لیکوال:انجنیرعبدالقادرمسعود

زموږ هیواد دخپلې لرغوني جغرافیوي او استراتیژیک موقعیت له مخې د طبیعي ډیرو ښکلو مناظرو ،  طبیعي  سرشارو  شتمنیو ،  زیرمو او منابعوو  خاوند  دی ،  چې  زموږ فرهنګي  نوښتګرو،  پوهانو، مورخانو او لیکوالانو  په  دې  هکله  د خپل هنر او استعداد په وسیله  او  هغه مینه یې چې د خپلی خاوری سره لرله د تاریخ حافظی ته  یې په

خپلواثارو کې درانه  یاد

ګارونه او نه هیریدونکي خاطرې سپارلې دي، چې ددغو فرهنګي څیرو مبتکرانه زیارګالنې

.او نه هیریدونکي خدمتونه د پوره قدر او ستاینې وړ دی

په یوه ټولنه کې هنر دانسانانو د ارتباط وسیله ده، چې هدف او موخه یې د انسانانو راویښول دي او د انسانانو هرډول  ویده  عواطف،  احساسات او تمایلات را بیداروي اود خپل کلام او

هنر په وسیله خپل واقعي او ریشتیني افکاراو احساسات په مبتکرانه  ډول نورو  ته  بیان او

انتقالوي . په هره ټولنه کې بیلابیل هنرونه موجود  دي لکه : د ښکلا او ښکلا پیژندنې هنر،

دموسیقي هنر، د انځوریز هنر، دخطاطي هنر، دنقاشي هنر،  دلیکنې هنر، د نڅا هنر، دتیاتر

هنر، د ډبرلیکنو هنر،  د فلم او سینما هنر او داسی نور په زړه پورې حرکتونه  د هنرونو په

مکتب کې موجود دي. دموسیقې هنر د نورو هنرونو تر څنګ یو ډیر په زړه پورې هنر دی

چې خدای پاک هنرمندانوته ورپه برخه کړې دی. لکه څرنګه چې لیدل کیږي دا هنرهم لکه

دشعر هنریوالهامي کیفیت اوالهي حکمت دی، چې زیاتره هنرمندانو ته ډالي شوې دی.

ههمداخبره ده چې زموږ زیاتره هنرمندان د خپلو په زړه پوري اوښکلي آوازونو په وسیله د  موسیقې سره یوځای د شعرونو ګلدستی  په  ډیر ښکلي کمپوزونو کې  خپلی ټولنې او خپلو

مینه والو ته وړاندې کړې دي.  زموږ هیوادوال  د موسیقې سره یو ځانګړې مینه او علاقه

لري، نو په کار ده چې زموږ هنرمندان خپله دنده  په ډیرعالي توګه تر سره کړي. دوی باید

خپل خوږ کلام او خپلې  په زړه پورې  سندرې او ترانې او خوږې نغمې  په خپلو اغیزناکو

او خوږو آوازونو کې د  ساز په څپو کې خپلو مینه  والو  ته  ورسوي،  او دهغوی هیلو او

آرمانونو ته او  د دوی د  روح د تسکین  او آرامې  لپاره خدمت  وکړي، او په خپل کلام کی

اود موسیقې د هنرپه  وسیله د ټولنې  اصلاحي او روزنیز حالات هم  بیان کړي.  یوهنرمند

کولای شي چې په خپل  یو اثر کې او په خپل په زړه پوري کلام او ژبه کې په خپل حرکاتو

اوبرخوردونوکې  د انسانانوغم اومصیبت،  درد او رنځ په ښادي او ښکلا تبدیل کړي.

یو هنرمند  کولای شي چې دخپل  وطني او تاریخي افتخاراتو،  ملي یوالي، اتحاد او اتفاق،

مینی اومحبت  یوه څرګنده بیلګه شي.لنډه دا چې یوهنرمند کولای شي  چې د انسانانوپه ملي

، تاریخي، اجتماعي، سیاسي،  اقتصادي او فرهنګي موقف  باندی اغیزه ولري. یوه انساني

ټولنه د  سندرغاړو او هنرمندانو په خوندورو  آوازونو او مستو  نغمو او موزیکال  غږونو

ښکلې او رنګینه  ده. که د موسیقې په اغیزه سوچ وکړو ، زیاتره شرقیان طبیعتا د غمونو او دردونو سره اخته دي ،  نو دوی زیاتره  ختیځه  موسیقې خوښوي  دا پدی چې  ځنی ختیځه

موسیقې د لویدیزې  موسیقې په پرتله غم  انګیزه او خواشینوونکې ده.

