ښاغلی صدیق کاوون توفاني زموږ دهیوادپه ادبي، فرهنګي اوسیاسي ډګر کې یوپیاوړې، وتلې او پیژندل شوې شاعر، ادبي، فرهنګي او سیاسي شخصیت دی . دی دپښتو او دري ژبو دهغونوښتګرو،مخکښواونامتو لیکوالانو او شاعرانو څخه دی، چې دده په آثارو او شعرونو کې ډیر لوړ علمي مفاهیم،انساني ،اجتماعي ، ملي او ادبي تصورات اوافکار په ډیره خوږه ،سلیسه، ساده او روانه ژبه بیان شوي دي.د ده په شعرونو کې  هنري ښکلا،خیالونه،سمبولونه،  تصویرونه او انځورونه ،تشبیهات ، کنایات،  پاک او سپیڅلي احساسات، جذبات او عواطف په ډیر رنګین اوظریفانه شکل ترسیم شوي دي .

د مینې آرماني

زه د مینې آرماني یم، وصلتونه راته  راکه

د تودې غیږې حرم کې، شنه خوبونه راته راکه

ما د زهد په زندان کې، د ځوانۍ  عمر ایرې کړ

دا تقوا راځنې واخله، ګناهونه راته راکه

ستا دمست ښایست له زوره، د حیا غرونه چپه شول

دا شرقي حجب ایرې که، هوسونه راته  راکه

یخ وهلی تن مې تود که، د سرو  شونډو په سکروټو

ټول غمونه مې لوګی که، سره  اورونه  راته  راکه

بت شکن غرور مې ګوره، ستا  ښایست ته په سجده شو

عبادت ته مې لږ  ځیر شه، ثوابونه راته  راکه

پرې  چې ووینځم نظر مې، ستا  دسترګو سمندر کې

خړو خاورو  نه  مې جګ که  منزلونه  راته  راکه

یه حسینه ساقي راشه، چې جامونه  سره  جګ کړو

له   توبو مې توبه وکړه، نور هوډونه راته  راکه

په جامونو  نه  ماتیږي، دا زما  دوزخي  تنده

زه  د ټول  عمر خمار یم،  دریابونه راته  راکه

چا  ته  ونیسم په لاس کې،  د زخمي  زړه  د آرمان ګل

یه  د سوي باغ  ملیاره، بهارونه  راته راکه

دا کوچنی  زړګی  مې ګوره، چې  د لویو غمو کور شو

عشقه ته  راسره  یار شه طاقتونه  راته  راکه

مسکو (۲۳/دلو/۱۳۶۲)

شاعر : صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود

هېر

کلونه وشول چې دې نه وینمه

غزل د سترګو دې لوستلای نه شم

نور مې دا ستړی سرګردانه نظر

– دا داغزنو اوږدو لارود سفرلاروی –

ستا د خوږو سترګو چینو کې لمبولای نه شم .

****

نور مې دسترګو د ګودر په غاړه

ستا د پښو پلونه هم نه ښکاري

نور مې دشونډو د بیدیا په څنډو

– په دې شګلنو بې بهاره تالو-

ستا د بوسې ګلونه هم نه ښکاري

****

نور دې د خیال په اسمان نه ځلېږم

نور مې د خوب کلي ته هم نه راځې

داسې ښکاریږي چې هېر کړې دې یم

دګلورینو خاطرو له باغه ،

د وچ لرګي په شانې لیرې غورزولای دې یم .

****

زما او ستا هغه اورینه مینه

چې ځلېدله، بلېدله مدام

هغه د تورو ماښامونوډیوه

– لکه د شپو په زړه کې بله شمه –

چې سوزیدله، خندیدله مدام

اوس په کې اور نه شته، سپرغۍ نه لري

اوس له رڼا ډکه ځولۍ نه لري .

****

خو لا تر اوسه مې د زړه په قاب کې

یوازې ستا د مخ تصویر پاتې دی

یوازې ته مې یې د ذهن په ډولۍ کې ناسته .

یوازې ته مې لکه وینه په رګو کې جاري .

المان (نومبر- ۲۰۰۰)

شاعر : صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود

**************************

دمینې تړون

بیا مې جانانه، د زخمي زړګي په سوې للمه

ستا د خوږو، خوږو یادونو باران ووریده

بیا مې د مړاوو خاطرو په رژیدلي چمن

د پسرلي د سرو ګلونو باران ووریده .

