مرکه وال : انجنیر عبدالقادر مسعود
د بلې هرې بشري ټولنې په څېر زموږ پښتني- افغاني پوهان او فرهنگيان هم د خپلې ټولنې د پرمختيايي بهير لوکوموتيف بلل کېږي . او په دې توګه د خپلو وگړو او پرگنو

د ښوونې، ويښونې او لارښوونې چاره پر مخ بيايي. د تېرمهال، وسمهال او وستر مهال يو روڼ او روښان انځور يې مخې ته ږدي. له خپل ملي پېژندنښو او

ارزښتونو او په پای کې يې له ځان او جهانه خبروي .
زموږ د وسمهال او بيا لومړني اکادېميک پښت د پوهې او فرهنگ له مخکښو استازيو او ځلاندو څېرو څخه، چې نژدې شپېته کاله یې

د خپلو هېواد والو زړونه او ذهنونه د نومهالې پوهې او فرهنگ په وړانګو وړانگن ساتلي دي، یو هم زموږ د هیواد نومیالی پوهيال، انديال، فرهنگيال او جنگيال

او څو اړخيز منلی شخصیت ژبپوهاند او ادبپوهاند، ليکوال، رسنوال او تکړه وينا وال پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار دی چې د اند و ژوند

د يوه لنډ جاج په ترڅ کې یې ورسره کړې مرکه ستاسې پښتو او پښتون مينو لوستونکيو مخې ته ږدو:
د پوهانددوکتورمجاور احمد زيار اندوژوند:
پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار (۷۴) كاله وړاندې د ننگرهار د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پرمخ سترګې پرانېستې . لومړنى ښوونځی يې په

 خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو ” ابن سينا او دارالمعلمين ” كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى .
پر (۱۹۶۲) ز. كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى . د دغه پوهنځي د پښتو او ژبپوهنې

د څانګو د پوهنيز – څېړنيز غړي په توګه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو

څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې كړې او څېړلې دي .
ده په سويس کې له (۱۹۶۶تر۱۹۷۲ز) کال خپلې زده کړې پر مخ يوړې او د آریاني ژبپوهنې ، ادب پوهنې او توکمپوهنې په څانګو کې یې

 ماستري اوديفل دوکتورا ترلاسه کړل . هېواد ته يې له ورستنېدو راهيسې څه له پاسه درې لسيزې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ يوړه ..
له (۱۹۸۴-۱۹۸۶)ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې

 چارې سرته رسولې او دوه كاله (۱۹۹۴-۱۹۹۶)ز. يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د
په توګه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې پر(۱۹۹۶)ز. (Visiting Professor)
پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني (Family Reunion) د كورني پيوستون
ښار “اكسفورډ” كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .
دغلته پر ليکنو او څېړنو بوخت دی او د اړوند پوهنتون ماستري او ډاکتري نوماندانو ته د لکچرونو ترڅنگ د تېزسونو

لارښوونه کوي او په ترڅ کې د لندن او کېمبرېج پوهنتونونو له آريانپوهانو سره خپله همکاري هم پرمخ بيايي .
څېرمه چارې او دندې :
د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو :(۱۹۷۲-۱۹۷۵) چلونه .
د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز:(۱۹۷۸-۱۹۷۹) مشري .
دملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب .: (۱۹۸۰)
د افغانستان د سولې ، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري . (۱۹۸۰):
د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري . (۱۹۸۰-۱۹۸۴) :
له (۱۹۹۱) راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري .
استاد پوهاندزیار د خپلو ارزښتمنوليکنو څېړنو، پنځونو ، ښوونې او روزنې په وسیله زموږ د پښتو ادب بڼ رنګین او ښیرازه ساتلی دی .د ده دقلم په

وسیله په دغه بڼ کې په پرله پسې ډول نوي نوي ګلونه را ټوکیږي او غوړیږي . د ده د علمي او تحقیقي آثاروشمیر (۱۳۰)ټوکو (کتابونو) او (۳۱۰۰)لیکنو ته

رسیږي .دا لیکنې د نورو څېړنيزو- لیکنو تر څنګ هغه رسنيزې لیکنې او شننې دي چې دهیواد په ورځپاڼو، مجلو، مهالنیو خپرونو، رادیو او تلویزونونو کې

په هیواد کې د ننه او بهر په پښتو ، دري انګریزي او آلماني ژبو خپرې شوي دي . د ده علمي او ادبي هستونې او ژباړنې په درو برخوکې را لنډېدای شي :
۱- پوهنیزې څیړنې
پښتو نومتړنګونه یا اسمي ترکیبونه (په الماني ژبه)، پښتو پښویه (ګرامر)، پښتو ویي پوهنه، پښتو لیکلار، پښتو شعر څنګه جوړیږي، پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په

رڼا کې، پټه خزانه یوه لغوي خزانه، پښتو سیندګی (هممانیزونه)، پښتو سیندګی (نویزونه)، انګریزي- پښتو سیندګی (سربلونه + اوستر بلونه)، د خوشحال

ادبي پښتو، د یوې کره پښتو لیکلارې لارښود، د ژبپوهنې بنسټونه، غږپوهه او د پښتو پښویي (ګرامر)، درېیمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادمیکه) خپرونه. همداراز يې

 دپښتو آرپوهې(اېتمولوجۍ) ړومبی ټوک (ا- ب – ت- ټ) تر چاپ لاندې دی او د نويزونو(سيندگي) غځېدلې بڼه هم چاپ ته نوې چمتو شوې ده.
۲- ژباړنې
پښتانه او وروڼه ملیتونه، د کنیشکا د سره کوتل ډبرلیک (له الماني ژبې )، پټه خزانه (پر الماني ژبه) او گڼې دوه اړخيزې (پښتو- الماني) او(پښتو- انگرېزي)
۳- ادبي (پېیلې او نا پېیلې) ټولگې
زنداني نغمې، سوزونه او سازونه، وینه او مینه، گلکڅونه، گلولې، اندوژوند، اندو واند، رزم و بزم، پوهه او ګروهه، د سبرونو نڅا، ګلییونه، څڅواکي، زما نړۍ، د مر

جانونو څانګې، نوې پېړۍ او نوې زرۍ، اور و وینې، ساندې او سندرې، مینه د زړه په وینه (ناول) او ناپېیلې ( نثري ټولګه )او يو گڼشمېر نورې ناچاپه پېيلې او ناپېيلې ټولگې .
پر دغو ټولو علمي – فرهنګي هلو ځلو سربېره د افغان – پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتګر پوهاند او ليكوال نژدې څلوېښت كاله د ” يوې – كره ليكنۍ پښتو ” او ” نوي – ازاد پښتو شعر ” غبرګ

غورځنګونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځاى كړې ده ( اكسفورډ،نوېمبر ۲۰۱۱) .
استادعبدالروف بینوا زموږ دهیوادپیاوړی او نوميالی لیکوال او شاعر د استاد زیار د (ګلکڅونه ۱۳۶۶) نومې شعري ټولګې په تړاو داسې لیکي :
((…ده دا خپل ګلکڅونه يوازې د زلميتوب د مينې او هوس لپاره حصار کړي نه دي، بلکې د خپل هېواد، د خپل ولس او د اوسنۍ نړۍ د ټولنيزو نابرابريو

 هغه نارې سورې او کوکې يې هم په کې وهلې دي، چې د ده انساني عواطف يې لړوزلي او بشري احساسات يې ورپارولي دي ….))
استاد زیار یو خورا ډېر کاری او نوښتکر پوهيال، انديال، ليکوال، رسنوال، ادبي او ټولنيز نقاد، محقق، ژبپوه، ادبپوه، توکمپوه، تاريخپوه، څیړونکې، داستان

 لیکونکی، ژباړونکی، ادیب او شاعر دی . دی له ژبې اوژبپوهنې سره د وبله اړيکو له لارې پر بېلابېلواجتماعي علومو لاسرسی موندلی او له تاريخ اوفلسفې رانيو لې تر

 توکمپوهنې،ادبپوهنې او ان پښتو بدلمېچ(ميزان الشعر) پورې اړوندې ليکنې څېړنې د ژبپوهنې له گوټپېره ترسره کوي او په دې توگه د بېلابېلو مشترکو

څانگو، لکه ژب- ادبپوهنې، ژب- فلسفې، ژب- ساپوهنې، ژب- توکمپو هنې او داسې نورو مېتالنگويستيکي (ماوراءالعلم اللسانی) پوهنيزو شننواو ارزونو کې

