سیاست
سیاست څه شی دی، د فکر لوبه خو دلته برېښي، لکه اوزلوبه هر یو وځانته، اوزه کش کاندي نه یې وي ګټه ، نه یې هم سوبه
(ف . نوري)

رهبر

نه مو زعیم ، نه مو رهبر لرلی
نه د خدای لار ته برابر لرلی
چې مو وطن ته د خدمت جوګه شي
نه مو سرونو کې یو سر لرلی

موږ
مونږه هم دین او هم دنیا پرېښې ده
دا ترقي مو لا پخوا پرېښې ده
په نامطلوبه رواجو کې یو ګیر
هم مونږه ځمکه ، هم هوا پرېښې ده
ځوانان
ځوانان پیاوړي، هم دوی ځواکمن دي
په انرژي کې دوی هم شتمن دي
که نن یې لږ دی ، پراخ حضور
نو بې له شکه سبا واکمن دي
ځوانان
ځوانانانو کې نشته ، هماهنګي
تل یې په برخه ، ده بد رنګي
شعور یې ټیټ دی، ذهنیت یې نشته
ځکه دوی ښکار دي ، د فرنګي
ځوانان
ځوانان ویده ، ځوانان راګیر دي
ځوانان بندي، ځوانان اسیر دي
لومه کې پاتې ، دوی دي بې وسه
تل دوی حقیردي تل دوی فقیر دي

ځینې وګړي
څه عجیبه دي ځینې وګړي
ټوپک په لاس دي او تر ملا پړي
هریو لوټي دوی،هم هر یو وژني
که مالداران دي که ژرندګړي
مال
که وي حرام ، یا هم حلا ل
د نن انسان هم ډېروي ما ل
ورته نه ښکاري چې حرام څه دی
راټولوي یې په سرو کا ل

سمه لاره
چې ورته ښییمه، زه سمه لاره
افغان نه اوړي له بده لاره
که څومره بد وي، دوی یې تل ستایي
دوی نه پوهېږي د خدای لپاره

اراده
اراده نشته په هېڅ افغان کې
چې غږ کړي پورته په ټول جهان کې
د خپل هېواد ، بقا لپاره
احساس پیدا کړي هر یو خپل ځان کې

لاره
لټوو مونږه یوه نوې لاره
هوسا ژوندون ته یوه سمه چاره
ترڅو چې ورک دغه ناورین شي
زموږ له کلي، زموږ له ښاره
د ځینو تکل
یو نیم له دوی نه پدې تکل دی
چې وخت یې راشي بیا هغه غل دی
هم مړوي ځان ، هم ورانوي یې
تخریبکارۍ کې یو ستر اتل دی
هوس
زموږ ژوندون نن، یو جوړ هوس دی
رواجي کېږو، څومره چې وس دی
یو هوښیار ځوان هم، په موږ کې نشته
چې موږ ته ووایي(یاره نوربس دی)

(څېړنیار فریدالله نوري)