له کوره ته څې ووتلې

زاړه کنډونه تیریدلې

کله څې ما درته کتلې

له ټیکری لاندې شرمیدلې

په اوږده لارکښې درپسې تلم مین دی کړمه

مخ په ګدر راغلې پلمه کښې

منګۍ دی کیښود په اوږه کښې

څنګه راووتې غرمه کښې

ټینګه ولاړه یې وعده کښې

پخي وعدي په خوږې مینې آشنا کړمه

ګدر کښې جوړي ګونګوسي شوي

همزولو سترګي په ما سري شوي

د پیغلو سترګی پي رڼي شوي

دبخت د زړې پاڼي شني شوي

اوس به مورکۍ ته داکیسي څنګه وکړمه

غوټۍ دمینې مې غوړیږي

غوټه دستونزو مې سپړیږي

سپیڅلي مینه مې تخنیږي

څه په نصیب کښې هغه کیږي

دې پخې مینې په ځوانۍ لیونی کړمه

ته مې طبیب د لیونتوب شه

ته مې تعبیردمینې خوب شه

ته مې مدام غږدویښتوب شه

ته مې ښه لاردځیلمیتوب شه

دژوند ګوډله په خوشالی کښې رڼا کړونه

Door Guest