جانانه اوس دې هم لا په یادونو کې ساتم

هرګام په اغزو ږدم خو تا ګلونو کې ساتم

دصبر سمندر یم له توفان سره غېږ باسم

غنچې دښکلا ګانو دې موجونو کې ساتم

دوخت اژدها ژا مې که هرڅو کړي پر ما ټینګې

 ته مه وارخطا کېږه تا وزرونو کې ساتم

بایلل دزړګي ټوکې نه دي چېرې دې ځان ورک کړ؟

وعدې دې جانه ټولې یاداشتونو کې ساتم

اشنا له کوڅې  تېر کړه رنګ یې هېر کړه هغه ته وې؟

زه ستا په ډول نه یم ځان ننګونو کې ساتم

په ناز او ادا راغلې دزړه کور ته مې دننه

هر ناز دې نازولې په نازونو کې ساتم

نورڅه  راسره نه وو یو څه و هغه مې درکړ

 له تا مې زړګی جار اوس ځان  دردونو کې ساتم

رانغاړم ځان پېچم ستا دغمونو سلسلو کې

تصویر دې په ما ګرانه ګلابونو کې ساتم

خپه نه شې بسمله زما اوستا یارانه نه شي

ته ګرزه په سحرا زه ځان ښارونو کې ساتم

Door Guest