنايي حالاتو پرته چې په هغه کې کېدى شي د درېيمې مسرې يوه څپه د قافيه والو مسرو تر څپو کمه يا زياته شي، په ټوليز ډول د ټولو څلور واړو مسرو د څپو شمېر سره مساوي وي. د رباعي لومړى بيت مقفى وي، درېيمه مسره يې قافيه نه لري او د څلورمې مسرې قافيه يې د مطلعې قافيه تعقيبوي.د غزل په شان په څلوريزه کې هم رديف اختياري وي، خو کله چې د رباعي په مطلع کې رديف راوړل شو څلورمه مسره کې به ضرور بيا هماغه رديف تکرارېږي.
په پښتو کې د بېلابېلو څپو په شمېر رباعي ويل شوي، خو لس څپيزې څلوريزې په کې زياتې دي. دا رباعي اکثره په تول تللې دي. هغه رباعي چې لس څپيزې دي، هره مسره يې داهنګ له مخې تقريباً پر دوو برخو وېشل کېږي. پنځه څپې يې يوه خوا او پنځه يې بله خوا په تول تللې وي.
د لوى خان (خوشال بابا) هغه رباعيات چې د يو ځانګړي کتاب په بڼه د (خوشال رباعيات) په نوم د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوي او شمېر يې تقريباً (١٥٠٠) رباعياتو ته رسېږي، تقريباً په سلو کې ٨٥ څلوريزې يې لس څپيزې دي.
پر اوسني وخت د څلوريزو بل بشپړ کتاب چې زموږ په لاس کې دى، هغه د (پسته اور) په نوم د هېواد د نوميالي شاعر محمد صديق پسرلي د څلوريزو مجموعه ده. په دې اثر کې څه کم (يوزر) څلوريزې راغلي، چې ټولې لس څپيزې دي. د استاد قيام الدين خادم اکثره څلوريزې هم لس څپيزې دي.
يوه بله خبره چې د رباعي يا څلوريزو په باب د ياد وړ ده، هغه داده، چې عام ولس او په ځانګړي ډول ځينې سندرغاړي رباعي هغه ډول شعر يا نظم ته وايي چې معمولاً د پند، نصيحت او اخلاقي مسايلو په باب ويل شوي وي او په موسيقۍ کې يې سندرغاړي تر غزل او يا کومې بلې سندرې دمخه وايي او په همدې موقع کې د اورېدونکو د ذهن پاملرنه ځانته راجلبوي. دلته يوه تېروتنه رامنځته کېږي؛ هغه دا چې اکثره سندرغاړي تر اصل غزل او سندرې دمخه کم شعر لولي هغه اکثره د مانا د انتخاب له مخې وي، نه د فورم له مخې. څرنګه چې په رباعي کې هم ډېر زيات اخلاقي، ديني، او نور مسايل راځي، نو دوى اکثره هغو شعرو ته چې دا موضوعات په کې بيان شوي وي، هغو ته رباعي وايي، سره له دې چې که د فورم له مخې هغه غزل هم وي. دلته ددې يادونه په کار ده، چې دا رباعي يا څلوريزه هغه رباعي نه ده، چې عام ولس يا سندرغاړي يې په کومه مانا او بڼه استعمالوي.

بېلګې:

څلوریزه

زړونـــوتــــه لارلــــري د زړه خــــبرې

عـــزت ، وقـــار لــــرې د زړه خــــبرې

چـې  په ريښتا  سره  ژونــــدون  تيروي

لــوړ اعتــــبار لــــري د زړه خــــبرې

                                    (۶۸:۲)

څلوریزه

زه افغان یم خپل وطن راباندی ګران دی
اتحاد  او  ورور ولی  ځما  ارمان  دی

چه یی مینه دوطن یی ده په زړه کی
افغانی داهموطن را باندی ګران دی

                                 (۹:۳)

 

       

۶ــ ۴ بوللـه(قصیده):

          قصيدې ته په پښتو کې (بوللـه) وايي. خپله قصيده عربي کلمه ده. په لغت کې (قصد کړاى شوي) ته وايي. په عربي اصطلاح کې هغه شعر و چې د بيتونو شمېر به يې تر ١٦ يا ١٧ کم نه و او دا نوم د قصد له مصدره جوړ شو، چې معنا يې استقامت او اتصال، سموالى، برابري او سوچه توب وو(۲۱).
دا هغه شعري فورم دى، چې د غزل په شان د سر لومړى بيت يې مقفى وي. د نورو بيتونو د هر بيت دويمه مسره يې قافيه ولري او د مطلعې قافيه تعقيب کړي. قصيده په شکل او جوړښت کې له غزل سره چندان توپير نه لري، توپير يې دادى، چې د غزل د بيتونو شمېر له ٥ څخه تر ١٥ پورې وي او د قصيدې بيا له ١٦ څخه تر دوو سوو يا تر دې هم زياتو بيتونو پورې دى. پخوانۍ قصيدې له مانيز پلوه هره يوه اکثره پر درېو برخو وېشل شوې دي:
د قصيدې لومړۍ برخې ته تغزل يا تشبيب وايي چې په هغې کې شاعر تر اصلي موضوع دمخه د طبيعت ستاينه کوي. د قصيدې دويمه برخه د هغې اصلي موضوع ده. دا برخه له تغزل يا تشبيب نه وروسته پيلېږي او په دې کې شاعر د خپل ممدوح ستاينه کوي. د قصيدې درېيمه برخه دعائيه بولي چې په هغې کې شاعر د خپل ممدوح لپاره د خداى(ج) له دربار نه د بښنې او هوساينې غوښتنه کوي.
په اوسنيو قصيدو کې پورتني نورمونه چندان په پام کې نه نيول کېږي. د غزل او ځينو نورو شعري فورمونو په شان، په قصيده کې هم رديف اختياري دى، خو که مطلع کې راوړل شو، نو په نورو دويمو مسرو کې يې راوړل حتمي کېږي. قصيدې دوه شکلونه لري، يو هغه ډول دى، چې رديف نه لري او بل هغه ډول دى، چې رديف ولري. د پښتو لومړۍ معلومه لاسته راغلې قصيده په هغه شکل کې راځي چې رديف نه لري. (۱۸:۱۰).

