ټال دمینی زنګولم ښي شیبي وي

دومره لنډي وي که ورځي که يې شپي وي

دهجران له سترګو لری وم په خیال کښې

دتودي مینې په زړه کښې شپي خوږي وي

دادلوی آسمان په زړه کښې ستوري کوري

بی له وریځو دښکلا څه ګونګوسي وي

نه وي ډزي نه غوغا نه يې غبرګون و

یو تربله يې سترګک واهه، نغمي وي

څو خبري مې دمینې ورډالئ کړي

په موسکا شوڼدویې ویل سترګي نیشي وي

سري لمبی وي سری سپرغی دمینی اور و

تری رڼا وه تیاره شپه کیسي اوږدی وي

خیال دمینی ساتئ لری له بیلتونه

دسرحد دمینې څو ترخي خوږي وي

Door Guest