زموږ په تاریخي، لرغوني او ادب پاله هیواد افغانستان کې د پښتو ادب په تاریخ کې

پوهان، لیکوالان او شاعران هغه درنې څیرې او روښانه مشالونه دي،چې زموږ دپښتو

ادب یې دخپلو لیکنو او آثارو په وسیله خیرازه او ژوندی ساتلې دی. دپښتو ادب په ډګر کې د دغو علمي، ادبي

اوفرهنګي شخصیتونوآثار به تل ژوندي وي. زموږ پوهانو

لیکوالانو، ادیبانو،  فرهنکیانو او شاعرانو په خپلو آثارو کې دانساني او ټولنیز ژوند

مختلف حالات او اړخونو په ډیر عالمانه او علمي څیړنیزو، تحلیلونو، تصویرونو او فکرونوکې دقلم په ژبه لیکلي او بیان کړي دي،

چې د دوی دا لوړ علمي، څیړنیز، ادبي اوفرهنګي مقام اومنزلت زموږ دخلکو په زړونو کې

دتل لپاره ژوندی او ددوی کارنامې دقدر او ستاینې وړ دي .

دا دعلم، ادب او فرهنګ دوستانو او د ټولو هغو خلکو، چې دعلم، پوهی، ادب او فرهنګ سره

ځانګړې مینه لري  انساني دنده ده، چې د خپلو علمي، تاریخي،

سیاسي، ادبي، فرهنګي او ملي شخصیتونو ویاړنې او کارنامې د دوی د آثارو په رڼا کې  دراتلونکو نسلونو

دروزنې او پالنې او لارښوونې لپاره ژوندي وساتي .

دا جوته ده، چې د دغو شخصیتونویادول او د دوی پرآثارو علمي او څیړنیزې کره کتنې

او د غونډو،  سمینارونواو کنفرانسونو جوړول داوسنیو او راتلونکوځوانونسلونو د ودې اوپرمختګ لپاره کارنده او ژور اغیز لري .

یو له دغو روښانه او ځلانده ستوروڅخه،چې  دشعراوشاعرې پوسیله یې زموږ دپښتو

ادب ډیوې بلې ساتلې دي دپښتو ژبې نامتو،عالم اومتفکر شاعرعبدالرحمان بابادی . زه باور لرم، چې

زموږ  درنو لیکوالانو د رحمان بابا د هر اړخیز شخصیت په

هکله ډیرې زیاتې لیکنې کړې دي، خو زه هم دې  ته وهڅیدم او ځان ته مې دا حق ورکړ،

چې دده د علمي، روحاني او ادبي شخصیت په هکله یو څو کرښې ولیکم .

خدای بخښلې عبدالرحمان بابا د ارواښادعبدالستارخان مومند زوی دی، چې په یوه علم پروره او

غریبه کورنۍ کې په (۱۰۴۲) هجري قمري کال کې په(بهادر کلي)کې ، چې د پیښور ښار په

جنوبي اړخ کې پروت دی نړۍ ته سترګې غړولې دي .

د عبدالرحمان بابا د دیوان  په یوه سریزه کې لیکل شوي دي، چې عبدالرحمان بابا د پښتو د سجره نسبت له مخې

(سړبن) په سړبن کې (غوریاخیل) او په غوریاخیلو کې (مومند)په مومندو کې (دویزی)او په دویزو کې (ابراهیم خیل) دی .

که څه هم رحمان بابا په قوم مومند دی خو دی ځان کومې قبیلې ته نه منسوبوي او ځان د خدای(ج)دپاکې

مینې ریښتینې عاشق بولي او د خدای په مینه  کې ډوب دی .

اود تعصب او ځان ستاینې څخه کرکه لري او د ورورولې،  انساني مناسباتو او دنیوي ا

وآخروي نیکمرغیو لارې چارې خلکو ته ور په ګوته کوي .  لکه چې وایي :

 

زه عاشق یم سرو کار مې دی له عشقه               نه خلیل نه  داودزې  یم  نه  مومند

اویاوایي:

دا دنیا خدای له عشقه پیدا کړې                         دجمله وو مخلوقاتوپلار دی دا

:اویاوایي

په هر دم  کې نوې نوې تماشې کړم                     زه رحمان د خدای وکړه  وته حیران یم

:اویاوایي

هیڅ تغیر او تبدیل نه لري رحمانه                     تل تر تله بر قرار دی رب زما

:او یاوایي

که محنت که مشقت دی خو د دین دی             په کار نه دی بل محنت په دا دنیا

بې له خدایه هر چي دي همه فاني دی               که لذت دی که زینت په دا دنیا

:اویاوایي

چې په ورځ د شیخۍ لافې کړې رحمانه!                    په شپه می له میفروشه غواړې ولې؟

:اویاوایي

بد په بدو پښیماني کاندي رحمانه!                   ته په خپلو بدو نه شوې پښیمان ولې؟ او یا وایي :

دوست دشمن د سړي واړه خپل عمل دی              هم په دا مقدار یې اجر موی په موی شي او یا وایي :

د اوبو اصل له خاورو پیدا کیږي             خاکساران دخاکسارانوآبروی شي

:اویاوایي

دوباره دې راتله نشته په دنیا              نن دې وخت دی که دروغ کړې که رښتیا

:اویاوایي

دا دنیا ده بې وفا                            بې وفا ده بې بقا

اویاوایي:

نور عالم که د دنیا غمونه کاندي                    درحمان سره دې غم دآخرت وي

عبدالرحمان بابا یو تکړه ادیب،  دیني عالم او د روحاني دنیا مشر و. د رحمان بابا له نوم او روحاني

شخصیت سره زموږ خلک او په تیره بیا ټول پښتانه آشنا دي .

محمد هوټک په خپل یو مشهور اثر کې، چې پټه خزانه نومیږي د رحمان بابا د پیژندګلوی په هکله داسې لیکي :

(رحمان بابا د فقهي اوتصوف کتابونه پخپله سیمه پیښور کې له محمدیوسفزي څخه لوستي او بیا دلوړې

زده کړې لپاره کوهاټ ته تللی دی، ډیر علوم او مروجه کتابونه یې هلته ولوستل پس له لوستلو څخه یو لوی عالم شو.)

وایي چې : رحمان بابا په کوهاټ کې د اسلامي او دیني تعلیماتوتر څنګ دارواښاد حاجي

بهادر کوهاټي (رح) چې یو روحاني شخصیت و،

طریقه او لاس نیوی کړې دی،

رحمان بابا وروسته له زده کړې څخه بیرته خپلې سیمې پیښور ته راغی او په (هزار خانۍ) کې میشت

شو او د ژوند تر پایه هلته اوسیدو.

هغه دکوچینوالي څخه لوړ ادبي استعداد درلود، او په څورلس کلنۍ کې یې په

شعر ویلو پیل کړې دی. ویل کیږي : هغه وخت چې رحمان بابا ته د شعر الهام

وشواودی په حقیقي عشق پوه شو، ده دنیا پریښوده او دنیایي کارونو ته یې شا کړه،

د خلکو او ټولنې څخه لرې ګرځیدو. وايي چې : ده به تل ژړل او د ده ژړا

د حقیقي عشق دسوز له عمله وه اوپه تل پاته توګه یې پر مخ د اوښکو ویالې

روانې وې ، ملګرو او دوستانو به یې همیشه اوښکې تر سترګو

جاري لیدلې.خوڅو موده وروسته یوشمیر عالمان،روحاني واعظان او د دین مرشدان ده ته

ورغلل او د ده نه یې غوښتنه وکړه چې د خلوت څخه راووځي اودخلکواوټولنیزوخدمتونو لپاره  ځان تیار کړي .

