لیکوال:ذمیرحیدر

له مودو مودو راهسې

پر یو چا باندې مین یم

هغه هم پر ما مینه

ښه پوهیږم چې پرې ګران یم

خو چې کله مخامخ شو

هیڅ هم نه وایو یو بل ته

دا چې ولې پټه خوله شو

نه پوهیږم نه پوهیږي

راته ګوري ،راته خاندي

بس په سترګو کې موسکۍ شي

زه چې پټ پټ ورته ګورم

سترګې ښکته کړي شرمیږي

بس چې شپه شي ځانته وایم

چې سبا به ورته وایم

چې بسا شي بیا ګونګۍ شم

هرڅه هرڅه رانه هیر شي

نو حیران پاتې شم ځانته

خدای ته پورته کړم لاسونه

چې له شا راباندې غږ شي

زه پر تا یمه مینه

میرحیدر سیلاب

Door Guest