سترګي څې مینی شی

نیش وهی کتلو کښې

غشي يې نښان ولی

څرک په تیریدولو کښې

«»«»«»«»

توري سترګي سري شونډي

ښکلي.ښکلي،ښکلي دي

توري بی رنجو سترګي

خوند يې نازولو کښې

«»«»«»«»

سترګي څې سترګک وهی

پټي پکښې خبري دي

خواله له زړګي غواړي

مینی ته ویلو کښې

«»«»«»««»

سترګي څې خوشاله وي

زړه يې هم مین بریښی

ګډي ښې خبري وي

خوند کړې اوریدلو کښې

«»«»«»«»

غواړی په خبروشې

سترګو ته کتل کوه

پوه به شی په حال باندي

یوځل په کتلوو کښې

۲۸-۸-۲۰۱۲

Door Guest