د ده دا بیتونه ګورو چې  وایي :

زه رحمان دیار په غم کې هسې ډوب یم                  چې هیڅ نه وینم په سترګو مګر دی

:اویاوایي

زه یې وینم درست جهان په تا مین دی                   که بادشاه دی د دې دور که ګدا

:اویاوایي

اې رحمانه لکه ته چې په خدای ګرم یې                بل به نه وي په جهان کې هسې ګرم

:اویاوایي

زه رحمان دخپل صاحب په رضا زیست کړم         څه پکار دی بنده بې خپله صاحبه

اویاوایي:

رحمان هسې ګوښه خوند له خلقه بیا موند         چې هرګز نه دی دا خوند موندلی خلق

:اویاوایي

زه رحمان  کناره خوښ وم له عالمه                           بارې ستا سترګو رسوا کړم په عالم کې

:اویاوایي

اوښکې نه لري حساب زما د سترګو                      بې حسابه شو سیلاب زما دسترکو

اویاوایي:

د رحمان اوښکې به څرنګ په قرار وي                 چا لیدلی دی دریاب په قرارۍ کې

:اویا وایي

هومره اوښکې مې بهیږي په رخسار                       چې غرقاب مې هم ګریوان دی هم رخسار

:اویا وایي

یو عاشق دې څوک راوښیي په عشق کې                چې یې رود په مخ د اوښکو روان نه دی

هومره اوښکې د عاشق په ګریوان ووري             ته به وایې چې یو سیند دی ګریوان نه دی

:اویا وایي

ستا له غمه مې په مخ باندې  ولې دي                   لږ مې  وپوښته له حاله چې ولې دي

اویاوایي:

یار د یار له سترګو اوښکې پاکیزه کا                   تا دریاب کړې زما اوښکې په یارۍ کې

:اویا وایي

چې په وصال کې یې اوښکې نه وچیږي                ترو به حال  درحمان څه وي په هجران کې

اویا وایي :

یاره ستا په جدایۍ او په ډیر غم کې                       سیند داوښکو درومي په رخسار زما

:اویا وایي

ترخې اوښکې دعاشق آب ونمک دي                    خدای دې نه کاڅوک بې آبه بې نمکه

:اویا وایي

دا څه اوښکې نه دي چې بهیږي له چشمانو                وینې دي بهیږي د زړګوټي له پرهاره

:اویا وایي

ای رحمانه اوښکې هم له تخمه دباران دي

کښت د هغه شین شوچې ګریانې لري سترګې

:اویا وایي

هیڅ اثر د رحمان اوښکې په یار نه کا                     خدای دې اوښکې دچا نه کا بې اثره

:اویا وایي

ستا د مینې ګوهر نشته په هر آب کې                     مګر بیا موندشي د اوښکو په دریاب کې

له دغو بیتوڅخه داسې جوتیږي چې دی یو دیني او روحاني عالم و، او دخدای(ج) په عبادت او

ریاضت بوخت و.ده داسلامي تعلیماتو اونظریاتو څراغ تل بل

ساتلې و.دی د تقوا اوپرهیزګارې روښانه سمبول وه . ده د خدای(ج) په مینه اومحبت کې ډیر

خوندور شعرونه ویلي دي، همدا وجه ده چې ټولو خلکو

په تیره بیا  پښتنو دهغه په درویشي اوفقیري اوروانې طبع هوکړې ده، او دده په هرنصیحت، پند، قول اوقرار اعتقادلري .

دی دپښتنو په منځ کې د عزت، درناوې اود قدراوستاینې وړ شخصیت په توګه پیژندل شوی دی، اود(بابا) په درانه لقب منلې شوې دی .

:دی په خپلو شعرونو کې دالله (ج) سره خپله مینه داسې بیانوي

ګوره هسې کردګار دی رب زما                  چې صاحب دکل اختیار دی رب زما

همګي بزرګواران چې څوک یې وایي               تر همه و بزرګوار دی رب زما

نه یې هیڅ حاجت په چا باندې موقوف دی             نه د هیچا منت بار دی رب زما

له نیستېۍ یې دهستۍ صورت پیدا کا                هسې رنګ پروردیګار دی رب زما

…………………………………………………………………………………………………

……………………………………………………………………………………………..

:او یا وایي

په نامه دهغه خدای مې دا بیان دی                            چې یو نوم یې په نومونو کې سبحان دی

هم بادشاه دی دجمله ؤ بادشاهانو            هم د هر یوه سلطان په سر سلطان دی

هغه کار چې و هر چا وته مشکل وي            هغه کار واړه و ده  و ته آسان وي

څوک آفتاب شي په آسمان راخیږولی             ده آفتاب راخیږولی په آسمان دی

څوک دنمر په مخ حجاب شي غوړولی                   ده پټ کړی نمر په ابر کې پنهان دی

څوک په شپه کې شي مهتاب پیدا کولی                ده په شپه کې پیدا کړی ماه تابان دی

څوک یو څاڅکی پریستی شي له آسمانه                نزول کړی ده په مونږ باندې باران دی

څوک شي روح ننویستی په یوه ماشي                   ژوندی کړی ده په روح تمام جهان دی

…………………………………………………………………………………….

…………………………………………………………………………………….

رحمان بابا یو لوی زاهد، عابد، عالم اود دین مرشد و.دی یوپاک اوسپیڅلې مسلمان و، اود خپل روحاني ژوند سره بوخت و.

ارواښاد ګل پاچا الفت، چې زموږ دهیوادیو وتلې، تکړه دروند اوپیاوړې شاعر اولیکوال د

د رحمان بابا د شاعرې اوشخصیت په هکله داسې وایي :

(دخیبر او تیرا له غرونوهغه خوا دپیښور په بهادر کلي کې یو پښتون فقیر اوسیده چې خبرې یې

شعر او شعر یې حکمت و. رحمان بابا هغه څوک و چې

دغفلت له خوبه د بلبلو په آواز راویښ شو او د زړه مراقبه یې د ګلو له غونچو او غوټیو زده کړه. په زړه

کې یې دپاک خدای دمقدس عشق لمبې بلې دي او له ژبې یې سوزان شعرونه را وتل .)

رحمان بابا یو روحاني، ادبي اوټولنیز شهرت لري او دی دیو صوفي مشر  په توګه دخلکوپه ذهن او روان کې

خپل ځای او مقام تر لاسه کړې دی . د ده زیاتره شعرونه

د خدای(ج)  په ستاینه کې او دحقیقي عشق په هکله ویل شوي دي .

ښاغلي محمداکبر کرګر زموږ دهیواد،پیاوړې او وتلی لیکوال اوڅیړنیزپوه شخصیت دی په خپله یوه

لیکنه کې(درحمان بابا عشق یعنی څه ؟) ترسر لیک لاندی داسې وایي:

درحمان بابا په انګلیسي ژباړل شوي دیوان کې سریزه لیکونکې داسې  باور لري، چې هغه څه چې د رحمان بابا په دیوان کې ډیر برجسته او

څرګند دي هغه عشق دی . موږ درحمان بابا په دیوان کې په دې خبره غور وکړ ، د رحمان بابا په دیوان کې په کراتو ځله دعشق کلیمه تکرار شویده؟ خو

دا عشق یوازې تصوفي او عرفاني عشق نه دی . دا یوه  اوږده قصیده ډوله غزل دی، چې مطلع یې ده : په نامه دهغه خدای مې

دا بیان دی –  چې یو نوم یې په نومونو کې سبحان دی . په دې شعر کې رحمان بابا دخدای توصیف کوي،

دخدای صفات بیانوي چې له یوې خوا شریعت ته نږدې اوله بلې خوا دخالص تصوف او

عرفان څخه واټن نیسي . په دې مانا چې په وحدت الوجود کې په عالي او ترانسیندینتال حالت کې صوفي له

ځانه بهر کیږي او ځان یا مادی وجود نفي بولي .)

که چیرې د رحمان بابا شعري دیوان ته مراجعه وشي د ده په شعرونو کې  دنورو شاعرانو په پرتله زیاتر

ه مذهبي او اخلاقي رنګونه، تصویرونه، خیالونه اوژور فکرونه چې د ټولن

ې له روان سره برابر دي لیدل کیږي . د ده مینه دپاک الله (ج) او دانسان لوړ مقام ته او دانساني ظرافتونواو

اخلاقو سره په ډیر عالي شکل کې څرګنده شوې ده .

