سترګي ستا لکه جامونه

پکښې بریښي پټ رمزونه

تنګئ مینه یې په تخنا کړه

ویښوي کوګل کښې زړونه

رنګ دمیني سره غومبري

توراوربل لاندی خالونه

خامکي ټیکري نه لاندي

میني بل کړل سره اورونه

دنداسه باندی ښه ښکاري

موسکا شونډي سپین غاښونه

شنه بنګړي په سپین مړوند

ښکلي بریښي تری لاسونه

په ټټريې مدام زوړند

لونګین داني بویونه

موري یې خوشاله په خوشالئ کښې

ورته جوړکړل تاویزونه

دپاک نیت ښکلا وي ښکلې

خوشاله ساتي خپه زړونه

لاس دی راکړه ای سرحده

پریږده پوه شي مین زړونه

مسکو-۱۲،۰۶،۲۰۱۲

Door Guest