څه موده مخکې

لا ماښام نه و

خومازدیګر په ختمیدو و

پښي مې وي لوڅي

دسمندراوبو په غاړه

په لمدو شګو

سوکه،سوکه

لږ وړاندي تلمه

دسمندرله وچی غاړي

والوتی زاڼي

ښکلي کتار شوي

دشنه ښایسته اسمانه لاندي

مشره یې مخکې

دانوري دی پسی

څومره په مینه

وړي، وړي

راښکاریدي

څه ښه ښکلا وه

ښکلی انځور و

دیوي مړئ خوړولپاره

په یوه غږ

په یوه ساعت

په توده مینه

دسمندرختیځي خواته

څې ډیرچونجیان دی

واړه مایان دي

خواړه پریمانه

له خلکو لري

په ارام فکر

وروالوتلي

۱۶،۰۶ ،۲۰۱۲

Door Guest