محمدعیان عیان                       

*****
هغه لاهماغه وخت چې په امریکا کې په درس بوخت اود پاکولتې محصل و،نود«سي،آی،ای»ښه فعال اور اورکی ؤ. نه یواځې هغه په خپله؛بلکې یوشمیرهغه افغانان چې دده سره یا په یوه ټولګي کې وواویا یې په همدغه ښاراوهمدې پوهنتون کې سبق وایه، نوموړي سازمان ته ورماریپي (معرفي)کړي وو.هغوی ټول اوس اوس نن سباپه کابل او ټول افغانستان کې په اوچتواوچتواوله ګټې وټې نه په ډکو چوکیوټاکل شوي دي.
  نن سبا ددغوعایداتونه دډکوچوکیوپه برکت دهغوی ښه دپ دوپ برابراولا دخپلو خپلوانوسره هم ښې مادي اومعنوي مرستې کوي. ددوی اودخپلوانویې په هیڅ ځای اوهیڅ دوتر (دفتر) کې کار نه بندیږي. دوی ډیرکورونه،دوکانونه،ځمکې اویوشمیر نورجایدادونه ښه پریمانه، ډیرپه مړه خیټه واخیستل اوپه همدې غوښنوبرخوکې یې له خپلو خپلوانوسره هم ورته کومکونه وکړل.
  په خپله د«امپول» والاخودجایدادونواوملکیتونوقواله کولو ته ځکه کومه اړتیا نه لري اونه پې ځان ستړی کوي چې د امریکې په بانکونوکې دهغه دراتلونکي کول کول(نسل نسل) ژوندتضمین دی. لیکین دخپل نوم اوځان غوښتنې دپاره په اوچتواوچتوچوکیو اوغټو غټو خبروپسې مړاوهغه دچاخبره خڼي یې ورپسې څاڅي.په هره مرکه اویاغونډه کې چې غټې غټې خبرې ونه کړي نوزاره یې چوي.
  دسي،آی،ای دغه دباوروړدوست نن سبا دافغانستان برخه ټاکونکی(سرنوشت ساز)دی.هغه دامریکې له خوا دلته په یوه داسې چوکۍ مقرردی چې په افغانستان کې یې له هرچانه واک زیات دی.حتاّددې هیوادباچا(ولسمشر)هم دهغه بوټان پاکوي اوله اندازې زیا ته متازي(چپړوسي) ورته کوي. زمونږدهیواد دلوړې پوړۍ چارواکي هیڅ یودده له اجازې او مشورې نه پرته یوقدم هم مخ ته نه شي تلی. ټولې حکومتي چارې دهمده په امراوخوښه سرته رسیږي. دهیواد رسنۍ او خپرونې خولاداهم ورپسې وایي چې دافغانستان غیرمستقم باچا دی.
  یره که ریشتیادرته ووایم نودده هم ولي ډیرزیات تخنیږي چې په خپله دباچایي په تخت کیني اومخامخ دهیوادمشري په غاړه واخلي.سره ددې چې دامریکې نیشنلیټي(تذکره،پیژندپاڼه ) لري، خو په افغانستان کې ددغه هیواددلاس بری له کبله دا کارجایز دی اویوه افغان امریکني ته دالارپرانیستې ده.
  کله چې دهغه په سرکې دباچایي په تخت دکیناستلوهوا ولګیدله نوپه یولړمطبوعاتي مرکویې پیل وکړ.له مرکونه یې په جوته مالومیدل چې دمملکت بشپړې واکدارۍ ته یې ملا تړلې ده.
  دهیواد اوسنی باچا(ولسمشر)چې دامریکایانوله خواپه دې چوکۍ لګیدلی دی،هم په دې ښه پوهیږي چې دغه امریکني افغان دده چوکۍ ته سترګې پټې کړې دي. داباچا هم له ده نه کم نه دی اوهغه دچاخبره«برګی دسره چرګي نه کم نه دی» یا«زیړسپی دګیدړ وروردی».داباچاهم تروسه وسه لګیادی، ده ته قوندړې(قوتي)کني اولینګي ورله وهي.
