داوطن یی چي ګټلی ستر نیکه او لوی بابادی

دویاړونوعضمت یی تری ډک شوي تاریخونه

دلته وینی شولی تویی،ککرئ شولی هم ماتي

دغلیم توره شوه ماته ،په پښو ګوډ مات ورمیږونه

دلته جنګ و ددښمن،ویني سری شولی رواني

دغه دښتي دغه غرونه، پکښې خښ دي ډیرسرونه

تن په تن جګړه شوه پیل ټینګ سوکان خوړل دښمن

دلته سر ترینه لویدلی،پښیې یې ماتی هم لاسونه

چا څې بد ورته کتلی ،هر خڅوځکی ته له لری

وار یی تل په سر خوړلی، لا یی شنه بریښي هډونه

په تاریخ کښې دا راغلي،مونږ شړلي دښمنان دي

لاتر اوسه یی روغ نه دی، دبدن زاړه زخمونه

دا دهرافغان ټاټوبی ،ستر ارزښت دی بلل شوی

هرافغان په ده مین دی ،تل ګاللي دي غمونه

دغه شنه اسمان ته کوري، ښه ښکلا یی دوطن ده

خدای ورکړي هر افغان ته ،د آزادوطن فکرونه

داوطن افغانستان دی، هرافغان یې تل خاوند وو

چې ژوندی پکښې افغان وي ،درناوي یې کړي ملکونه

دا وطن دی دزمریو، پې پراته زړور زمریان دي

تورو سور، شین یی بیرغ ،هر افغان کړي ساتنه

داوطن دی اړین شوی ،چي یو موټی افغانان شي

له خطره یی کړي لری،دښمن جوړل کړل بیا خنډونه

Door Guest