بېلکه:

جنتې خوب

ماويل جنـــت مو د پښــتو ډک شو
په خــوږو ژبــــو پښتنـــو ډک شو

ځای د پښود ايښـــودوکـــم دی
په احـــمـــد زو او درانو ډک شو

هلته  ځاځي او هم ساپي وينمه
د پوپل زو او  نورزيو ډک شو

دلته مسود او ابـــدالي قـــامونه
په ميړنـــيو يوســـف زو ډک شو

ګورۍ چې ټول کړي په پښتوخبرې
د پښتونــخوا پـــه پښتنو ډک شو

دا دی سيـــد عبدالخالـــق وګورۍ
پــــه ماشومانـــو او زړو ډک شـــو

کوچني ماشوم مې غوږکې ورووويل
زموږ د کلي پــــه ځلمــــو ډک شو

ويل چې کرجې بابا دلې واستول
زموږ په خواخوږو او پلرو ډک شو

ماشوم کرجي  کرجي  نارې وهلې
ويل د کرجي بابا د کــــړو ډک شو

ها د شين ډنډ جنتيان هم دلې دي
ويل دحــــاکم په  فـــرمانو ډک شو

ماشوم لـــوی  ورته   اشاره وکړله
ويل انتظار د لوی صفو ډک شو

شاوليکوټ پښتانه هم رادرومي
هــــغو بــې وسو په بچو  ډک شو

دا د فــراه او د شينډنډ ځامن دي
دا دهـــغو کلـــو بانــــډو ډک شـــو

ماته شهــــيدې پښتــنې وويلې
دزور واکانو په ظلمو ډک شول

ما ويل چــې زه هم جنتي شـوم ربه
څه د ځــان مـــرګو په حملو ډک شو

ډيربيا چارو اکو په عــــزت ليـــږلي
څــه يې پـــه مکر  او پلـــمو ډک ش

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل
زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو

دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته
زما دخاوند په وينو سرو ډک شو

ناڅـــاپه غږ اوغړمبهار  شو پورته
کـــور دهنــــدارو او ګـــردو ډک شو

ګورم چې لرې دخپل ځايه پروت وم
زړه نــــا اميــده له سلــــګو ډک شــــو

ما مې د کور خلکو ته غږ پورته کړ
غــږ مـــې دزړه په لـــرزيدو ډک شو

زموږ ه لـــوی اوسنــــــدريـــز ه  کلـــی
اوس پـــه نارو اوپـــه سوروډک شو

زماحواس ټول پريشان ښکاريده
چې ټــــول بــــدن مې دخولوډک شو

اوس هم هغه  وحشې غږونه اورم
کــــلی موټول له تور  لــــوګو ډک شو

ربــــه پــه موږ څـــه حالتونه دي نن
زمــــوږ وطــن پــــه اديـــرو ډک شو

                            (۲۵-۲۳:۳)

 

۶ــ ۵ څلوریز(مربع):

         مربع هغه ډول شعري فورم دى، چې هر بند يې څلور مسرې لري. د لومړي بند څلور واړه مسرې يې په خپل منځ کې همقافيه وي، يانې يو شان قافيه تعقيبوي. رديف په کې اختياري دى که د سر په مسره کې رديف راوړل شو، نو د لومړي بند په څلور واړو مسرو کې يې راوړل حتمي دي. د نورو بندونو درې مسرې سره په خپل منځ کې همقافيه وي، خو د څلورمې مسرې قافيه يې د لومړي بند د مسرو قافيه تعقيبوي او که لومړى بند رديف ولري، نو د نورو بندونو د څلورمو مسرو قافيه او رديف بايد همغه د لومړي بند قافيه او رديف تعقيب کړي. که شاعر هر څومره د بندونو زياتول غواړي، نو پورتنۍ قاعده بايد مراعات کړي. بله خبره داده، چې که چېرې د لومړي بند مسرې رديف ولري، نو دا ضروري نه ده، چې د ټولو بندونو لومړۍ درې واړه مسرې دې هم رديفونه ولري، بلکې د ټولو بندونو څلورمه مسره د لومړي بند د شکلي جوړښت يانې د قافيې او رديف تعقيبولو ته اړه ده. بل ټکى دادى، چې اکثره د ټولو مسرو د څپو شمېر سره مساوي وي، خو په ځينو خاصو حالاتو کې کېدى شي د کوم بند د څپو شمېر د يوې څپې په اندازه زيات يا کم شي. (۳۰:۱۰).

بېلګه:

ژوندون نلري بقا

دا بحـــرونــــه دا فضا
دغــــه ځمــــکه دا هوا
داهستي نــــن او سبـا
ده فـــاني دغــــه دنيــا

که بادشاه وي دملکونو
هم صاحــب د کــــروړنو
د بنــــګلو او بـلــډنګنو
خو ترې تللي وي فردا

دبــــدبــــې او عــــزتونه
د قدرت مغروروختونه
ها قصرونـه او برجونه
چـاتــــه  نــلــــري بــــقــا

ای مــــغروره د هستيو
د قدرت او د چـــوکيو
د عيشونو او خوښیو
د ژوند  نــــده   دا مـانا

لــــږ دمــــه شه د غــروره
ای د بــــل په زور باتوره
شــــرم ښــــه دی د تربوره
کړه حاصل د خدای رضا

لږ انصاف درته پکار دی
ولس ټول درته په قهردی
سباواک د بل واکدار دی
مــــکړه ځــــان ســــره جفا

عمر ټول پــه تيريدو دی
داکاروان پــه رسیدو دی
غفلت کار د ليـــونو دی
ښه عــــزت  لري   تـــقـــوا

ځان دې پــيژنه انسان یې
بې خـــبره د خپل ځان يې
چې په غیر لارو روان يې
نور د خــدای غـواړه پناه

سباخــدای ته دې رفتن دی
ژوند ختميږي ځانکندن دی
بس يـــو څــــو متره کفن دی
څــــه ځـــــواب کــــړې د الله؟

                   (۶۷-۶۶:۳)

 

۶ــ ۶ چاربیته:

          چاربيته د پښتو ملي شعري فورمونو هغه ډول دى، چې هر بند يې تر څلور مسرو څخه کم نه وي. زياتره چاربيتې په ملي موسيقۍ کې ځانته په زړه پورې اهنګونه او خوږې نغمې لري او د دې لپاره چاربيتې بلل کېږي، چې بندونه يې يا له څلور بيتو او يا تر څلورو مسرو څخه بېخي کم نه دي. په چاربيته کې همېشه يوه اوږده موضوع چې اکثراً عشقي او حماسي وي (لکه د قصيدې او مثنوي په شان) افاده کېږي.