دا یوه منل شوې خبره  ده  چې  زموږ په هیواد کې د خراب اباد استادانو د موسیقې د  ودی

لپاره دستاینې  وړخدمتونه کړې دي. دخلکوپه افکارو کې د دوی هنري اغیزځلیدونکې اونه

هیریدونکې دی. دوی په سلګونو سازیان (نوازندګان) او سندرغاړي په رسمي اوخصوصي

توګه روزلی دي، او دموسیقې هنر د دوی د هڅو او زیار له  برکته  ډیرغوړیدلې دی، او له

دغه کوڅه څخه نامتواستادان لکه د موسیقې سرتاج استاد سراهنګ اونور استادان وتلي دي.

همدغه د خراب اباد هنرمندان وو،چې زموږ زیاتره خلک د لویواو نامتو شاعرانود شعرونو

سره بلد شول  لکه: مولانا جلال الدین محمد بلخي، امیرخسرو بلخي دهلوي، حافظ شیرازي

، صاحب تبریزي، حضرب ابولمعاني عبدالقادربیدل او داسی نور.استادانواو نورو هنرمندانو د دوی شعرونه په خپلو خوږو سندرو کې اوپه  خپل خوږ کلام کې د ټولو هیوادوالوغوږونو

ته رسولي دي. زیاتره دغه استادان چې دهندوستان نه  افغانستان ته راغلي وو په خراب اباد

کې اوسیدل. زیاتره دوی دعرفاني چشتیه طریقې  پیروان وو، په دغه  طریقه کې د موسیقی

ساز او آواز داظهار اجازت شته دی. دهندوانو په مذهب کې هم  مقدساتو ته رسیدل موسیقې

ګڼي، او خپل مذهبي مراسم د  موزیک  په خوندورو څپوکې  تر سره کوي، خو په  اروپايې هیوادوکې  د ډیر کلونو له  تریدو څخه وروسته کلیسا ګانو ته موسیقې لاره پرانیسته.

زموږ په وروسته  پاتی ټولنه کې د موسیقې  هنرهر وخت دځینو متعصیبینوافراطي مذهبي

ډلو له خوا له ډیرو  بندیزونو سره  مخامخ  شوې دی،  خوبیا هم د دغو ستونزو سره سره

زموږ د موسیقې  په بڼ کې ډیر شمیر استادان او هنرمندان راټوکیدلي وو  او دي، یو له دی

نامتو استادانونه ،  وتلې او خوږ غږ لرونکې هنرمند خدای بخښلې استاد اولمیر دی.

استاداولمیرزموږ د موسیقې په آسمان کې ځلانده ستوری اوپه کلونوکلونودبزمونومشال ؤ،

چې ده په خپل خوږ آواز د رادیوتلویزون څپوته لاښکلا ورکړې وه. دا استادان اوهنرمندان

زموږ دهیواد  سترې  ملي شتمنې  دي، چې هر وخت باید دا شتمنې د موسیقې په تاریخ کې

ځلانده او  روښانه وساتل  شي. زه هم دی ته وهڅیدلم، چې د دی ملي شتمنې  په هکله خپل

وطني او ملي  پور ادا  کړم او یوڅه  ولیکم.

استاد اولمیر  یو په زړه پورې آواز لري، چې د  اوریدونکواو لیدونکو په زړونو منګولی

شخوي اوهغوی ځانته راکاږي. دی که نن  د خلکو په منځ کې نشته  خو دده تل پاتی غږاو

او هنر د خلکو په زړونو کې ځای لري. ده  خپل آهنګونه  او سندرې  په  ډیر عالي  کچه

ویلې دي او په عالي  قالبونوکې  یې  ځای په  ځای  کړې دي .  د ده کمپوزونه  د  قدر وړ

دي، همدا سبب هم دی چې تر ننه  پورې د ده آواز د خلکو په ذهن  او زړونو کې ژوندی

پاتی دی. ده زیاتره د خدای بخښلې (ملنګ جان) شعرونه په موسیقې کې انتخابول.

