غزل

زه دې اٌینه یمه په ما کې ځانته وګوره
زما د وران زړګي ورانه دنیا کې ځانته وګوره

لارو فاصلې رامنځته کړي دې زمونږ ترمنځ
ورک له دې جهانه ماورا کې ځانته وګوره

زه ستا د وصال تعبیر ته خوب لټوم سترګو کې
ستوری شه د ورځ په انتها کې ځانته وګوره

ولي اندیښنې زما د فنا کوي جانانه ته
لږ خو د انکار د لفظ مانا کې ځانته وګوره

وخت به شي حیرانه زمونږ د مینې دې انجام ته ژر
زه چې اوجود پریږدم ته اروا کې ځانته وګوره

یار ویلي سم وه چې له مینې به بیزاره شي
ته خو لږ ځلانده په ژړا کې ځانته وګوره