بېلګه:

دنیکو وطن

خپل وطن مو وران شو شومحتاجه دپردو وطن
خوږ دی خلکو خوږ دی د پلرو او د نیکو وطن

د لته  مجبوری  ده هر قدم کی  تکلیفونه دی
دلته بی وسی ده هری خوا ته پیغورونه  دی
بل غوندی قانون دی مایوسی ده زحمتونه دی
هر قدم پردی دی راته ښکاری د میرو وطن

څه خو په وطن کی ډیربی شمیره شهیدان شول
ډیر نور د ابرو خلک بی کوره بی کاروان شول
څوک بیا په پردی وطن کی پاتی په بیابان شول
دا نسل لا پریږده چه مو وران شو دلمسو وطن

څومره شو بی قدره په بل ملک کی چه اوسیږو
د لته  هر  قدم  کی  د افغان  په  نوم  زوریږو
ټول عیب په نفاق کی دی په دی هم نه پوهیږو
وران  شو د  شملو وطن د کلو او بانډو وطن

راشی خوږو ورنو سره یو شو د افغان په نوم
څو به دا نفاق وی چه بیلیږو این او ان په نوم
لاس د وروری ورکړوداخلاص اودایمان په نوم
جوړ کړو افغانی وطن د سولی او جرګو  وطن

                                            (۹۹:۳)

۶ــ ۷ ولسي ( کلیوالي) مصرې:

        لنډۍ په پښتو شاعرۍ کې تر ټولو کوچنى شعري فورم دى، خو د مانا د ځواک او لېږد له پلوه نه يوازې په پښتو شاعرۍ، بلکې په نړيواله شاعرۍ کې يې سارى ليدل شوى نه دى.
د لنډۍ کمال په دې کې دى، چې مجموعاً په ٢٢ څپو يا دوو مسرو کې دروند مانيز بار او ښکلا لېږدوي. د لنډۍ لومړۍ مسره ٩ او دويمه ١٣ څپې لري، لنډۍ قافيه نه لري، خو د دويمې مسرې په پاى کې يوه اهنګينه کلمه لري، چې د لنډۍ ټول اهنګ بشپړوي. هره لنډۍ بايد د زور (ه) په واول يا غږن اواز پايته رسېدلې وي. په پاى کې دا زور (ه) رانه شي نو اهنګ يې نيمګړى پاتې کېږي. لنډۍ د پښتو ژبې د فونولوژيکي (غږيز) جوړښت تابع ده او د هغې پر بنسټ جوړېږي. په نورو ژبو کې د دې ډول شعر (البته په همدې وزن او اهنګ) څرک ليدل شوى نه دى او نه نورو ژبو ته د لنډۍ په ژباړه کې ددې اهنګ ساتل شوى دى.
پر ټولو لنډيو باندې يو قانون د تطبيق وړ دى، يانې دا چې د هرې لنډۍ لومړۍ مسره بايد حتمي ٩ او دويمه ١٣ څپې وي. د هرې لنډۍ د لومړۍ مسرې څلورمه او اتمه څپه او د دويمې مسرې څلورمه اتمه او دولسمه څپه، خجنه وي.

بېلګه:

وطنی مصرې

دوطن غیږه کی می کور دی
ماته پردی مالت کی خوب کله راځینه

دوطن خاوری به رانجه کړم
دا پردیسی ژوندون می هردم زوروینه

چه مو تاریخ ته نظر وکړو
جګی شملی مو د پلرو را یادی شینه

دا مو په خپله په ځان وکړه
چه د پردو په لمسون خپل کور ورانونه

راځی چه خپل وطن اباد کړو
تر څو به ګالو د پردیو پیغورونه

وطن د ټولو شریک کور دی
دا دشمنان مو په قومونو بیلوینه

د اتفاق نه هرڅه جوړ شی
راځی چه یوکړوافغانی خواره قومونه

                                    (۱۹:۵)

۶ــ ۸ ازاد او نیمه ازاد شعرونه:

        په پښتو شاعرۍ کې د ازاد شعر څو ډولونه تر سترګو کېږي. په دې مانا چې پښتو بشپړ ازاد شعر تر څو پړاوونو وروسته دې شکل ته رسېدلى دى. دلته به د ازاد شعر څو بېلګو ته اشاره وکړو.
١- هغه ډول ازاد شعر، چې د دوديز شعري فورمونو په چوکاټ کې نه وي راغلي، په شکلي ډول په کې يو څه بدلون راغلى وي. ځينې مسرې يې له قافيې ازادې، لنډې يا اوږدې وي، په نورو اکثرو مسرو کې قافيه راغلې وي، خو دا قافيه په مسرو يا بيتونو کې يو شان نه وي، څو څو مسرې يا څو بيتونه په خپل منځ کې مشترکه قافيه لري، بيا بېلې مسرې ورپسې لوېږي او په دې ډول يو بند جوړوي. په دې ډول نظم کې اکثره مسرې تقريباً يو متحد وزن تعقيبوي. يانې له ځينو وړو مسرو پرته د نورو اکثرو مسرو د څپو شمېر سره برابر وي. په دې ډول فورم کې د ځينو بندونو د مسرو تر قافيې وروسته کېدى شي رديفونه راغلي وي او ځينې هم کېدى شي هېڅ رديفونه ونه لري. په پښتو ژبه کې ټاکلي شمېر نظمونه او شعرونه په همدې او يا دې ته ورته فورم کې ويل شوي دي. د نيمه ازاد شعر دا فورم يا ډول عام نه دى، بلکې د کارونې ساحه يې ځانګړې او خاصه ده
. (۷۸:۱).

بېلګې:

دا څه حال دی

مرګ او ژوبله، بیوسی ده
دا دهشت دلیدو نه دی
نه وختونه د لیدو دی
پرهارونه مرګ او ژوبله
دبیرحمو قا تلا نود ظالمو جابرانو
دا وحشت د لیدو نه دی
نه وختونه د لیدو دی
حالتونه توفانی دی
اوس وختونه توفانی دي
ای د وخت سالار تربوره
ستا خصلت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو دی
نن دخدای د بنده ګانو
ډیر بی حده سپکه کیږی
څوک پرزیږی څوک زړیږی
دا قیامت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو دی
ای ددی زمان انسانه
سره یو شه یو همت شه
یوه چیغه د غیرت شه
نور غفلت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو دی
تر دی غلو او ګیدړانو
داوحشی ، سړی خورانو
ترینه خلاص مظلوم انسان کړه
دا ذلت دلیدو نه دی
نه وختونه د لیدو دی

               (۳۰:۲)

۷-د سعید افغاني د شعر فکر او محتوا

        ښاغلي سمیع الدین افغاني هم د فکر او محتوا له پلو په مختلفو مضمونونو کې شاعري کړي ده. ژبه، خيال، فکر، احساس، موسيقي او آهنگ د شعر مهم توکي دي او کومه وينا چې له دغو توکیو جوړه وي، شعردی. نو مضمون يا موضوع هغه يو توکی دی چې د شعر هيأت کې جوته ونډه لري. په دغو توکيو کې د فکر خبره شوې. فکر به ضرور څه شي باندې کېږي؛ فکر به ضرور د ژوند او چاپیریال د څه برخې باره کې وي؛ فکر به ضرور د شاعر د ژوند څه خبره يا تجربه باندې متمرکز وي. نو هر هغه څه باندې چې فکر او غور کوو، هغه زموږد شعر موضوع ده.