 یو ځانګړی علمي- تحقيقي مېتود او لارو لېله پر کار اچوي .پخپله د ژبپوهنې ساینتیفیکې څانګې یې، لکه غږپوهنه – د غږونو د زیږ (تولید) له پلوه له

ژوند پوهنې (بیالوژۍ) او (نوري) فیزیک، بیا دیته اړ باسي چې لابراتوار ته هم سروردننه کاندي، همداراز

د آرپوهیزو (ایتیمولوجیکي) څیړنو لپاره لرغونپوهنې ته مخه وکړي . (epigraphy)او ډبرلیک پوهنې
اکادمیسن کاندید ښاغلی داکتر اکرم عثمان، چې زموږ د هیواد یو وتلی او نامتولیکوال او نومیالې کیسه لیکونکې او دلوړقلم خاوند څښتن دی، په خپله یو لیکنه کې

 د استاد زیار دادبي او فرهنګي شخصیت په اړه داسې وایي :
((… زندگینامه و کارنامه های این دانشمند فرزانه بار ها بر پیشانی نامه های چاپی اعم از روزنامه ها٬ هفته نامه ها٬ ماهنامه ها٬ سالنامه ها نقش بسته اند و

همگان واقفند که” پروفیسور زیار“ مردی خود ساخته و خدا خواسته میباشد. و در کارزار زندگی رهین بازوان زورمند و خستگی نا پذیرش میباشد که یک

عمر در برابر ناملایمات و شداید زندگی رزمیده و از او قلمزنی آهنین پنجه و بی ترس ساخته است .
پوهاند زیار چنانکه واقفیم او در دوران تحصیل در داخل کشور نه فقط پژوهندۀ ممتاز و استثنایی بوده بلکه در خارج از افغانستان نیز خوش درخشیده و مراتب کمال علمی را چنانکه باید تا آخر پیموده است .
خالی از هر تردید و تعارفی او در گستره های زبانشناسی تالیفات معتبری به چاپ رسانده و در عرصه های ادبیات ایجادی و آفرینشی نیز نوشته های ماندگاری آفریده است .
او در زبان پشتو شاعری برجسته و شيرین کلامیست و مضامین گونگونی از جمله موضوعات اجتماعی٬ عاطفی و تغزلی را تجربه کرده است او در آن شعر ها آگاهی ارجداری را پرورانده است .
او در آثارمنثورش هم زبان گیرا و شیوا دارد. در هجرت نیز با ملاحظه شرایط آواره گی و دوری از وطن شاغل کارها و فعالیت های انسانی ٬ فرهنگی و مطبو

عاتی چشمگیری بوده گرداننده و برگزار کننده محافل علمی سودمندی بوده است ٬ سخنانش همواره تابع نیاز روزگار و جامعه بوده و از آزادی های قلم و اندیشه دلیرانه پشتیبانی کرده است .
در باره این دانشمند بلند اندیشه هرچه بنویسیم باز هم کم نوشته ایم . او در کار مردم پروری، درون پروری و مضمون پروری از پیشکسوتان جامعۀ روشنفکری ماست .
او ناظری تیزبین برروح زمانه ما می باشد. باشد که از برکات پرداخته های او روز تا روز دل و دماغ مردم ما بیشتر باز شود و این شخصیت وسیع المشرب و

پاک رأی کماکان بر تارک ادبیات و فرهنگ ما بدرخشد….))
پوهاند زیار پر رسمي پوهنتوني کچ د پښتو ژبې او ادب د لومړني اکادېميک استاد په توګه سم نيم ژوند ښوونې (تدريس) ته ځانگړی کړی او تر بل هر نومهالي

استاد يې ډیر شاګردان روزلي، پا للي او ثمر ته رسولي دي.او له ټولگي(کلاس) را بهر يې هم دپښتو ژبې او د پښتو ادب او فرهنګ لپاره په بیلابیلو برخو کې او

 د پښتو ژبې د روزنې، پالنې، ودې او پرمختګ په اړه بې ساري ، ګټور او ارزښتمن کارونه او د ستاینې او یادونې وړ خدمتونه ترسره کړي دي، او د پښتو ژبې

لمن یې درنه کړې ده . ده په سلګونو علمي او تحقيقي مقالې د ژبپوهنې او بيا آريانپوهنې په برخه کې په ملي او بین المللي کچه لیکلي دي . ده دپښتو نيولوجېزم

 ته څانگپوهيزه او پرله غښتې(مسلکي او سېستماتيکه) بڼه ورکړې چې د وييپو هنې په درسي کتاب کې يې په دغه تړاو نومهالې علمي مېتودولوژ ۍ آرونه

 او دويونه (اصول او قواعد) پر گوته کړي دي. مخبېلگې يې هم له زړو متونو او گړدودونو راټولې کړې او په دې چم يې د پرمختللو ژبو په څېر دڅلورگونې پښتو وييپانگې بنسټ اېښی دی .
استاد عبدالروف بینوا د زیار صاحب د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه داسې وایي :
((…که څه هم د شينوارو په (حصارک) کې پيداشوی دی، خو له کوشنيوالي څخه نه حصارېدونکی طبيعت لري. ځکه يې نو(زيار) ځانته تخلص ټاکلی دی چې

د ده د تلاش، سعې، فعاليت او تجسس ښکارندوی دی… . څو کاله وروسته چې وطن ته راځي، د ژبپوهنې متخصص او د پښتو ژبې د ګړدود د وچ ډګر ستر

ګړدودوال ځنې جوړ شوی او د نويو وييونو(لغتونو) په جوړولو کې يې هم لوی لاس موندلی وو….))
د پوهاندزیار علمي او ادبي شخصیت یوازې په پښتو ژبه پورې اړه نه لري، ده په نورو ژبوهم لیکنې کړې دي . ده په پارسي ژبه کې پر شعر سربېره په

 زړه پورې څېړنيز آثار هم لیکلي دي . دی په انګلیسي، الماني، روسي، عربي او نورو لرغونواروپایي او آريايي ژبو پوهیږي . د ده علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت

زموږ د هیواد په ټولنیز، سیاسي، علمي، ادبي او فرهنګي محدوده کې محدود نه دی پاتی شوی . دسیمې او نړۍ پر کچ یې آثار د پاموړ او اخځوړ دي او په اړوند

 څانګپوهیز ډګر کې دپوره نوم او نښان څښتن دی . د هېواد دننه او دباندې په ډیرو علمي، فرهنگي او سياسي پوهنغونډو او سېمينارونوکې ګدون کړی، اوخپلې لیکنې

او ویناوې یې پکې اورولي دي . له اروپايي او امريکايي آريانپوهانو او افغانپوهانو سره څانگپوهيز اړيکي پالي، همکاري او راکړه ورکړه ورسره لري او هغوی ورته

د یوه ستر علمي ، سیاسي او ملي مفکر، ژبپوه، ادبپوه، توکمپوه او اکادېمیک شخصیت په سترګه گوري .
ښاغلی صدیق کاوون طوفاني چې زموږ دهیواد یو پیاوړی او نوښتگر شاعر او ټولنيز شخصیت دی ، د استاد زیار د علمي او ادبي شخصیت په اړه داسې وایي:
((… پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار زموږ د هېواد دهغو سترواو نومیالیو فرهنګیالیو له ډلې څخه دی چې خپل ټول ژوند یې علمي او فرهنګي چارو ته ځانګړی کړی دی .
د زلمیتوب له کلونو بیا تر اوسه په نه ستړي کېدونکې او پرله پسې توګه په پوهنیزو څېړنو ، علمي لیکنو او شعري هستونو بوخت دی . لیکنې او پلټنې یې د پښتو

 د اوسني پښت د ادبي هاند وهڅو د لارې مشالونه دي .
زیار صیب د خپلو نورو سترو کارونو تر څنګ، د نویو ژبپوهنیزو او ادبپوهنیزو لارو چارو په دودونه کې خورا ډېر زیار اېستلی او له بې شمېره ستونزو سره یې مبارزه کړې ده .
په اوسنۍ پښتو ژبه کې د ښاغلي ډاکتر زیار د قلم له برکته اوس اوس يو زیات شمېر داسې لغتونه اوګړنې استعمالیږي چې څو کاله مخکې چا اورېدلې هم

نه وي او پر ځای یې د نورو ژبو له تورو او لغتونو څخه کار اخېستل کېده .
همدا راز په زغرده ویلای شم چې ډاکتر صیب زیار د پښتو د آزاد شعر له ښاغلو او ویاړلو سرلارو څخه دی چې په خپلو هستونو یې پښتو ادب او په

