زه وروسته وروسته کیږم مخکي کیږي زنده ګې
جانان را نه بیلیږي که بیلیږي زندګي

په خوب کې مې لیده چې پاڼې پانې شي ګلاب
سهار کې رانه بیا چېرته رژیږي زندګي

یو ته یې چې زما د اوښکو نه ساتي پروا
یو زه یم بې له تا مې نه تیریږي زندګي

یوه معصومه هیله یوه پوښتنه را سره ده
نظر کې دې جانانه زما ځایږي زندګي ؟

ځلانده اظطراب دی اندیښنه ده او که څه
چې ګورم اینه کې مې ورانیږي زندګي