حسن خان درمل

پورته مې له خولې څخه بې شماره ډیر آهونه شول

بیا په دغه ښار باندي د وینو بارانونه شول

چیغي او نارې مې له هر خوا نه تر غوږو شولې

جوړ چې کور په کور کي له خوښیو نه ویرونه شول

بیا ورباندي کوم یو شیطاني آفت راپرېوته؟

خاورو سره خاوري مو د خټو خړ کورونه شول

لا یې زړونه یخ نه دي چې نور یې پسې وژني هم

دا له کوم ظالم څخه راپاتي بد خویونه شول؟

ویښ شه د افغان زویه تر څو به لا ویده یې ته؟

وران مو په تاریخ کي د میرویس نیکه یادونه شول

څنګه به درمله په دې ملک کي آرامي راشي؟

کله چې پیدا زموږ تر منځه توپیرونه شول

Door Guest