محمدعیان«عیان»      

*****

ای زما دملک آسمانه

ای اوچت اوچتوغرونو

اوای وچووچوتړو

ای خورو ورو درو                                                       

  اوای تکوشنوناوونو

ای ځنګلونو                                                                

  ای باغونو

ای سپیروخړوډاګونو

اوای خړوخړوخاورو

ای څپاندڅپاندسیندونو

*****

ای خوږو توروموماڼو

سروکرکڼو

سروکرواړو

ای غوزانومرخڼیو

ای بادامواوپیستیو

اینځرانواوتوتانو

ای سنځلوپستوولوـ نوروزیو

دخورماجنتي ونو                                         

    اودکیلوببروپاڼو

*****

ای ددښتوسپیروترخو

اوزمادډاګونوسپلنیو                                              

    اوسپیرکیو(۱)

ای ځوځانوسره اغزیو

ای غلمیو(۲)

ای لوخواومیزرو

ای سپلمیو،ځغلنیو                                             

دبیلواودډاګونوګنډیریو

ای ګونګانو(۳) باتوریو(۴)

*****

تیروغوړګو(۵)

اودغونډیوسرګړیو(۶)

غوریجه (۷) اوولوښتیو(۸)

ای ښونانواوڅیړیو

ای ټیټاقو(۹) اواوګی(۱۰) اوشنوشنیو

دنښتروکتارونوـ جلغوزیو

دنګودنګوچینارونواوسپیدارو

ای ځګوځګو(زږو) پلوڅو

ای دشوې (۱۱)خوروڅانګو

اوای دصبرـ ناجو ونو

*****

سروانارو،خوبانیو

دغره توروماڼوګیو(۱۲)،ښونلیو(۱۳)

رنګارنګه املوکانو، شلتالانو

الوچواوالوکاټو

بټنګانو،نشپاتیو

نارنجانو،لیموګانو

ای خوږوخوږومڼواوسرومالټو

خربوزواوخټکیو

مړغونې (۱۴) هندوانیو

ای دډاګ خوږو« رخپټو»(۱۵)

اوای د«کوَرْ»(۱۶) اوږدوځیلیو

*****

ای غنمواوجوارو

ای ببروځو(۱۷) اوجودرو

ای دوریجوپستوشولو

ای اوربشو

آلوګانو،چغندرو

شنوتروکړۍ کړیو

شنوبادرنګواوبینګړیو

ای کدوانواوتوریو

باتینګړ،توروبانجانو

تورو، سروسرومرچکیو

هوږې،پیازو،نسکو،مییو

ای ټیپرو،ای ګازرو،ای مولییو

اوای زیړوشړشمو،سپینوسپیرکیو(۱۸)

*****

 ای غاټولو،سرو ریدیو

ای زیړګلو،شین ګلیو

اودرامبیل چمبیل ګلونو

د ارغوان ګلوبویونو

ای ختمي،پنډیرکیو

سروګلابو،تکوتوروکشمالیوـ وه توروببریو

ای ځیلۍ ځیلۍ پیروتو، ډمبرګلو،شبوګلو

دځاپران(۱۹) ښایسته ګلونو

مرغنډیو(۲۰) ننګټیو (۲۱)

نورپرست اورنګارنګ نوروګلونو 

اودوطن ټول پیداوارو

اودوطن ټول پیداوارو

*****

ای قومونو«بیلوبیلو»

«یوملته» دافغان

ټول راټول شئ !

لوي قووت شئ !

اوداشغال په ځد«لمبه» شئ!

سره لمبه شئ!

اشغالګر«ینکیان» «لمبه»کړئ!

«ګوډاګیان» یې «ورسره» کړئ ! 

چې آزاد افغانستان شي

 او افغان ولس آرام شي.

چې آزاد افغانستان شي

 او افغان ولس آرام شي.

            «پای»

دلیکلونیټه یې: ۲۰/۱۰/ ۲۰۱۷ ـ ۲۸/۷/۱۳۹۶

*****

 (۱) : سپیرکی = خړرنګی ډاګین بوټی دی.

(۲) : غلمی = هم یوډاګین بوټی دی.

(۳) : ګونګو= ته خماځوری هم وایي.

(۴) : باتوره = چې ځینې خلک ورته ډانتوره هم وایي اواکثره یې سپین ګل کوي.

(۵) : غوړګې= ته شیرغشی هم وایي.

(۶) : سرګړی = یوغرنی بوټی دی چې مالونه(څاروي)یې خوري.

(۷) : غوریجه = غرنۍ عکاسي ونه.

(۸) : ولوښتی = غرنۍ ښوی ونه.

(۹) : ټیټاقې = دشنیوپه شان غرنۍ میوه ده.

(۱۰) : اوګی = داهم لکه دشنیوپه ډول غرنۍ میوه ده، خودانې یې له شنیونه وړې اواسانې چیچل کیږي.

(۱۱) : شوه = شوه لوړه ونه لري،پاڼې یې ګردې اوپستې دي.

(۱۲) : ماڼوګي = غرنۍ میوه دارې ونې اوتوره میوه کوي.

(۱۳) : ښونلي = غرنیوزیتونوته وایي اودغرنیوښونانومیوه ده.

(۱۴) : مړغونې = لکه دهندوانې شکل لري، خووړې اوډیرې ترخې وي.دیوناني درملوکارتې اخستل کیږي.

(۱۵) : رخپټه = دګازرې په ډول یوه ډاګینه میوه ده چې ماشومان یې په لرونواوچاقوګانوله خاوروراباسي.

(۱۶) : کور = انګوروته وایي.«ک» ساکن لوستل کیږي او«ور»د«برـ غر» په وزن دی.

(۱۷) : ببروځي = یوډول غرني واښه دي.

(۱۸) : سپیرکۍ = دانې یې خلک دګیډې ددرد دپاره استعمالوي.دپټواوویالوپه غاړوکرل کیږي.

(۱۹) : ځاپران = زعفران

(۲۰) : مرغنډۍ = یوډول بوټی دی چې پښه یالاس خوږاو واووښتل شي نوداپې ږدي اوجوړیږي.

(۲۱) : ننګټۍ = دایوخودرویه (بیله دې چې وکرل شي)بوټی دی چې په ډیرانونواوډاګونوکې راخیژي، ګل هم کوي. وړې جینکۍ یې پاڼې اوګلونه په ګټووټکوي اواوبه تې وباسي .بیاترې په تندي، زنه اومخ خالونه وهي.

«پای»

Door Guest