ځانګړي ډول پښتو شعر ته ښېرازي او رنګیني بښلې ده ….))
استاد زیار د خپلو علمي، ادبي او اکادېمیکو فعالیتونو تر څنګ خپل انساني احساسات او عواطف، لوړ خیال او ژور فکر د شعر په خوږه او پسته ژبه هم

څرگند کړي دي . د استاد زیار نثري او شعري هستونې ، نه يوازې له څرنگيز، بلکې له څومره ييز پلوه هم درېکار تر بريده رسولې دي . د یادونې وړ

 ګڼم ، چې ده د پښتو شعرونو تر څنګ پارسي، انگليسي او الماني شعرونه هم لیکلي دي . ارواښاد بیرنګ کوهدامني ، چې زموږ د هیواد د پارسې ژبې

 یو تکړه او نوښتګر شاعر وو، په خپله یوه لیکنه کې د پوهاندزیار صاحب دادبي او فرهنګي شخصیت په ارزونه کې داسې کاږي :
((… ګذشته از این، دکتور مجاور احمد زیار در راه تشکل زبان واحد معیاری و ادبی پشتو و وضع دانشواژه های نوین پشتو در برابر برخی اصطلاحات

و واژه های خارجی کوشش های بایسته ی به سامان رسانیده است که بر ارباب علم و ادب پوشیده نیست . پوهاند دوکتور زیار را میتوان از پیشګامان شعر آزاد پشتو دانست

 که از سال های پیش قالب سنتی را شکسته ودر اوزان آزاد تجربه های کرده که راه او را دیګران دنبال کرده اند. کوشش های این زبانشناس شاعر در راه نجات شعر پشتو

 از ابتذال و توقف نیز درخور یاد آوری است که با جسارت یک شاعر و منتقد نترس درین راه همیشه مبارزه کرده است ….))
استاد زیار د نړيوالې سيالۍ په موخه بېلابېل ځېلونه(فورمونه) ازمايلي او رادود کړي دي . غزل چې په دوديز ډول له پېنځڅپيزه تر شپاړس څپيز

ه رسېده، ده له دوه څپيزه تر اتهويشت څپيزه ازمايلی او ازاد او په تېره سپين شعر يې تر(۵۲)څپيزه پورې غځولی دی چې په پښتو

بدلمېچ ((پښتو شعر څنگه جوړېږي)) کې په زړه پورې بېلگې سهي کولای شو.
پوهاند علامه عبدالحی حبیبي يووخت د زیار صاحب په اړه کښلي ول :
((… د پښتو د اوسني شعر د تنکي بڼ يو بل غوړېدلى ګل دوکتور زيار دى . په زړو قالبونوکې نوي موضوعات ځايوي، خو په دې وروستيو کې يې

د شعر فورم هم اوښتى او د فورم او فون په لحاظ منظومي نوىوالى لري ….)) په رښتیا سره، استاد زیار د نومهالی نوښتگرانه پښتو شعر و ادب هغه سرلاری

شاعر دی، چې په دې برخه کې یې د نورو شعري فورمونو تر څنګ د آزاداو سپین او ان ناپېيلي(منثور) شعر يو زړور لارښوداو مبلغ پاتې شوی او په دې

 لاره کې یې، د کاوون توفاني صاحب په تاييد ډیرې هلې ځلې او سرسخته مبارزه کړې ده .
اجمل خټک، چې یو وتلی ، تکړه او نامتو شاعر تېر شوی ، د زیار صاحب د شاعرۍ د ملي او انساني ولولو او عواطفو په اړه داسې وایي : (( … زيار په

سينه کې د شاعر زړه هم لري او ژبه هم، د يو داسې شاعر زړه چې د ښکلا او مينې خوندونه او دردونه هم محسوسولاى شي او د ژوند او محنت ارمانونه او

محروميتونه هم. دى داسې شاعر دى، چې ژبه يې د خپلو خواهشاتو له تاوه نه تاوېږي، بلکې د خپل محيط او انسانيت په غم ککړه ده، د انسان د ژوند له هرې

موضوع، مضمون او کار سره خپل تعلق څرګندوي او له هر تعصب او تنګ نظرۍ نه پرته په خلوص، بلکې لېونتوب سره خدمت کوي .)) دى همدارنګه

 زياتوي : (( زيار د خپلو شخصي خواهشاتو په خوب ويده شاعر نه دى، د خپل هېواد او ولس په غم لړلى، بيدار ليکوال دى. زه هر وخت زيار صاحب

 او د ده ذهن د تحقق او څېړنې په کار کې مصروف وينم. د ده شعرونه د ده د ذهن پيداوار دي ….))
استادزیار صاحب هغه نومیالی، هېوادپال ، زړور ، دټینګ هوډاو وېلاړ، د درانه او سپېڅلې گروهې او ایمان خاوند شخصیت دی چې د پښتو ژبې

او ادب و فرهنگ د غوړېدا او پیاوړتیا لپاره يې بېساري هلې ځلې او لارښوونې کړي دي .
ښاغلی ګل افضل ټکور، چې یو پیاوړی شاعراو تکړه لیکوال دی، په خپله یوه لیکنه کې داستاد زیار په اړه داسې وایي :
دخوشحال قدر که اوس په هیچا نه شته
پس له مرګه به یې یاد کا ډیر عالم
((…دپوهاند صاحب زیار دشخصیت ډیر اړخونه دي ، دهغه دژوند او اند په هره برخه ډیر څه لیکل کیدلی شي، استاد دپښتو ژبې لو ی

 عالم ، ژبپوه، خوږ ژبې شاعر لیکوال څیړونکې او ډیر مهربانه استاد او لار ښود دی . زه خپل ځان ډیر نیکمرغه بولم چې استاد له ډیرو کلونو

راهیسې له نژدی نه پیزنم ، او له هغه نه مې ډیر څه زده کړي او اوریدلي دي ، عمر یې ډیر او په قلم یې برکت شه ، چې خوارې پښتو ژبې ته نور

 هم ګټور او تلپاتي علمي او ادبي اثار وړاندی کړي ….))
استادزیار د يوه ځانگړي شاعرانه سبک و سټايل څښتن دی . په ډیرو لوړو خیالونو او نوښتگرانه انځورونواو سېمبولونوکې ژوره ټوليزه انساني

 او بيا پښتني- افغاني مينه رانغاړي. دهېواد و د هیوادوالو ستونزمن ژوند ، ژغور و ازادي، سوله اوسوکالي ، ځانواکي او ولسواکي ، پښتني