دی دنصیحت، پند او عبرت په توګه خلکو ته دښو او بدې لارې لارښوونه کوي .خپل پیغام،هدف او مقصد دانسانانوپه راویښولو کې

دشعر په ژبه بیانوي .همدا وجه ده چې د دخلکو په منځ کې  ستر شهرت پیدا کړې دی . دبیلګې په توګه  د ده دا بیتونه ګورو:

دنیا کښت دآخرت دی                                                     دا خبره ده رښتیا

ولې مرد پکې هغه وي                                                    چې سخي وي هم پارسا

په دنیا کې بدي نشته                                                     که بدي نه وي له تا

په دنیا کې خطا نشته                                                     که له تا نه وي خطا

دنیا بحر دی بهیږي                                                          آینې غوندې صفا

:اویاوایي

دنیا بده دهغو ده                                                            چې یې کسب وي ریا

یا یې کسب دریا وي                                                     یا یې وګټي په غلا

یا یې ټوله کا په ظلم                                                      یا دخمر په سودا

حق باطل کا، باطل حق کا                                         په سبب دروې ریا

ګوش او هوش یې هرګز نه وي                                دمظلومو په ژړا

بتخانې و ته یې مخ وي                                              و مسجد وته یې شا

اختلاط کا له بدانو                                                      له نیکانو وي جدا

و رحمان ته پېښه مه کړه                                           خدایه هسې رنګ بلا

:اویاوایي

د ځوانۍ عمر دې تیر کړ په غفلت کې                په پیرۍ کې به څه زیرمه دمحشر کړې

:اویاوایي

راشه مه کوه له چاسره جفا                                         لږ ژوندون دی ضایع کیږي بیوفا

په دنیا کې هیڅوک نه دي پاتې شوني              واړه تلوني دي که نن دي که سبا

:اویاوایي

که یو ځله سر د خدای لپاره ټیټ کړې                     په قیامت به سر بلند شې تر هر چا

بازار دادی که څوک سود او سودا کاندي            په هغه جهان نه سود شته نه سودا

آشنایان که څوک پوهیږي نن یې وخت دی           چې ځاریږي یو آشنا تر بل آشنا

که ژوندون دی خو همدا دی په جهان کې               چې له چا سره تیریږي په خندا

:اویاوایي

که مقصود لرې تلوار کړه وخت کوتاه دی           غره مه شه د دې عمر په بقا

:اویاوایي

سر دننه په ګریوان کړه سترګې روڼې                     ډیر په پورته پورته مه ځه سرهوا

:اویاوایي

سر هوا سرهوا مه ځه و آسمان ته                              ته په اصل کې له ځمکې یې پیدا

:یاوایي

انسانیت په ډیردولت نه دی رحمانه                   بت که جوړ شي دسرو زروانسان نه دی

:اویاوایي

عالمان دي روښنایي د دې دنیا                            عالمان دي د تمام جهان پیشوا

:اویاوایي

که څوک لار غواړي خدای هم ورسول ته          عالمان دي د دې لارې رهنما

:اویاوایي

ریاضت په  قیامت نه شي مرد هغه دی               چې یې وکړ ریاضت په دا دنیا

:اویاوایي

زه رحمان له هغه علمه پناه غواړم                       چې له دینه له مذهبه وي سیوا

:اویاوایي

که نظر کا څوک په کار د درویشانو                   خود به ویني وقار د درویشانو

:اویاوایي

چې مدام د بل وعیبو ته نظر کړې                        خدای د خپله عیبه ولې بې خبر کړې

:اویاوایي

ضدیت د سړي عمر په عذاب کا                          په کار نه دی ضدیت په دا دنیا

:اویاوایي

که بلنده مرتبه دچا په کار وي                                  لوی مقام دی عدالت په دا دنیا

:اویاوایي

چې تقوا دیانت نه لري رحمانه                                د دې هسې همنیشین مه شه

اویاوایي:

په هر غم کې خاموش اوسه او که نه وي               د بد خواه خاطر به ښاد دوست به آزارکړې

:اویاوایي

صبر ونیسه په مخ کې مراد غواړه                           په تلوار به هیڅ ونه کړې که تلوار کړې

:اویاوایي

د بې دردو همدمي به دې بې درد کا                       د نامردو همدمي به دې نامرد کا

:اویاوایي

چې دشمن یې وي له دوسته اړولی                         د هغو احتیاط بویه له کومکه

:اویاوایي

چې یکسان ګوري هم شاه وهم ګداته                    هسې یار دی د رحمان غریب نواز

اویاوایي:

بل ارمان به له جهانه یوړ نه شي                                مګر مهر محبت په دا دنیا

اویاوایي:

نیک کردار هم نیک عمل خویونه                          هم جنت دی، هم راحت دی په دا دنیا

:اویاوایي

آدم زار په معني واړه یو صورت دي                       څوک چې بل آزاروي هغه آزار شي

:اویاوایي

که ته نکړې په بل چا باندې غرض                           بل به هم نه کا په تا باندې غرض

او داسې نور نصیحتونه،عبرتونه او پندونه ………………………..

ارواښاد پوهاندصدیق الله رشتین چې یو نومیالې، دروند، او مخکښ لیکوال دی، په خپله یوه لیکنه کې د رحمان بابا د شاعرې په هکله داسې وایي :

(رحمان بابا د پښتو شعر او ادب هغه ځلانده ستوری دی چې د لرې او برې پښتونخوا

په آسمان کې یو شان ځلیږي . د ده خوږ نوم یا دده دلوړې شاعرې احترام دده روحاني او ملکوتي غږد ټولوپښتنوپه زړونوکې یو رنګ موجود دی .)

د رحمان بابا کلام رنګین، عام فهمه، سلیس، روان اونازک خیاله دی . د ده په کلام او شاعرې کې هر ډول شعرونه موجود دي اود هر چا په ذوق برابر

مطالب لري . دده په شعرونو کې دیني، علمي ، ادبي ، اخلاقي او ټولنیز مسایل، بشري مناسبات ، انساني  صفتونه لکه : لوړ اخلاص، رښتیا اوصداقت،عدالت،

علم اوپوهه ، تقوا اوعبادت، صبر او زغم، قناعت، نیکې ښیګڼې، متانت،سخاوت، زحمت اوریاضت، عزت،  میړانه  او لوړ همت،ننګ اوغیرت،  ځان غوښتنه

اوتنګ نظري،کبر اوغرور،  کینه، غیبت ، حسادت اوکرکه ،اتحاداو اتفاق، ورورولي، آزادي اوخپلواکي، ظلم اوستم  او داسې

نور خصایل، په ډیر انساني اواسلامي فکرونو،  تصورانو اوخیالونو کې په ډیره خوندوره او ساده ژبه او په ډیر عالي مفاهیمو اومعناګانو کې بیان شوي دي .

دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

ګوره څه بلند مقام دی داخلاص                                     چې جهان واړه غلام دی داخلاص

:اویاوایي

پس له مرګه به دا مهرواخلاص نه وي                        که اخلاص کړې نن هنګام دی داخلاص

:اویاوایي

څه عجب دی که مستان ترې چاپیر ناست وي          هر ساقي څخه چې جام دی داخلاص

:اویاوایي

د رحمان کلام په دا سبب شیرین دی                            چې یې هر کلام، کلام دی داخلاص

:اویاوایي

که څوک فخر کا په ننګ او په ناموس                        دا په عشق کې نه ارزیږي یو فلوس

اویاوایي:

معنوي صورت پیدا کړه که میړه یې                            فایده څه ده د بتانو له اشخاص

اویاوایي:

که د ونې په څیر ګل او میوه غواړې                        ځان په نمر کړه سایه بان د هر خاکسار شه

:اویاوایي

که هوا دې د جنت په خاطر ګرځي                                 خاک نشین په آستانه د هغه یار شه

اویاوایي:

هغه زړه چې عرش الله دی ګوره کوم دی                څو دې توان شي د جمله زړونوخدمت کړه

:اویاوایي

که دلمر په څیر څرګند شې په جهان کې                   څو په زړونوپسندیده نه شې لا ورک یې

بزرګي په دلجویۍ کې ده دخلکو                                 ته چې خلک ډوبوې څرنګ بزرګ یې

په لویي کې لویي چیرې ده لایقه                                    کمینۍ وته مټ کړه که سالک یې

:اویاوایي

په ساحل کشتۍ د هیچا نه ډوبیږي                            که څوک نه کا په دریا باندې غرض

:اویاوایي

خلوتیان په خپل خلوت کې فراغت دي                     درسوا دی په رسوا باندې غرض

اویاوایي:

که له خپله عیبه ځان ژغورې رحمانه                          دهیچا له عیبه مه کوه پوښتنه

اویاوایي:

که یوه جودانه عیب وینې په بل کښې                      هغه یو جودانه عیب یې لوی غر کړې

:اویاوایي

کوهی مه کنه دبل سړي په لار کښې                           چیرې ستا به دکوهی په غاړه لار شي