     کوم شی چې د ادبي او هنري اثر عمر اوږدوي، هغه د فکر عنصر دی چې د موضوع په بڼه ځان څرګندوي. يوازې د ټکنيکونو رعايت يو اثر نه شي جاوېدانه کولی. د هنري اثر وجود په مضمون يا موضوع ودان دی. د هنر نور عناصر يې د پيغام ارائه کولو کې لاس کوي. خو د موضوع انتخاب او د موضوع د ارائې له پاره د مناسب صنف انتخاب هم ډېر زيات مهم دی. ښه خواړه دې وي، خو چې لوښی يې صفا سوتره، ښکلی او مناسب نه وي، خوند به ځنې وانخيستای شو. البته، د خوړو د متقاضي اشتها هم دلته يو شاخص دی.  شعر هم همداسې دی. پخوا هم د شعر مینه والو د شعر موضوع د شعر پر نورو اجزاؤو لومړۍ بلله او زياتره به ورباندې بحث کېده. اوس هم د شعر مینه وال د شعر يا هنري اثر د لوستو يا نندارې په وخت کې دې باندې هم فکر کوي چې د اثر خاوند څه ویل غواړي. دغه د”څه ویلو” مطلب موضوع ده چې له قديمه د ښه شعر مهمه او اساسي برخه ګڼل شوې ده. اوسنيو نقادانو کې البته فرمولسټان د څه ويلو پر ځای د څنګه ويلو توصيبه کوي. د دوی په نزد، خبرې واړه زړې دي. فقط د ارائې او بيان انداز يې له شاعر نوي کېده غواړي.

          یانې  ټول بیلا بیل ټولنیز، اقتصادي، کلتوري، عناصر، مفاهیم، مفکورې، واقعیتونه، احساسات او خاطرې که په عشقي، حماسي یا په بله هره بڼه ؤاوسي د پنځول شوي اثر مضمون بلل کېږي. غواړم د فکر او محتوا له مخې د ښاغلې سمیع الدین افغاني ځینې بیلګې وړاندې کم کنه ښاغلي سمیع الدین افغاني شعرونه یې په مختلفو مضمونونو کې ویلې دي.

۷ــ۱ حماسي:

       ښاغلي سمیع الدین افغاني داسې شاعري هم کړي ده، چې فکراو محتوا یې حماسي رنګ لري خپله حماسي نظم هغه مضمون او محتوا دی، چې  پخواني او اوسني حماسي مسایل، د اتلانو کارنامې، مېړانې او سرښندنې په کې بیان شوې وي.

بېلګه:

د وطن اتلان

ستا په لوړو غرونو د افغان بچی
جوړی کار نامی کړی قهرمان بچی

ټینګ یی په دښمن باندی ګوذار وکړ
و می لید ډګر کی پهلوان بچی

سوله یی شعار ده مخ په وړاندی ځی
دوی دی په تصمیم کی با ایمان بچی

ساتی خپل وطن لوړ شجاعت لری
دا د توری بریښ او د میدان بچی

باسی کشتی خپله د ساحل په لور
دا د طوفانونو د دوران بچی

دوی په افغانی غیرت نازیږی تل
دا د صداقت او پاک وجدان بچی

                            (۲۰:۵)

۷ــ ۲ انتقادي:

        د ښاغلي سمیع الدین افغاني په شعرونو کې انتقادي شاعري رنګ هم لیدل کېري. خپله انتقادي نظم مضمون هغه ډول مضمون دی، چې د ژوند د مختلفو برخو په اړه داسې نېوکې کوي چې د ژوند د یوې برخې یا د یوې مسلې ښې او بدې خواوې په ګوته کړي وي اوسي، چې ښاغلي سمیع الدین افغاني هم په خپلو هېواد والو باندې انتقاد کړې دی هغه هم د شهیدې فرخندې د شهادت په مناسبت، چې د خپلو هېواد والو له خوا یو کال مخکې په ډېره بې رحمانه ډول د شاه دوشمشېره مخکې په شهادت ورسیده او بیا جسد ته یې اور واچول شو په دې هکله ښاغلي سمیع الدین افغاني په دري ژبه یو شعر ویلي او په خپلو خلکو یې انتقاد کړې دي

بیلګه:                                          ای الګوی حجاب

حجاب ترا اهل خرافات برده اند
بامرګ تواز قهرخداهم  نه ترسیدند
با پیکر بې جان تو هم رحم نکردند
با مکرفریبکاری چی فتنه به پا کردند

ای شهر نشینان
ای مردمان ده
ای اهل این دیار
ای سروران دین

تا کی درین مسیر جهالت و انحراف

دور از کتاب دین
در سیر خرافات
در قید اعصیان
با تاریکی جهل و خرافات
خاموش وبې صدا
در غم نشسته اید

فرخنده را به دیر ابدیت سپردند
صدای انت  الحق او را هیچ نه شنیدند
به سیر  ارمان های دلش بد جفا کردند
با جسد بی جان او اتش  روا کردن
افسوس به حال وی
افسوس به حال وی

در سوګ تو ای خواهر شهید
من اشک ،ماتم ام
من اه ، ناله ام
ای جان خواهرم
فرخونده عزیز

فرخنده باد روح، روانت شهید پاک
ای الګوی حجاب

                          (نن ټکی اسیا)

۷ــ۳ غنایې:

       ښاغلي سمیع الدین افغاني په غنایې یا مینه ییز شاعري کې هم ډېري شعرونه ویلي دي . خپله غنایې یا مینه ییزه هغه شاعري ده، چې فکر او محتوا یې له مینې محبت او عاطفې مسایلو څخه بحث کوي.

بېلګه:

د مینې نغمه

ته د مينې لـــوی کتاب يې
ته دمينې لــوی درياب يې

ته تصویــر د ښکلا ګــانو
ته ښايسته شانې ګلاب يې

تــه دميــنې سمــندر کې 
د موجونو په حساب يې

ته څرګند تصویــر د مينې
ته سکون د زړګي تاب يې

ته د ژوند پــه امتحان کې
په بر لاسوکې حساب يې

تــه نغمه يــې د شعــرونو
د  درخــو ادم ربــاب يې

تا نه زه لــوګی لوګی شم
د غمجن زړګي ثواب يې

             (نن ټکی اسیا)

۷ــ ۴ دینې:

       ښاغلي سمیع الدین افغاني په دینې برخه کې هم شاعري کړي ده او د دین په اړه شعرونه او مناجات ویلي دي. دینې شعرونه او شاعري هغه شاعري ده، چې شاعر په خپلو شعرونو کې د نظم متن د دیني مسایلو، آحکامو، وعظ، تبلیغ او عرفان د پیروانو په اړه مسایل څېړي.