 او افغاني ارزښتونه انځوروي، او بيا په ټوله کې د نړيوالې سيالۍ لپاره سوچ کوي ، لکه په دې شعرونوکې :
د شعر ګلپېغله
توره شپه و ترهېده،
چوپه چوپتيا ورسره و رېږدېده،
د کاروان ستوري اسمان لار و نيوه …
شعر راوټوکېده .
* * *
د هر يو شعر پيل و پای
که لوی څښتن په خپل قلم ليکلی،
خو ته يې هرګوره
! زما د هر يو شعر د تول و تال ګلپېغله
لندن، (۸/۸/۲۰۰۸)
د وېلاړ متره
ارام جهان،
ارام انسان …
څه خوب و خيال،
څه ګرانه هيله، اسره،
څه پاک سپېڅلی ارمان !
* * *
څومره ناپايه غځېدلې لاره،
څومره نغښتلي واټنونه ترشا،
څومره لا مخ ته نانغښتلي پاتې؛
پکې نګوښلې څه بېشمېره مرجاني قافلې،
پکې لوټلې څومره لا ډېرې ورېښمينې جوپې!
* * *
خو بياهم خوښې چې يې ژوند سااخلي لا
او د لا نوي وېلاړ مترې په ملتيا بدرګه،
درومي پرمخ د لا وياړلو ارتو بيرتو ګلورشوو پر لور!
(۱/۹/۲۰۰۸) اکسفورډ،
اویا:
يه لالهنده روده
يه د سپين غر له سپينو سترګو
رابهانده روده،
يه مست څپانده
لالهانده روده!
دا ترانې
چې د څپو پر شونډو ستاکړي
غځونې هسې،
زما پر ژوبل زخمي زړه
راوروي تېر هېر يادونه
پرله غښتي پسې،
هغه کيسې چې يې يو ته پرې خبر،
خو يې بل هېچاته ويلای نه شې!
ته وا،
زما په څېر دې زړه
له ناويلو ويرژړلو داستانونو ډک دی
او بس راباسې يې د زړه له تله
د ګونګو ګونګو فريادونو،
ترانو په ژبه …
يه لولنګره لالهانده روده،
يه دسپين غر له سپينو سترګو
رابهانده روده!
مزينه، (۱۶/۴/۲۰۰۸)
یا: او
د باد پر وزرو
يو گوربت يم، د وېلاړ له دنگو غرونو راالوتی
نه د چا د دانې ښکار او، نه دچا په دام کې نښتی
د تاريخ نياوتون مې للي، سپيناوی په هسکه غاړه
نه مې سترگې چاته ټيټې، نه د چا پښوته پرېوتی
څه د وخت ټگۍ برگۍ او، څه زما رښتينولي وه
که پردا دومره سپين نمرو، دېوتايانو يم تېروتی
که مې څه هم دی برخليک، دښنو د باد پر وزرو کښلی
خو له خپلې مينې هوډ، اورين ارمان نه يم جاروتی
د توپان مرغه په شان کښم، خپله لار په غرڅپو کې
نن سبا که يم په بوښته، د ناخوالو کې کښېوتی
په تورتم کې ما بلينډه، بله ساتلې د سره شعر،
د ازمون له سرې بټۍ، لکه پولاد مخسور راوتی !
ډنمارک، (۶/۱۰/۲۰۰)
اویا:
د اواز سيوري
نوړي دايوا د اهورا د مزدک څلي زما
د اواز سيو ري اهريمن په غشو ولي زما
ما هر طاغوت ته د ايمان په مټ ورکړې ماته
دي يې ډالونه په توبرو د برم سکڼلي زما
ما د بهمن په پاک قلم واړه له سره وکښل
چې د ازل قلم په برخه ول ليکلي زما
راسپېرې کړې يې چې تل د پاکې مينې مېنې
نه شي له هسې شان کورگډو سره کلي زما
په سره کوره کې د ازمون يم ازمايلی زمان
دي يې کره له هر کوره کوټه چاڼلي زما
په مړو رگوکې مې د شعر نوې ساپوکلې
دي يې وييونه د اند واند گوتو پېيلي زما
څنگه پناه د مرگاني چوپتيا ځنگله ته يوسم،
دي په ارمان د اورنۍ مينې ټول ښکلي زما !
اکسفورډ، (۷/۱۰/۲۰۰۰)
اویا:
د ا. ننګيال په ياد:
سپين سپېڅلی شعر
سردې راهسک له تورو خاورو کړه
ننګياله!
سترګې دې يوځلې بيا وغړوه
او وګوره په غټو غټو يو وار
چې ستا تر مرګ راوروسته
ـ په تېرو څو کلو کې ـ
څومره ناخوالې، بخولې دي نورې،
ستا پر کورکلي چم ګاونډ راغلې!
يوځلې بيا قلم راواخله پسې
او واړه وپېيه يو مخ
په مرغلين کې د ورېښمو د شعر،
ها د لړ- پښېلې له بېړيو ازاد،
د تول و تال له اتکړيو ازاد،
هغه رنګين سپين و سپېڅلی شعر!
خدای مکړه،
هرڅه شي له سېلمې
ناويلې، ناليکلې پاتې
او د تاريخ له ياده ووځي
بې کرښپله،
د تل لپاره،
تل تر تله!!؟
اروپا پارک، (۳۱/۵/۲۰۰۸)
اویايې له ساده او ټولپوهيزوبېلگو څخه :
د استاد حمزه په ژبه
پرون دې پرېکړې د جرګو په ژبه
نن دې هر څه د ولولو په ژبه
درنه پښتو ده هېره شوې که څه
چې اوس غږېږي د وسلو په ژبه
څو به په څَو يې زما وينو ته ناست
څو به مې وژنې د دښنو په ژبه
که وو تربرونه خو پردو ته يو وو
ولې پردي شو د پردو په ژبه
له ولس وځه خوله نرخ مه وځه
درته يم سر د پښتنو په ژبه

څو پارسي بېلگې :
تپش جاودا ن
جاودانه اند
موج های خون سرخ شهيدان ميهن من،
منم
تپش توفانزای اين امواج
و فرزندان من اند
در راه فرداهای تابناک وطنم.
تپش ايستا يی نشناس موج های خون شهيدان ميهنم .
منم
من موج توفانی ام،
جهانی در شور می آيد
از هر قطره ی آن
سيلا بهااست درآن…..
و من
به پيش ميروم با انقلاب،
انقلابی که ميدراند کوه را
و بر نمی ګردد،
به پيش می تازم من.
با قلب پرتوان آسيا می تپد
قلب من
و باز نمی ايستد
-هرګز-
از تپيدن.
ای ميهنم را دشمن!
می ګويم به تو باز،
انقلابم را دشمن
نمی ميرم من
زنهار!
در سينه ی من بيدار است
قلب سرکش آسيا،
و در رګ رګ جسم کهن سال آسيا
جاريست
خون جوان انديشه های داغ من…
ومرګ آسيا است
مرګ من،ومرګ دنيا مرګ آسيا!!!
(۵/۹/۱۳۵۹) پوهاند م.ا. زيار، کابل
نا م تو
می درخشد
-تا-
خورشيد،
تا زمان هست و جهان هست
و زمين،
نام تو
جاويدان خواهد ماند.
* *
توأمان اند
به عمق تاريخ
  نام انسان و جهان و نام تو…
ختم تو
ختم انسان است،
ختم نام تو
همانا ختم جهان است
!!!و ختم انسان
(سنبله ۱۳۶۰)
پرستش
آب و خاک و باد و آتش،
… سنګ و ستاره و خورشيد و
همه را پرستيديم
  و به نيايش نشستيم…….
ولی اين همه
مارا باهم يګانه نساخت،
هر روزی از يکديګر دورتر ګشتيم…
پس بياييد:
زنده ګی را پرستيم
و،
به خاطر زنده ګی بهار صلح و آزادی را!!!
دکتور زيار- برلين، (۱۲/۱۱/۱۹۸۵)
با شنيدن خبر درګذشت شاعر زنده ياد
: احمد شاملو
دير ګزين معبد خورشيد
چګونه باور بايد کرد
آن واپسين عياری
از ديارشعر و سخن
ديګر به جاويه ګان پيوست،
فرمانروای هراس نشناسی که
حدود و ثغور قلمرو شعر را
تافرجامين مرز شهادت
از آن خود ساخت
و هنوز خونين ترانه هايش
– همچو شطی خروشان-
بر بستر لب های مغضوبين قرون
جاری اند!
چګونه باور بايد کرد
آن قافله سالار بی بديلی که
از تنګنای مرګ و نابودی
فراتر ګام نهاد
و محکومين سياه دل ترين دژخيمان
-ازآنسوی سده های تحجر-
هنوز روشن واژه های چکامه هايش را
!تا چوبه ی دار بر دوش ميکشند
چګونه باور بايد کرد
آن واپسين تک ستاره ی کهکشان ها
هرچی فراتر از فراز سپيدارهای نور
ګذشت
و جاويدانه به معبد خورشيد
کوله بار اقامت افګند……
درود بی پايان
!به آن ديرګزين معبد خورشيد بادا
دکتور م.ا. زيار، اکسفورد-اګست (۲۰۰۶)
تنديس ها
نمادهای شاعرانه،
تصوير ها
و واژه های زرين نمادين را
– که زن را،
اين شاهکار آفرينش را،
تا مرز الهه، بت، صنم
بالا برده اند
و ستوده اند……..
از چشم حسود بنيادګرايان،
پاسداران جهل
و زن ستيزان-
برای هميسه پنهان داريد:
تا مبادا
او را
مانند تنديس های بودا
-يکسره،
خاکستر نموده و نابود سازند!!؟
دکتور زيار، اکسفورد (۲۰۰۱)
ـ ده په خپلو شعرونو کې د پښتني چاپیریال او د ټولنې غمیزې، کړاوونه، ناتارونه، ستونزې او نیمګړتیاوې، د ژوند دردونه، او دکړ

کیچنواوتراژیکو جنګي حالاتو پیښې، پاړکيزې ناخوالې او نادودې ځلولي او د هغو د بلهارو، زور ځپلو، بېوزلو، زيارکښانو، کونډو رنډواو یتیمانو سره

