کله به جوړ شې دا کلی زمونږ

کله به راشې ښوونکی زمونږ

ډیرکنډوالي شول ښوونځی د کلي

تیاروته ګوروتورغم دی په مونږ

کله به جوړ شې داکلی زمونږ

مونږه نه غواړو ښي ښکلې پڼې

مونږ یې نه غواړو وریښمیني جامې

جوړدا ښوونځی کړۍ اختر یې بولو

دلته به پیل شی راتلوونکی زمونږ

کله به جو ړ شی دا کلی زمونږ

آبادی غواړۍ ښوونځی جوړوۍ

سوکالی غواړۍ وطن رغوۍ

څوک هیلی پلی کړي مشران ګڼي

پوهه اوزده کړه راپریږدۍ زمونږ

کله به جوړ شی داکلی زمونږ

مسکو- ۲۷ – ۱ – ۲۰۱۳

Door Guest