راشی چی په خپلو کښې دیوه کور خاوندان شوو

پریږدي تربګنۍ راځی ددی خاوری بچیان شوو

دی باندی به خوشاله شي دکلی پرګني زمونږ

نوري لاری نشته ګورۍ راشي ټول یو قام شوو

راشی چی په خپلو کښې دیوه کور خاوندان شوو

ولولۍ داستان دغټ بری هلته راغلی دي

هر بری یوالی کښې لوی خدای زړونه ورکړي

زور دی په یوالی کښې پولاد غوندی قوت لری

راشی دی یوالی ته واړه ،ِغټ ټول زمریان شوو

راشی چی پخپلو کښې دیوه کور خاوندان شوو

دا ویجاړي ،شاړي سپیري ځمکی ژر ابادي کړو

دا له مینو ډک پټي احتیاط سره شودیاري کړو

مونږه په جلا ،جلا په ستونځو بری نه مومو

راشي لاس په لاس شوخپله دلته ماهران شوو

راشي چې په خپلو کښې دیوه کور خاوندان شوو

پوه عاقل افغان په دی پوه شوی ستونځي ډیري دي

لس کاله زر تیر شول د وعدو خاوندان چیري دي

دوي خو و ویلی دا وطن به مونږ په ګډه ښه اباد کړو

خلاصه نه جګړه شوه ،نه سوکاله زمونږ افغان شوو

راشی چې په خپلو کښې دیوه کور خاوندان شوو

۲۹ -۱۲- ۲۰۱۲

Door Guest