کلباتون ، وریښم ته راوړه له بارازه

یخن ښایسته راته برښیږي تڼۍ داره

موری ټوټه ده دوریښمو ګل می روغ کړ

نښان دګل مې سور انار له کندهاره

کلباتون ، وریښیم ته راوړه له بازاره

پیغلوته یی وښیم کنډلی سور دستمال مې

خیالی راوړې دوریښمو ښکلی شال مې

په خپلو ګوتو مې ګنډلی سور ټټر دی

دا دخوږي مینی سور رنګ دی زما لپاره

کلباتون ،وریښم ته راوړه له بازاره

غواړم خاوند څې خپل وطن ورباندی ګران وي

پت وغیرت یی دساتني دافغان وي

څې تر شا نشي خپل سنګر ساتی هغه دی

ورته ګنډم خیالی ټټر په ما حقداره

کلباتون ،وریښم ته راوړه له بازا ره

پیغلوته یی وښیم کنډلی سور دستمال مې

خیالی راوړې دوریښمو ښکلی شال مې

په خپلو ګوتو مې ګنډلی سور ټټر دی

دا دخوږي مینی سور رنګ دی زما لپاره

کلباتون ،وریښم ته راوړه له بازاره

ګنډم دستمال لږ څه ښایسته وي دخپلوانو

ورته څونډي اوبم خوښیږی دخیښانو

نوکریځی غواړم په مجمه کښې تکی شنی وي

خواږه په زړه وي بی مصرفه زمونږ له ښاره

کلباتون وریښم ته راوړه له بازاره

مسکو – ۳۱- -۱۲ ۲۰۱۲

Door Guest