خدای بخښلې (ملنګ جان) د پښتو ادب په غیږ کې  یوخوږ ژبې، وتلې، ولسي، بااحساسه

او ملي شاعر ؤ. د ده شعرونه د پښتو ادب په آسمان کې روښانه او ځلیدونکی دي.

د ملنګ جان ډیر نږدی کسان د موسیقې په برخه کې دا وو:

استاداولمیر، استادایوب، استاد منور، عثمان، اسلم، ګلالي، سپین بادام،  توربادام، نواب

سید علم، نعمت الله، طلا محمد ،اوداسی نور.

دغوهنرمندانوپه کابل رادیوکې اود نورو خلکو په محافلو کې د ملنګ جان شعرونه په

ډیرو ښکلوکمپوزونو اوطرزونوکې ویلی دي.

ښاغلې عبدالله بختانی خدمتګار، چې زموږ دهیواد یونامتوادیب، شاعر او لیکوال دی د

ملنګ جان په هکله په خپل یو شعر کې داسی وایي:

ملنګ جان  زموږ د عصر یو آواز و

د وطن  د خوارو خلکو د زړه راز و

په  خوږو  نغمو  بیداره  یې اولس  کړ

رازو نیاز، دردو ګداز او سوزوساز و

داستاد اولمیر ټولی سندرې او آهنګونه د موسیقې په تاریخ کې یوه لویه پانګه ده.

ده خپلې سندرې په ډیر عالي طرزونو اوښکلي غږ کې ویلي دي، خود ده یوسندره چې

شعری یې دخوږ ژبي شاعرملنګ جان دی د هیواد په تاریخ کښی به هر وخت ځلانده او

تل پاتی وي،  او نن ورځ دغه په زړه  پوری سندره د ملي سرود بڼه لري او د موسیقې

داسی محفلونه  نه  شته چې هنرمندانو دا سندره هلته نه وي زمزمه کړی. ددی ښکلی او

او ملي سندرې شعر دا دی:

دا زموږ زیبا  وطن === دا  زموږ لیلا وطن

دا وطن مو ځان دی === دا  افغانستان  دی

دا یو حقیقت دی چې استاد اولمیر یو منلې او وتلې هنرمند و،  اود ده غږ ډیر زیات  مینه

.وال لرل

د استاد اولمیر شخصیت نه یوازی د ده په سندرو کې پروت دی بلکه ده د افغانستان سره

.او د انسان او انساني کرامت سره یوه ژوره او ښکلی مینه لرله

.استاد اولمیر په (۱۳۱۲) لمریز کال کې د پیښور د (سولی) په کلي کې زیږدلی دی

د ده پلار احمد خان نومیده. د ده هنري ژوند د یو سر لوړي استاد په توګه د ټولو هنرمندانو

په ډله کې یو ځانګړې مقام لري.

استاد اولمیر تر څلورم ټولګي پورې خپله زده کړه په خپل کلي کې سر ته رسولې ده ،

او بیا پیښور ته ولاړو او هلته یې د فر نټیر په ښوونځې کې تر لسم ټولګي پورې خپله

زده کړه تر سره کړه. دی لس کلن ؤ چې د موسیقې سره یې مینه پیدا کړه او همداسی

پسی سندرغاړې شو. ده هر وخت د پښتو فلمي سندرې لیدلې او زمزمه کولې او ترینه

یې خوند او ګټه اخیستله. ده خپل مور او پلار په کوچینوالی کې له لاسه ورکړل. دی

لس کلن ؤ چې د یو نامتو هنرمند جعفرعلي خان سره په خپله سیمه کې پیژندګلوي پیداکړه

اود هغه شاګردي یې په موسیقې کې تر لاسه کړه او د ده نه یې آرمونیه هم زده کړه او

استاد دپښتوموسیقې زده کړه له ده سره پیل کړه. وروسته له دی چې پلار او مور یې

وفات شول ده په خپل ژوند کې ډیرې ستړې اوستومانې اوترخې شیبی تیرې کړې دي

اودی دخپل تره سره اوسیده.هغه استعداد،مینه اوعلاقه چې استاد د ساز، آوازاوموسیقې

سره لرله دده  تره هم  دده ډیر قدر کاوه او دده هنر ته یې په ډیره درنه سترګه کتل.