خواخوږي يې په ډیره زړه سوانده او نږه ژبه داسې انځورلي چې دهر بااحساسه انسان عواطف راپاروي، لکه واخلې دا لاندې څو بېلگې يې :
پاک ايمان
څومره زغمم ناورینونه ، خو جهان راخبر نه شو
په دا دومره ستورو سترګو روڼ اسمان راخبر نه شو
دا په څه چم دانګې وانګې، کړم د تور وحشت داړونکو
په ټول ښار کې غوږ تر غوږه ، یو انسان را خبر نه شو
له کلو مې په تکل د وچکالۍ تللی له چمه
خزان لوټ کړه پسرلي مې او باران را خبر نه شو
زه ستا یوال یې لکه چوڼی، د ګلونو چمنونو
تور پاڼریژ ژبه راپرې کړه ګليستان را خبر نه شو
غلیا کګرو د وختونو ، ترې منزل موخه ختا کړل
خو هېڅوک له دې تالا والا کاروان را خبر نه شو
څه بې شمېره لېونو مې، پکې بایلل خپل سرونه
د بلهارو وینو تږی ، وچ بیابان را خبر نه شو
تر دې زیاته بېلوري به ، په نړۍ کې چا لیدلي
چې رقیب مې وینې وڅښلې ، جانان راخبر نه شو

یا: او
اغزن سيم
لکه غوټۍ ګل لــه نسيمه نـــــــــــه يـــو
راشنه اغزي د چــا پر سيـــــمه نــــــه يو
که زور ايمان مو ورښـــوولي دي هــــم
بياهـــــــــــم بېغمه لـــــــه غليمه نه يـــــو
موږ ورشلولي دار رسۍ او زنـــــځيـــر
که يې راوتــــي لــــه دژخـــــيمه نــــه يو

– د ده په شعري وينا کې دطبیعت هنري ښکلا او په زړه پوري مناظر، د پیمخو او ښاپیریو ښایست ، حسن اوجمال، عشق او محبت، راز او نیاز، دمطر

بانو او مستانواو رندانو د سوز او ساز سندرې په ډیر عالي او ظریفانه ډول په کورا سوچه ژب- ښکلاييزه او ژب- انديزه توګه انځور شوي دي . دبیلګې په توګه يې داشعرونه لولو:
د بد خشا ن لالونه
نور دې د ښایست ګلونه نه ستایم
ستا د سپين مخ شنه خالونه نه ستایم
سترګو دې زما هستې لمبه کړله
دانشه نسکور جامونه نه ستایم
ډېر دې کړم راښکېل په اوږدو زلفوکې
نور دې دغه تور دامونه نه ستا یم
ورک شو درنه ځان په ډېر ستاینګ زما
بس ستا کرشمې نازونه نه ستایم
مینه کې چل ول ریا ځایېږي نه
ستا دا د ریا چمونه نه ستایم
شوې چې پېغلې شونډې یې سور اور راته
نور د بدخشان لالونه نه ستایم

او یا:
د جنتو پرښتې
پــــــــــر اهريـــــمنــــــو شپـــو مې بري د سپېدو پرښتې
د اهورا د لمر مزدک د پـــــــــلوشـــــــــــو پـــــــــرښـــتــې
ستا د ګلپېغلو تورو سترګـــــــــو د خـــــــوبـــونـو الهام
راوروي د ســــــــرو غـــــــــزلـــــــواو نغمـــــــوپـــرښــتې
د اسمـــــــانــي ښـــايـــست ښکلا سراسري سيالۍ کې
تا ميدان وړی دی لـــــــــه واړو پـــــرښتــــــو پــــرښتې!

اویا:
د چوپتيا پر اوږو
زه دې وړم ناز تل د وفا پر اوږو
خو ته مې نياز وړې د جفا پر اوږو
نوربه په مخ کې ستا يو آه نه کاږم
که کړي درنښت ستا د موسکا پر اوږو
ورته پر سترګو مې تياره شي له ځاځ
چې زلفې ناڅي ستا پر اوږو
ښکاري پر مينه مې باور نه لرې
داچې ږدې ژمنې د سبا پر اوږو…

اویا:
مېلمه پا ل زړګی
دا پر زړه مې تېر یادونه د جانان درومي را درومي
که شېبې زما د اوښکو دباران درومي را درومي
دا د چا لیلا د مینې لېوني بلهاري شوي
ویر ژړلې، بړبوکۍ چې دبیابان درومې رادرومي
تل سمسوره پسرلي یې د ښایست د باغ ګلڅاڼي
پر ګلیون یې واړه ښکلي د جهان درومي رادرومي
دا راوړي بوی دلونګو سپرلنی نسیم له دښتو
که وږمې یې د کمڅو د شبستان درومي رادرومي…

یایي داوروسته غزليزې بېلگې :
د پا کې مينې کور
دریغه چې داستا د پېکي ګل نه شوم
ستا د ګل ښایست د بڼ بلبل نه شوم
تا خو مې پر سر دزلفو سیوری کړ
زه خو ستا پر سر ښاخ دسنبل نه شوم
پښو کې د ناز شین دې سپينلي غوندې
دود دې نظر مات ته د کاکل نه شوم
جوړ دې زه وېده لکه د زلفو مار
ستا د چندړ څانګې پر څنګل نه شوم
یم خو لا اغزی د دښنو سترګوکې
سکینده که د خپل زخمي ګوګل نه شوم …

اویا:
د سپوږمۍ د څڼو سيوری
که داستا پر سورکو شونډو، د پېزوان سيوری پرېوتی
خو پرما ستا د وربل، د شبستان سيوری پرېوتی
پر تبجنه سپېره دښته، د څانګغوڅ نيمه خوا زړه مې
ستا د ياد د تلسمسور، نارنجيستان سيوری پرېوتی
د لمر تندره يې مه بوله،پر لمر ناز پلوري سپوږمۍ خپل
دا له څڼو يې د وړانګو، پرجهان سيوری پرېوتی
دا ځلا مې سپېدې لوني، د برخليک پر توره شپه بيا
چې پرې هسې لارې لارې، نيمروښان سيوری پرېوتی…

دکوشنیو شعرونو بیلابیلې پېیلې او نا پېیلې بیلګې چې د استاد زیار په نا چاپې ((جیبي لړۍ))کې راځي :
(illustrated poem) ۱- انځوريزې بیلګې
بادوباران
باران
کښي په پستوګوتو
څه پستې پستې سندرې
څه خوږې خوږې بدلې…
خو،
د باد دې
غبرګ لاسونه
چورلټ مات شي
چې يې څومره
زړه راکښونکې
مينه وړې ترانې
راولوټلې!
(۳۰/۱۰/۲۰۰۵)
دکتولاسليک
په نن اوپه سباکې
ډېرکلونه ولاړه راغله،
اوزمابرخليک
لاهسې دی
په تمه
ستادسترګوپه دوتر کې،
! ستاديوکتولاسليک ته
(۳۱/۱۰/۲۰۰۵)
۲- څلوریزې :
دپېړۍ ترانې
دخونړيوتوروشپوپه زړه کې
ماسرې بوللې دمهال بوللې …
سرې سکروټينې ترانې دپېړۍ،
دوينې وينې چاپېريال بوللې!
ډنمارک، (۵/۱۰/۲۰۰)
اویا:
سم هوډ
سازېدل له زمانې سره اسان دي
زمانه سازول ځان سره زه غواړم
ساز ناسازې زمانې سره به نه شم
څه پروا که راغلم راغلم، لاړم لاړم
(۱۹/۸/۲۰۰۵)
۳- داهم له نوييمو کلو راهيسې داستاد زيار د رادود کړي پېيلی ځېل( نظمي ژانر): يوه بېلگه :
ټپيزه
شوم راپردېس له خپل ميهنه،
له خپل ژوندژواک، لارولودنه،
ته واساووځي له بدنه …
له مانه پاتې شوې وطنه،
که خمزوري دې ګلاب شي څه يې کړمه !
(۲۷/۱۰/۲۰۰۵)هم له نوییمو
۴- سپینې ټوټې :
په لکړه او په ککړه
وګړي پر درو ډلو وېشنه مومي :
ذهني ډله،
لکه د ګبينو مچۍ
خپل او د نورو ژوند ته
خوږلني بښي؛
خپلځاني ډله،
لکه مېږي
چې ټوله خواري يې
د خپل ژوند چلند لپاره
ځانګړې کړې ده؛
غلنۍ ډله،
لکه غڼې
چې دنورو د ژوند ژواک
د لوټونې لپاره
جالونه غړي !
اویا :
ګران او نا ګران مېلمه
ډېر ګران مېلمه هغه دی
چې کور به يې
په راتلو خوشاله شي
او په بيرته تلو
خواشينی شي.
لږ ګران مېلمه هغه دی
چې کوربه يې
هم په راتلو خوشاله شي
او هم په بيرته تلو…
او
کرد سره نا ګران هغه نابللی مېلمه دی
چې کور به يې
په راتلو خواشينی شي
او په بيرته تلو خوشاله!
(۱۱/۹/۲۰۰۳)
او یا:
سپېڅلې، که ناولې؟
د بنسټپالو
ترهګري اوتروښګري
سپېڅلې نه،
بلکې ترټولو
ناولې جنګ جګړه ده.
(۲۹/۶/۲۰۰۵)
اویا:
ناشونې مخامختيا
د زورواکيو په لړ کې
له دينواکۍ سره مخامختيا
په دې نا شونې برېښي
چې تر پنځ و پينې
بهر دی .
(۶/۱۲/۱۹۹۸)
څو سپينې ټوټې:
توکم ـ ګروهه
توکمپال ته
له خپلوهمتوکو
اوګروهپال ته
له خپلوهمګروهو
پرته
بل څوک هډوانسان نه ښکاري .
(۱۰/۱۰/۲۰۰۵)
لمرپرښتي
نمرګلي
له ډېرې لمرپرښتۍ نه
ـ ګردسره ـ
دلمربڼه راخپله کړې ده.
(۹/۸/۲۰۰۵)
لابتره
پاپ وايي چې :
که نن مې دهمنوږودواده
اجازه ورکړه،
سبابه يې خبره بيزوګانوته
ورسي!
(۲۰/۹/۲۰۰۵)
لوورځ
د نن چارې
سباته پرېښوول
ناپوهي ده،
پاتې لا
د لوورځې سباته!
ډنمارک، (۲۴/۷/۲۰۰۵)
استاد پوهاند زیار ډیردروند، نرم، زغمناک، مات مخی، رښتينی او باوقاره انسان دی، اود ډیرو غورو اونیکواوصافو او لوړو اخلاقو او انساني خويونو