اویاوایي:

ته نا حق په ما کینه کړې کینه ناکه                               په کینه به آیینه نه کړې ته پاکه

اویاوایي:

که نعمت دی خو طاعت او عبادت دی                      ګڼه نشته بل نعمت په دا دنیا

:اویاوایي

بل ارمان به له جهانه یووړ نه شي                                   مګر مهر ومحبت په دا دنیا

اویاوایي:

په آزار دچا راضي مه شه رحمان!                                  که خلاصی په قیامت غواړې له عذابه اویاوایي:

چې نیکي بدي په تله کې تلل شي                             خود پخپله تله واخله عدالت کړه

:اویاوایي

دظالم د آشنایي  توبه توبه                                                د خود بین له بینایي توبه توبه

:اویاوایي

که دې ویره شي له ظلم له ستمه                                    ته هم مکړه په هیچا باندې ستم

اویاوایي:

له اغیار سره خندا څه په کار نه ده                               له اغیار سره سودا څه پکار نه ده

سل یارۍ دیوه یار دپاره کړی شي                              آشنایی د هرآشنا څه پکار نه ده

بد له بدو سره بویه نیک له نیکو                                 دجفا په ځای وفا څه پکار نه ده

هر بلبل به دې ثنا کړي که ته ګل شی                           په خپل ځان خپله ثنا څه پکار نه ده

:اویاوایي

آشنایان که څوک پوهیږي نن یې وخت دی             چې ځاریږي یوآشنا تر بل آشنا

:اویاوایي

زهر ښه دي که په صلح اوصلاح وي                            نه شکرې په فتنه او غوغا

اویاوایي:

چې د ورور اوعزیز زړه پرې آزار شي                         حاصل مه شه هغه خپله مدعا

:اویاوایي

لکه ځان هسې وبل وته نظر کړه                                    لکه ستا دی هسې ځان دی دهر چا

:اویاوایي

د ډیر ناز او د ډیر کبر له سببه                                        عمل نه کا په ګفتار داولیا

اویاوایي:

چې عزت حرمت یې نه وي په جهان کې                   هغه هسې ژوندون وسوزه په اور

:اویاوایي

بی عزت سړی به خوښ دهیچا نه وي                       مګر هسې بې عزت وي ځینې نور

:اویاوایي

دراز عمر مې حاصل شو له راستۍ                         لکه سرو مدام سبزه تازه یم

:اویاوایي

و هر چاته په خپل شکل څرګندیږم                           آینه غوندې بی رویه بی ریا یم

:اویاوایي

که دډیر عمر پکار دی غفلت مه کړه                       په اوده باندې سل کال یوزمان شي

اویاوایي:

په ښه خوی له بدخواهانوبې پروا یم                      په نرمې لکه اوبه د اور سزا یم

:اویاوایي

نیک له نیکو سره بویه بد له بدو                            که څوک غواړي ولایت په دا دنیا

:اویاوایي

روښنایي په هغو زړونوده حرامه                            چې پرې کیني ګرد غبار د دې دنیا

اویاوایي:

په یوه ګړۍ بهار وي بیا خزان شي                           بقا نه لري بهار د دې دنیا

:اویاوایي

د قانع  تر قناعته صدقه شه                                         هم دنیا او هم دینار د دې دنیا

:اویاوایي

مګر خود په خپله خدای دچا طبیب شي              ګڼه نشته په جهان کې بل طبیب

اویاوایي:

دشمن هم د سړي کله کله دوست شي                     دوستی نه کا له رحمان سره حبیب

:اویاوایي

د ریا له زاهدۍ زما توبه                                               چې یې کاندي څوک په رسم وپه عادت

:اویاوایي

په ورځ پنداو نصیحت وایي و بل ته                    په شپه ناست وي د مغان پر خرابات

اویاوایي:

دین یي دام دی ددنیاپه لارکې ایښی                  پرې را اړوي وحشیان د مخلوقات

:اویاوایي

دهغو په لور یې سترګې وي ختلې                         چه په لاس یې سرسایه وي یا زکات

اویاوایي:

دعوی مه کړه په نا حق به یې خپل نه کړې            پردی شهر، پردی ملک، پردی دیار

چې استوګنه په پردي وطن کې کاندي                هغه نه لري د هیڅ واک واختیار

که هزار قسمه  وخوري  په یو کار کې                    نه کا څوک په مسافرو اعتبار

:اویاوایي

چې په زور  ورسره نه یې برابر                                   د هغو تر څنګه مه کښینه زړور

زورور  اور او  اوبه دي فهم وکره                            چې ډوب نه شې یا ونه سیزی بشر

په یاری د زورور غلط مه شه                                     مګر دا چې ترده نه یې زورور

:اویاوایي

دا خو ته یې زما نفسه                                                     چې دې زه کړم کور وکر

اویاوایي:

په شپه وینې د مظلوم خوري                                      سبا کیني په منبر

اویاوایي:

په زړه تور لکه تبۍ وي                                                  په مخ سپین لکه قمر

اویاوایي:

رحمان هسې بې وقوف سوداګر نه دی                  چې د دین متاع بدله په دنیا کا

اویاوایي:

راشه مکوه له چا سره جفا                                             لږ ژوندون دی ضایع کیږی  بې وفا

اویاوایي:

خدای طاعت، عبادت څه کوي رحمانه                خو یې مینه د سړي ده ازمیل یې

اویاوایي:

د خلیل تر کعبې دا کعبه ده لویه                                که آباد کا څوک ویران حرم د زړهء

اویاوایي:

ګونګي ښه دي چې بی کام و بی زبان وي             نه چې ژبه شي په بد ویل ګویا

اویاوایي:

سر د ننه په ګریوان کړه سترګې روڼې                    ډیر په پورته پورته مه ځه سر هوا

سر هوا سرهوا مه ځه و آسمان ته                              ته په اصل کې له ځمکې یې پیدا

اویاوایي:

د دنیا کارونه واړه غولول دي                                    دا ګومان په هیچا مه کړه چې مې خپل دي

اویاوایي:

له سړیه غرض واړه سړیتوب دی                            نه چې پټ وي د سرو زرو په لباس

اویاوایي:

په آدم کې د حیوان خویونه هم شته                        بیا هاله یې آدم بوله چې آدم شي

اویاوایي:

احتیاج هسې بلا دی په جهان کې                         چې پلار زوی کاندی د زوی او زوی د پلار

اویاوایي:

ما دیار په بېلتانه کې دي لیدلي                              که دانا د زمانې وي مبدل شي

اویاوایي:

هر وګړی چې منصور غوندې په دار شي             دار یې پس له مرګه نخل میوه دار شي

اویاوایي:

دنیا دار که مستغني په سیم و زر دی                   هنرمند و څخه ګنج دخپل هنر دی

بیهوده به زورور  وځانته وایي                                د دنیا سړی که هر څو زورور دی

هسې مه وایه چې زه یم په جهان کې                     پیدا کړی خدای د سر دپاسه سر دی

اویاوایي:

هر علم چې بیعمله وي تش بوس دی                    د جاهل د پارسایي توبه توبه

اویاوایي:

علمیت د بی عمله عالمانو                                       لکه ګنج د کتابونوپه خر بار شه

او داسې نور بیتونه ………………………………………………………………………………………

په رښتیا سره د رحمان بابا  دشعرونواو ویناګانو ارزښت، خوږوالی، دروندوالی، ریښتینوالی، علمیت،تجربه او روحانیت دومره شهرت تر

لاسه کړې دی، چې په لره او بره پښتونخوا او افعاني سیمو کې د ده روحاني، علمي، تصوفي ،عرفاني اومذهبي شخصیت ته د عزت، عقیدت

او درناوي په توګه خلک ګوري، او د ده شعري دیوان د خلکو په منځ کې دفال نیولې شهرت تر لاسه کړې دی ، او دهغه په ویناګانو، نصیحتونو

اوپندونواکثریت خلک عملي ګامونه پورته کوي، او په ورځنیو خبرواترو کې  دده دشعرونواو کلام نه د متلونو په بڼه ګټه پورته کوي .

