کله څی خوب ته مینه راغله٬بړستن مې نه وه

کله مې غږ په انګازوشو٬شپیلۍ مې نه وه

په ساړه ژمی کښې وم تود زه٬دمینی په اور

له پاسه واوري اوریدلي٬کوټۍ می نه وه

ماته زړګۍ مدام ویل څې٬تود یم په مینه

په یخه شپه کښې خلاص ګریوان وم٬تڼۍ مې نه وه

نه پوهیدم څې زه په خپله٬کوم لورته ځمه

نیمایې لارکښې پښوته ځیرشوم٬څپلۍ مې نه وه

لیونی تلم مینې کړم مخکې٬دمینی اورته

په سره انګارکښې ولویدمه٬سپرغۍ مې نه وه

یخ اسویلۍ مې رانه ووت٬دمینې غیږکښې

ناڅاپه ویښ شوم په کیڼ اړخ زه٬تنکۍ مې نه وه

Door Guest