 او سپېڅلي احساس څښتن شخصیت او یو مهربان، مینه ناک، زړه سواندی او خواخوږی انسان دی . د ده خبرې سپیڅلې، سپینې، ریښتینې، خوږې او درنې

 دي . د ده په خبرو اترو کې هر وخت د انسان او انساني کرامت درناوی، له خپل ولس ژبې او فرهنگ سره ژوره مینه څپې وهي او په ذهن کې يې

د ملي یووالي، ورورۍ او برابرۍ موخه او مرام له ورایه راڅرگندېږي .
د استاد زیار د پیژندګلوي په اړه یو شمیر لیکوالواو څیړنوالوکار کړی دی،خوزما پر اند دی هغه ستر، پوخ او پياوړی هر اړخیز ټولنیز، سیاسي ، ملي، علمي، ادبي

 او فرهنګي شخصیت دی، چې باید نور هم د ده پر نوښتونو، علمي، ادبي او فرهنګي آثارو څیړنې اوپلټنې وشي، او دقلم د ځواکمنواوبا صلاحیتو درنو

 لیکوالو ، اواکادمیکو څېړونکو له خوا دا کار تر سره شي . همدادارنگه په کارده،په اړه يې سترې څېړنغونډې، سیمنارونه او سمپوزیمونه جوړ شي، چې

یوخوا دا علمي ،ادبي اوفرهنګي غښتلې مشر، چې شکر لا ژوندی دی، ونازول شي او ونمانځل شي او بلخوايې دآثارو ارزښت او د ده علمي، ادبي او اکادمیک

شخصیت، اوسنيواو راتلونکو پښتونو( نسلونو) ته یو وار په ژوره او سمه سهي توگه ور وپیژندل شي .همداسې د ډلیزو رسنیو او ټولوورځپاڼو، مهالنيو، ووبپاڼو(وېبسايتونو) ، رادیو

ګانو او تلویزونونو له لارې د ده په اړه هر اړخیز معلومات او خبرتياوې وړاندې شي او په دې توگه زموږ د علم، ادب او فرهنګ مینان نور هم خپل ژور معلومات

د ده په تړاو بشپړ کاندې . ما هم په خپل توان يوه هڅه وکړه چې د استادزیار په اړه یو څو کرښې ولیکم او یوه ادبي مرکه ورسره برابره کړم . په دې

هيله چې زموږ د پښتني- افغاني ټولنې د پوهې او بياپښتوژبې او ادب مینان ورته را وڅکولای شم!
ګران او مشر ورور استاد زیار صاحب، زما نیکې هیلې او پېرزوينې ومنئ او اجازه راکړئ، چې خپلی پوښتنې درسره شريکې کړم!
مسعود_ ځينې ليکوال او شاعران وايي، چې شعر څلور توکه (فکر، احساس، تخيل او آهنگ) رانغاړي، خو تاسې د يوه ژبپوهاند او ورسره ورسره

د ادبپوهاند په توگه په خپل اثر ((پښتو بدلمېچ- پښتو شعر څنگه جوړېږي؟)) کې دغه شمېره پېنځه ښوولې، هيله ده، ورباندې رڼا واچوئ!
زيار_ ړومبی ستاسې داپښتني مينه په پښتني مينه او مننه درغبرگوم او بيايې درته له همدې غبرگونه را پيلوم!
د شعر د رغنده توکو(متشکله اجزاوو) فارموله د لندن مېشتي ايراني فلسفي- ادبپو هاند((اسما عيل خويی)) له دې وراشې(وجيزې) آره اخېستې

چې وايي: ((شعر ارتباط عاطفی انديشه و خيال است در زبان فشرده و آهنگين))، په دې ډول (( ژبه- آهنگ- احساس- انديشه- خيال)) څلور، نه بلکې پېنځه توکه

را اخلي، نو ما يې پښتو انډول هم ( ژبه- تول- اند- واند- ولوله) ښوولي چې د((بدلمېچ)) يو بشپړ مخيز(پېنځم) څپرکی مې ورځانگړی کړی دی . په دې لړکې

مې تر هرڅه له مخه د ژبې هراړخيز او رغښتي (ماهيوي، سرشتي) نقش ښه ترا جوت کړی دی . ځکه ادب او بياشعر له آره ((ژبنی هنر)) دی او پنځنه او پېژندنه يې

له ژبې پرته ناشونې برېښي، په هره کره کتنه او ارزونه ، لکه ارواپوهيزه، ټولنپو- هيزه ، ښکلاپوهيزه، فلسفي او بل هر ډول کې يې ژبپو هنيزه هغه لږوډېره

ونډه لري. دوه گونې ((ژب- ښکلاييز)) او ((ژب- انديز)) ټولمنلې ټولۍ (مقولې) هم د ژبني توک د څو اړخيز نقش او ارزښت رازبادوي . دغه نور څلور

 توکي چې دا هم پر خپل وار له ژبې پرته شتون نه شي درلودای، هم ډېری څرگندونې غواړي، د ساري په ډول د ((اهنگ)) تر نامه لاندې د شعر تخنيکي، هنري

 او بيا موسقيت(تول وتال، قافيې، رديف…) ټول سره را غونډېږي، چې بيا يې هم د بدلمېچ ياد شوي څپرکي ته گوته نيسو. له دې کبله ستاسې

د ووبپاڼې مينه وال کولای شي، په ((سمسور)) هغه کې يې تر کتنې تېرکړي .
مسعود_ تاسې په شعر کې دفلسفې او اروا پوهنې په رڼا کې سېمبولونه څه ډول څېړئ؟
زيار_ لومړی د فلسفي سېمبولو په تړاو: ادب او په تېره شعر په خپل بشپړتيايي پړاو کې له فلسفې سره لږ و ډېر تړاو لرلی، په ځانگړې توگه له تصوفي

کېدو سره، ځکه تصوف د ايډيالېستي فلسفې يوه برخه جوړوي. پښتو شعروادب ته يې هم د زاړه پېر په پای او د منځني پېر په پيل کې، له روښا ني

گروهيز- ټولنيز غورځنگ سره لاره موندلې ده. د نوي پېر شعرو ادب، په ځانگړی ډول نوي او ازاد شعر چې تر بل هر مهالپېره فکري توکی ښه ترا ر

انغاړي، ان تردې چې فلسفي اند (تفکر) نن سباد نومها لي شعر په اړينوتوکو او بېلتياوو کې ځای نيولی دی. اړوندو انځورونو او سېمبولو نو يې هم زيات ذهني، رواني

 او فلسفي رنگ اخېستی او مانيزوالي او ټوليزوالي ( مجرديت وکليت) يې پياوړتيا موندلې ده؛
دويم : اروايي يا رواني سېمبولونه د فرودېزم له گوټپېره څېړل کېدای شي، هغه داچې د هريوه سېمبول آره او ريښه په ناځانخبرۍ(تحت الشعور) کې پلټي. هسې