ارواښاد عبدالروف بینوا چې زموږ دهیواد تکړه، نامتو،نوښتګر، ادبي اوفرهنګي شخصیت دی، په خپله یوه لیکنه کې

د رحمان بابا دشاعرې په هکله داسې وایي :

(د رحمان بابا د اشعارو یو لوی صفت دادی چې د هرچا په ذوق سره سم مطالب لري  او دهر چا د تنهایي ملګری وي . په پښتنو

کې به ډیر داسې کم کور وي، چې د رحمان بابا دیوان هلته نه وي .)

رښتیا داده چې د رحمان باباعالي او لوړ فکرد ده په  شعر او کلام کې دومره خوږ او اغیزناک دی،چې هر څوک ځانته په کې

خپل هدف، مقصد، درد، تصویر، خیال او انځورپه ډیر ښکلي اوظریفانه شکل پیدا کوي .

–  صوفي او عارف دواړه  په کې د تصوف او عرفان د اسرارو او رمزونو مرغلرې او

دمعرفت او د معنوي دنیا وړانګې ویني اوپرې خپلو روحاني حالاتوته وده ورکوي  . دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

که څوک وایي هنر کوم دی؟ وایه دادی                      چې بې خدایه نوره مینه په چا نه کا

:او یا وايي

هیڅ تغیر او تبدیل نه لري رحمان                                   تل تر تله بر قرار دی رب زما

:او یا وايي

دا پنځه ورځې ژوندون چې غنیمت دی                      شکرانه په دا نعمت دکردګار کړه

:او یا وايي

دا همه واړه حجاب دي چې لیده شي                            نور دحسن بالاتر دي له ادراکه

:او یا وايي

په هر دم کې نوې نوې تماشی کړم                                   زه رحمان د خدای وکړه  وته حیران یم

:او یا وايي

چې مې ستا د جمال عکس دی لیدلې پخپل ځان کښې

هم په دا دآیینې په څیر حیران دی زما روح

:او یا وايي

په رحمان باندې نظر د کرم وکړې                                    اې چې یې د پاک الله په دربار خاص

:او یا وايي

چې وصال دخپل جانان مې دی موندلای                    ګنج د درو د مرجان مې دی موندلای

:او یا وايي

څه عجب دی که تمام جهان زما شي                    چې بادشاه د درست جهان مې دی موندلای

:او یا وايي

درست جهان که واړه ما رحمان لره دلبر شي               چیرې دی دلبره بې له تا بل دلبر زما

:او یا وايي

که دا نور ښایسته ستوري ویل کېږي                            ته خورشید غوندې صورت لری عیان

:او یا وايي

د آفتاب په مخ کې هره ورځ زوال وي                              ستا دحسن په آفتاب کې زوال نشته

:او یا وايي

څو دې دوه سترګې غړیږي په جهان کې                        ننداره په هر ساعت د خپل نګار کړه

:او یا وايي

زه یې وینم درست جهان په تا مین دی                           که بادشاه دی د دې دور که ګدا

:او یا وايي

وهر چا وته چې ستا قوت رسېږي                                   هلته نه رسي قوت د درست جهان

:او یا وايي

زه رحمان چې ستا د حسن ثنا خوان یم                           ستا له رویه درست جهان زما ثنا کړه

:او یا وايي

که له دره یې شړې که یې پریږدې ته                                ډیر مین دی ستا پرمخ عبدالرحمان

:او یا وايي

عشق څه هسې علم نه دی                                                     چې حاصل شي له مکتبه

مکتب حال د مذهب وایي                                                    عشق سیوا دی له مذهبه

:او یا وايي

می خواران که یې خبر شي له مستۍ نه                       د رحمان د میخانې شراب دڅښو دي

او یا وايي :

هسې بې شرابو مست یم ستا په مینه                           چې خبر نه یم په ځمکه په آسمان

:او یا وايي

د رحمان په عاشقۍ به آفرین کړې                                  که لږ مخ په آینه کړې ځان وګورې

:او یا وايي

زه رحمان دعشق په درد کې هسې خوښ یم              چې مې نشته په دوا باندې غرض

:او یا وايي

سپینې اوښکې زیړ رخسار دمینې له دولته             ای رحمانه دا دعاشقانو سیم و زر دي

:او یا وايي

که چا لار  دعاشقۍ وي ورکه کړې                                 زه رحمان دګمراهانو رهنمایم

:او یا وايي

خپل جانان مې هسې نقش دی په زړه کې                  نه پوهیږم چې رحمان یم که جانان یم

:او یا وايي

زه رحمان دهغه حسن دعا ګوی یم                                چې جرګه دعاشقانو وي پرې پنډه

– که عاشق دی په کې دپاکې اوسپیڅلې مینې ناز، راز اونیاز، حسن اوجمال،دطبیعت دمناظروهنري ښکلا، خلوص، محبت

اودخپلوریښتینواحساساتواوعواطفو تصویرونه او خیالونه ګوري .دبیلګې په توګه  د ده دا بیتونه ګورو:

:او یا وايي

مخ دیار شمس وقمر درې واړه یو دي                   قددسرو صنوبر درې واړه یو دي

حاجت نلرم په شهدو په شکرو                                  لب دیار شهدوشکر درې واړه یو دي

:او یا وايي

په شرابو کې خوند نشته د شکرو                          دیار شونډې هم شراب دي هم شکر

:او یا وايي

که سل ځله پټ تر شونډو لاندې خاندي                    نه پټیږي آب دلعل ودګوهر

:او یا وايي

هغه شونډې چې خوږې دي تر شکرو                         له کنځلو یې عار نه کا عاشقان

:او یا وايي

چې څوک نوم دا ستا دشونډو په خولهء واخلي

که یې زهر وي په خوله کې عسل شي

:او یا وايي

هغه شونډې چې شیرینې وي تر قندو                        ما هیڅ فیض ترې بیا نه موندبې کنځلو

:او یا وايي

چې لذت یې د سرو شونډو وي موندلی                   نوره مینه د شرابو په جام نه کا

:او یا وايي

که پکار دې دسرو شونډو شیریني وي                      د خپل ځان په وینوسور لکه انارشه

او یا وايي :

چې مې نقش په زړه سرې شونډې دیار شوې               کان دلعلو شو ګرداب زما دسترګو

:او یا وايي

تا چې رنګ دمیو ورکړو ولبانو                                          اور یې پورې کړ په کور د میخورانو

:او یا وايي

په هر ځای چې ستا دلبو نام آغاز شي                              د لاله ؤ باران  اوري په حباب کې

:او یا وايي

د پیزوان غمی دې زیب کا پر لبانو                                   دواړه زلفې دې چورۍ د ملنګانو

تور اوربل دې لکه مارپه جبین پروت دی                    شینکی خال دې مواصل د رنځورانو

:او یا وايي

چې دې جوړه کړه لینده دکږو وروځو                               څو به ښکار کړې په حرم د غزالانو

:او یا وايي

د سروټیک دې شهزاده په جبین پروت دی                 شینکی خال دی محصل په بندیوانو

:او یا وايي

مشکین خال دی په سرو لبو هسی زیب کا                   لکه مهر په محزن د درمرجانو

او یا وايي :

ما دعشق په درس کې نور څه لوستي نه دي                 بې دزلفو، بې له خطه بې له خاله

او یا وايي :

که دې زلفې په مخ پیچوتاب شوي ښایي                ویښته څه طاقت لري داور له تابه

او یا وايي :

که په توره تاریکۍ کې رڼا غواړې                             نندارچي د یار د زلفو د رخسار شه

او یا وايي :

لاس مې وتړیء د زلفو په طناب                                    بیا مې وپلوریء د سترګو په قصاب

او یا وايي :

هسې آب یې دی د دوو سترګو په تیغ کې               چې بې سره په سر نه لري حباب

:او یا وايي

چې رایاد یې سرې شونډې سور پیزوان کړم          تر چشمانو مې بهیږي سرهء شهاب

چې دمخ و آب وتاب ته یې نظر کړم                              راته هیڅ شي دګلونوآب وتاب

:او یا وايي

دا کاږه کاږه باڼه او کږې وروځې                                    نور څه نه کا بې کږو کږو وهلو

:او یا وايي

په شپه نوکي دعاشق په وینو سرې کا                         سبا پورې کا نکریزې په منګلو

:او یا وايي

مستوري راڅخه یوړه مستو سترګو                            رحمان ځکه په وګړیو کې رسوا شوم

:او یا وايي

یا دا ستا چشم ابرو وینم په خواب کې                       یا مستان دي ویده شوي په محراب کې

