په اوښکوکې مې هیلې لوبېدلې لکه پېغلې
ګودر کې مې دسترګوزنګېدلې لکه پېغلې

بیګادې خاطروچې کړم جانانه خوبولی
په تګ تګ کې په شاراتاوېدلې لکه پېغلې

روانې به وې تم به مې شوې اوښکې په لیموکې
نن بیا زلمي ارمان مې غولولې لکه پېغلې

حیران وم چې مې ځنګه دلاسه سړې جذبې وای
تصویرته دځوانۍ مې ژړیدلې لکه پېغلې

اثردپردېسۍووچې مې هیلې ټوله شپه بیا
په هره یوه خبره غریونیولې لکه پېغلې

زړه ډک وو د(حسن) کنه دټول چمن ګل پاڼې
سازونودوږموته نڅېدلې لکه پېغلې

ډاکتر حسن