بېلګه:

سجدې

ستــــا د رضــــا دامیدونــــو سجدې

ربه ستا در کــــې د عذرونو سجدې

د ګــــناهونو نــــه منزلـــونـــه جوړ دي

غــــواړم ادا د ګــــناهونــــو سجـــدې

ســــتا دغفار کــــریم رحیــــم له نومو

شــي که قبول د طاعــــتونو سجدې

زاهــــده ځانــــله چـــې مغروره نه شې

زه یــــم پیرو د پــــاکو زړونو سجدې

څوک دی عابدستا ددوزخ له ویرې

څوک کړي سجدې دثوابونوسجدې

چې مسلمان دی او قایم په خپل دین

کړي پنــــځه وخته د فرضونو سجدې

که افغاني وطــــن کـــې سوله راغله

زه بــــه ادا کــــړم د نفــــلونوسجــــدې

(۱۰:۵)                                           

۷ــ ۵: اخلاقي:    

         ښاغلي سمیع الدین افغاني په اخلاقي برخه کې هم شاعري کړي ده او د اخلاقو په اړه شعرونه او نظمونه ویلي دي. اخلاقي شعرونه او شاعري هغه شاعري ده، چې شاعر په خپلو شعرونو کې د نظممتن   یوې ټولنې د افرادو د روزنې او سمې لارې ته د دوی د لارښونې اړونده بحثونه کوي.

بېلګه:

پاکی هیلی

هغه څه چه مو په زړه کی هوسیږی
زموږ هیلی دی منزل ته به رسیږی

دغه هیلی ډیری پاکی او سوچه دی
چه ملګری مو د ژوند او همیشه دی

دا ژوندون د امیدونو لوی جهان دی
ځکه تل په هلو ځلو کی انسان دی

زموږ هیله زموږ ګران افغانستان دی
زموږ هیله زموږ ژوند زما ایمان دی

بی وطنه چه اوسیږی په غربت کی
خوږ ژوندون ورته په مثل د زندان دی

زموږ مینه زموږ هیله ده ارمان دی
اتفاق او ورورګلوی د هر افغان دی

دا وطن په ورورګلوی باندی جوړیږی
په یووالی باندی هر مشکل اسان دی

دوطن غیږه کی می کور دی
ماته پردی مالت کی خوب کله راځینه

دوطن خاوری به رانجه کړم
دا پردیسی ژوندون می هردم زوروینه

چه مو تاریخ ته نظر وکړو
جګی شملی مو د پلرو را یادی شینه

دا مو په خپله په ځان وکړه
چه د پردو په لمسون خپل کور ورانونه

راځی چه خپل وطن اباد کړو
تر څو به ګالو د پردیو پیغورونه

وطن د ټولو شریک کور دی
دا دشمنان مو په قومونو بیلوینه

د اتفاق نه هرڅه جوړ شی
راځی چه یوکړوافغانی خواره قومونه

                               (۴۵-۴۴:۵)

۷ــ ۶  د سمیع الدین افغاني شعري سبک :

        ښاغلي سمیع الدین افغاني په داسې ډول هم شاعري کړې ده او شعرونه یې ویلي دي. خپله  یې داسې ساده کلمو کې شاعري هغه شاعري ده، چې شاعر خپله موخه او هدف یې د سمبول په ډول بیان کړي هغه هم په داسې وخت کې، چې هغه خبري چې د سمبول په ډول د خپل هېواد والو د ویښتیا لپار یې وایې په مستقیم ډول یې نه شي ویلی ښاغلي سمیع الدین افغاني په خپلو شعرونو کې د ملنګ جان پیروي کوي او عروضي شاعري هم کړي ده خو په مرکزي نقطه یې همدا د وطن یادونه ده او تل یې د خپل هېواد او هېواد والو درد او غم یې په خپلو شعرونو کې بیان کړي دی.

  بېلګه:

