لیکوال: تاج رحيم  

وائي  افلاطون  ویلۍ و، چي فلانکی سړی ستا ډير صفت کولو نو افلاطون په ژړا شو

”دا ولې؟“   هغه سړی ترِ تپوس اوکړو ـ نو افلا طون اوئيل ”زما نه به د جاهلانو څه حرکت شوې وی چي دَ هغه به خوښ شوې يم“ ـ  که  شرابو ته پته اولږی چي ما دَ هغې په صفت کې څه ليکلی دی نو  خپل بوتل  به په يو غټ ګټ مات کړی –

دَ شرابو دَ صفت ټول حقوق خو دَ شاعرانو په حق کې محفوظ دی ـ زۀ شاعر نه يم خو دَ هغوئي دَ حقوق په حدود کې بې تپوسه قدم ګدم ـ او دا بې تپوسه دخل اندازی هسې ماله خوند راکوی لکه چي په غير قانونی طور د چا په کور يا زمکه قبضه کول ـ

    اول به دَ  شرابو قِسمونه اوشميرو  مثلا “دَ عشق شراب، دَ عشقِ حقيقی شراب، دَ معشوق د شونډو، د سترګو، د مينې شراب، د انګورو شراب، اصلی ولائيتی شراب، پنجابي  شراب چې ورته ټره وائي او دَ شاعرانو خيالی شراب ـ دَ قسمونو څه شمار نشته او دلته مطلب دَ قسمونه سره نه دې ـ د شرابو  دکان د جوړؤلو  اراده هم نه لرم ـ ګټه پکې ډيره ده خو سرمايه هم ډيره پکار ده ـ د شرابو يو ليوال راته په ارزانه دا کاروبار کولو چل خوولې دې ـ وئيل ئې په  بازار کي يا په ګران ځا ې کې دکان مه اخله ـ شريف خلق او غټ غټ نومړي ملان او سياسي  خلق به درله د بازار دکان ته نه راځي ـ  پولس او  ورځ پانړو نمائندګان به د خپل کميشن او يو بوتل نيم د پاره ، هره ورځې ستا د دکان په ور ولاړ وي ـ چرته د غريبو په علاقه کې، د خاؤرو خټو په آبادۍ کې،  يوه کچه کوټه په ارزانه واخله ـ نو غټ غټ ګاهکان به درته راځي ـ  که څوک يو وزير دغلته اوينې او تپوس ترې اوکړي چې ” وزير صيب تاسو دلته په دې سخا او غريب ځا ۍ کې؟“  نو وزير صيب به درله سمدستي جواب درکړي چې ” د غريبانو حال نه زان خبر ساتم چې ورله څه د مدد کار اوکړې شم“

او که يو غټ ملا  او جرنلسټ په دې ځائې په يو بل ورشي نو د هغوۍ ډائيلاګ به څه په دې جوړ وي

ملا صيب جرنلسټ ته ” ته دلته څه کوې ؟“

جرنلسټ : مونږ خو خدائي خذمت ګار يو ـ دنيا او حکومت د غريبانو د حال نه خبرول زمونږ فرض دې او د دغې فرض پوره کولو د پاره په دې سخا  خاؤرو ختو کې ګرځو“

ملا صيب : نيک کار دې خدا ۍ به درله جزا درکوي ـ

جرنلسټ : ملا صيب تاسو دلته څنګه ؟

ملا صيب : دا ځا ۍ يوه غريبه کونډه زنانه ناروغه وه ـ چې خبر شوم نو تپوس له او دم درود له ورته راغلې ؤم

په دې جوړ به درله غټ غټ ګاهکان راځي او د هغوئ عزت به هم بچ وي ـ  او ستا بلا خرچې به هم بچ وي ـ  ډيره قيمتي صلاح راله دې شرابي راکړه ـ دا خلق هېڅ بېڅه شرابيانو ته وائي چې شراب مزغو ته نقصان رسوي ـ که ما د بزنس کنسلټنټ نه دا صلاح غوښتې وې نو اول

خو به هغه زما نه سم غټ فيس اخستې وه او بيا دومره درست او ښکلې صلاح هغه ما ته نه شوه راکولې ـ دا ټول د شرابو برکت دې چې زۀ د ډيرې خرچې نه بچ شؤم ـ  خو يو نفع ورکونکې بزنس زما قسمت کې نشته نو دې کې د شرابو او شرابيانو څه ګناه ـ هغه خو ماته نيکه لار بې پيسو او ښو وله ـ خدا ۍ دِ ورسره ښه شي ـ

که سکلې ئې نه شم چې دومره پيسې نه لرم نو د ښه شې صفت  خو کول ګناه نه دې ـ ټول جهان بې مطلبه صفتونه کوی ـ لکه غريب دَ خان صفت کوی، چپړاسی د خپل صيب صفت کوی ـ  وزيرِ اعظم دَ صدر صفت کوی ـ  زۀ خود دار سړ ې يم د خلقو صفتونه نه کؤم ـ  شراب خو شراب دي په دنيا د خدائ نه پس بس دغه يو شې د صفت حقدار دې ـ پيسې راڅخه نشته، سکلې نشم نو صفت خو کولې شم کنه ـ  بلا شاعران زما غوندې په جيب کې پيسه ټکه نه لری خو خيالی شراب سکی نو که زه د هغوئي پشان خيالی صفت ئې کوم  نو څه ګناه خو مي نه دِې کړې ـ ّملانو هم شراب حلال کړي دي ـ  بس لږ د شرمه وائي چې دلته نه، هلته ـ او هلته شراب طهور شي ـ نو فرق د يو خيالی لکيرې دې ـ او ملان ډير هوښيار دي د دلته او هلته په هير پهير کې ئې زان ته حلال کړي دي او په مونږ ئي حرام کړي دي ـ زما په خيال دلته هم حلال دي که د سکلو په وخت زان مړ او په جنت کې اوګنړې ـ په خيا لي دنيا باندې فتوې په يو مذهب کې جائز نه دي ـ

Door Guest