****

کلونه وشول چې له تا نه جلا شوی یمه

کلونه وشول چې په تا مې سترګې نه خوږېږي

کلونه وشول چې دنیا لکه زندان ده راته

کلونه وشول چې د سا وزر مې نه غوږېږي .

****

اوس مې یادېږي هغه تللې تېرې شېبې

هغه د ګلو غوندې ښکلي او رنګین وختونه

هغه دمینې د رڼا په میوو مستې ورځې

هغه ساده، هغه سپېڅلي نازنین وختونه .

****

چې مې له تا سره تړون پکې د مینې وکه

چې ستا په غېږه کې مې ځان او جهان وپېژانده

ته مې کعبه شوې درته زه په لمانځه ودریدم

ستا په لمنه کې مې هوډ او ایمان وپېژانده .

****

ما ویل زه به دې جانانه جنتي ښایست ته

د سرو غوټیوغوندې ښکلی سور غزل ولیکم

ما ویل زه به دې د تورټیکري په تورو څنډو

د لمر په اوښکو حماسه د سره تکل ولیکم .

****

ما ویل زه به ستا د زلفو په حسینو شپو کې

د ابدي مینې ځلانده ستوري وځلوم

ماویل زه به ستا دمخ هغه سپېڅلی سهار

د پسرلي د شنې وږمې په عطرو ولمبوم .

****

ماویل زه به د تیارو اوږده، اوږده لاسونه

ستا په زرینو، پرتمینو زلفو وتړمه

ما ویل زه به د بدرنګې شپې ناولی کجیر

د سپینې ورځې د رڼا په غشو وولمه .

****

خو د تیارو د خدای، بدرنګه اراده بله وه

ستا برخه لیک یې د بادونوپه وزر وتاړه

ستا په تندي یې آیتونه د لمبو و لیکل

ستا په ټیکري یې د سرو وینو سمندر وتاړه .

****

ما مرغلرې ستا له سترګو نه راټولې نه کړې

ما دې په زلفو د آرمان ګلونه، و نه ټومبل

د ماتمونو تورو شپو ته دې څراغ نه شومه

د زړه داغلي پرهارونه مې دې ونه ګنډل .

****

چې ستا د زړه په ښار لښکرې دماتم وختې

ما یې یوازې په سرو سترګو تماشا کوله

ستا په دردونو او په خپلې بې وسۍ مې ژړل

ته سوزیدې ما درته هیله د بقا کوله .

****

خدایزده چې په زوریدلي زړه به څه تېرېږي

ښایي چې تاته به بې هوډه، بې وفا ښکارمه

ته به مې وړ دخپلې مینې د پرتم نه ګڼې

تاته به مات ښکارمه تاته به رسوا ښکارمه .

****

مات خو به یمه، خو جانانه بې وفا نه یمه

د تومتونو زنځیرونه په پښو ګرځوم

له تا نه لیرې، په پردیو نا آشنا کوڅو کې

د مجبورۍ د ژوندون پېټی په اوږو ګرځوم .

****

خوستا د سترګو په زیارت باندې قسم کومه

یوه شېبه دې هم له یاده جلا شوی نه یم

د شنه باور په کرونده مې لا هوډونه شنه دي

د سرو غاټولوپه تړون باندې ختلی نه یم .

****

دیاد په دښته کې مې څري ستا د مینې هوسۍ

د خوب باغچه مې ستا دحسن په ګلونو پټه

د ذهن دړه مې یوازې ستا نامه پوښلې

د زړه ماڼۍ مې ستا په ښکلو تصویرونوپټه .

****

آلمان (جنوري – ۲۰۰۱)

شاعر : صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی : عبدالقادر مسعود

**************************

راشه پسرليه

راشه پسرليه ، دغوټيو له باران سره

سېل  د رنګ او بوى سره دمشكو له كاروان سره

راشه دغوټۍ له سترګو پريمينځه رانجه دخوب

راشه د زخمي زخمي غاټولو له درمان سره

راشه چې جړاو شي په غميو، نښتېځلى، باغ

راشه پسرليه، دګلونو له توفان سره

راشه چې دونو په ښاخونو پاڼې وناڅي

باد ترانې ووايې، دغرو مماڼې وناڅي .