د خره فلسفي عقل

يوه ورځ يو خر په قهر شو خپل روزګار ته
وه ژوندون ته خپل حیران محنت او کار ته

اعتصاب یې د خوراک وکړه دې خر
ویل : انسانان موږ ته کوي تل سپک نظر

ورځ له ورځې حال بتر خوار او ډنګر شو
له غصې داسې چې مرګ ته برابر شو

ولګې ، تندې له هر څه وه پاتې کړی
بس د مرګ لور ته روان وه غلی غلی

چې پلار خر یې شو خبر د زوی د حاله
د خپل زوی له اعتصاب او له جنجاله

ورته لاړه په خوږه ژبه بیان شو
د خپل زوی نه د غصې علت جویان شو

ویل : چې زویه ورځ له ورځې ډنګریږې
دې تصمیم کې دې تر مرګ پورې رسیږې

ښې اوربشې او خواړه درته پراته دي
راته ووایه : په زړه کې دې نور څه دي

چا ناکام درسره کړی چې غمجن یې
ته د چا ځینې خواشینی ،اندیښمن یې

زوی خر پاڅیده له ځای په زحمت
سر یې وښورو خپل پلار ته په همت

د زړه راز او حقیقت یې ور بیان کړ
په دې کار یې ملامت ظالم انسان کړ

ویل : ګیله مې د انسان او بشریت ده
له توهین له بد سلوک او د محنت ده

پلارحیران شو دخپل زوی داسې ځواب ته
د انسان د بد چلند د زوی عذاب ته

ویل : چې څه درته ویلي انسانانو!؟
څه ګیله لرې له خپل یا اجنبیانو!؟

زوی ویل: دوی مو ټولنې پورې خاندې
هر تنبل ته دوئ خر واي توهین کاندي

پلار يې وويل : هغه څنګه زما ګرانه؟
په خبره سم پوه نه شوم زویکی جانه

زوی ویل : نه وينې هر وخت کوم انسان؟
چې مضر وي یا تنبل وي یا نادان

ورته وايي: ته یې خر احمق نا پوه ېې
ته ټټو کله په جمع کې د سړو یې

ایا موږه په ریښتیا دومره نادان یو؟
یا بیکاره لکه دوی موږ تنبلان یو؟

موږ په اصل کې ډیر ګالو زحمتونه
انسانان په موږ کوي شاقه کارونه

شپه او ورځ په کار او بار باندې اخته یو
خوبیا هم ددوئ په نزد موږ بیکاره یو

پلار پدې وخت کې خپل زوی ته شو حیران
زړه له سوزه زوی حالت ته شو ګریان

پدې فکر چې به زوی ته څه ځواب کړي
په خپل زوی به ختم څنګه اعتصاب کړي

ورته وی څنډل غوګونه په ګفتار شو
ویل : انسان لوی خلیفه ددې دیار شو

که اشرف المخلوقا ت ددوئ رتبه ده
زما هم د ځینو ځینو نه ګیله ده

دوئ په خپلو کې کوي سره قتلونه
د انصاف نه دی بیرون کوي جنګونه

ایا خر چیرته کوم بل خر دی وژلی؟
یا د بل خره استحقاق یې تري پټ کړی ؟

داسې خر دی چا لیدلې چې قاتل وي؟
یا اوربشې یې غلا کړی د کوم بل وي؟

یا ګیله د خپل د نسله کړي بل چاته؟
یا ضرر یې رسیدلی وي دنیا ته؟

یا پردو ته جاسوسي په خپل مفاد کړي؟
ځانله جوړه کړي هستي او بل برباد کړي؟

یا کوم خر د بل د خره سره دښمن وي؟
يا خپل مینځ کې یو د بله ګیله مند وي؟

یا یې ورور پردو په لمسه وي وژلی؟
یا بل خر یې په نیرنګ وي غولولی؟

یا شیطان وي شیطانت د نورو خروکړي؟
یا وحشت، نسل کوشي په چا پیرزو کړي؟

پلار اوږده ساه د خولې وویسته بهر
په اوږه د زوی یې کیښوده خپل سر

ورته وویل :چې په ځمکه کې انسان
ددوئ مینځ کې شته بی رحمه لیډران

مرګ او ژوبله تباهي ددوی شعاردی
دوئ له وجې په هر سیمه کې ناتار دی

دوئ په ځمکه کې جوړ کړې کربلا ده
نابودي ته یې مخ کړی دا دنیا ده

دا وحشیان په مرګ او ژوبله نه مړیږي
دوئ له نیته بشریت په اور سوزیږي

بعضو خپل ګټې جهاد نه قرباني کړې
ځینو نورو اسلامي فتوا سیاسي کړې

کله یو کله بیا بل تنظیم کې پایي
کوي هغه کوم چې لوی بادار یې وایي

موږ د خرو نسل پوهیږو په خپل کار
موږ که هر څه یو بیا پیژنو خپل لار

زوی او پلار وښورو سر دې حقیقت ته
ویل چې خدای یو پیدا کړي کوم حکمت ته

پلار یې وویلې : غوښتنه مې له تا ده
زما تاته دا نصیحت او دا سلا ده

چې خپل پل دې د پلارو په پل قایم وړه
بار دپلا ر او د نیکو په دود دایم وړه

انسان پریږده چې کري هغه به ریبي
موږ او تاسو سره صبر ښه زیبیږي

موږ نه چاته کړو ښکنځل نه دروغ وایو
نه موچا سره دوکه ده ریښتیا ستایو

نه مو چور یا چپاول دی چرته کړی
نه مو یو ورور هغه بل ته لمسولی

نه غاصب د بل د ځمکو یا جایداد یو
چې د بل کره کوم غم وي موږ نا ښاد یو

زوی خر پوه شو په خبرو د خپل پلار
سر یې پورته کړو اوربشو ته په وار

ویل : ریښتیا وایې خبر دې اوس منمه
ستا په خوښه اعتصاب مې ماتومه

زه به ټول عمر یم خر، د خره لمسی يم
د خره زوی د خره د نسل کړوسی یم

د قیامت په ورځ به خداې مو مدد ګار شي
دا ظالم بې رحمه خلک به ټول احضار شي

ظالمان به د دوزخ لور ته روان وي
بیا به هلته په همدې ژبه ګویان وی

کاشکې خر وای په دنیا کې پیدا شوی
اوس دوزخ کې به په اور نه سوزیدلی

                             (نن ټکی اسیا)

۸-د سعید افغاني په شعرونوکې ادبي صنعتونه

       ښاغلي سمیع الدین افغاني د خپلو شعرونو د ښکلا لپاره مختلفو ادبي صنعتونونه په خپل شعر کې کار اخیستي دی، چې د بېلګې په توګه یې دلته د ځینو صنعتونو یادونه کوم.

۸ــ۱ تلمیح:

       ښاغلي سمیع الدین افغاني په خپله شاعري کې د تلمیح صنعت هم کارولی دی. مخکې له دینه، چې د تلمیح صنعت بیلګې یې وړاندې کړم غواړم د تلمیح صنعت اړه ووایم، چې ((تلمیح په لغت کې مالګه کولو ته وایې. په اصطلاح کې هغه معنوي صنعت ته ویل کېږي، چې شاعر په خپل نظم یا شعر کې یوې مشهورې تاریخي پېښې یا واقعې او یا کېسې ته اشاره وکړي))(۸۹:۸).

بېلګې:

دا چې شليدلی  ګریبان ګرځمه  زه

ځان د مجنون د ګور تر خوا نیسمه

                               (۵۰:۵)    

   

په بازاري مینه غلط چې نشم

دود د یوسف او زلیخا  نیسمه

                       (۵۰:۵)

نه ادم شته، نه رباب، نه هغه  مینه

د فرهاد د زړه قرار باندې څه وشول

                                 (۱۷:۲)

وې نسم محنت نور د ژوندون ځینې

ماته د  فرهاد په  شان ککره  شي

                                (۳۳:۵)

سر مې د منصور غوندې په دار ښه وه

نه  چې  د  خپل  یار  ځینې  جدا یمه

                                    (۴۱:۵)

اچوم کچکول بیا د بهلول څنګ ته

ځم  د  خپل  اشنا  د  در  ګدایمه

                            (۴۱:۵)

۸ــ۲ مبالغه:

ښاغلي سمیع الدین افغاني په خپلو شعرونو کې د مبالغې له صنعت څخه هم کار اخیستي ،چې ځینې بیلګې یې دلته د مثال په ډول غواړم راوړم خو له هغې مخکې باید ووایم، چې مبالغه هغه معنوي صنعت دی،چې شاعر د یو چا یا یو شي صفت یا غیبت تر خپل ټاکلي حد او اندازې څخه زیات وښیي.

بېلګې:

مستې ستا  د سپین مخ  له  رڼا  ځینې

شپه شوه راته ورځ ستا د شغلو په چم

                                   (۱۴:۵)

د  حرم  د باغ  د  حورو غم کې نه  شوم

چې په زړه مې ستا د مینې خوږ بشر شو

                                      (۳۱:۵)

۸ــ۳ ارسال المثل:

        ښاغلي سمیع الدین افغاني په خپلو شعرونو کې له ارسال المثل نه هم استفاده کړي ده. ارسال المثل هغه ادبي صنعت دی، که چېري یو شاعر په خپل شعر کې یو مشهور متل په ښکلي او خاصه طریقه ورځای کړي، له داسې شعر ته ارسال المثل وایې.

بېلګې:

څوک چې چاته کوهي کني هغه خپله

په کوهي کې به یې ځای وی تل ترتله

                                    (۴۴:۵)

ندي  منزل  ته  رسیدلي  ته  کاږه   بارونه

چې دا غزو بار یې په سروي یا سمن څه په کار

                                          (۴۷:۵)

۸ــ۴ سوال او ځواب:

       ښاغلي سمیع الدین افغاني هم په سوال او ځواب ادبي صنعت کې شعر ویلی دی. سوال او ځواب داسې صنعت دی، چې په دغه ډول صنعت کې په یوه نیم بیتي یا بیت کې سوال او په بل کې ځواب راوړل کېږي. چې دغه صنعت ته سوال او ځواب او یا مراجعه هم وایې. دلته د نمونې په توګه د ښاغلي سمیع الدین افغاني یو شعر چې د یو پښتون زلمی او پښتنې پېغلې تر مینځ د سوال او ځواب په بڼه ویل شوي دی.

