سختي به راشي ورته کم نشې

مینه توده، ته سوړ اوغم نشې

لار لټوه عقل دی پوخ نیسه

ځه مخ په وړاندې چیرته تم نشې

سختی به راشی ورته کم نشې

دا دځوانی اصل کښې شوردي

لکه ، لمبه انګار د اور دی

لارکښې کوډګر هم جفا ګردي

ګوره ګوډګرو باندی دم نشی

سختی به راشی ګوره کم نشی

سپرغۍ ،سپرغۍ ځی پاس آسمان ته

انګار د مینی جوړ کړه ځان ته

لکه بورا غوندی مین شه

ګوره چې مړ دې درنه شمع نشی

سختی به راشی ګوره کم نشی

مینه تنکۍ ده هم دناز غوټۍ

تاته هم مینه هم دسر پګړۍ

دمینی ژوند مزي دسولی

ګوره بی ځایه ورته ګرم نشی

سختی به راشی ورته کم نشی

۲۳ – ۱ – ۲۰۱۳ مسکو

Door Guest