:او یا وايي

هغه سترګې چې نرګس وي هم بادام وي                     تېرې تورې شوې زما په قتلولو

:او یا وايي

ستا دی خواب آلودو سترګو خواب راڅخه یووړ       لبو دی لذت د میوناب راڅخه یووړ

نه مې اوښکې پاتې شوې نه صبرپه صورت کې       ډیرې بې صبرۍ دمخ آب راڅخه یووړ

–  عالم  په کې دعلم او پوهې مالومات لټوي ، اوخپل علمي تصورات اوتفکرات

:غني کوي . دبیلګې په توګه د ده  دا بیتونه ګورو

مه درومه رحمانه په خلاف د دانایانو                        مینه د دنیا پسندلې نه ده هیڅ دانا

:او یا وايي

د دانا و دنادان تر میان یو حد دی                                  هوښیاري تر حد پورته حماقت وي

:او یا وايي

تر هغه به نادان بل په جهان نه وي                                  چې څوک مهر وفا غواړي په نادان کې

:او یا وايي

عاقلان په وړاندې ځي په ورستوګوري                     په دنیا کې سر انجام د آخرت کړه

:او یا وايي

پوه خلک هغه دي چې اقرار په ناپوهی کا

هر چې ځان هوښیار ګڼي هوښیار یې مه ګڼه

:او یا وايي

زه رحمان حلقه بګوش د هر عالم یم                                          که اعلی دی که اوسط دی که ادنا

:او یا وايي

عالمان دي روښنایي د دې دنیا                                      عالمان دي د تمام جهان پیشوا

– که  دمینې  د دردرنځور او دردمن او ناقراره دی په کې د خپل زړه ټکور او قراري پیدا کوي .

:دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو

د رحمان وزیړي رنګ وته نظر کړه                              چې مدام په تا پسې کاندي ژړا

:او یا وايي

عاشقانوپه شکست کې بری بیا مونو                     دلته توان دهغه رسي چې ناتوان شي

زیړی رنګ دعاشق هسې مرتبه ده                 چې آفتاب غوندې څرګند په درست جهان شي

له چشمانو یې باران درحمت ووري                          زرغونه یې په څهره باندې زعفران شي

له رخساره حال د زړونومعلومیږي                            له بهاره نیک وبد دکال عیان شي

:او یا وايي

زه رحمان دزمانې له جوره درومم                                خپل صاحب لره په داد او په فریاد

–  مطربان  او که مستان دي په کې دسوز او ګداز ډکې سندریزې نغمې دموسیقې په پردو کې غږوي، او مستان خپل آواز ورسره داسې جګوي . دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

دساقي په لاس کې جام دمیو ناب دی                     مطرب ایښی په زنګون دغم رباب دی

:او یا وايي

محتسب په رقص ګډ شوباک یې نشته         صوفي پروت په میخانه کې مست خراب دی

:او یا وايي

په تلخۍ دمیو مست خلق مې خوښ دي                 هغه خار چې بوی دګل لري خار نه دی

:او یا وايي

هرساقي چې جام دعشق لري په لاس کې                دا پیاله یې په مستانو ده مباحه

:او یا وايي

هر مطرب چې غوږۍ تاو کا درباب                         په دا تاوکې زما زړه کاندي خراب

چې سامعی یې په نغمه په ترانه شم                         دیوانه شم ګریوان څیرې مست خراب

هم یې تار، هم یې ګفتار هسي اثر کا                      چې هیڅوک یې نه طاقت لري نه تاب

:او یا وايي

زړهء مې په نغمو نغمو سوری کړ مطربانو                    عقل ساقیانوپه شراب راڅخه یووړ

یو ساقي بل یار دریم مطرب سره یو ځای شول

زړه یې له ګوګله په شتاب راڅخه یووړ

– ملي شخصیتونه، مشران اوسیاستوال په کې د خپلو ملي پاڅونونو او غورځنګونو اتحاد اواتفاق، او دخلکوغیرت ، همت او شهامت راپاروي .

:دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو

بیخ بنیاد به دهغوی وي په یارۍ کې                      چې د تن په نابودۍ یې اعتقاد وي

:او یا وايي

ښایسته یاران ګلونه دي رحمانه                                 بېلتانه کړه اکثرمړاوی کم تازه

:او یا وايي

که پر غره پر سمه ګرځم باک مې نشته                     زمری تل ګرځي په لوړه په ژوره

:او یا وايي

وړاندیني هم واړه ستاپه څیر سړي وو                    ته هم پاڅه د هغو په څېر همت کړه

او یا وايي :

چې په ننګ وپه ناموس تر لوره کم وي                    صدقه شه نا قابله زوی له لوره

:او یا وايي

ننګیالي تربرونه  ښه دي او که نه وي                         ننګیالۍ ترله هم ښه ده له تربوره

:او یا وايي

هغه زړه به له طوفانه په امان وي                                چې کشتۍ غوندې دخلقو بار بردارشي

:او یاوایي

کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي               اغزي مه کره په خپو کې به دې خار شي

– هغوخلکوچې  دنیا یې پریښې ده او له دنیا څخه لاس په سر شوي دي په کې دځان لپاره خوشحالي پیدا کوي .

دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

دا دنیا په احمقانو ده ودانه                                           دانا څه کا په دنیا باندې غرض

:او یا وايي

دنیا کل په احمقانو ده ودانه                                         دانا ځکه وابستګی د دنیا نه کا-

مبلغین،  واعظان او خطیبان په مدرسو اوجماتونو کې په خپلوویناګانوکې د ده  دشعرونو نه د یومنل شوي اصل په توګه ګټه پورته کوي .

:دبیلګې په توګه  د ده دا بیتونه ګورو

رحمان هسې بی وقوف سوداګر نه دی                  چې د دین متاع بدله په دنیا کا

:او یا وايي

زه رحمان له هغه علمه پناه غواړم                             چې له دینه له مذهبه وي سیوا

:او یا وايي

ای رحمانه که څه کار دی خو د دین دی                  نور کارونه بی وفا دي بی اساس

:او یا وايي

واړه بې وقوف دي که څوک دین په دنیا پلوري       چېرته پنځه ورځې چېرته عمر جاودان

:او یا وايي

نور عالم که د دنیا غمونه کاندي                              له رحمان سره دې غم د آخرت وي

درحمان بابا شعر اوکلام ډیر ساده او آسان معلومیږي، خو دلوړومفاهیمواوژورو

معناګانونه ډک دی، اوملي، روحاني اوټولنیزه بڼه لري، او هره حجره، هر مجلس اوهرکور د ده په شعر او کلام روښانه، ځلانده اورنګین دی .

دده په شعرونوکې دلوړو اخلاقو،عبرتونواوعالي صفتونودرسونه شتون لري . همدا سبب دی چې ده ځانته دا حق ورکړې دی چې خپل شعر داسې ستایي :

چې دا نور شاعران کاندي هغه نه کا                     رحمان کړی نوی نوی اجتهاد دی

او یا وايي :

دا څه شعر درحمان دی                                                   چې هم ګنج دی هم هنر

او یا وايي :

هسې زیب کا په بیاض د رحمان شعر                    لکه زلفې دخوبانو په رخسار

او یا وايي :

یا به شهد یا به قند یا به نبات وي                           هر کلام چې له رحمانه شنیده شي

او یا وايي :

ستا د حسن د تعریف له برکته                                   د رحمان دشعر کوکي پر عالم دي

او یا وايي :

په اشعارو کښې قوتناک لکه زمری یم                ولې نه یم د زمري په څیر ګزند

او یا وايي :

در ګوهر په تله نه دي چا تللي                                   د رحمان شعر ګوهر دی څه یې تلې

او یا وايي :

هم نغمې کاندي هم رقص کاهم خاندي               د رحمان په شعر ترکې د باګرام

او یا وايي :

د رحمان وسوزان شعر ته حیران یم                        چې یې اور بل شوی نه دی په دیوان

درحمان بابا شعرونه له مینې، ورورولۍ او انساني غوښتنو، پندونواوعبرتونونه ډک دی . ده  له خوارانو، غریبانو،  فقیرانواو درویشانو نه ځان بیل کړې نه

دی، اوتل یې دا هڅه کوله چې خپله درویشي او فقیري په امیري بدله نه کړي .دده خوږ کلام ددرویشانو اوقلندرانود زړونوغږ دی .