بېلګه:                                     دمینې رنګ   

مــــــا ویل سترګې دې خوږې دي

دې ویــــل تورې پـــــــــه رنجو دي

ما ویل مــــینه دې ســــور اور دی

دې ویــــل یار زما مــلــــــــنګ دی

ما ویــــل زمــــا سره اشـــــــــــنا شه

دې ویل زموږ کلـــــــــــي تــه راشه

ما ویــــل مــــینه رســــوا کـــــــیږي

دې ویــــــل دا دمیــنې خـــوند دی

ما ویــــل ښکلې دې ځــــــواني ده

دې ویــــل میــنه رســــــــــــوایې ده

ما ویــــل زه دې لــــیونی کـــــــــــړم

دې ویل یار مې غنم رنـــــــګ دی

ما ویل سپینه خـــــــوله دی راکړه

دې ویل میـــــــــــنه کـــړې بې باکه

ما ویل زړه تــــــــــه مې نــــژدې یې

ویل زه شمع یــــــارمې پتنګ دی

ما ویــــل راشه  مــــازیګـــــر تـــــــه

دې ویــــل دربه شـــــــــم ګــــــدر ته

ما ویــــــــل لاره بــــــــــــــه دې څارم

ویل منګی مې شین په څنګ دی

                 (۳۸:۲)

۸ــ ۵ طباق(تضاد):

        ښاغلي سمیع الدین افغاني په خپلو شعرونو کې د طباق صنعت هم کارولی دی. دغه صنعت ته تناقص، تضاد او تقابل هم ویل کیږي. دا هغه صنعت دی، چې شاعر په خپل شعر کې دوه مقابل او متضاد لفظونه راوړي لکه: ښه او بد، شپه او ورځ، تور او سپین، مرګ او ژوند، جفا او وفا،….

بېلګې:

زمانې چې خپلې لوبې په ما وکړې

یم د چا سره اوس دوست د چا دښمن

                              (۱۰:۵)

سترګې د امید مې درته پاته دي

مړ کړه را ژوندی د قصیدو په چم

                               (۱۴:۵)

یا د خوږو ترخو تو پیر دې  لږ  دی

یا چيرې رنګ دې په ترخو کې نشته

                                  (۱۶:۵)

دا  د  مرګ   د  خوب  لیدل  وه ؟

که  د ژوند  د  خوب  تعبیر  دی؟

                             (۲۸:۵)

پرې نه پوهیږمه چې کوم لوری ځم

کله   د نیا   کله  عقبا    نیسمه

                            (۵۰:۵)

۸ــ ۶ تشبیه:

       ښاغلي سمیع الدین افغاني په خپلو شعرونو کې تشبیه صنعت نه هم استفاده کړي ده.تشبیه په لغت کې ورته کېدو یو شی د بل په شان کېدو ته وایې. اصطلاحآ په یوه خاصه مانا کې د دوو څیزونو شرکت ته تشبیه ویلی شي. په بله وینا: یو څوک، یو شی یا یو حال، د بل شي یا بل حال سره ورته کول تشبیه ده خو په دې شرط چې د دواړو تر مینځ یو یا څو مشترک صفتونه موجود وي.

بېلګې:

جګه  ونه شمشاد  یې قامت  دی

ده مغروره شاهین یې صفت دی

                            (۲۷:۵)

۸ــ ۷ ذولسا نین:

        ښاغلي سمیع الدین افغاني په خپلو شعرونو کې د ذولسا ینن صنعت هم کارولی ړی. که چېرې یو نظم په دوو او یا زیاتو ژبو سره وویل شي ذولسا ینن بلل کېږي.

بېلګه:

ځه چې ځو بهر ته سیل به وکړو د ملکو

توهم  بیا برو ګلم توهم  بیا برو

بیا که بریم ګلیم د خارج عجب روزګار است

رنګ برنګ موترو سرویس ها قطارقطاراست

ماهی  یی  کنسرو کتی  پیوه  مزه دار است

میریم  سویدن،  استرلیا  تا  به  پیرو

توهم بیا برو ګلم تو هم بیا برو

نه  ځمه  بهر ته ځما  خپل  وطن  یادیږي

زړه مې د کابل کلو بانډونه  نه  صبریږي

هر مازیګری  د شهرنو  مې  نه  هیریږي

څه کړوعبث ژوند دی په وطن کې د پردو

توهم بیا برو ګلم تو هم بیا برو

هرطرف جنګل وسرسبزی شده بسیار

هر جایی که میری کس به کس نداره کار

بپوش مودی روزه کتی مه برو بی خار

میریم به سرکس ویګان وقت به کازینو

توهم بیا برو ګلم تو هم بیا برو

نه ځمه بهرته مور او پلار مې په وطن کې دي

زړه مو ډېر زوریږی شهیدان مو په مدفن کې دي

خلک مو ټول تباه شو د ښمنان مو په درشن کې دي

رب دې فضل وکړي د وطن په شاځلمو

توهم بیا برو ګلم تو هم بیا برو

ګرانې زه پوهیږم ستا احساس د قدر وړ دی

هر سړی په خپل وطن کې دروند او مکمل دی

غواړو افغاني وطن زموږ دغه تکل دی

خدای دې کړی نصیب زموږ د خپل وطن ابرو

توهم بیا برو ګلم تو هم بیا برو

                           (۲۲:۵)

۹- د سمیع الدین نظمونو او شعرونو ته کره کتنه

            د ښاغلي سمیع الدین افغاني اشعار زیاتره د ملنګ جان په سبک ویلي دي او زیاتره یې ولسي ، حماسي، ساده ، او سیمییز کلمات یې استعمال کړي دي او په عروضي شاعري کې لکه غزل ،قصیده او داسې نور… او په ولسي شاعري کې یې له چاربیته ، بګتۍ داستان او داسې نورو نه استفاده شوې ده .

                   سمیع الدین افغاني هغه شاعر دی، چې په شعر کې د هغه هیلې، دردونه ، مینه او ارمانونه ژور ټولنیز،انساني او بشري رنګ لري. د سولې، هوساینې او نیکمرغۍ تږی دی. د خپل ځپل شوي هېواد د زوریدلي انسان په دردونو اوښکې تویوي، د کرکې، نفرت او توپیر غوښتنې پر ځای د مینې او محبت اواز اوچتوي د ارمانونو ارمان یې خپل خلک خپله مینه او خپل هېواد دی.   

                     له هېواد څخه د لریوالي غم یې د زړه  وینې خوري او د پردو پردي کتنې یې د شاعرانه روح ته عذاب شي. په تیرو ویاړي او په روانو ژاړي او د سولې، وروری او هوساینې په هیله د نفلونو سجدې په غاړه اخلې، د شکونو او بې باوریو تورو لړو ته زوریږي او همدغه څه د افغان ولس د ناورین د اوږدیدو دلیل بولي.