 خو دغه ارواشنيز (سايکو انالېتيک) ښوونځی هره هنري او ادبي پنځونه په ټوليزه توگه د اړوند پنځگر(ايجادگر) د هغوټولنيزو او په ځانگړي ډول، نوږيزو(جنسي) بېبرخيو

 زېږنده بولي چې له وړکينې يې تحت شعور ته پنا وروړې او هملته پسې زېرمه شوې، او ځانخبرې دا، يانې سول(عقل، خرد) يې د څرگندونې له توغه وتلای نه شي، نو

هنر مند او بيا شاعريې د تخيل په مټ ناليدوړ خيالي او رواني سېمبو لونه رغوي او دغه چاره کېدونې کوي .
مسعود_ دپښتو په کلاسيک ادب کې د خوشحال خان ، حميد مومند او رحمان بابا ادبي ښوونځي يامکتبونه اوڅارتيا( شهرت) لري . ايا په پارسي ادبياتوکې

 هم داسې ادبي مکتبونه شته او که نه؟ مهرباني وکړئ، په دې اړه په لنډه توگه مالومات را کړی؟
زيار_ د ښوونځي، په بله وينا، -اېزم له پلوه يوازې زموږ دغه درې نومور ويناوال، لاڅه چې زموږ د منځني ادبي- پېر شاعران له لويه سره د همپېري(هم دوره) پارسي

روما نتېسېزم، او د سبک له پلوه يې هم د خوراساني هغه پيليوني دي او په ترڅ ترڅ کې يې ډېر لږ د هندي سبک. په دې مانا چې د هندي- پارسي سبک په پښتو

لارويانوکې يې له حميد او په ځانگړي ډول کاظم شيداپرته د بل چا څرک نه لگي، که وي هم د دغو دوو ويناوالو، په تېره د حميدپه پليونو کې راځي، لکه

واخلې، قلندر اپرېدی، عليخان اشنغری، حنان بارکزی او داسې نور چې ښايي له یو گوتشېره تېری ونه کړي . خوشال هر گوره، پردې سربېره چې

رومانتېسېزم يې تر ډېره پښتنی کړی، د پښتو ريالېزم يو بنسټوال هم دی . رحمان باباد تصوفي شاعر په نامه نوماند شوی او هغه هم له اووگونو، يا په

 بله اندتوگه، څلورو مقامونو څخه يوازې((عشق)) راخپل کړی او تربل هر همپېري يې پکې د مجاز و حقيقت ترمنځ کرښه څه ناڅه ښه تراراکښلې ده. د ده زيات

گرانښت و منښت هم د دې زېږنده دي چې د پښتني ټولنې له دوديزو-گروهيزو، اخلاقي، کولتوري او ټولنيزو ارزښتونواو اندو روان سره يې زيات اړخ لگولی

او په دې توگه يې مينه وال او لارويان هم تر نورو زيات دي. د پښتو تصوف پاموړ نوميالي په زاړه پېرکې شيخ متي او په منځني کې بايزيدروښان، ارزاني، انصاري

او د روښاني غورځنگ نور پليوني دي. تر هغه راوروسته ستر خوشال تر بل هرچا تصوفي شاعري ښه ترا ازمايلې ده. په هرډول له دغه نوميالي پرته، نه حميدو شيدا

 د کوم خپلواک سبک و ښوونځي بنسټوال بللای شو او نه رحمان بابا، بلکې د بېلابېلو لارو او بهيرونو سرلاري يې نومول کېدای شي …
پارسي زوړ او منځنی پېر هم پر مکتبونو، نه، چې پر درېگونو سبکو وېشنه مومي: خراساني، عراقي او هندي، په ترڅ کې يې هرگوره، لارې او بهيرونه(جريانونه) ښايسته ښه ډېر دي .
مسعود_ زموږ يو شمېر ليکوال پر دې گروهه دي، چې په پښتو کې د شعر په پرتله بايد نثر ته زياته پاملرنه وشي، په دې اړه ستاسې ليد څه دی او دا راته وواياست

چې دپښتو ادب د نثرونو ښوونځي لکه : د سلېمان ماکو ، د بايزيد روښان ، دخوشحال خان خټک ، د منشي احمدجان اوداسې نور مکتبونه دپښتوژبې د ودې او پرمختګ لپاره څومره نقش واغېز در لودلی دی؟
زيار_ تر هرڅه له مخه په کارده، ادبي او ټوليز ژبنی- ليکنی نثرسره جلاکړو،ځکه ډېر پښتا نه ليکوال تر دغه منځ توپير نه کوي. ادبي نثر له

 ادبي ټوټو، په بله وينا، ناپېيلي شعر او طنزو تکله رانيولې، تر داستاني او ننداريز نثره گرد ناپېيلی ادب رانغاړي، او ټوليز هغه، له رسنيز(ژورنالېستيک) نثره

 رانيولې تر څېړنيز، په بله وينا، پوهنيز او ساينتيفيک نثره پورې ټول راخلي،که ستاسې موخه ادبي نثروي، نو تر ((نظمه)) يې پله درنه ده، نه له((شعره)) او په

کارده، پاملرنه ورته وشي. د سلېمان ماکو او روښان هغه، په پوهنيزو- څېړنيزوکې راځي او د خوشال نثر، لکه د طب نامې دستارنامې، اخلاق نامې ، فراق

نامې، فرخنامې … هغه ادبي نه، بلکې يوڅېړنيز نثر دی، همداراز يې د ((هدايې)) ژباړه هم درواخله او ادبي ژباړه يې بيا، لکه واخلې د ((بهاردانش)) ژباړه

((عياردانش)) هغه په ټوله مانا يو ادبي نثر دی. په دې ډول دغه نور ((ناادبي)) نثرونه د ژبني سبک يا ليکلارې له گوټپېر(زاويې) څخه ارزول کېږي .
همداسې د منشي احمدجان نثر هم يومخيز په ادبي يا هنري هغه کې نه راځي، ادبي هغه يې د ادبپوهنيز آرونو په رڼا کې ارزول کېږي او نا ادبي هغه يې د ژبپوهنيزو

هغو په رڼاکې. همدا راز له راحت زاخېلي تر وکيل سوله مله، داستاني نثر په ادبي هغه کې راځي او کره کتنه يې هم لومړی له ادبي شننې اوارزونې راپيلېږي او هله

يې ژبنۍ هغه په پام کې نيول کېږي. د يونليکونو، ژوندليکو نو، ځانپېښلیکونو (اټوبايوگرافيو) او ان رسنيو نثر هم کېدای شي، د دغو نورو ډولونو په لړکې لږ و

 ډېر ادبي رنگ و خوندراخپل کاندې، خو دا په ليکوال اړه لري، د بېلگې په توگه د شهرت ننگيال د يونليکونو ژبه د پسرلي او کاروان له داستاني نثر سره اړخ

لگوي. په پر مختللي لويديځ کې يو هسې گوزارش له دومره ادبي انخورونو او سېمبولونو راپيلېږي چې لوستونکی بېواکه ځانته ورکاږي، خو بيايې هم ادبي

نه بولي. ورته هڅه په پښتو کې دومره نه ليدل کېږي، لاسوند يې هم دا چې زموږ زياتره رسنوال له آره ليکو الي ازمېښت او مخينه نه لري او د رسنوالۍ پر

 خپلسري ازمېښت يا زده کړه بسياپاتې وي .
د سلېمان ماکو ژبه گړنۍ پښتو او بيا نننۍ ليکنۍ پښتو ته ډېره نژدې ده. خو د بايزيدهغه د قرآن او حديث، په تېره د((سورۀ رحمن)) په پليونۍ کښل شوی او

د تول و تال له لامله ((مسجع نثر)) بلل کېږي چې دروېږه ننگرهاي يې هم په پېښو مخزن په ورته ژبنۍ ليکلار کښلی دی.. خوشال بيرته پښتو ته راړولی او

 په دې توگه يې له پېيلې وينا سره يوځای د يوې- کره ليکنۍ پښتو ټولمنلی سرلاری بللای شو. منشي احمدجان(مړ ۱۳۳۰ش) د وسمهالي ادبي پېر د ادبي

يا هنري نثر بنسټوال بلل شوی، په داسې ترڅ کې چې له دغه پلوه ترې راحت زاخېلي(۱۳۰۴ق-۱۳۴۲ش) لږ تر لږه يوه لسيزه مخکې دی او په ټوليز يا څېړنيز