د ده کلام د پاکی، سپیڅلتیا،حقیقت، رښتیا

او صداقت   آواز دی او دخلکو په زړونو کې ځانګړې ځای لري .

دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

چې یکسان ګوري هم شاه وهم ګدا ته                     هسې یار دی رحمان غریب نواز

او یا وايي :

بادشاهي د ګدایانو په دعا شي                                زه رحمان ځکه بادشاه شوم چې ګدا شوم

او یا وايي :

د خلیل تر کعبې دا کعبه ده لویه                              که آباد کا څوک ویران حرم د زړهء

او یا وايي :

زه ملهم د زړهء له چا غواړم بې خدایه                     چې کړی نه شي طبیبان ملهم د زړهء

او یا وايي :

قاعده د دردمندۍهسې نه ده                                    چې په درد کې یو دردمن له بله کم وي

او یا وايي :

چې د اور لمبو وهلی وي بیا روغ شي                    نه رغېږي دآزار لمبو وهلی

او یا وايي :

که نظر کا څوک په کار ددرویشانو                         خود به وویني وقار د درویشانو

او یا وايي :

په دغه لاره به ورشي خدای رسول ته                        که څوک یون کاندي په لار  د درویشانو

هر ګفتار به یې د خدای په در قبول وي                    چې قبول یې وي ګفتار د درویشانو

او یا وايي :

بادشاهان ددنیا واړه پرې پراته دي                            لکه خاورې په دربار د درویشانو

هر بهار لره خزان په جهان شته دی                               خزان نه لري بهار د درویشانو

د جنت د باغ ګلونه به یې هیر شي                                 که څوک وویني ګلزار د درویشانو

او یا وايي :

درست دیوان درحمان جار تر داغزل شه                  چې بیان یې کړو کردار د درویشانو

او یا وايي :

که مې څوک په امیري شمیري امیر یم                     که مې څوک په فقیري شمیري فقیریم

رحمان بابا خپل خیالونه، تصویرونه اوانځورونه ، تشبیهات، کنایات، پاک اوسپیڅلي احساسات، جذبات او عواطف په خپلو شعرونو کې د یو رومانتیک اومینه

ناک شاعر په توګه دمجازي عشق، د طبیعت دمناظروهنري ښکلا،حسن اوجمال په ډیر هنري شکل بیان کړي دي .دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

دا دمیو څه مستي او سرخي نه ده                            تیغ د سترګو دې په وینو کې غرقاب دی

او یا وايي :

که دې مخ په زلفو پټ دی باک یې نشته               د حیات اوبه هم پټې په تورتم دي

ستا د زلفو له رخساره له سرو شونډو                   پیدا شوي شام شفق د صبحدم دي

او یا وايي :

چې شهید دتورو سترګو په خنجر شي                 خوشنودي یې دسرو شونډو په کوثرشي

چې رایاد یې سپین رخسار دراز مژګان کړم           هغه دم مې زړه سپند سینه مجمرشي

او یا وايي :

هغه زړه چې ستا دعشق په اور کباب دی             که مرهم ورباندې کیږدې ډیر ثواب دی

او یا وايي :

تش به نشي هغه خم دعشق له میو                          چې یې خاورې د فرهاد او د مجنون دي

او یا وايي :

دبلبل له حاله زده کړه په خزان کې                          بیا د ګلو تماشا کړه په بوستان کې

او یا وايي :

عاشقي آسان مه ګڼه خبر شه                                      سر بازی ده هر نفس په دا میدان کې

او یا وايي :

عشق وعقل دواړه سره ضد دي که پوهیږې      کله کړي آرام د اور بڅري په لمبو کې

او یا وايي :

که ګریوان مې دسپوږمۍ دنمر مشرق شي         زه چې یار په سترګونه وینم تورتم وي

او یا وايي :

تا چې په دا تورو سترګو وکاته و ماته                  زړه دې زما تور کړ له دې نوره مخلوقاته

او یا وايي :

ماخو چې ته ولیدې هغه ساعت مې ووې            نوره به مینه د زړه نه شي له تا ماته

او یا وايي :

شیخان او زاهدان چې نصیحت وماته وایي       نه دي خبر شوي ستا د محسناته

او یا وايي :

زه رحمان چې دې وینم یاره وایم خدایه خیر کړې      ګډه شاپیرۍ ده دبني آدم له زاته

او یا وايي :

بې د ستا له مخه ورځ راباندې شپه ده                      روښنایي دورځې چیرې وي بې نمره

او یا وايي :

ایښی مې په سر دی ستا دمخ دمینې ګل              بیا مې تور لیمه دي ستا دزلفو تور سنبل

او یا وايي :

د پیزوان غمی دې زیب کاپر لبانو                              تورې زلفې دې زنځیر دعاشقانو

دا سور ټیک دی شهزاده په اوربل پروت دی          شینکی خال دې معاني د بندیوانو

دواړه لب دې ښایسته تر سرو یاقوتو                       شرمولې ده  ږلۍ ستا دندانو

دواړه لیچې دې کړې کښلې مصرۍ تورې             در پوهیږم سر به غوڅ کړې د خوارانو

تورې وروځې دې کږې پر جبین زیب کا                   لکه جیم پر کاغذ کښلی کاتبانو

او یا وايي :

ګرځي په چمن کې منګل ډکه په ګلونو             خدای زده چې ګلونه وړي یا زړونه په منګل

او یا وايي :

نه به ستا د مخ په څیر ګلشن وي چا لیدلی           نه به وي زما په څیر آهونه د بلبل

او یا وايي :

مست د هغه مخ یم چې مستانې لري سترګې

بې تورې بې تیغه قاتلانې لري سترګې

بې لیدو کتو غایبان زړونه وړي له خلکو

هسې چشمان بندې ساحرانې لري سترګې

هر څوک چې یې ویني تورې سترګې کتی نه شي

ښکلې پریوارغوندې حیرانې لري سترګې

او یا وايي :

سور پیزوان دې په سرو شونډو هسې زیب کا           لکه جیم په قلم کښلی کاتبانو

او یا وايي :

اور اوبه سره چا ګډ لیدلي نه دي                                     دا قدرت  دی ستا په لبوکې ښکاریږي

او یا وايي :

که ډوبیږم په اوبه یا په اور سوځم                                 د سرو شونډوپه آتش او په آب خوښ یم

او یا وايي :

هسې مست یم ستا د شونډو په شراب                       چې به نه وي بل داهسې مستخراب
او یا وايي :

ما چې خال دستا د ورځو تر میان ولید                       نه بل هسې رنګ امام شته نه محراب

او یا وايي :

زه نورچا وته خبری نه کړم                                                   بی هغوچې مویې مژګان لري دراز

او یا وايي :

شام سحر مې دغه ستا زلفې رخسار دي                    نور مې مه پوښته له شامه له سحره

او یا وايي :

خیال د زلفو یې زما تر زړه چاپیره شو                         یا تر ګنجه چاپیر شوی مار دی دا

او یا وايي :

درحمان تر قلم مښک وعنبر ووري                              چې آغاز یې کړ اشعار د تورو زلفو

او یا وايي :

هسې بند شو په کمند دتورو زلفو                                 چې حیران یم د رحمان په خلاصولو

او یا وايي :

ځکه ژاړم له دو سترګو اوښکې وینې                          چې رحمان وینې دیار خندانې زلفې

او یا وايي :

ځان په مستو سترګو باندې مه غولوه رحمانه

دا مستان هوښیاري له حکمته سره ښوري

او یا وايي :

په رحمان د ستا د لبو می حرام دی                                 څو د خپلو وینو جام تاوان ور نه کړم

او یا وايي :

در و لعل شو ویل د رحمان                                                چې دی ستا د لعلو و شونډو شو ګویان

او یا وايي :

که مجنون غوندې په عشق کې څوک صادق شي             دلیلی په دروازه کې دربان نشته

او یا وايي :

دا څه مخ دی منور                                            چې هم شمس دی هم قمر

دا څه زلفې دي مشکینې                             چې هم مښک دي هم عنبر

دا څه پیوسته ابرو دي                                  چې هم نیش دی هم نشتر

داڅه سترګې دي قاتلې                                چې هم سیف دی هم خنجر

دا شونډې دې میء ګونې                           چې هم میء دي هم شکر

دا څه سپین سپیڅلي غاښ دي               چې هم در دي هم ګوهر

داڅه سیب زنخدان دی                                 چې هم سیم دی هم ثمر

دا څه قد او څه قامت دی                             چې هم ګل دی هم عرعر

دا څه ملا ده باریک وضع                            چې هم موی دی هم کمر

داڅه زړه دی دخوبانو                                      چې هم موم دی هم حجر

دا څه یار دی نه پوهیږم                                   چې هم دل دی هم دلبر

دا څه بت دی زما ربه                                          چې هم بت دی هم بشر

دا څه شعر درحمان دی

چې هم ګنج دی هم هنر

رحمان بابا یودرویش صفته انسان، صوفي مشربه شاعر او په مذهبي تفکراتو کې ډوب شخصیت و، چې د یو ځانګړي ادبي مکتب اوسبک خاوند دی .

