دوخت ګوزار د هیــرولو ندی

پښتــون آحساس مې د وژلو ندی

تا چې چې د زور آتکـړۍ وښودلي

سپڅلي هـــــــــوډ د ماتــولو ندی

ما هم د لـمر په خدای قسم کړی دی

حق مې ظالم ته پـــــرښـودلو ندی

زه دشفـق لمنې سرې چې نـــکړم

غلبــــــل ټـــــــــټـــــــــر دګنـډلو ندی

پــــريږدی دلــمر پــرښتي هـم وليکي

منصوره کړيکــــه د غـــــندلو ندی

د توتاخيل په مری تـــــــــوره کیژدی

یـاغي تــــــــندی د دروغ ويلو ندی

رحمان ګل توتاخيل ډنمارک

دشيلنډ جزيره

Door Guest