 نثرکې مولوي احمد(۱۲۶۱-۱۳۰۱ق) او ميراحمدشاه رضواني (۱۲۷۹ق-۱۳۵۳ش) مخکښان بلل کېږي. د زاخېلي ادبي نثر د راوروسته ليکوالو لپاره د داستاني نثر

او د منشي هغه د ادبي ټوټو او طنزو مخبېلگه گڼلای شو، خو ښوونځي په هره توگه، چې د کوم ځانگړي يا ځانتني سبک يا لارې لېلې نوم هم ورکولای نه شو.
په دې کې څه اړنگ بړنگ نشته چې د نوموړو څلورواړو مخکښانو هنري او ناهنري ناپېيلې پنځونې د نوي پېر ادبي او کره پښتو بهير ته پيلامه او مخبېلگه شوې

او په وده وش کې يې يو په زړه پورې تاريخي نقش و رسالت تر سره کړی دی .
مسعود_ په لويديزو شعرونو کې شعري مبالغې ډېرې کمې ليدل کېږي او شاعران زياتره عيني واقعيتونه په خپلو شعرونو کې ځلوي . تاسو دا لامل څه ډول څېړئ؟
زيار_ زما دپرتلې له مخې داخبره سمه ده. له دې سره سره چې د لويديځ په کلا سيک او ان انتيک شعر کې د عيني انځورونو تر څنگ ذهني انځورونه او بيا سېمبولونه

ښايسته ډېر ليدل کېږي، خو له ښندې(مبالغې) پورته، يانې د ((غُلو)) تر بريده يې نه رسوي. د ساري په ډول دغلته د يوزرويوې شپې(الفَ ليلَ) کيسو ورته بېلگه

هېچېرې او هېڅکله نه ده موندل شوې او دوی يې هم منښته کوي. يا د انوري د دې غُلو انډول چې وايي: ((نه فلک انديشه نهدزير پای _ تا بوسه برپای قزل ارسلان زند)) او داسې نورې بېلگې .
مسعود_ که دلويديزو ادبي او هنري مکتبونو، لکه: ريالېزم، سمبولېزم، کلاسېزم، سور رېالېزم او رومانتېسېزم په اړه لنډ مالومات راکړئ او دا راته وواياست

چې ادبي اوهنري مکتبونه پرکومو بنسټونو رامنځ ته شوي او د تاريخ په اوږدو کې يې د لويديځ او بيا ختيځ هنر و ادب څه اغېز پرې اېستی دی؟
زيار _ د گردو ښوونځيو تاريخچه راسپړنه د ادبي متنپوهانو کاردی او زه يې د زغم او وخت د سپماله کبله پر يوه ټوليز جاج بسنه کوم. هنر او بيا پوهه-تخنيک

بويه په گډه انسان ته دومره ځواک او وړتيا په برخه کاندې چې د پنځ(طبيعت) ، ټولنې او ځان(نفس)د زور و جبر پر وړاندې و جنگېدای شي او په پای کې ترې

بشپړه ازادي او خپلواکي ترلاسه کړي. دا سمه ده چې يادشويو ښوو نځيو پر بېلابېل کچ و مېچ د دغه انساني ارمان په خړوبونه کې برخه بنډه اخېستې، خو

د ريالېزم هومره نه. گويتې(۱۷۴۹- ۱۸۳۲)، شېلر(۱۷۵۹-۱۸۰۵)، بالزاک(۱۷۹۹-۱۸۵۰)، هوگو(۱۸۰۲- ۱۸۸۵)… ولې د اتلسمې او نولسمې پېړۍ په دې

ټولمنلی نړيوال نوم گټلی وو چې په رومانتېسېزم کې يې يو انقلاب راوست او بشپړ ريالېزم او بيا انتقادي ريالېزم ته لاره هواره کړه .
پس نوېوالې، فرانوگرايۍ ياپوسټ مودرنېزم، که څه هم نويو اېزمونو ته لاره هواره کړه، خو له بده مرغه تر اکتوبر انقلاب راوروسته گردو د ټولنوال ريالېزم پر وړاندې مور چه بندي وکړه او د پانگوالي او بورژوازي نظام په گټه پرېوتل ، لکه سورريالېزم( surrealism )، اکسپر ېشنېزم، اېمپرېشنېزم، اېکز ېستېنسيا لېزم… او اوس اوس د سورريالېزم يو بل بچې(کوډگر يا مېجيک ريالېزم) راميدان ته شو چې په بازاري سيالۍ کې تر د دغو گردو انتي ريالېستي ښوونځيو مخکې دی، لکه واخلې د انگرېزي ليکوالې ((هري پوتر)) نومی ناول چې په دغه دوه درو کلو کې يې يوازې ليکواله، نه، بلکې خپرنوال او فېلموال د نويو ميليونرانو په نوملړ کې راوستل. دگډوله ښوونځي سېنتېتېزم(synthetism) بيايو داسې سېمبولېزم دی چې له آره د ريالېزم اواېمپرېشنېزم په غبرگون(عکس العمل) کې رامنځته شوی، خو زما پر اند دغه نومونه د وييزې(لغوي) مانا له مخې نننيو دودو لارو او بهيرونو لپاره پر کار اچول کېدای شي. ځکه نن سبا زياتره هنري او ادبي پنځگر(ايجادگر) د يوه يوازېني ښوونځي پليوني نه دي. د ساري په ډول(ريالېستان) په ترڅ ترڅ کې هممهال د((هنري)) او(( ارمان)) ارمان د ښه ترا رانغښتنې په پار له سېمبولېزم او رومانتېسېزمه هم پوره کاراخلي. همداسې رومانتېست غزلبول په خپلو انځورونو او سېمبولونو کې لږو ډ ېر ټولنيز پيغام هم رانغاړي .
له دې سره سره، دا څه هېښنده او ناباوروړ نه ده چې له همينگوې(۱۸۹۹- ۱۹۶۱/ پر ۱۹۵۴کال ) اوشولوخوف(۱۹۰۵- ۱۹۸۴پر ۱۹۶۵کال) را نيولې تر اوسه د نوبل جايزې وړونکي زياتره د انتقادي او ټولنوال ريالېزم لارويان دي .
پر پښتو شعروادب د انتقادي ريالېزم څرک د لرې پښتونخوا د هماغو يادشويو نثر ليکوالو او د ټولنوال هغه سيوری بيا له صنوبرکاکاجي رانيولې تر اجمل خټک، امين الحق امين، سيف الرحمان سليم، رحمت شاه سايل، اسحاق ننگيال، غفور لېوال، علي گل پيوند،اکبر سيال، صاحب شاه صابر، ډاکتر اسرار، ايوب صابر، بشر نويد، فضل عندليب، روغاني اشنغری …پر لروبر ويناوالو پرېوتی دی .
د پوست مودرنېزم پرياد شويو اېزمونو سربېره له پخوانيو ښوونځيو او سبکونو سره د ((نوي-)) ستاينوم يا مو ډيفاير په مختاړونه نور هم سرباري شول، لکه نوی کلاسېزم، نوی رومانتېسېزم، نوی سېمبولېزم … او په پا پای کې د (اردو) نوي هندي وزمه رومانتېسېزم چې پښتو شاعران ځنې په بېلابېل کچ و مېچ ښايسته ډېر اغېزمن ښکاري، لکه : استاد حمزه شينواری، مراد شينواری، لعل باچا شينواري، زړه سواند شينواری، خيبراپريدی، اشرف مفتون، …خليل، رووف زاهد، قمر انديش، قمر راهي، صديق پسرلی، نواز طائر، اعظم اعظم، اکرام ا لـه گران، پير محمد کاروان، مصطفی سالک، لال پاچا ازمون، سيد صابرشاه صابر، اجمل اند، عبداله پيکار، نظيف تکل، افضل ټکور، جېلاني جلان، اومان نيازی، ډاکتر ذبيح حسن، ډاکتر اکبر اباسين يوسفزی او په ټوليز ډول درست نوښتگر غزلبول .
د نوي کلاسېزم استازی پوهاند مجروح دی او شاگرد او اسېستانت ((ارواښاد)) اسداسمايي يې هم تر خپل مهينه مرگ کال دوه وړاندې تازه پر پله پل اېښی وو. په اېکسپر ېشنېزم کې سم له لاسه د باري جهاني څرک لگولای شو او ښايي، بل استازی يې و نه شوموندلای!
په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادر مسعود
(( ددې مرکې دويمه برخه به بل ځل گرانو مينه والوته وړاندې شي))

Door Guest