ارواښادپوهاندعبدالحی حبیبي چې زموږ دهیواد یو نوښتګر، مفکر، نامتولیکوال او څیړنیزپوه، تکړه ژورنالیست اوپیاوړی

شاعر دی ، په خپله یوه لیکنه کې درحمان بابا د ادبي سبک او شخصیت په هکله داسې وایي :

(رحمان بابا دشاعرۍ په فن کې دمستقل مکتب خاوند دی . په خپل شعر کې یې دپښتنو دفطري جذباتواو ملي

احساساتوپه ساده او روانوخوږو الفاظوداسې ښه ترجماني کړې ده چې هر څوک د خپل ذوق مطابق په هر ځای او موقع کې استفاده ځنې اخستی شي .)

په رښتیا سره چې رحمان بابا دخپل په زړه پوري ادبي سبک په وسیله خپل روان او سلیس او د هرچا په ذوق برابرشعرونه خپل ادب دوستانو ته وړاندې کړي دي .

ده خپله شاعري او خپل شعر هغه مقام ته ورساوه، چې زموږ زیاتره شاعرانوپه ډیره مینه او اخلاص د ده دادبي مکتب لارویان

شول او د ده په لاره  یې پیاوړي ګامونه اوچت کړي دي .

سره له دې چې رحمان بابا یو درویش صفته او مسکین شخصیت و، خو هغه لوړ مقام چې ده درلوداو دپراخې

حوصلی او دلوی همت اوغیرت خاوند و، ده

هیڅکله د خپل غریبې لاس چا ته ټیټ کړې نه دی اوپه خپله غریبي یې قناعت او صبر کړې دی او دخپل لوی خدای(ج) نه شکر ګذار و. دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

څوک دې راکاندي قسم په کردګار                                 که درم لرم په کور کښې یا دینار

زه درم او دینار نه لرم په کور کښې                                   ولې نور عالم مې بولي دنیا دار

هم په دا چه نه له ځایه چیرته خوځم                                 نه د هیڅ یوه مخلوق یم منت بار

آب و خور لکه آسیا په ځای را رسي                         پخپل کور کښې مې سکون دی هم رفتار

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم                                 که خزان را باندې راشي که بهار

او یا وايي :

په هر کور کې  رنځوران راته زګیروی کا                      لاس مې نه رسي دهیچا په دوا

د دنیا خبرې واړه په دنیا شي                                          ما به څه کا څوک چې نه لرم دنیا

که په هر کلي کې مې کور دی زه ګومان کړم           چې کور نه دی دا مې ګور دی په صحرا

او یا وايي :

قناعت مې د خرقې لاندې اطلس دی                          پټ د درست جهان پادشاه ظاهرګدایم

او یا وايي :

خدایه ګنج دقناعت و رحمان ورکړې                        چې بی ملکه بی حشمته دولتمند وي

او یا وايي :

هغو بیا موند سعادت په دا دنیا                                  چې یې وکړ قناعت په دا دنیا

او یا وايي :

موړ به نه شي هیڅ سړی بې قناعته                             که یې خونه وي په سیم وپه زر ډکه

او یا وايي :

د قانع تر قناعته صدقه شه                                              هم دنیا او هم دینار د دې دنیا

د رحمان بابا د آثارو څیړنه او دده ادبي شخصیت، مقام او شهرت دلرې اوبرې پښتونخوا په محدوده کې محدود نه دی پاتې شوی .په نړۍ کې

د یو شمیر لویو پوهانواوڅیړنیزو مرکزونوله خواه د ده شخصیت د یو لوی مشر په توګه منلې شوې دی، او ده  دیوعالم، فاضل او ستر شاعر په

توګه پوره شهرت ګټلې دی . د ده دعلمي ، روحاني، ادبي او فرهنګي شخصیت په هکله نه یوازې په لره او بره پښتونخوا کې بلکې دباندنیو

لیکوالانو له خواه هم څیړل شوې دی .دنړۍ ډیرو پوهانو او څیړونکو دده آثار لوستي او د ده په هکله یې خپلې څیړنې کړې دي .

درحمان بابابشپړ کلیات په مختلفو ژبو لکه : انګلیسي، روسي، اردواو داسې نورو ژبوژباړل شوی دی .

درحمان بابا د شخصیت په هکله یو شمیر مستشرقینو لکه :راورټي او پادري هیوز انګریزي او اډورن روسي

چې دپښتوادب پیژندونکي دي، خپلې څیړنې اوقضاوتونه کړې دي . دوی رحمان بابا د پښتو ادب ( پیښوا) یاده وي .

میجر راورټي  دپښتو ژبې او دپښتو ادب په هکله زیات تحقیقات او څیړنې کړې دي .

دی درحمان بابا په هکله خپل نظر داسې بیانوي :

( که څه هم خوشحال خان خټک په پښتو شاعرانو کې لوړ مقام لري ، خو رحمان بابا

وټولوپښتنو ته ډیر زیات مقبول شاعر دی .)

پادري هیوز هم چې یو نامتو محقق او څیړونکې دی، ده هم د پښتو ادب په هکله ډیر تحقیقات اوپلټنې کړې دي ، او درحمان بابا په هکله داسې وایي :

(په کوم ځای کې چې پښتو ژبه ده هلته درحمان بابااشعار ویل کیږي .)

لنډه دا چې د پوهانو او څیړونکو له تحقیقاتو نه مالومیږي چې رحمان بابا یو لوی عالم،مفکر او ادبي شخصیت

اونامتو شاعر دی، د ده علمیت ، روحانیت او پرهیزګاري

اوصداقت د ده په کلام او شاعري کې او د ده په اعمالو کې خورا ارزښتمندمقام لري . همدا سبب دی هر چا چې دده شعرونه لوستي

او اوریدلي دي ، د دوی په زړونو کې یې ځای نیولې دی او د دوی په اعمالو او کردارویې ژور اغیزکړې دی .

دزیاترو ادبي تحقیقاتواو څیړونکوله پلوه د رحمان بابا د مړینې نیټه (۱۱۲۸)هجري قمري کال منل

شوې دی .دی دپیښور ښار د(هزارخانې) په لویه هدیره کې شخ دی .

د ده  زیارت ته ډیر خلک ور ځي او هر کال د پسرلي په شپواو ورځو کې د ده پر مزار باندې دمشاعرې غونډه جوړیږي .

د ده قبر او ډبر لیک د افغانستان دپښتو ټولنې له خوا په (۱۳۳۶)هجري شمسي یا (۱۹۵۸)میلادي کال کې جوړ شوې دی .

په پای کې غواړم ووایم د دغې مقالې په لیکنه کې د بیلابیلو انترنیټي منابعوو او درحمان بابا په دیوان

استنادشوې دی . ښایي زما لیکنه ځنې نیمګړتیاوې ولري د ټولو ادب

دوستانواورحمان دوستانو څخه مخکې له مخکې بښنه غواړم، داجوته ده چې د رحمان باباهر

اړخیز شخصیت په څو مقالو او رسالو نشي څرګندیدای، دا کار

هر اړخیزه څیړنه غواړي ، خو ما په خپل توان سره کوشش کړې دی چې د ده روحاني ، ادبي اوفرهنګي شخصیت چې

د یو سمندر حیثیت لري، یو څاڅکې راپورته کړم اود ادب دوستانو تنده پرې ماته کړم .

اروا دې یې ښاده وي اودده روحاني او ادبي ډیوې دې تل روښانه وي

 

په ډیردرنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادر مسعود

 

 

 

Door Guest