دا دآزادئ خاوره

تل به وي ازاده تل

دا د افغان لاره ده

نشته دانګریزوپل

«»«»«»

مونږ هغوي شړلی دي

ګوډو پښوو وتللی دي

هیرنه دی تاریخ زمونږ

دلته دوي ژړلی دي

«»«»«»

دا ده د زمرو مېنه

دا یې دی هم ځان وتن

دا به تل ساتی مدام

دا یې د نیکو وطن

«»«»«»

دلته نومیالی لرو

ویاړ دی دافغان ملت

ستر امان الله غازی

ساتومونږيې پت عزت

«»«»«»

ځیږ تاریخ دآزادئ

ویاړد افغانانو دی

د د افغانیت بری

ډارپه انګریزانو دی

۲۰۱۲،۸ ۱۸

Door Guest