  دوی خوبه همدلته پریدوچې دباچایي د چوکۍ دپاره په خپل منځ کې «چاړه غوښه اویوبل ته پوټکی شي». هماغه به یې ګټي اوداخوږه مربا به خوري چې دسي،آی،ای په مرکزکې ځواکمن مربي ولري، خومونږخپلې کیسې ته راګرځو:
***** 
  هغه وخت چې د«بي۵۲»ډوله امپول والادرسنیو ډګرته را ووت نوپه یوه تلویزوني مرکه کې لګیا وغټې غټې باټې یې ویشتلې. دمرکې په وخت کې یې خپله غټه خوله ښه په زوره زوره چړپوله اوپړاخ تندی یې دغوړدیګچي په شان پړقیدو. سترګې یې لکه دچرسیا نوپه څیرتکې سرې سرې راوتلې وې.غټه سوټله پوزه یې ډیره په جړق جړق پورته کشوله او توره ښاماره ژبه یې څلورلویشتې راایستلې وه.هغه دورایه  داسې ښکاره کیدوچې ته به وایې لکه دجهنم دوزخ لمبوچې وهلی اوددغه دوزخ استازی وي.
  دتلویزین خبریال چې ترې داپوښتنه وکړه: که امنیت خراپ شي، طالبان ځواکمن شي اوحالت مخ په خراپیدوشي نوتا سو هم دې موضوع ته کوم سوچ کړی اوچمتووالی ورته لرئ؟ داتپوس افغانستان ته دامریکایانودراتګ په لومړ یو ورځوکې شوې و اوپه امنیتي برخوکې ډیرې ستونځې نه وې نوده د خبریال پښتنې ته داسې ځواب ورکړ:
  ــ امپول والا: امنیت هیڅکله نه شي خراپیدای.مونږډیرلوي قووت یواوهیڅوک به زمونږدځواکونوپه مقابل کې سرجګ نه کړای شي.فرضاً که بیاهم څوک سرجګ کاندي نومونږبه له «بي۵۲» ډوله امپول نه کارواخلو.دهغه مسخد(موخه) داو چې په بي ۵۲ ډوله الوتکوبه یې بمباران کړو.ددې خبرې سره لا لږمسکې غوندې هم شو.بي ۵۲ ډوله الوتکې هغه تبا کونکې الوتکې دي چې کلي، بانډې اوښارونه یوشان په لمبو کې ایرې کوي.
  که داخبرې یوه امریکایي جنرال کړې وی نوحق یې و. ځکه چې پوځیانویې دهمدغوالوتکودبمبارۍ په زورپه دې خاوره منګولې خښې کړې دي، خوحیراني دې ته وه چې داسې بې غوږه اوبې غوندي خبرې اویودیپلومات؟ اوهغه هم یوله اره افغان. اوس یې نوته سپینوه چې څه سرته به یې وباسي؟ امنیت به ټینګ کړي اوکه زمونږوطن به تباه کړي؟
                        دکیسې پای
  دلیکلونیټه یې: ۲۹/۰۸/۲۰۱۰/ــ ۷/۶/۱۳۸۹ 
***** 
یادونه: اوس اوس نن سباخودامپول والاداتلس کلنې ناکامۍ نه وروسته دخپلوولي نعمتانوپه امرسرکاوته سرکاوته،اوتر اوتر،ترندترند،ارورتروراواړندکړند اخوادیخوا منډې رامنډې وهي چې هغوی ته دوړوپوزه جوړه کړي. پوزه خوبه جوړه کړي، لیکین دابه تل ترتله یوه کږه پوزه وي؛ ځکه به کږه وي چې دا داوولسواتلسوکالود«بي ۵۲»ډوله امپولونوبمبارۍ او زمونږدولس دشهیدانودوینورودونه به دچاهیرشي؟ 
دیادونې دلیکلونیټه:۱۴/۱/۲۰۱۹ـ ۲۴/۱۰/۱۳۹۷



		

Door Guest