پس  له څو مودې  وروسته  د ده تره  د استاد هغه  استعداد او په زړه پورې  آواز چې

موسیقې کې ولیده دی یې د یو مشهور هنرمند سبزعلي خان سره شاګرد کړ.

سبز علي خان هم چې دده توانایي په موسیقې کې ولیده دی یې دځان سره لاهور ته یووړ

او هلته یې ده ته د موسیقې د زده کړی لاره اواره کړه. پس د  یو لړ هنري  فعالیتونو

وروسته دی بیرته پیښور ته راغی.

سبزعلي خان په پیښور کې د استاد سره په ګډه یوه سندره چې

( زړګې می شو ټوټی ټوټی)  نومیده د پیښور له  رادیو  څخه  خپره کړه  دا  لومړنې

سندره وه چې خپره شوله. د دغی سندرې دخپرولو وروسته د ده ټوله کورنې له ده نه

خپه او خوابدی شوه او دی د زیاتو ستونزو سره مخامخ  شو.  خو سره له دی هم ده د

موسیقې زده کړی ته دوام ورکړ او په دی لاره کې نه هیلی نشو.

له څه ځنډ وروسته دی د یو نامتو او پیاوړي  شاعر ښاغلي  ګلستان  سره پیژندګلوی

پیدا کړه او یو څه موده یې د ده سره ژوند کاوه او دده نه یې ډیره ګټه ترلاسه کړه او

ډیری نوی سندرې یې د ده په مرسته جوړی کړی. پس له ډیرو ستونزو، ستومانیو او

خواریو دی په (۱۷) کلنې کې په (۱۳۲۹)  لمریزکال کې د تیرا د یو شمیر مخورو او

مشرانو سره دافغانستان  د خپلواکې په جشن کې د ګډون لپاره کابل ته راغی. په دی

محال کې دی د یو نامتو، ادبي ، ولسي اوملي شخصیت ارواښاد ملنګ جان سره معرفي

او ملګرې شو.هغه وخت ملنګ جان په رادیو کابل کې د پښتو موسیقې چلوونکې او

مسوول ؤ. استاد اولمیر د ملنګ جان په مرسته یو څو مودی لپاره په کابل رادیو کې

ګډ کارته ادامه ورکړه.استاد د ملنګ جان خواږه اوپه زړه پوري شعرونه په ډیرعالي

طرزونو کې جوړ کړل او په خپل ښکلي غږ کې لاپسی ښکلي اوپه زړه پوري کړل.

خود ځینو ستونزو له کبله د ده اړیکې د کابل رادیو سره وشلیدلې. وروسته استاد دیو

نامتو او خوږ ژبي هنرمند ارواښاد  استاد نبي ګل  سره اړیکې  پیدا کړی او د ده  په

مرسته په (۱۳۳۵) لمریز کال کې بیا د کابل رادیو سره خپل هنري فعالیت پیل کړ.

هغه سرشار استعداد او هغه په زړه پوري غږ چې ده درلود ده خپلو هنري هلو ځلو ته

د ژوند تر پایه پورې دوام ورکړاو د رادیو کابل سره یې اړیکې نورې هم زیاتی او

پیاوړې شوې.

ده د پښتو موسیقې د ودی او پرمختیا په برخه کې ډیره غټه ونډه واخیسته او په دی

لاره کې یې ډیر زیات  زیار وګاله  او ډیر زیات  کارونه  یې ترسره کړل. د پښتوپه

موسیقې کې د ده خدمتونه د پوره قدر او ستاینې وړ بلل کیږي.

استاداولمیرډیرشاګردان وروزل اویوشمیر سندرغاړوته یې کمپوزونه هم جوړکړي دي. د

استاد شاګردان ډیرووخوله هغوی څخه نعمت الله،طلا محمداوسیدعلم ده ته نږدی کسان وو.

استاد په خپل غږ کې په کابل رادیوکې د(۴۰۰) سندروپه شاو خواکې اوپه تلویزیون کې یې   هم یوشمیرسندرې ثبتی اوخپرې کړې دي.ده په تلویزیون کې د ناروغې اوصحیي حالاتوله

کبله لږسندرې ثبتی کړې دي.

استاد دخپلو ثبتی شوې سندروسره د پښتو موسیقې پانګه نوره هم بډایه کړه.