                     د سمیع الدین افغاني شاعري د هېواد یادونه، درد او احساس سندرې دي، ژبه یې ساده، روانه او بې تکلفه ده. نوموړي هڅه کړې، چې په روانه ساده، او رنګینه ژبه د هېواد حالات په خپلو شعرونو کې خوندي کړي.

                   په مختلفو فورمونو کې یې شاعري کړي ده او ډېر ښه مضامین یې پکې بیان کړي دي، چې زیاتره یې د وطن په اړه دي. په دې لیکنه کې د شاعر او لیکوال ښاغلی سمیع الدین افغاني په ژوند، نثر او د  شعرونو په ځینو اړخونو رڼا اچوال شوې ده. د پورته خبرو تر څنګ په دې لیکنه کې دا کوښښ هم شوی، چې د شاعر د غزلو، مثنوي او مختلفو فورمونو بیلګې هم وړاندې شي.

پا یله     

      ددې مونوګراف په لیکلو او ددې ټاکلې اندازې لیکنې سره زما په پوهه او تجربه کې د پام وړ اضافه شوه. ما د ښاغلي سمیع الدین افغاني په اړه هر اړخیز معلومات تر لاسه کړل او د هغه د پوهې له انوارو مې د خپل ژوند له پاره کار واخیست.

       د هغه د هر ډول آثارو (تخلیقي او تحقیقي) سره مې بلدتیا وشوه او خاصآ د خپلې موضوع د(ښاغلي سمیع الدین افغاني اشعار او افکار) په اړه مې ډېره لټونه او ټولونه وکړه په نظم او نثر کې مې ورته آثار پیدا کړل او هغه مې وڅیړل او په نظم کې مې ورته د شعرونو فورم، فکراو محتوا یې او همدارنګه په نظم کې یې ادبي صنعتونه پیدا کړل دا راټول شوي مواد مې بیا ترتیب او هر یو مې په یو ځانګړي سرلیک کې راونغښتل او د یو مونوګراف کار مې ترې هم واخیست.

      دا لنډه لیکنه دا مانا نه لري، چې د ښاغلي سمیع الدین افغاني په نظم او نثر کې همدومره آثار دې ښاغلی سمیع الدین افغاني یو ولسي او ملي شاعر دی په خپلو هېوادوالو دردېدلی شاعراو لیکوال دی. همیشه یې د خپل ولس د زړه درد او ناخوالي یې په خپل قلم خپلو خلکو ته په هر حالت او ساعت کې وړاندې کړي دي. خپله له هیواده لري خو زړه یې همیشه له خپلو هېواد والو سره دی.

      د ښاغلي سمیع الدین افغاني ګڼ شمېر متفرق آثار یانې مقالې او شعرونه یې د هېواد د مختلفو خپرونو، مجلو او ویب پاڼو له لارې خپلره شوي دي.

      ما هم دغه مونوګراف د استاد پوهنوال یار محمد(یزال) تر لارښوونې لاندې سرته ورسولو او تر خپلې وسې مې  د شاعر او لیکوال ښاغلي سمیع الدین افغاني پر ژوند، فن او آثارو رڼا واچوله، په اخر کې د خپل لارښود استاد پوهنوال یار محمد (یزال) څخه مننه کوم، چې ماته یې لارښوونه کړي او ښاغلي سمیع الدین افغاني ته د نورو ادبي هڅو په هیله یم.

وړاندیزونه

          لکه څرنګه چې شعر د ټولنې هنري ژبه او شاعر د ټولنې هغه ترجمان دی، چې واقعیتونه د شعر په ژبه یا په بل عبارت په مجازي ژبه وړاندې کوي ، نو ضرور ده، چې د د غسې شاعرانو د شعر د مبهمو موضوعاتو د روښانتیا په خاطر ډېر کار وشي او هغه توضح او تشریح شي.

       بل دا چي په ټولنو کې داسې وګړي شتون لري، چې د شعر او شاعرۍ سره زیاته مینه لري، خو د شعر د موضوعاتو ویشنه ورته ستونزمنه وي، نو ضرور دی، چې شعر ورته توضح او تشریح شي او په دې برخه کې باید د پښتو ژبې محصلین کار وکړي.      

        ما د سمیع الدین افغاني په اړه او شاعرۍ باندې خبرې کي دي دا یو داسې شاعر دی چې تر اوسه ورباندې چا کار نه وو کړی نو نورو پښتنو خویندو او ورونو ته دا وړاندیز کوم چې د همداسې نومورکو شاعرانو له مخ نه پرده لري کړي او د هغوی هنر او استعداد ټولنې ته وړاندې کړي تر څو خلک د هغوی له مفکورو او محتویاتو څخه خبر شي او د ژوند په چارو کې ترېنه کار واخلي.

        همدارنګه د پښتو ادبیاتو د زده کړندویانو او استادانو څخه مو هیله دا ده، چې ترڅو د داسې لیکوالو او شاعرانو ، چې تل یې په پښتو ادبیاتو کې رغنده رول لوبولی دی او د اوسنیو نویو شاعرانو ته هم اجازه ورکړي، چې دي میدان ته راودانګې او په خپلو احساساتو یې ونازو لکه ښاغلی سمیع الدین افغاني او داسې نور شاعرانو او لیکوالانو په اړه سیمینارونه جوړ کړي او هغه خپلو خلکو او نړۍ والو ته وروپيژندل شي.

 

ماخذونه

۱ــ ازمون، لعل پاچا. (۱۳۹۴ل). پښتو ازاد نظم .جلال آباد: ختیځ خپرندویه ټولنه.

۲ــ افغاني، سمیع الدین. (۲۰۰۹م). پردیس خیالونه. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۳ــ افغاني، سمیع الدین. (۱۳۵۹ه ش). داغلي زړونه.جرمنی: د حق د لارې کلتوري ټولنه .

۴ــ افغاني، سمیع الدین. (۱۳۵۸ه ش). د خاپوړو کلی. جرمنی: د حق دلارې کلتوري ټولنه.

۵ــ افغاني، سمیع الدین. (۱۳۵۸ل). دوطن یادونه .جرمنی: د حق دلارې کلتوري ټولنه.

۶ــ افغاني، سمیع الدین. (۱۳۹۰ل). زموږ کلي او بانډې. جرمنی: د حق دلارې کلتوري ټولنه.

۷ــ افغاني، سمیع الدین. (۱۳۸۸ه ش). شین خالۍ .جرمنی: د حق دلارې کلتوري ټولنه.

۸ــ بېنوا، عبدالروف. (۱۳۸۳ل). ادبي فنون. کابل: پښتوټولنه.

۹ــ جلال الدین.(۱۳۷۸). په پښتو ادب کې مثنوي پیدایښت. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۱۰ــ یون، محمد اسمعیل. (۱۳۸۷ل). د پښتوشعرهندسي جوړښت. جلال آباد: یون کلتوري یون.

Door Guest