****

ژمى دى خفه نه شې دګلودغونچو په ځاى

مونږ درته په لاره زخمي زړونه غوړولي دي

خير كه وچكالي ده نه شبنم شته نه باران اوري

ستا دراتلو لارې مو په اوښكو ، پريمينځلي دي

اور مو په سر وړى، خو ډيوې مو لګولي دي

زړه د تروږميو كې مو ستوري ځلولي دي

زموږ كلي ته لمر راوله! راشه پسرليه

بيرته يې پخلا كه، د عمرو مرور راوله .

****

راشه چې باغونه مو ساړه ژمي وهلي دي

راشه چې ګلونه دخزان سيلۍ زپلي دي

راشه چې دبوټو په رګونو كې سا وچه ده

راشه چې غوټيو په سرووينو كې لمبلي دي

دښتې سوزيدلي، چمنونه رژيدلي دي

كرښې دقسمت يې په لمبو راته ليكلي دي

بس دى د اورونو ، دسوځونو كتاب واړوه

بس دى پسرليه، دغمونو كتاب واړوه .

****

څه دى بهار څه دى، چې رڼا دمستۍ نه لري

سا دمستۍ نه لري ، صهبا دمستۍ نه لري

شور دمينې نه لري، سور اور دمينې نه لري

څا څكو دشبنمو كې ځلا دمستۍ نه لري

څه دى بهار څه دى چې  موسكا دغوټۍ ورېبي

څه دى بهار څه دى چې خندا دمسنۍ نه لري

څه دى بهار څه دى چې ويدې نغمې نه پاڅوي

تاندې غوټۍ ويښې نه كړي، شنې وږمې نه پاڅوي .

****

راشه پسرليه، چې دلمر ګلونه وخاندي

توره شپه سبا شي، دسحر ګلونه وخاندي

باغ په خندا سر شي، لر او بر ګلونه وخاندي

راغ غونچې ،غونچې شي پيغامبر ګلونه وخاندي

بيا دپيغلو نجونو په ټټر ګلونه وخاندي

غر په ګلو پټ شي په كمر ګلونه وخاندي

بل شي په سپېرو دښتو، دګلو څراغونه بيا

پورته شي ،رپانده دغاټولو بېرغونه بيا.

****

راشه په سپېرو دښتو كې سا د ژوندون وكره

راشه په سړو زړونو كې اور د جنون وكره

راشه بيا روښانه كه دمينې دمزلونو لار

راشه د ليلي زړه كې وفا دمجنون وكره

راشه تږې تالې دوږمې په ميو مستې كه

راشه د ماښام په دښته، سپين سباوون وكره

راشه پسرليه، باغ ته ناوې دګل راوله

ساندې ترانې كه ، وزرماتى بلبل راوله .

****

تركې دبګرام درنه جامونه دسوما غواړي

غواړي ،نڅا شورغواړي،شررغواړي، نغمې غواړي

پيغلې دبخدي درنه دردونوته دوا غواړي

بيا په نو بهار كې دبهار مسته خندا غواړي

پريږده له قفسه، ښايسته بلبلې والوزي

دا زخمي غوټۍ له تا نه شونډې دموسكا غواړي

زيب يې د پيكيو شه، ګلاب دګريوانه يې شه

سوز يې د سندرو شه، رباب د زنګانه يې شه .

****

بيا به دا خزان، خزان وختونه بهارونه شي

بيا به دا شډل ، شډل ډاګونه چمنونه شي

بيا به دا اغزي، اغزي باغونه سره ګلونه شي

بيا به په رنګينو ګلو، ښكلي وربلونه شي

بيا به غم وهلي ماښامونه، سهارونه شي

بيا به دسپين غره غاړې ته ستوري امېلونه شي

بيا به دكابل لمنه ډكه په ګلونه شي

بيا به د (بابا) پګړۍ جړاوه په لعلونو شي.

****

تا كه پسرليه ، دګلونو ګيډۍ راوړلې

تا كه د وږمې په وزر تاندې غوټۍ راوړلې

تا كه درڼا ناوې له تورو شپو راوايسته

تا كه دباران د رڼو څاڅكو ډولۍ راوړلې

تا كه په خاموشو ماښامونو كې شور وكره

تا كه زخمي زړونو ته د مينې پټۍ راوړلې

ته به ابدي شې ، ته به پاتې شې په زړونو كې

ته به د ژوند سا شې ، په ډاګونو ، په باغونو كې .

١٩٩٩/٢٠/ آلمان ،   ٢

شاعر:صدیق کاوون طوفاني

ترتیب کوونکی: عبدالقادرمسعود

**************************

Door Guest