ده ته د اطلاعاتواوکلتور وزارت له خواپه (۱۳۵۰) لمریز کال کې د استا‌ذی دروند

اوویاړلې لقب ورکړشو. ترهغه ځایه پورې چې ده په موسیقې کې یو څپانده استعداد

اوخوږغږ درلوده دی تل د لوړومقاماتو له خوا ویاړل شوې اوستایل شوې دی.  ده دوه

ځله  په ډیر درنښت د لومړې درجې د سندرغاړي هنري  جایزه اخیستی  ده.  د ده

استعداد او هلې ځلې په موسیقې کې نه هیریدونکې او نه ورکیدونکې دي.

ده نه یوازی په هیواد کې د ننه بلکې د هیواد نه بهر هم  سندرې ویلې دي . استاد د

افغاني هنري  ډلوسره هندوستان،  روسیې،  چکسلواکیا،  پیښوراوکوټې  ته هنري

سفرونه کړې دي او هلته یې خپلو مینه والوته کنسرتونه ترسره کړي دي.

د استاد دشعرونو انتخاب اوغوره کول د سندرو لپاره د ده کمپوزونه د پښتوموسیقې

د ودی او پراختیا لپاره د قدر وړ دي، اوله همدی کبله د ده خوږې سندرې اوپه زړه

پورې ترانې اوزمزمې د خلکو په زړونو کې یو ځانګړې ځای لري اوهر څوک یې

خوښوي او ترینه لذت وړي. ده په خپل خوږ آواز اوپه زړه پورې نغمو هر وخت د

خلکو محفلونه تاوده ساتلي دي.

استاد اولمیر ډیر کړکیچن ژوند تیر کړې دی اود ډیروستونزواوناخوالوسره مخامخ

شوې دی. ده د ژوند تر پایه پوری واده ونه کړاوخپل ژوند یې زیاتره په یوازیتوب

تیر کړې دی. ده د ژوند آخری ورځی د تکړه سندرغاړي او د ده  شاګرد نعمت الله

سره تیره ولی اونعمت الله هم د ده ډیر قدر او درناوې کاوه.

دا خوږ ژبې بلبل، ځلانده ستورې اود په زړه پورې نغمواوسندروهنرمند په (۱۳۵۹)

لمریز کال کې د وږې ( سنبلې) په میاشت کې په یوه  ترافیکي پیښه کې سخت ټپي

شو، چې له بده مرغه په دغه پیښه کې یې  کیڼ لاس مات شو او دی د یو څه مودی

لپاره په روغتون کې پاتی شو. دغی پیښی اورنځورتیا په ده باندی ډیره ناوړه اغیزه

وکړه او دی یې په خپل وروستې ژوند کې ډیر وځوراوه. خو له دی سره سره ده هغه

مینه چې موسیقې ته لرله خپل هنري کارونو ته ادامه ورکړه.

دا ځوریدلې استاد دغوایي د میاشتې په ( ۱۴) نیټه په ( ۱۳۶۱) لمریزکال کې له دی

فاني دنیا څخه سترګې پټی کړې. دی د  شاشهید زیارت  تر څنګ خاورو ته وسپارل

شو. دیادونې وړده میرمن ملالی چې یوه نامتو څیره ده او زیاتره خلک یې په هیواد

کې دننه اوبهرپیژني هغه علاقه چې دی د استاد اولمیرهنري شخصیت ته لرله د ده قبر

یې په خپل شخصي لګښت بیرته له سره جوړکړ چې د دی دا کاردهیواد په فرهنګي

برخه کې یو نه ورکیدونکې او نه هیریدونکې کار دی.

له دی لیکنې په پای کې ویلې شم ، استاد اولمیرهغه ملي اولوی هنرمند دی چې د ده

هنري څیره اود ده ویاړلې نوم د ټولوافغانانواو د ټولو د موسیقې مینه والو په زړونو

کې یو ځانګړې مقام لري او د ده غږ د تل لپاره ژوندی دی.

خوشحال خان بابا وایې:

مړه هغه چې نه یې نوم نه یې نشان شته

تل  تر تله  په  ښه  نوم  پایي  ښاغلي

د ده روح دی ښاد وي

په مینه او درنښت: انجنیرعبدالقادرمسعود

Door Guest